- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- خوشال آصفي
- 1364
اوسنی حکومت هره ورځ نوی ګل کري او د هرې ورځې په تېرېدو سره په لوی لاس خپلې رېښې وچوي او د خپل عمر ونه په تبر وهي.
دوی ته زما خبره:
که غواړئ د جمهوریت په نوم، قومي اوسمتي تفرقو ته د لمن وهلو له لارې خپل واک وغځوئ او ویې ساتئ یا یې پر خلکو وتپئ، نو دا خوب او خیال له سره وباسئ.
تاسو ته ښايي، چې له تاریخ څخه عبرت او درس واخلئ او قومي اوسمتي تفرقو ته له لمن وهلو ډډه وکړئ!
یوه ورځ لوحه راواخلئ او ژبه یې ور بدله کړئ، بله ورځ د اصلاحاتو په نوم د یوه قوم لسګونه کسان له دندو لرې کړئ.
تاسې اصلاً قومي عقده لرئ.
بیا ګورو، چې بله ورځ پر اسلامي ارزښتونو ملنډې وهئ او مبارک آیات او احادیث د ځان په ګټه غلط تفسیروئ او ژباړئ.
یوه ورځ بیا لګیا یئ پر تاریخ ملنډې وهئ او قومي، سمتي او توکمیزو مسائلو ته لمن وهئ او کله هم د قومونو مشران سپکوئ.
له دې ټولو موضوعاتو که راتېر شو، تاسې هره ورځ د جمهوریت تر نامه لاندې د ښځو د حقونو لپاره ستونی پړسوئ، خو خپله بیا د خلکو د سترګو پر وړاندې یوه بې دفاع ښځه د سړک پر سر وهئ او بې عزته کوئ یې.
هېره مو نشي، چې تاسو په خپله عدالت تر پښو لاندې کړی او کوئ یې.
تاسې د جمهوریت د نوم لاندې د یوه تورن نیولو په موخه له ټول هوايي او ځمکني ځواک څخه کار اخلئ، خو په اخلاقي، سیاسي او مالي فساد داسې نور لسګونه تورن کسان مو شاوخوا کې دي، چې اصلاً د نیولو جرأت یې نه لرئ، ځکه چې یا مو په قوم پورې تړلی دی او یا مو د ملګرتیا کړۍ پرې ټینګه ده.
تاسو د دې مفهوم تر نامه لاندې، یو بې نوم او نښانه کس، چې اصلاً په افغانستان کې ندی زېږېدلی، د دې خاورې ندی او هېڅ علمي او عملي ظرفیت هم نه لري، انساني، اسلامي و افغاني ارزښتونو باندې هېڅ باور نه لري، خو ټوله ورځ یوازې د خپل جیب پر ډکولو او عیش او عشرت فکر کوي، د یوې ملي ادارې په سر کې ګمارلی دی.
تاسو په لوی لاس، حکومت له لوېدیزوالو او ختیځوالو ټامیانو ډک کړی او بیا خوشحاله هم یئ، چې له لوېدیز او ختیځه د څلور پنځه ډیسانټ شویو ټامیانو پر مټ غواړئ خلکو باندې حکومت وکړئ!
په داسې جمهوریت دې لعنت وي، چې ټول انساني، اسلامي او افغاني ارزښتونه پکې تر پښو لاندې کېږي.
جمهوریت هغه وخت خوندور دی، چې په بشپړه توګه عملي شي او ټول، له تاسو نیولي تر ټیټ پوړي مأمور مو باور پرې ولري او پر انساني اصولو یې عمل وکړي.