د پاکستان په سیاست کی یونوۍ تحول


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حفیظ الله خالد
  • 1096

په سیمی کی د تروریستی او تخریبي اعمالو سره د پاکستان د استخباراتي کړیو او په پاکستان کی میشته ترهګری ډلی د اړیکو په اړه تر اوسه پاکستانی مقاماتو د دی خبری نه انکار کاوه او حتی داسی تورو نه یی، د پاکستان پرضد د دښمنانو دسیسه او پروپاګنډه بلل، پاکستانی چارواکي تر اوسه په هیڅ وجه دی خبری منلوته چمتو نه وه چی په سیمی او حتی نړۍ کی د اکثرو تروریستی اعمالو د سرمزۍ په پای کی پاکستان ته رسیږی ،د دی هیواد د چارواکو دا سرتمبګي او د چا خبره د نورو خلکوسترګو کی خاوری شیندل حتی د اوسني انتخابی حکومت د قدرت د نیولو نه ورسته هم په خپل حال پاتی وو. 
په ممبیی  کی د نوامبر د میاشتی د تروریستی حملی نه وروسته سره له دی چی هندی مقاماتو پاکستان ته د پیښی په تړاو انکار نه منونکي شواهد اوبیلګی وړاندی کړمګر بیا هم پاکستانی چارواکو په خپل پخواني کړنلاری ولاړ او د ممبیی پیښی سره د پاکستان هر راز اړیکی یی په کلکه ردول اوحقیقت منلو ته هیڅ حاضر نه وو.
لندن کی د پاکستان عالی کمیشنر ښاغلی واجد شمس الحسن  د ممبیی پیښی نه وروسته یوی هندی تلویزیونی چینل سره په خبرو کی دا یوه بی بنیاده توروباله اوادعای وکړ چی د پاکستان خاوره هیڅکله هم د هند پر ضد استعمال شوی نده، څوموده وروسته کله چی د پاکستان د ملی امنیت مشاورمحمود علی درانی د جنوری په اوومه د لمړي ځل لپاره اعتراف وکړ چی د پیښۍ یوازنی ژوندی اورپکی اجمل قصاب پاکستانی دی دا خبره د هغه د مقام په بیه تمام شو او ښاغلي دراني سمدلاسه له خپلی دندی ګوښه کړای شو.
مګر دا دی اوس د لمړي ځل لپاره د پاکستان په تاریخ کی یو پاکستانی برحال جیګ پوړی مقام پدی خبری اعتراف کوي چی د نوامبر په میاشت کی د ممبیی د تروریستی پیښی یوه برخه پلان په پاکستان
کی طرحه شویده ، د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت مشرښاغلی رحمان ملک د فبروری په یولسمه د سه شنبی په ورځ ژورنالیستانو سره په یوی خبري ناستی کی پدی خبری پډاګه اعتراف وکړ چی په پاکستان کی تربیه شوي اورپکي د ممبیی حملو کی برخه درلود، دا په تاریخ کی د هغه هیواد لمړنی رسمی اعتراف شمیرل کږي.
ښاغلی ملک پدی خبري کنفرانس کی وویل چی دهغه هیواد امنیتي ځواکونه اته تنه، تروریستانو ته د
لاسی تیلفونو په برابرولو او پاکستان نه د ممبیی تر سواحلو د هغوی د رسولو د آسانتیاو د برابرولو په تور تر تحقیق لاندی نیولي دي په دوی که یوهغه اورپکی هم شامل دی چی د ممبیی د پیښي اصلی طراح پیژندل شوی او د پاکستان د کراچی په ښار کی په یوۍ کرائی آپارتمان کی اوسیده دا سړی حمید امین نومیږي او اوس د پاکستان امنیتي مقاماتو ترتحقیق لاندی نیولۍ دی، ویل کیږی چی  د تیر نوامبر په میاشت کی لس تنه اورپکي د پاکستان د کراچی له بندر نه په یوی کوچنۍ بیړي کی چی د بلوچستان په ایالت کی په کرایه نیول شوی وو ممبیی خواته د تروریستي حملو په مخه روان شول.
ښاغلی ملک رسنیو ته په خپلو خبرو زیاته کړه چی پیښه په هند که سرته رسیدلی او د پیښۍ یوه برخه پلان په پاکستان کی طرح شوی دی نو پدی پیښه کی شامل کسان به د ترهګري ( تروریزم ) په تور محاکمه شي د پیښی شپږ تنه تورن دم ګړۍ تر څارنی لاندی نیول شویدي په دوي کی یو تن د اسپانیی دهیواد د بارسلونا د ښار اوسیدونکی هم شامل دی چی د حمله کوونکو د تیلفونی خبرو پیسی یی برابرولی.
د دی شپږوتنو په جملی کی یو هم ضرار شاه  نومیږي او دا هغه څوګ ده چی د پیښی نه وروسته په یوی بریښنا لیک کی د پیښی مسئولیت یی په غاړه اخستی وو ضرار شاه په پاکستانی کشمیر کی د لشکر طیبه په یوه کمپ کی د امنیتي ځواکونو له خوا د تیر دسامبر په میاشت کی ونیول شو د دی ډلی د نیول شوي بل غړی نوم زکی الرحمن ښودل شوی چی د لشکر طیبه د عملیاتو مشروو.
د پاکستان د کورنیو چارو مشرهمدا رنګه په خپل مطبوعاتی کنفرانس کی وویل چی پاکستان به پدی اړه د" انترپول" څخه هم مرسته وغواړي ځکه هغه بریښنا لیکونه او نورارتباطی ټوکي چی اورپکو به یو بل سره د اړیکو لپاره پکارول په مختلفو هیوادونو لکه د امریکی متحده ایالات او ایتالیا کی ثبت او راجستر شوي دي.
هندی مقاماتو څو ځلي ویلی وو چی د ممبیی پیښی کی د پاکستان د یو بنسټپالی ډلی غړي چی لشکر طیبه نومیږي لاس لري اما پاکستاني چارواکو ترڅو اونیو مخکی هم دا خبره ته منله اودا دی د څلورو میاشتو نه وروسته اوس د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت مشر ښاغلی ملک پدی خبری اعتراف کوی چی د دی پیښی یو شمیرعاملین په پاکستان میشت لشکر طیبه د ډلی سره تړاو لري.
د تیر کال د نوامبر په میاشت کی په یو لړهمغږو تروریستی بریدونو کی چی د ممبیی  په یوه هوټل، روغتون، او د اوسپنی د پټلي په ستیشن که ترسره شو نژدی یو سلو شپیته تنه خپل ژوند له لاسه ورکړ،پدی اړه هند اوپاکستان یو بل باندی د تورونوپه لګولو سره يو ځل بیا د جنوبی اسیا د دی دوه و ګاوڼډيو هیوادونو تر منځ چی تر اوسه دری ځلی یو بل سره جنګیدلی او دواړه په کال۱۹۹۸ کی یو په بل پسۍ  خپلی اتمی وسلی و آزمایلی اړیکی خړ پړ شو.
پاکستانی مقاماتو اوس اطمینان ورکړی چی د تحقیق ډلی سره به هراړخیز مرسته کوي مګرپه عین حال کی له هندي مقاماتو نه یی غوښتي دي چی پدی هکله نورشواهد او بیلګی هم برابر کړي د سه شنبی په ورځ پدی اړه د یو شمیر کسانو د نیولو د اعلام په ترڅ کی ښاغلي ملک د هند خلکو ته په خطاب کی وویل :" د هند خلکو موږ تاسو سره یو، او دا به ثابته کړو چی موږ له تاسو سره یو" ښاغلي ملک د هندی مقاماتو څخه غوښتنه وکړه چی دیرشو سوالونو ته ځواب برابر کړي دا سوالونه د تورنو کسانو د وینی د (  ډی ان ای ) د برابرولو او د پیشی په هکله نور معلوماتو په باره کی دي.
په بهر کی د تروریستی اعمالو کی د پاکستانی اورپکو لاس لرولو باندی اعتراف د پاکستان په سیاست کی یو نوۍ مثبت تحول ګڼل کیږي څرنګه چی زموږ بیګناه ملکی هیوادوال هم د پاکستاني اورپکو د غیر انساني اعمالو قرباني کیږي او په پاکستان کی میشته ډلی مستقیما زموږ په هیواد کی د بیګناهو انسانانو په وژلو کی لاس لري چی د هغه وروستي بیلګه د کابل په ښار کی د سه شنبی د ورځی دری تروریستی حملی دي چی د هغه په نتیجه کی  زموږ د هیواد لسګونه بیګناه ملکی انسانانو ته درنه مرګ او ژوبله واوښت.
مطبوعاتو ته د امنیتی مقاماتو د معلوماتو سره سم د عدلیی په وزارت کی اورپکو د عملیاتو په وخت کی دری ځلی له موبل تیلفونونو پواسطه خپلو مرکزی قرارګاه سره پاکستان کی اړیکی نیولي چی دا پخپله زموږ هیواد کی د داسی غیرانسانی اعمالو سره د پاکستاني بنسټپالو کړیو د تړاو ثبوت ده .
هیله ده چی د پاکستان نیوي انتخابي زعامت هماغه سی چی د لمړي ځل لپاره پس له اوږدو کلونو د واقیعت په منلو او اعتراف سره هند کی د تروریستی اعمالو د مرتکبینو د نیولو لپاره عملی ګامونه پورته کړل زموږ دهیواد د بیګناهو انسانانو د قاتلینو د نیولو په لاره کی هم مرسته وکړي .  

وسلام
یادونه :د دی لیکنی په برابرولوکی د پاکستانی مطبوعاتو سربیره د بی بی سی ، او سی ان ان څخه هم استفاده شوۍ