یوه کابلي ټالب


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • مجید قرار
  • 1198

یوه کابلي ټالب (دوه طرفه جاسوس) زما د هغې ورځې د مقالې په تړاو لیکلي چې قرار له امریکایانو سره کار وکړ او چې امریکا ماتې وخوړه، هېواد یې پرېښود. لومړۍ خو دا چې مسافري هېواد پرېښودل نه دي، که دا هېواد پرېښودل وي نو تاسې او ستاسې شوراګانې له شلو، بلکې څلوېښتو کلونو د پنجاب د ګلیو سپي یاست. تر پنجاب او تهران بیا د کانا‌‌‌‌‌‌ډا جلاوطني ‌‌‌‌‌‌ډېر شرف لري. ته چې پاکستان ته لاړ شې د ماجره کله به ځې ناره درپسې وهي، موږ چې کانا‌‌‌‌‌‌ډا ته ځو د ویلکم ټو کانا‌‌‌‌‌‌ډا غږ را ته کوي.


د نړۍ ټولو لویو خلکو جلاوطنۍ کړي. بلاتشبیه پیغمبر هم مکه پرېښوده. مهمه دا ده چې وطن ته کار مې نه دی پرېښی او له دې ځایه تر تا پر اوضاع ‌‌‌‌‌‌ډېر اغېز لرم. د خپل فکر خاوند یم، ستا په څېر د پنجابي جنرالانو نریټیفونه نه غږوم.

دوهمه خبره دا ده چې ما له امریکایانو سره یوه ورځ کار هم نه دی کړی. نیږدې ملګري خبر دي چې د بهرنیو قواوو مشر شخصا د کار غوښتنه راڅخه وکړه، انکار مې ورته وکړ.
زما همدې ځای ته پام و چې یو وخت به ېې بیا دوه لوري جاسوسان را ته یادوي.

درېیمه خبره دا ده چې دا جګړه که بایلله هم، ما نه ده بایللې، غني بایللي، کرزي بایللې، تا بایللې ده چې د حکومت د امریکایانو قراردادي هم وې، د حکومت په دفترونو کې هم توس وهې او اوس ټالب ته هم تسلیم یې او چاپلوسیانو دې فیسبوک پر مخ اخیستی.

زه نه یم تسلیم شوی، ته کرۍ ورځ جاهلو اخوندانو ته چاپلوسۍ کوې چې هیڅ روښانه او لوستی انسان یې نه کوي.
زه د حکومت په ماموریت کې اتیا سلنه وخت د حکومت مخالف او د نظام ملاتړی پاتې شوی یم. که په کابل کې زما واک وای، خدای شاهد دی که تا خو ورځ راڅخه لیدلې وای.، خو د حکومت د ناکامیو طعنه ځکه ما ته مه راکوه چې ما له تا سره هغه څه ونکړای شول چې تا له خپل سیال جارقلم او یا له شهید عصمت سلام سره کړي و. چې زما واک چلېدای را غوښتې مې، د عمل ګولۍ او جولاپ مې درکول، ښه ‌‌‌‌‌‌ډېره مېوه او تروه انګور مې درباندې خوړل او په د مسعود کبیر په چوک مې د مجسمې بېخ ته په یوه نېکر کې درولې چې قرقتي دې د مجسمې شاوخوا ټوله لړلې وای. درته ویل مې چې څنګه، ته به قلم جار غوندې عاجز کلیوال مرګ ته برابروې او خپله به بیا په امنیت شورا کې له محب سره پیستې او کاجو خرپوې.
درته ویل مې چې ته په کابل کې په کوم جرأت و خواجه آصف او باجوه سپیتوب کوې.

افسوس دا دی چې ما د کرزي پر مهال هم دغسې بې وسي تېره کړه او د غني خو دې خدای پاک کور له بي بي ګلې سره سپېره کړي چې تا غوندې ذلیلان یې په د ارګ په دهلېزونو کې ګرځي او د وطن زامن په کوڅو کې ترور کېږي.

زما د مسافرۍ پیغور زما ملګرو ته مه ورکوه. هغوی پوهېږي چې زه تا نه، غني، عبدالله او حکومت بې وسه کړی یم. هغوی په دې هم پوهېږي، چې ته ما ته د کوم حکومت د ماتو پیغور راکوې د هغو حکومتونو په لسټونو، د امتیازاتو په لسټونو، او مېلمستیاو کې ته او ستا ملګري مطرح دي. د محب ماتې زما نه، ستا ماتې ده. د غني ماته ستا ماتې ده. زما ځکه نه ده چې ته یې په ټوک پایې او ته تر ما او ټولو اربکیانو ملګرو پرې منلی یې. د امریکا ماتې هم ستاسې کابلي ټالبانو ماتې ده. زما سلګونه همفکري ترور شول د امریکا سفیر ټویټ نه دی پرې کړی، ستا یو ووژل شول، دوه دې ګرږالي شول، سفیر ټویټونه درباندې وکړل او له حکومته یې ستاسې د امنیت ساتلو غوښتنه وکړه. بلکې ګواښونه یې وکړل.