له افغانستان سره د جګړې لوری څوک دی؟

له افغانستان سره د جګړې لوری څوک دی؟


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • استاد حبيب الله رفيع
  • 940

تر دوو لسيزو زيات وخت کېږي چې د طالبانو پروژه د امريکا له خوا جوړه شوه، مالي تمويل يې د عربي متحده اماراتو او عربستان پر غاړه و او لوژيستيکي خدمات يې پاکستان تر سره کول. 
د کندهار، هلمند، فراه، هرات، زابل، غزني، ننګرهار او وردګو تر نيولو وروسته يې چې په ۱۳۷۵ کال کابل هم ونيو؛ نو د دريو وروستيو هېوادونو له خوا يې حکومت په رسميت هم وپېژندل شو.
پاکستان د خپلې جوړې کړې ستراتېژۍ له مخې غوښتل تر دې حده پر طالبانو نفوذ پيدا کړي چې بالاخره افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه شي؛ نو د دې لپاره يې د انګرېزانو په پيروي له افغانستان سره اړيکې د باندېنيو چارو د وزارت پر ځای، د کورنيو چارو د وزارت له لارې پالل غوښتل. 
دوی د کورنيو چارو وزير معين الدين حيدر کابل ته راواستاوه چې طالبان د ډېورنډ کرښه ورسره ومني؛ خو د طالبانو حکومت دا خبرې له خپل صلاحيت نه لوړې وبللې. دا ځکه چې د طالبانو په حکومت کې ډېر داسې کسان وو چې خپلو ملي ګټو ته وفادار وو او له پاکستان سره د زړه له کومې ولاړ نه وو. که څه هم دوی ځينې داسې کسان له پېژندلو سره سم له منځه وړل، لکه ملا بورجان، ملا احسان الله احسان او ځينې نور... خو بيا هم کم نه وو چې لا تر اوسه هم پکې شته.
کله چې د نيويارک د غبرګونو تجارتي برجونو له نړېدو سره امريکا په ۱۳۸۰ کې پر افغانستان د وسله وال بريد پرېکړه وکړه، پاکستان هم د نويو امتيازاتو د تر لاسه کولو لپاره پر دې اتڼ ورګډ شو او ظاهرا يې د طالبانو په نسکورولو کې برخه واخيسته؛ خو د ملا عمر په شمول يې خپل د باور وړ کسان له ځان سره وساتل.
کله چې امريکا په افغانستان کې جګړه اوږدول وغوښتل، نو يو ځل بيا پاکستان خپل ساتلي طالبان تمويل او تسليح کړل او په افغانستان کې يې بيا جګړه پيل کړه چې ورو-ورو زياته او د رسوا او څرګندې لاسوهنې مرحلې ته ورسېده.
په وروستيو وختونو کې د پاکستان لاسوهنه دومره زياته شوه چې له موږ سره د جګړې لوری طالبان نه، بلکې پاکستان دی. 
دوی جبهو ته په سلګونو مسلح طالبان رالېږي، ورسره خپلې ملېشې هم ملې کوي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې يې داسې په لسګونو مړي پاتې دي چې د پاکستان شناخت کارټونه يې هم په جېبونو کې دي. دوی پر دې سربېره د هېواد پر بېلا بېلو سرحدي ولاياتو توغوندي راولي او د افغانستان په خاوره کې تاسيسات جوړوي.
دوی دا دوه کاله په افغانستان کې اتنحارونه، انفجارونه او بريدونه وکړل او د ملا عمر په نامه يې اعلاميې او فرمانونه صادر کړل، خو بالاخره د دوی د خپل اعلان له مخې څرګنده شوه چې دا وخت ملا عمر مړ و؛ نو په دې ترتيب دا ټولې قوماندې او فرمانونه د ای ايس ای وو، نه د ملا عمر!
همدا اوس چې د ملا عمر د مړينې د خبر تر خپرېدو وروسته په پاکستان کې لويې او ازادې غونډې کېږي او طالبان په ډاډمن ډول تصميمونه نيسي او په افغانستان کې د راتلونکې جګړې پروګرامونه جوړوي. دا د نواز شريف د هغې وينا ضد نه دي چې په کابل کې يې وويل: د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی؟
همدا اوس چې طالبان د نفاق او شقاق په مرحله کې دي او په مشر نه سره جوړېږي، په افغانستان کې نوره هم جګړه زوروره او تونده شوې ده، دا څوک کوي؟
په نتېجه کې په زغرده ويلای شو چې په افغانستان کې د جګړې لوری طالبان نه، بلکې پاکستان دی او طالبان تش يو نوم دی.
نو د افغانستان حکومت که سوله کوي، يا جنګ، بايد له پاکستان سره يې وکړي او د نړيوالې ټولنې پام ورته واړوي!

سرخط ورځپاڼه