- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- عبدالغفور لېوال
- 1232
سوله به څنګه راځي؟
دا پوښتنې همدومره چې مهمې دي، همدومره یې ځوابونه هم ګڼشمېره دي.
که له دېرشو میلیونو وګړیو څخه وپوښتو، نو ښايي دېرش میلیونه ډوله ځوابونه به واورو.
یوه ستونزه خو دا ده، چې پوښتنې مو هم سمې نه دي.
لومړۍ پوښتنه باید داسې وکړو:
ولې او څنګه سره جنګول کېږو؟
او دو همه پوښتنه :
سوله به څنګه راولو؟
موږ په یو وچ ایکولوژيک زون کې ژوند کوو، باران نه شته اوبخور او کروړ (قابل زرع) زمکې مو نشته یا کمې دي پرځایناسو(بدیلو) تولیداتو مو فکر نه دی کړی، وږي یو او تاریخي لوږه مو په ذهن و روان کې زېرمه شوې ده، موږ د و اک لپاره جنګیږو او واک هم د ځان مړولو لپاره غواړو. موږ واک ته د رسېدلو بل منطق نه پېژنو.
وچ، تاوتریخجن او له ټولنیزبنسټه سیستمونو محروم خلک یو، ځکه مو د ځان مړولو په پار جګړو ته مخه کړې ده. زموږ په جګړو کې د پردیو ګټه ده، پردي زموږ په دیني احساساتو، تاریخي رواني عقدو، د غیرت په نامه باټو او د پولې و پټي پر سر د تربورګلوۍ په ګرومونو کې پانګونه کوي او سره جنګوي مو.
زموږ په سره جنګولو کې تر ټولو زړه وسله چې ښه کار ورکوي د تکفیر وسله ده او دا وسله زموږ د تاریخي ناپوهۍ په مټ لاهم چلیږي او موږ یې ججوری یو پر بل ورتشوو، وژنو او وژل کیږو. موږ پر دغو عواملو فکر نه کوو، موږ هېڅ فکر نه کوو، یوازې عمل کوو او عمل مو هم د غیرت په نوم د یوې رواني ناروغۍ یا هیجانونو پربنسټ دی. هغه ولسونه چې فکر کولای نه شي، نو جنګول یې اسانه دي.
د جګړې او سولې په اړه به زما همدغه استدلال هم څوک ونه مني او په دېرش میلیونه دلایلو به یې رد کړي. دېرش میلیونه خلک به دېرش میلیونه ځله دا استدلال رد کړي، یو میلیون کسان به په غوسه شي او ښکنځلې به و کړي، خو پر ځای به یې پر یوه بل ګډ او سم استدلال سره سلا نه شي، ګډ فکر به پرې ونه کړي، سم ځواب به و نه مومي او جګړه به لا روانه وي.
موږ به سره جنګول کیږو او هيڅوک به سوله په زرین لوښي کې راډالۍ نه کړي.