د خونړئ جګړې د پای


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالصمد کامه وال
  • 1117

 د خونړئ جګړې د پای لپاره به د سولې مذاکرات ستونزمن هم وي.


د حکومت مذاکراتي ټیم تشکیل ته په کتو چې د سولې ضد ځینې څېرې او د پخوانئ شمال جبهې غړي هم پکې شامل دي چې طالبان یې هم د قضیې یو طرف بولي او له بل لوري د طالبانو مذاکراتي ټیم، چې درې واړه ډلې په خپلو کې د پنځه ویشتو او له تېرو شپږو کلونو راپدېخوا عملا په جګړه او تخاصم کې واقع دي.

دا دومره اسانه نده چې لکه څرنګه چې توقع کېږي خبرې په اسانئ مخته لاړې شي، د حکومتي ټیم غړو له خوا به سرې کرښې وړاندې شي، طالبان به امارت وغواړي، حکومت به اوربند وغواړي، هغه اړخ به د موقت حکومت ګزینه وړاندې کوي، حکومت به د تش په نوم د جمهوریت ساتنه بهانه کړي...

پدې ډول به اړخونو د مذاکراتي ټیمونو د منطق، استدلال، د مېز پر سر د خبرو د زرنګئ، لوړې پوهې او سیاسي معادلاتو او ډیالوګونو پروسه روانه وي چې خپل لوري ته څنګه وکولای شي ډېره ګټه ورسوي.
واضح ده چې مسایل به د لوریو له خوا ځکه لا پېچلي کېږي، چې خپلې ګټې ډېرې کړي، هییت کې حکومت پلوي خو به په واضح ډول دا کار وکړي، د شمال جبهې غړي به هم د خپل لوري د راتلونکي ځای تثبیتولو لپاره زشت او نرم ډیالوګونه وکاروي، طالبان خو د خپل منظم نظام او حکومت د غیر مشروع ړنکولو دعوه لري.

شاید خبرې سمې روانې شې او زر پوه شو چې لنډ مهال کې پایلې ته رسېږو، امکان دې ولري چې واک اوټ وشي او وځنډېږي، دا هم امکان لري چې هفتې، میاشتې او کلونه ونیسي او دا هم له فرضیې لرې نده چې ضرورت به پیدا شي چې درېیم ګړی اړخ (ملګري ملتونه، امریکا، کورني سوله پلوي بې طرفه شخصیتونه، د سیمې هېوادونه) تشکیل شي او د سولې د خبرو مدیریت او منځګړیتوب وکړي او پدې ډول خبرې اترې بریالئ شي.

پدې جریان کې به د سولې ضد څېرو له خوا هغه تخریشي مسایل عامه اذهانو ته ور اچول کېږي چې ولس ترې کرکه لري تر څو پروسه مختل شي، د مقابل لوري له خوا به خپلو پلویانو ته هم هغه معلومات ورکول کېږي چې هغوئ یې په لوړ لاس ترلاسه کول غواړي.

که جګړه سخته ده پای لپاره یې سوله هم سخته ده، خو ناشوني نده، ولس پایداره او عادلانه سوله غواړي، تر هر بل وخت د سولې لپاره د ولس تر منځ د سولې لپاره قوي اجماع رامنځته شوې، دواړه لوري دې د ولس همدا غوښتنه په نظر کې وساتي تر څو راتلونکې کې په ولس کې ځای ولري.