مجهوله تذکره، پېژندپاڼه نه، بلکې ناپېژندپاڼه ده

مجهوله تذکره، پېژندپاڼه نه، بلکې ناپېژندپاڼه ده


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • استاد حبيب الله رفيع
  • 1168

په دې ورځو کې د برېښنايي تذکرو موضوع د يو شمېر بې هويته کسانو او غرضي رسنيو له خوا ډېره توده شوې او تهديد کوي چې که دا تذکرې و نه وېشلې شي، نړۍ مرسته نه کوي، که دا تذکرې و نه وېشلې شي، انتخابات نه شي کېدای او نور...
خو دا هغه محدود کسان دي چې له اسلام او افغان سره دښمني لري، له پرديو يې هدايت اخيستی چې مجهولې تذکرې ووېشي او افغان ملت له بې هويتۍ سره مخامخ کړي.
موږ مخکې هم ويلي وو، بيا هم وايو چې چارواکي مکلف دي، د قانون له مخې اجرات وکړي. دوی د دې صلاحيت نه لري چې د قانون خلاف عمل وکړي، «اسلام» او «افغان» د افغانستان د اساسي قانون بنيادي ټکي دي او دا به د ژوند په ټولو چارو کې عملي کېږي. 
د اساسي قانون حکمونه نه ولسمشر بدلولای شي، نه اجرائيه رئيس، نه ولسي جرګه، نه مشرانو جرګه او نه هم قضاييه ځواک.
هغه چارواکي، وزيران، واليان او نور چې ملي ملکيتونه يې چور کړي، بې مسووليته وسله‌وال يې ساتلي او بانډونه يې تشکيل کړي، له پردو هېوادونو هدايت اخلي، نه يوازې دا چې په تذکره کې د اسلام او افغان د کلمو د نه ليکلو د هدايت حق نه لري؛ بلکې دوی به ډېر ژر د خپلو غلاوو حساب ورکوي او په ملت کې د تفرقې اچولو د خيانت جزا به مومي.
«تذکره» پېژندپاڼه ده له ټولو جزياتو سره دې ډکه شي او يو افغان دې په زوَر او زېر پکې وپېژندل شي چې واقعي پېژندپاڼه شي، نه داسې مجهوله تذکره چې د پېژندپاڼې پر ځای يې ناپېژندپاڼه وګڼو.
ځينې کسان چې له افغان سره حساسيت لري، يا نور خوشالوي دا د دوی ذوقي خبره ده، د چا شخصي ذوق قانون او مقررات نه شي ماتولای او ملي ارزښتونه له منځه نه شي وړلای.
ولسمشر اشرف غني او اجرايه رييس ډاکټر عبدالله ولس ټاکلي او دوی مکلف دي چې د قانون حکم دا دی چې اسلام او افغان د افغان ملت د ژوند په ټولو برخو کې نفوذ ولري او خصوصا افغاني پېژندپاڼه بايد دا ځانګړنې وساتي.
که چارواکيو غلطي وکړه او تذکره يې په مجهول ډول ووېشله، ملت به د قانون له مخې له ټولو سوله‌ييزو لارو استفاده کوي، لاريونونه به کوي، اعتصابونه به کوي او د خپلو ملي غوښتنو تر ترسره کېدو پورې به قرار نه کښېني او قانون به تطبيقوي. 

سرخط ورځپاڼه