جګړه د څه لپاره ؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نجيب ننګيال
  • 1326

 زمونږ په دليل نه، بيخي‌ د طالب په دليل هم نوره افغانستان کې جګړه هيڅ ډول مشروعيت نلري. په ساده الفاظو یې درته ووايم د طالب جګړه د پاکستان وچه بدمعاشي ده او مونږ ورته کمزوري یو. خو دا وحشتونه مونږ نه هېروو. هيڅ افغان یې نه هېروي. د ملتونو برخليک تل يو ډول نه وي. مونږ په دې سيمه واکمني‌ کړې ده او هغه وخت لنګماران د مرهټيانو تر شکنجو لاندې و.‌ مونږ خلاصول.‌ دا تاريخ بيا تکرارېدای شي او هيڅ له امکانه لرې خبره نه ده. يوازې کې د دې خاورې د هر وګړي په زړه کې د خپل کور د مالکيت حس ژوندی شو. د خپل ژوند او خپل وطن قدر ورغی.‌ بيا د دې ملت په وجود کې هغه ظرفيت شته چې په سيمه کې په ځواک بدل شي. مونږ به بني اسرايل يو يا به نه يو، خو د اسرايلو په څېر په ډېره لږه زمکه، د ډېر لوی قوت څښتنان کېدای شو. لږ ځان پېژندل غواړي او لږ له خپل هېواد سره د مينې رشته پالل. هر ځای چې ياست.‌ هر څوک چې ياست.‌ د دې هېواد د بقاء او د پاکستان د انتقام فکر له سره مه باسئ. مونږ به له پاکستانه حتا د هغه طالب انتقام هم واخلو چې له معصوميته يا له جهالته يې پاکستان سوء استفاده وکړه. د مکتب او پوهنتون په ځای یې د کاڼو د زمانې نصاب پرې په مدرسه کې ولوست. په لوبياوو یې را لوی کړ. جنسي تېري یې پرې وکړل. چينايي موبايل یې ورته واخيست.‌ بيا یې جهادي‌ ترانې ورته پکې واچولې. بيا یې د ابومصعب الزرقاوي او ايمن الظواهري په ويډيوګانو ور سر کړ. د سبيلنا سبيلنا په نارو یې ماغزه ور خراب کړل. په وزيرستان کې یې ټرېن کړ. د افغانستان فرد فرد یې کافر ور معرفي کړ. زمونږ لکونه جوماتونه یې د مسجد ضرار سره ورته تشبيهه کړل. زمونږ د دنګو منارو اذانونه او الله اکبر یې ورته جعلي او مونږ ټول یې مرتدين ور معرفي کړو. اماده یې کړ. واسکټ یې ور واغوست او بيا یې پرې د خپلې مورنۍ ژبې،‌ پلرني وطن، محمدي دين سکه ورور والوځوه او دی یې هم پاره پاره کړ. مونږ دا هيڅ نه معاف کوو او هيڅکله یې نه هېروو. زمانه به چرخ وخوري، حتما به یې وخوري. خدای به د دې وطن لېوني هم سړي کړي او سړي به یې مېړني کړي.