- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- خپلواک شیرزاد
- 1554
( درپسې ښه نه یمه) د خیبر روښان دوهمه شعري ټولګه ده چې د کتاب پښتۍ رنګ شیرچي دی او د یوه سړي عکس د ساې په څیر ورباندې کښل شوی دی
ټول کتاب زر ټوکه د ارمان خپرندوي ټولنې له طرفه چاپ شوی دی چې کمپوز یـې خپله خیبر روښان کړی دی او د پښتۍ ډیزاین ورته ثناالله ځواب کړی کتاب هغه چاته ډالۍ شوی دی چې روښان صیب ورپسې ښه نه دی په کتاب یواځې روښان صیب په خپله لیکل کړي دي
کتاب په دغه بیت سره شرو شوی دی چې واي
هسې زیاتی کومه ظلــــم په خپل ځان کـــومــــه
نور مې دې زړه وچوي چې تا پسې خفګان کومه
ټول کتاب ۹۸ مخه لري چې درې نظمه او باقې ټولې غزلې دي
کتاب په دغه بیت باندې پاې ته رسیدلی دی
خیبره ګـــوره کنه زه او جــــانان
څه اموخته یو د یو بل زړونو کې
راځم اصلي خبرې ته د روښان صیب شاعري مې ټکي په ټکي ولوستله شاعري یې اسانه او په روانه خوږه ژبه کړې ده
ما یواځې د روښان صیب په شاعرۍ کې هغه برخه انتخاب کړې او هغه بیتونه مې پکې راټول کړي دي چې شاعر پکې لوستونکي عدم تشدد ته رابللي دي
دا چې موږ څلویښت کاله په تشدد کې تیر کړل فکر کوم نه مو څه تر لاسه کړل او نه مو ګټه پکې وکړه
برعکس چې ډیر څه مو له لاسه ورکړل ځوانان مو شهیدان شول میندې مو بوري شوې او ناوکۍ مو کونډې شوې او د زرګونو یتیمانو څښتنان شوو
دا چې موږ او تاسو شاعر ته د ټولنې سترګې وایو نو شاعر ته هم پکار ده چې له ځان څخه پول جوړ کړي تر څو ټولنه له هر رقم بد حالت او تشدد څخه وژغوري او خلک په خپل هنر سره په دې قانع کړي چې موږ د تشدد څخه غیر یوه بله لار هم لرو چې هغه د عدم تشد لار ده
نو همدارنګه روښان صیب دا کرکتر په ښه توګه ادا کړی دی او په شعر کې لوستونکو ته داسې واي
په خوشحالۍ دې وي خو جنګ دې نه وي سوله دې وي
وچه ډوډۍ دې وي خــو جنګ دې نه وي سوله دې وي
زما د مور ټیکری دې لس ځایه سوری سوری وي
حد د نیستۍ دې وي خو جنګ دې نه وي سوله دې وي
په زړه دې نه وي د لاسونو په کیسه کې نه یم
پولۍ پولۍ دې وي خو جنګ دې نه وي سوله دې وي
خیبره هیڅ به پرې احساس د شرم ونه کړمه
زړې څپلۍ دې وي خو جنګ دې نه وي سوله دې وي
په پورتنیو بیتونو کې شاعر له جنګه دومره ستړې دی چې د خپلې خوږې مور ټیکری لس ځایه سوری سوری لیدی شي خو جنګ نه
د غریبۍ اخیري حد یې قبول کړی خو جنګ یې نه دی قبول کړی په بل ځای کې بیا هم روښان صیب داسې واي
دا خو سهي ده چې رقیب سره خفه یمه زه
خو دومره نه چې کلی کور ورسره نه لرمه
دلته شاعر ځان خودنه کړې د عدم تشدد پیغام یې لوستونکو ته داسې وړاندئ کړی رقیب که هر څومره بد هم شي خو زه به ورسره کلی کور کوم او په سخته ورځ به ورسره ولاړ یم
په بل شعر کې بیا هم روښان صیب د یو بل لپاره خوشحالي غوښتې ده لکه چې واي
بیخي تر مرګه تر قیامته د یو بل له پاره
راځئ چې وخاندو په ګډه د یو بل لپاره
روښان صیب دومره سیله رحمه انسان دی چې د جانان هره سخته او ظلم یې په عدم تشد باندې اړولې دی او د جانان سره هم په ډیره نرمه لهجه خبرې کوي او داسې ورته واي
ته مې بیخي کیسه کې مه اوسیږه
زه دې خــــاطــــر لکه غلام کـــومه
د انسانیت په نوم د مینې په نــــوم
ژوند کې د هر چا احترام کومـــــــــه
د انسانیت په نوم د چا احترام کول خپله هم د عدم تشدد فلسفه ده
داسې ډیرې بیلګې د روښان صیب په شاعرۍ کې شته چې د تشدد څخه د کرکې اعلان کوي او لوستونکي دې ته هڅوي چې عدم تشدد باید په ژوندانه کې اختیار کړو چې داسې واي
سړی په وینو سور انسان ته څنګه وګوري او
دا څنګه خلک دي او څه رقم ته زړه کــــوي
همدا شان بیا هم شاعر عدم تشدد ته تر دې حده قایل دی چې ددښمن لپاره هم بد نه غواړي او د هغه د ښه والي غوښتونکی دی او دا سانه یې داسې انځور کړې ده
ژونده زه دې ته انتها د انسانیت وایمه
چې یو سړی دې ددښمن سره هم ښه کوي
او داسې نورې بیلګې به تاسو د روښان صیب په شاعرۍ کې لیدلي وي او یا به یې پکې ووینۍ
دا چې مقاله رانه ډیره اوږده نه شي او بیخونده نه شي نو په ټوله کې خیبر روښان په زړه پورې شاعري کړې زه ورته مبارکي وایم او د لا ډیرو کامیابیو په هیله یې