دا پر ژبه او قوم تجارت څه مانا؟؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • پوهاند محمد اسمعيل يون
  • 1523

زریزې او پېړۍ کېږي چې د پښتو ژبې پر وړاندې توطيې روانې دي . سوونه کلونه وړاندې کله چې سلطان بهلول لودي په هند کې واکمن شو، نو د جمعې لمانځه ته لاړ، ملا کادن تر لمانځه وړاندې په خپلو وعظیه خبرو کې وویل : (( نمی فهم قوم به قدرت رسیده است که از ذات دجال است یا چی که مادر را مور ګویند ، خواهر را خور ګویند، بیادر را ورور ګویند و دیګر را نور ګویند...)) پر دې وخت سلطان بهلول لودي ور غږ کړ : ((ملا صاحب احتیاط کو که ما هم بندګان خدا یم.))

څو پېړۍ بیا پر دې شوخند ووهل شو چې د اسلام له نظره پښتو د دوزخ ژبه ده!؟
حمزه بابا جرات وکړ او دا وهم یې مات کړ:
وایي اغیار چې د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته له پښتو سره سره ځم
په تېره نیمه پېړۍ کې نو چې چا هم د پښتو د مظلومیت غږ پورته کړی ، د نشنلېست او فاشیست په تور توهین شوی او له صحنې څخه ایستل شوی دی، په تېرو شلو دېرشو کلونو کې نو بیا د متعصب ټاپې زور اخیستی ، هر پښتون چې د خپل قوم او ژبې د محکومیت نوم اخیستی ، پر هغه نو د متعصب تور پورې شوی دی. دا پورته ټاپې اکثره د پښتو ضد نا پښتنو عناصرو له خوا پر پښتوپالو پښتنو لیکوالو لګېدلي دي او یو شمېر مړ غوږو او ځانپلورو پښتنو غوړه مالانو هم ورسره په دې کار کې ملګرتیا کړې ده. په دې تېرو څو کلونو کې بیا یو څو نورې اصطلاحګانې دود شوي دي؛ پر ژبه ، قوم او افغانیت ،(( تجارت او دکانداري)) . دا نومونې اکثره د هغو ضمیر پلورو پښتنو له خوا کارول کېږي چې له معنوي او مادي فقر سره مخ دي. نه خپله کار کوي نه بل کار ته پرېږدي. څرنګه چې دوی پښت پر پښت وږي پاتې شوي ، ان که اوس پر خزانو هم ناست وي د لوږې او فقر حس یې د خصلت یوه برخه ده . دوی نو هر ملي او فرهنګي کار ته د اقتصادي ګټې او تجارت په سترګه ګوري، د دوی تر شا بیا د هغو عناصرو انګېزه هم پرته ده چې په شعوري او فکري ډول غواړي پښتو او پښتانه په همدې متواتر مظلومیت او محکومیت کې وساتي. نو هر کله جې کوم شعوري او فکري پښتون د خپلې ژبې او قوم د سوکالۍ او پرمختګ غږ اوچت کړی، نو د دې یوې ډلې له خوا پرې د تعصب او د بلې کتګورۍ له خوا پرې د قومي سوداګر تور پرې پورې شوی دی.
ای د زمانې بدمرغه تنګنظرو ! که چېرې پښتو ته خدمت د تجارت او ګټې وسیله وای ، نو دا تجارت به تاسې بل چاته پرې ایښی وای؟ اول خو به مو خپله پرې سرونه مات کړي وای ، ځکه چې په روح او روان کې مو د تجارت انګېزه او غریزه نعښتې ده ، چې هر علمي او فرهنګي کار نه د سوداګرۍ په سترګه ګورئ. که خپلې ژبې او قوم ته د غونډو او سیمینارونو جوړول ، د رسنیو فعالول ، د ښوونځیو او پوهنتونو جوړول ، د کتابونو چاپول، د علمي کدرونو روزل او داسې نور ګټور کارونه رښتیا هم تجارت او د ګټې وسیله وي ، نو دا ګټه تاسې وکړئ ! ولې یې بل چا ته پرېږدئ ؟کاشکې داسې وخت راشي چې دا ډول کارونه د ګټې وټې وټې وسیله شي او ټول دې ډول ګټې ته را ودانګي . زړه کې خو هر سړی پر دې پوهېږي چې د کار خلک کارونه کوي ، کینه ګر او ناکاره پرزې بیا تورونه پورې کوي. اوس خو خوند دا کوي چې د پښتو او پښتنو له مخالفینو څخه وار او پار دومره خطا دی چې له تورونو لګولو او ځانځورنې پرته یې نور هېڅ له لاسه نه کېږي .
د خپلې پنځه دېرش کلنې کاري او فرهنګي تجربې له مخې د پښتنو ځوان او خدمتګار نسل ته زېری ورکوم چې د وهمونو ډېر برجونه مو نړولي، یو فرهنګي ، ملي او فکري انقلاب پر راختو دی، د پښتنو شعوري مخالفین او د هغوی په ټلواله کې شامل پښتانه بې ضمیره ځان پلوري ، ورځچاري او مضر احتیاط کاري ټول وارخطا دي ، له تعرضي حالته دفاعي حالت ته راټیټ شوي او نامعقوله دفاع یې هم په نړېدو ده ، نو لږې نورې فکري مبارزې ته اړتیا ده ، کابل چې به پخوا د پښتو او پښتنو ګورستان ګڼل کیده ، اوس ورو ورو پر یو ستر پښتو ژبي ښار بدلېږي.پخواني اکثره وهمونه مات شوي او نور هم پسې ماتېږي ، نو څومره چې مخالفینو ټاپې لګولې موږ او تاسې به خپل کار ته کش ور کوو، څومره خوند کوي چې ته کار کوې او مخالفین دې له رخې او کینې څخه ځورېږي او یوازې تورونو لګولو ته ناست وي ، همداسې دې ناست او ملاست اوسي.