- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- یوسف هېواددوست
- 1292
ښایي دا به لومړی ځل وي چې د خپلې کورنۍ د غړو پر مرګ د خواشینۍ په کچه او یو شان د سلیمان لایق په مړینې غمجن او خواشینی یم.سلیمان لایق هم لکه دا نور ملیونونه افغانان ، یو افغان دی خو د هغه ځانګړنه دا ده چې د خپل مظلوم قام ، د خپل اسیر قام ،د خپل بېوزلي قام او د خپل وطن د پښو یبلو ماشومانو ، مظلومو خویندو ـ میندو او تشو لاسو کارګرانو ، بزګرانو او زیارایستونکو د هیلو او غوښتنو نومیالی ترجمان شو.اورنی شعر یې د ملت ددغو دردونو د بیان لپاره وکاروه.شعر او داستان به هرڅوک ووایي خو یونیم پکې لکه خوشال او یا رحمان شي او زموږ د زماني دغه اتل او دغه سرلوړی لکه جګ غر ، انسان همدغه لایق هم همدغه یوازینی شو. ، سلیمان لایق ، زموږ خوارانو د زړونو ترجمان شو .لایق د بېوزلانو رهبر شو.
.ارواښاد سلیمان لایق درې ځانګړنې لري چې په همدې درې برخو کې باید د ده افکار او آثار راوسپړل شي :
۱ـ تنکی ځلمی لایق
ـ قران خوان غلام مجدد
ـ زده کوونکی سلیمان
۲ـ ځوان سلیمان
ـ کلیوال سلیمان
ـ کابلی سلیمان لایق
ـ فرهنګي سلیمان لایق( شاعر ، لیکوال ، ژورنالیست او د راډیو کابل کارکوونکی)
۳ ـ سیاسي سلیمان لایق
ـ د ملي دموکراتیکو افکارو ګټونکی
ـ د افغانستان له مهمو سیاسی او فرهنګي څېرو لکه لیکوال او ژورنالیست نورمحمد تره کي دغه راز میر غلام محمد غبار ، طاهر بدخشی، ببرک کارمل ، بارق شفیعي، میر اکبر خیبر ،عبدالروف بېنوا، ګل پاجا الفت ، آدم خان ځاځي ، عبدالوهاب صافی ، عبدالحی حبیبي او داسې نورو اغېزمنو شخصیتونو سره آشنا سلیمان لایق
ـ د خلق دموکراتیک جریان د تاسیس یو تن مشر سلیمان لایق
ـ د ثور انقلاب او ملي مصالحي د وخت سلیمان لایق
ـ او بیا د اسلامي تنظیمونو د حاکمیت د وخت تر ننه ، سلیمان لایق .
ارواښاد سلیمان لایق په دغو ټولو برخو کې د ژورې مطالعې ،پلټنې او څېړنې وړتیا لري او که خدای توفیق راکړ په همدغو برخو کې به د یو څه لیکلو جرآت وکړم .
سلیمان لایق په خپل ټول عمر کې یو هېواددوست او ملي سیاستپوه، مفکر او مبتکر شاعر او لیکوال او د هېواد د مطبوعاتو او په ځانګړې توګه د خپل حاکمیت په وخت کې د افغانستان د پخواني راډیو تلویزیون او افغانفلم ډېر زړه سوانده ، پوه ، دقیق او نه ستړي کېدونکی ملګری او مواظبت کوونکی پاتې شو. د خلق دموکراتیک ګوند د حاکمیت له پیل څخه بیا ترپایه په هیڅ فساد،رشوت او ناوړه استفادي نه دی متهم.خیرخواه، ملي ، دموکرات او سپېڅلی افغان و . که سړی له حقه تېر نه شي او د افرادو ایډیولوژیک پیوندونه په پام کې و نه نیسي نو د افغانستان د معاصرو ادبیاتو په پیاوړتیا او په ځانګړې توګه پښتو کیسه لیکنې او پښتو شعر کې د یو شمېر نور نومیالیو لیکوالو او شاعرانو ترڅنګ ، ښاغلو نورمحمد تره کي او سلیمان لایق د یادونې وړ ، هېښونکې او اغېزمنه ونډه ترسره کړې ده .
اروا یې ښاده او جنتونه یې ځای ، او په دې توګه ګران غرزي لایق او د ارواښاد سلیمان لایق د درنې کورنۍ د نورو غړو ، دوستانو او د افغانستان د فرهنګي کړیو ټولو لارویانو ته د تلیاد سلیمان لایق د مړینې له امله د زړه له کومې د تسلیت او غمراازۍ عرض کوم .سلیمان لایق به د خپلو آثار په برکت د تل لپاره ژوندی وي .
په درنښت
له ډنمارک څخه د افغان غږ د راډیو تلویزیون چلوونکی : یوسف هېواددوست