زما صالح شخصا نه خوښېږي، زه یې هم نه خوښېږم او چې په دنده وم په عادي نقد یې زما د منفکۍ خواهش کړی و. خو په يوه کال کې په دې سړي دا دوهم بريد دی. خپه یې کړم. د افغانستان په سپي مو د طالب او پاکستان لخوا مرګ نه دی پېرزو. صالح اوس سياستوال دی او خبره یې ډېرو ته مهمه ده. د دې وطن په ډېر بد وضعيت کې را لوی شوی، غورځېدلی، درېدلی او روان دی. هيڅوک حق نلري چې هغه دې يوازې په دې ووژني چې د ده د نظریې مخالف دی او نغواړي لاره ور سره يوسي. د هغه وروستۍ مرکې په مړ ژواندي او بې خولې حکومت کې ساه پوه کړه. خبرې یې منطقي وې که نه وې، خو ده د حکومت او خپل ټيم په دفاع کې اخلاص وکړ. تر حمدالله محب وروسته شايد دی دوهم د حکومت له مشرانو وي چې په رسنيو کې مرکو ته حاضرېږي او مسئوليت اخلي. د هغه کارونو ځواب یې هم ووايه چې دی یې په تصاميمو کې نه و شامل. د ډېرو ناکرده ګناهونو ځواب یې ووايه. البته شته داسې ګناهونه چې ده کړي، بل وخت به یې يادونه وکړو. هر چارواکی د رسنيو مخې ته او د ولس محکمې ته د حاضرېدو جرات نلري. مونږ تاسې یې وينو چې ډېر شته چې د ارګ په ټولو تصاميمو کې شامل وي. د ډېرې پانګې او ثروت څښتان شو. ځانونو ته یې فوق العاده صلاحيتونه ورکړي. له سولې نيولې، تر سفيرانو، له سفيرانو نيولې تر واليانو، وزيرانو او حتا امنيتي چارواکو ته هدايات ورکوي. که ده پورې اړه لري، که یې نلري، خو دی کار پکې لري. خو هيڅکله بيا د رسنيو مخې ته نه راځي او هيڅکله د ولس په محکمه کې ځواب ته حاضر نه وي. دوی هيڅکله دا جرات ونکړ چې ووايي هو ارګ زما له امله بدنام شو. د دې نظام شعوري او سربکف ملاتړي ما له حکومته خپه کړل. زه وم چې د سيستماتيک او حلقوي فساد په رايج کولو مې د وطني او ټامي ځوانانو په نامه يوه پراخ تصادم ته لاره هواره کړه.