سلمان لایق


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نظر محمد مطمئن
  • 1131

چې کله یې 'د غره سړی' په نوم ناول چاپ شې، بیا یې په اړه قضاوت وکړئ.
زه یې د اوس لپاره د هغه پر عقیده او سیاسي تګلوري خبرې نه کوم، زه یې د مجاهد د اتلولۍ پر ناول خبره کوم.
لایق صاحب ویلي و چې کله زه مړ شم زما ناول دي چاپ شې، هغه ته څو لکه ډالر هم د ځینو بهرنیو کمپینو لخوا ددې ناول د چاپ او د هغوی واک کې ورکولو لپاره وړاندیز شوې و، خو لایق بیا هم ویلي و چې د پیسو ګټلو لپاره  مې دا ناول نه دی لیکلی.
له غرزي لایق څخه تمه ده چې د خپل پلار دا شاهکار ناول به چاپ او نشر کړي، زه(مطمئن) له خپل لوري ور سره ژمنه کوم چې هر ډول مرستې ته چمتو یم.
له مهمو لیکوالو مې اوريدلي: "کله چې ښاغلي سلیمان لایق د قبایلو او سرحدونو چارو وزیر و، لغمان ته تللی و، تور غر ته نږدې د مجاهدینو او خلقیانو / پرچمیانو + شورویانو ترمنځ جګړې پر مهال یو زخمي مجاهد ژوندی نیول شوی و، له مجاهد څخه ښاغلي سلیمان لایق پوښتلي و، چې ولي له موږ سره جګړه کوئ.
مجاهد: تاسي کافران یاست، روسان مو هیواد ته راوستل.
لایق: موږ خو سوچه افغانان یو، لمونځ کوو.
مجاهد: تاسي اوښتي یاست، مرګ مو رواه دی.
لایق: که بیرته دی زه خلاص کړم، ژمنه وکړه چې بیا به زموږ ضد جګړه نه کوي.
مجاهد: ومې وژنئ، خو دا خبره مه راته کوه، چې خلاص شم، او ژوندی یم، ستاسي پر ضد به جګړه کوم.
لایق: څه در سره وکړم چې بیا زموږ ضد جګړه ونه کړي.
مجاهد:  هیڅ نه درڅخه غواړم، یا مې ژر ووژنئ او یا مې بندي کړئ، دا دروغجنې خبرې مه کوئ.
لایق: زه دي خوشی کوم، خو بیا به جګړه نه کوي.
مجاهد: دا ژمنه نه کوم، که رښتیا پښتون یې، نو پښتون د چا د ازادیدو لپاره شرطونه نه ږدې.
لایق صاحب ټکان  وخوړ، هغه مجاهد چې له بدن یې ویني څاڅي، مخ یې په خاورو سپیره، او د خلقیانو/پرچمیانو لخوا ښه وهل شوی او ځورول شوی، په دغسي سخت حالت کې د پښتونولي خبره ورته کوي.
لایق: زه ولاړ شه، ته نور خوشی یې، بل څه در سره وکړم.
مجاهد: ډیر په تکلیف مې کلاشینکوف پیدا کړی و، هغه مې غنیمت نیولی و، که رښتیا ځواني کوي، هغه کلاشینکوف هم راکړه.
لایق: وعده وکړه چې بیا به په هغه کلاشینکوف زموږ ضد جګړه نه کوي.
مجاهد: ژمنه در سره نه کوم، که مې خوشی کوي او کلاشینکوف راکوي، نو شرطونه به نه ږدي.
لایق: زه په مخه دي زیړي ګلونه، زه پوه  شوم چې موږ دا جګړه نه شو ګټلای."
 
ښاغلي لایق په ۱۳۹۱ کال کې له بي بي سي سره مرکه کې وویل: ' پر (د غړه سړی / مردي از کوهستان) نومي ناول کار کوم، چې په ۱۳۵۹ کال کې مې پیل کړ او ټول عمر به پرې کار وکړم، زه غواړم د انقلاب او د هغه اړوند پېښې له خپله نظره په دې رومان کې وړاندې کړم، دا ډېر مهم کار دی او غواړم پای ته ورسېږي او خلک یې ولولي. دا د یوې اتلولۍ کیسه ده او اتل یې هم زموږ (د خلق دیموکراتیک ګوند غړو) په اصطلاح انقلاب ضد یانې له مجاهدینو یو دی. '