پسرلى درې مياشتنۍ خپرونې دوه كاله تر شا پرېښودل


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • احساس
  • 1209

پسرلى دوه كاله مخكې د هېواد له شماله د اته مخيزې مهالنۍ خپرونې په توګه د پښتو ادب د لا پياوړتيا  په موخه  خپرونې پيل كړې وې. دغه خپرونه له دوه ګڼو چاپېدو وروسته د هېواد د ځينو فرهنګپالو په مالي مرسته وتوانېده چې د درې مياشتنۍ مجلې په توګه خپره شي، چې  د افغاني فرهنګ او ژبې د خدمت پر لاره يې دوه كلن مزل وكړ او لا به پر مخ ځي.
د پسرلى خپرونې اداره د وړاندې تګ لپاره ستاسو نيوكو، وړانديزونو او مشورو ته اړتيا لري چې وكړاى شي هغه لګښت چې د خپرونې چلوونكي يې په ډېرو ستونزو د مجلې د چاپ په خاطر تر لاسه كوي، پر ځاى لګېدلى وي.
نو!
تاسو به د پسرلي هره ګڼه تر لاسه كړې وي او يا  به مو لږ تر لږه د دغې خپرونې يوه ګڼه لوستې وي، په اړه يې خپل هر اړخيز نظر وليكئ.
يادښت: ستاسو د نظرونو خپرېدو  ته د پسرلى خپرونې  په راتلونكې ګڼه كې يوه برخه ځانګړې شوې ده.
 
درنښت
له شماله خپروېدنكې درې مياشتنۍ
پسرلى خپرونه
ستاسو نظرونه په لاندې پتو د خپرونې تر ادارې رسېدى شي:
zahsass.2@yahoo.com
0799833338