- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- هيله صبا
- 1161
نجيب ننګيال صاحب پيژنم ښه دوستان يو سره داچې خلقيانو پسي يې ليکنه کړي وه او زما ارواښاد پلار هم خلقي و نو بايد دننګيال صيب ځواب ورکړم ،
ځکه دامې دپلار وصيت و چې راته يې ويلي و زما له نوم،ګوند، دندي او وطن پالنې په وياړ دفاع وکړه.
پدي هيله چې ننګيال په ليکنه راڅخه خوابدى نسي!
ننګيال صاحب:- زمااروښاد پلار خلقي و خو زه پري وياړم هغه د داکترنجيب په حکومت کې دومره قدرت درلود چې دنيم کابل ځمکې او جايدادونه يې پرخپل نوم کولى سو، هغه حتا ددولت په پيسو له هيواده بيرون په نوروهيوادو کې هم ځانته بلډونګونه، ماڼۍ،مارکيټونه رانيولى سوای خوداسي يې هيڅ هم ونکړل ځکه هغه وجدان اوضمير درلود حتي مونږ دکابل ولايت څخه يو خو کابل کې تراوسه يوه نمره ځمکه نلرو !
اودا هم واوره مورجانه مې قيصه کوي کله چې دارواښاد داکتر نجيب الله حکومت ړنګ سو
نويوه هفته باد واى زمونږ په کورکې چاى،بوره،اوړه هم خلاص سو، نو واى ته هغه وخت نړۍ ته نه وي راغلي ستا پلارته مې وويل چې په کورکې هيڅ نلرو ټول خوراکي توکي ختم شوي
نو وای ما دي پلارته کوويل کاش له حکومته دي دومره پيسي ځان سره ساتلي واى چې اوس مو يومياشت ژوند پري تيرسوى واى نوپلار دې وای وخندل راته وي ويل ميرمني که په مرمۍ مړسم يا له لوږي
،خو وجدان مې ډير راحت ده خپل ضميرته ملامت نه يم اودژوند وروستۍ سلکۍ به هم په وياړ وکړم!
ما دا وطن خپله مور ګڼلي او دمورڅخه،غلا يا مور سره خيانت د بي ضميره بي وجدانه خلکو کار ده، نو ځکه ما وطن سره خيانت ونکړ
او زه نه غواړم چې دبيت المال په پيسو خپل بچي وساتم!!
ښه رابه شو ستاسي مجاهد ( او اشرارو پلارو ته )
ستاسي پلرونو خو وطن،ملي شتمني؛فابريکې، ټانکونه، اوطيارې ټول کباړ کړل اوترپنجابه مو څه په موټرو، او څه په څادروکې ور وړل، حتي د مړو هډکې مو دقبرو ويستل او په پنجاب مو وپلورل ،پاټکونه،مو جوړ کړل،دخلکو،سر،مال،تر ناموسه مو چور کړل،
راشى ملت ته ځواب ورکړى
ستاسو کوم يو کوچنئ جهادي قومندان په وطن اوله وطنه بيرون ،ځمکې، مارکيټونه،ماڼۍ،قصرونه نلري دهمدي وطن بيت المال مو چور نکړ؟
دوبئ؛ ترکيه، اروپاکې مو پري مارکيټونه،ماڼۍ ،قصرونه جوړ نکړل ؟
دهرجهادي په ګاونډ کې هغه کونډي، يتيمان له لوږې مري چي ميړونه،اوپلرونه يې تاسي دعربو،او پنجاب پر فتوو وژلي، دهغوی په وينو مو ځانته بزنسونه جوړ نه کړل؟
نن همغه کونډې يتيمان په لوږه ناست دي خو جهادي قومندانان څلور، پنځه ودونه کوي، په ماڼيوکې ژوند کوي،نهم، لسم حج کوي لوڼې، زامن يې داروپا ،امريکا پوهنتونو کې زده کړي کوي ، شپه ورځ په نايټ کلپونو،او ډيسکو ګانو کې نڅا کوي خو تاسي جهاديانو ددې ملت پر مظلوم ولس هيڅ رحم نه وکړ اولايې نکوئ
ملت مو په دوه ډوله په اور کباب کړ له يوي خوا د غربت، په لمبو کړيږي له بلخوا ستاسي دشروع سوي جنګ، او بل سوي اور په لمهو کړيږي
* تاسي کولى شئ د داکترنجيب،کور او ماڼۍ،مارکيټ قصرونه را وښاياست، چرته دي؟
* آيا د داکتر نجيب قبر مو ليدلى په سپيرو خاورو کې يې مقبره ده خو په زړو نو باچاهي کړي؟
* خو بيا برعکس ستاسي هر مړ رهبر مو په سلګونه جريبه دولتي ځمکوکې خښ دى!
ورشه دستر قاتل مسعود مقبره وګوره څو مليونه ډالر مو پرې مصرف کړي؟
ورشه دستر قاتل رباني مقبره وګوره څو مليونه ډالر مو پرې مصرف کړي؟
ورشه دستر قاتل مزاري مقبره وګوره څو مليونه ډالر مو پرې مصرف کړي؟
ورشه دستر قاتل فهيم مقبره وګوره څو مليونه ډالر مو پرې مصرف کړي؟
ورشه دغدار بچي سقاو مقبره وګوره څو مليونه ډالر مو پرې مصرف کړي
مورده پرستانو.....
ستاسي چي کوم قومندان/يا رهبر د اسهال په مرض هم مړشوى نو دشهيد نو مو پري ايښئ په پنځوس جريبه د دولتي ځمکه کې مو خښ، کړى او دبيت المال په پيسو مو ورته مر مرين قبرونه جوړ کړي،
تاسو جهاديانو، پاټکيانو دا ملت نه ددي لپاره باج غوښتئ او اخستى، چې جهاد مو کړى
خو راځئ چې حقيقت سره ووايو تاسودکوم جهاد خبري کوئ ؟
همغه جهاد چې دښځو چادري به مو په سر کړي وي بندونه، سړکونه، فابريکې، روغتونونه،
پوهنتونه، او دبرق پايې به مو په بمونو الوځولي، پايې به مو چپه کړي اوسپني ،او دبرق لينونه به مو په شاه کړل پاکستان ته به مو دغنيمت په نوم يوړې، په هرډول تاوان مو چې لاس برسوی نو افغانستان ته مو اړولی پخپل وطن مو هيڅ رحم نه درلود!
همدغه حکمتيار، سياف، رباني او نورو جهاديانو مو دناصر باغ، او اکوړي له کمپونو نارې نه وهلي چې چا پاکستان ته هجرت نه وي کړى هغوى ووژنئ د نجيب ترحکمرانئ لاندي هر فرد واجب القتل ده،
خو تاسو زمونږ مرګ واجب القتل ګاڼه
او نن ټالب ستاسي مرګ واجب القتل ګڼي !!!!!!
ستاسي دجهاد نتيجه وه چې دا وطن مو داسي لوټي،لوټي کړ څلور ميليونه افغانان مو ووژل خو يو شوروي نه مو آزاد کړ او د اوياهيوادو کفار مو دځانه سره را وستل داستاسي جهاد وو!!
ټاليب داعش ستاسو دجهاټ زيږنده وه
هاهاهاهاها څه مقدس جهاد مو وکړ!
اوس چې بيرته دکائناتو خالق په تاسو تاريخ تکراروي او طالب يې درباندي نازل کړى او طالب هم کټ،مټ ستاسي مجاهدينو کړنې تکراروي چيغي مو آسمان ته پورته شوي،
تاسو مجاهدينو چادري په سر کوله، دزنانه وو لباس نه مو جهاد کې استفاده کوله، نن يې ټالب هم کوي
بندونه،سړکونه،پلونه،ښونځي، روغتونونه،ښارونه
مو په مزايلو ويشتل، په بمونو مو الوځول، نن ټالب هم همغه ستاسي کړنې تکراروي هيڅ توپير مو نشته، ! پدي خو پوهيږئ چې ټاليب ولې کټ مټ ستاسي کړنې تکراروي دا ځکه چې بادار مو يو وو مطلب پاکستان، انګليس او امريکا!!
نن خو په تاسو يوه وړه ډله ټالبان نازل دي خو هغه وخت پرمونږ تاسي او ستاسي تر شاه امريکا اروپا، کاناډا، استراليا، دنړۍ ټول کفار ستاسي باداران نازل و
خو ولاکه مو داسي چيغي،او سوري وهلي وي، نن ستاسي تر ټولو ستر بادار ټرمپ بابا مو درته ګواښ کوي چې افغانستان دنړۍ له نقشي ورکوم،
اوس به نو قصاوت ملت ته پريدو چې څوک مقصر،و څوک خائين، غدار، غلام ابن غلام و چا غلا کړي او ملت ته بايد څوک حساب ورکړي څوک دلته بايد په جګو سترګو،او څوک په مړو سترګو ژوند وکړي !!
سبا به د ټالبانو زامن هم داسي پورته پورته واريږي لکه نن چې دجهاديانو زامن پورته، پورته الوزي؛ فکر مکوئ چې هرڅه تيرشو هيرسو خو زمونږ خولې مه را خلاصوى چي ستاسي له مخه تور نقاب پورته کړوآينه لاس کې درکړو چې خپلې تورې چټلې څهرې ووينئ!
*او داخبره دي هم پټه پاتي نه وي دتاريخ داشرم به چرته يوسئ دهجرت په وخت کې به موځينوافغان مهاجرو د ثواب په نيت عربوته خپلې، خويندي، او لوڼې په زوره په نکاح کې ورکولي تر ترڅو موعرب دجنت د تګ شفاعت وکړي،خپلې حورې مو عربوته په نکاح ورکولي خو تاسي د جنت په خيالي حورو پسي د فکر په ټال خوب وړي وئ !
*يادونه: مونږ ته دخيانت پيغورنه مه راکوئ دپيغور وړ تاسو ياست هغه دننګرهار جګړه مو په ياد ده اوکنه؟ چې پاکستان سره مو وعدې کړي وي چې ننګرهار،خوست نيسو صيب دپاکستان برخه يې جوړو او دپنجاب په شمول،امريکا،او اروپاهم در سره راغلي وه خو بيامو هم پکولونه، څپلۍ، اود اوبو پتکي په ميدان پاتي و تاسو تښتيدلي وى!!
ياد ساتئ تاريخ زمونږ او ستاسي تر مينځ شاهد ده!
وماعلينا !
ځوانانو ماخو ګوډه ماته ليکنه وکړه که تاسو کې غيرت وي نوليکنه خپره
مطلب لږ زحمت تاسو هم راسره وګالۍ منندويه به مو ووسمه: دغه ليکنه خپره کړى چې دا ببرڅټي جهاټيان، او دهغوى زامن يې هم ولولي هغوى بايد داسي فکر ونکړي چې دا ملت، دتل په څير کوڼ، ړوند، او ګونګ ده زما مخاطب ټول جهاديان،او ټالبان دي !!
اخير کې به هغه زمونږ شعار ووايم يا وطن ياکفن