راځئ دا قمار خو ووهئ،عمر ساپی دار ته تیار دی

راځئ دا قمار خو ووهئ،عمر ساپی دار ته تیار دی


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • امین الله سالارزی
  • 933

د کندوز د سقوط ټوله پړه د کندوز اوس اوس له دندې ګوښه شوي والي پر غاړه اچول کېږي. تور لګول کېږي چې د کندوز والي د دغه ولایت د سقوط پر وخت په ولایت کې نه وو، خو والي وایي چې ده له کندوز څخه توپ او ټانک نه و وړي، بلکې د خپلې غاړې تمانچه یې هم په ولایت کې پرې ایښې وه. دغه خبرې هغه وخت روښانه شوې چې کله طلوع نیوز محمد عمر ساپی د یوې ځانګړې مرکې لپاره راوغوښت. هغه په دغه مرکه کې په زغرده وویل چې د کندوز د سقوط په اړه باید تحقیقات وشي او هغه څوک چې په دغه تحقیق کې ملامتېږي، باید محاکمه شي او په دار وځړول شي. عمر ساپي په دار د ځړېدلو ته په دغه مرکه کې تیاری ښودلی.
نو چې عمر ساپی محاکمې او په دار ځړولو ته حاضر دی، مقابل لوری یې ولې غږ نه اوچتوي، د دغه تور سپیناوی نه کوي چې پر عمر ساپي لګول شوی دی او یا یې هم پر ريیس جمهور سترګې راایستلې. عمر ساپي د دغو خبرو په رسوا کولو سره د هغو ټولو کسانو له مخونو پردې پورته کړې چې د پردې تر شا یې بل ډول لوبه پیل کړې وه، خو هغه بیا هم د دغو خلکو په رسوا کولو کې محافظه کاري کړې. دا چې عمر ساپي به څه فکر کاوه چې په دغه ولایت کې یې پټې دسیسې چې په دغه ولایت کې پرې کار کېده رسوا نه کړې، ځکه کندوز کې له پخوا راهیسې لوبه بل ډول روانه وه، هسې په توکل چارې مخکې تللې او خلکو فکر کاوه چې کندوز کې اداره ده، خو کندوز کې حکومتي چارواکي د پردې پر مخ دي، د پردې تر شا څو کورنۍ د دغه ولایت چارې سنبالوي. د ولسي جرګې ښاغلی ریيس عبدالروف ابراهیمي په کندوز کې ۳۰۰ تنه او یا هم له دې زیات طالبان لري. د دغو طالبانو په مټ یې د امام صاحب ولسوالۍ د امو سیند پر غاړه پرتې سیمې ناامنه کړې دي او دی پکې خپل غوړ کاروبار کوي. عبدالروف خان ابراهیمي غیرمستقیم د ولسي جرګې له ریاست پرته، د کندوز د ولایت مسوولیت هم د ځان دنده ګڼي. د دغې کورنۍ یو بل غړی عبدالطیف ابراهیمي د تخار والي دی او د دغه واک پر مټ یې د امو سیند غاړې ټوله سیمه تر کنټرول لاندې راوستې ده. دوی دې ته زمینه برابروي چې د هېروینو قاچاق په اسانۍ سره وکړي چې ثبوت یې د روژې په میاشت کې د پولیسو په یونیفورم کې د ده د یوه اوښي وژل کېدل وو چې په امام صاحب ولسوالۍ کې يې د یوې حوزې مسوولیت هم پر غاړه درلوده. هغه د امو له سیند څخه د هېروینو د اړولو پر وخت تاجکي سرحدي قواوو ویشتلی وو. په کندوز کې څو مافیایي کړۍ چې یوه یې په عبدالروف ابراهیمي پورې او بله یې په میر عالم پورې تړاو لري، د چارواکيو د هغو کارونو مخه ډب کوي 
چې د دوی پکې تاوان وي. په کندوز کې دوه لوی د مافیایي ډلو مشران د ولسي جرګې ریيس عبدالروف ابراهیمي او په کندوز کې غیرقانوني وسله وال میر عالم دی چې کړنو یې کندوز تر سقوطه راورساوه. په تېرو دیارلسو کالو کې دغو دوو کورنیو په کندوز کې طالب سازي کړې ده. خلک یې په شخصي زندانونو کې اچولي دي، خلک یې وژلي دي او د خلکو پر ناموس یې تېری کړی دی. دا هغه کړنې دي چې تاجک، ازبک او نور قومونه یې دې ته مجبور کړي چې د خپل کسات اخیستو په خاطر وسله واخلي، خو دوی بیا دغه کسان طالبان بولي او په کندوز کې يې د دولتي امنیتي ارګانونو په مټ ځپي. عبدالروف ابراهیمي په امام صاحب کې ۱۲ کسیزه ډله تر کار لاندې نیولې وه. دوی به د ښار په منځ کې مخکې تر دې چې د داعش د موجودیت اعلان وشي، ناستې درلودې، دغې ډلې ته له نامالومه اړخه (۴۵۰۰۰۰۰) څلور نیم میلیونه افغانۍ شپږ میاشتې مخکې ور رسېدلې دي. دغې ډلې پلان درلوده چې په ښار کې به پټې ټروریسټي حملې کوي او ځینې دولتي کسان به په نښه کوي. همدغه دوه پخواني قوماندانان او د مافیایي اوسنیو ډلو مشران عبدالروف ابراهیمي او میر عالم د هغو کسانو ملاتړ کوي او دوی ته هر ډول تجهیزات رسوي. له نن څخه درې میاشتې مخکې د امام صاحب په ولسوالۍ کې هغه مهال یوه ډینا موټر چې له بېلابېلو ډولونو مهماتو ډک وو، د ملي اردو د سرتېرو له خوا ونیول شو چې د طالبانو سیمې ته یې بار کړي مهمات انتقالول، خو د ډینا نیول او د مهماتو راز داسې پټ پاتي شو چې اوس يې عام خلک په مجلس کې هم يادونه نه شي کولای. د دشت اودان په سیمه کې هم یو بار موټر مهمات د ملي امنیت له خوا ونیول شول چې زیان یې یوازې موټر چلوونکي ته رسېدلی، خو هغه څوک چې د دسیسې او پلان طرحه یې جوړه کړې وه، لا هم د پارلمان ريیس دی. دغه دوه کورنۍ په کندوز کې له هېروینو پرته د وسلو قاچاق هم کوي او هغه څوک چې ورسره په دغه کاروبار کې رقابت کوي، هغه د نړیوالو او کورنیو ځواکونو پر مټ ځپي. د امام صاحب ولسوالۍ ښاروال د امریکايي قواو په مرسته هغه وخت وځپل شو او ټول بړېڅي يې ووژل شول چې د هېروینو په قاچاق یې ددوی له کورنۍ سره رقابت پیل کړی. میر عالم پخوانی جهادي قوماندان دی. دا هم د طالب سازۍ، قاچاق او په سیمه کې د اختطافونو د مافیايي ډلو ملاتړ کوي، خو د کندوز له پخواني والي غلام سخي بغلاني مخکې د دوی ټول شخصي دښمنان د ملي اردو د ځواکونو او پولیسو په ذریعه ځپل شوي دي. ځکه هغه چارواکي چې به په کندوز کې مقررېدل ټول دغو دوو تنو ته لاس په نامه وو او د دوی تار تر مارشال فهیم او ډاکټر عبدالله او نورو رسېږي.
نو اوس چې کندوز د غوايي پر ښکر ولاړ دی او لا یې هم سرنوشت سم مالوم نه دی، دغه مافیایي کړۍ پکې د خپلو اهدافو د ساتنې لپاره خولې اچوي. په کابل کې د دوی راټولېدل او د جمعیت بیرغ اوچتول هم د دوی یوه دسیسه ده چې یو ځل بیا خپل لنډغر واک ته ورسوي. دولت باید تر ډېره دې ته پام وکړي چې څه ډول دغه مافیايي کړئ له واک ته رسېدو څخه لېرې وساتي او د دغو خلکو په اړه ټول هغه څه چې تر اوسه استخباراتو او نورو ادارو راټول کړي، خلکو ته ښکاره کړي او په اصلي مانا یې خلکو ته ور وپېژني. دوی په سلګونو او زرګونو لنډغر هم راټولولای شي، خو په ملت کې د ملي روحيې د پیاوړي کولو تر څنګ باید د دغو خلکو د منزوي کولو هڅه وشي. دغه مافیايي کړۍ د وسلو قاچاق هم کوي، باید له ګاونډي هېواد تاجکستان سره په کلکه خبرې وشي چې د وسلو دغه قاچاق سبا د هغوی لپاره هم خطر پېښولای شي. دولت باید هڅه وکړي او د دغه ډول خلکو اصلیت ملت ته روښانه کړي. اوس نو دولت ته ښه بهانه په لاس ورغلې، عمر ساپی، پخوانی قوماندان میر عالم او عبدالروف ابراهیمي باید وپوښتل شي. پلټنې وشي او په هر چا چې د کندوز د سقوط پېښه ورټکی شوه، هغه باید د عمر ساپي غوندې د دار کړۍ ته غاړه کېږدي.
راځئ دا قمار خو ووهئ! سرخط ورځپاڼه