بيا هم د پښتو پر معاصر داستاني نثر درسره غږېږو او يو داسې انځور ګر كيسه ليكوال درپېژنو، چې د كيسو ژبه يې شاعرانه او سمبوليكه ده او د دغې ځانګړتيا په درلودلو سره، د يوې جلا لارې او سبك څښتن كيسه ليكوال ګڼل كېږي او په كيسه كې د تصويري ژبې كارونه غوره ګڼي:(( ما داسې موضوعات د خپلو كيسو لپاره ټاكلي دي، چې پخپله هغه موضوعات شاعرانه دي. خو تر ټولو ښه ژبه د كيسو لپاره تصويري ژبه ده، كېداى شي، چې يو څوك په ډېر ساده نثر كې عجيبه تصويرونه راونغاړي، ځكه په دې كار سره نه يوازې دا، چې په كيسه كې خوند پيدا كېږي، بلكې د سړي هنري تنده هم پرې ماتېږي.))
دا نوښتګر ليكوال او شاعر ښاغلى پيرمحمد كاروان دى، چې د خوست د تڼيو د نريزي په كلي، د نور محمد خان په كور كې زېږېدلى دى.
كاروان خپلې لومړنۍ زده كړې تر اووم ټولګي پورې د خوست د تڼيو په لومړني ښوونځي كې او له اووم نه تر لسم پورې يې د غرغښت په لېسه كې او پاتې نورې زده كړې يې د خوست په ميخانيكي لېسه كې بشپړې كړې او په ۱۳۵۶ لمريز كال كې له نوموړې لېسې څخه تر فراغت وروسته د پلخمري په نساجۍ كې د فني مامور په توګه په رسمي مفرراو بيا د كندهار نساجۍ ته تبديل شوى دى.
د ۱۳۵۸ لمريز كال د جدي په شپږمه يې رسمي دنده پرېښوده او خپلې سيمې ته لاړ. له ۱۳۵۹ نه تر ۱۳۶۹ پورې پخپله سيمه كې په جهاد بوخت و. د ۱۳۶۹لمريز كال په وروستيو كې پېښور ته لاړ او د ازاد افغانستان د ليكوالو د ټولنې غړى شو. لومړى د خپلواكۍ مجلې د كتونكې ډلې غړى او وروسته د وفا اخبار مرستياال او د كتونكې ډلې غړى و. په ۱۳۷۳ لمريز كې د بي بي سي راډيو د نوي كور نوي ژوند د ډرامې د ليكوالو په ډله كې په دنده بوخت شو، چې تر دم ګړۍ هم نوموړې دنده پر مخ وړي.
د يادونې وړ ده، چې سږكال ښاغلي كاروان د حج مراسم هم په ځاى كړل.
كه څه هم كاروان له تنكيني عمر له شعر و شاعرۍ سره اورنۍ مينه درلوده، خو د شعر د ښاپېرۍ ورغوى يې په ۱۳۶۲ كې پرانيسى دى. تر اوسه د هغه درې شعري ټولګې د ( له ماښامه تر ماښامه، چنار خبرې كوي او د ښاپېرۍ ورغوى) په نومونو چاپ شوې دي.
كاروان پر يو ښه شاعر سر بېره يو ښه او تكړه كيسه ليكونكى هم دى. دى لا ماشوم و، چې له كيسه ليكلو سره يې مينه پيدا شوې: (( زما د ماشومتوب نه له كيسو سره زړه تړلى و، په اصل كې شعر ته هم همدې كيسو راوستى يم، د ښاپيريانو كيسې به مې، چې اورېدې نو تر نيمو شپو به ما ته خوب نه راته او د دغو كيسو كركټرونه، مثلا يوه ښاپېرۍ ده، چې ديو يې تښتوي؛ دغه هرڅه به ما ټكي په ټكي په ذهن كې روانې كړې وې. دا د داستانونو او كيسو كركترونو لكه ليلا او مجنون ته ما پخپل كلي كې ځاى جوړ كړى و، مثلا ليلا د هغه كور ده او مجنون له هغې بلې كوڅې راځي او ماشومان ورپسې دي. بس كله كله دغسې ځينې نور موضوعات به وو، چې ما په شعرونو كې نه شول راوستلى او په كيسو كې راتلل نو هغه موضوعات به مې، چې په طبيعي ډول راتلل په كيسو كې رانغاړل.))
لومړنۍ كيسه يې د سكاټ په توغندي د يوې وړې شپنې د شهادت كيسه وه: (( اول ځل دغه د سكاټ توغندى، چې پر خوست لګېدلى و، زموږ د ګاونډي يوه اته نهه كلنه لور، چې شپنه وه، په كې شهيده شوې وه او مېږې يې هم له منځه تللې وې. ما همدا موضوع كيسه كړې وه.))
تر اوسه د كاروان د كيسو دوې ټولګې د ( له نرګسه تر نرګسه او غره ته روان سړى) په نومونو چاپ او خپرې شوې دي.
كاروان زموږ د پېر هغه كيسه ليكوال دى، چې كابو ټولې كيسې يې شاعرانه رنګ او خوند لري او دا ځكه، چې دى د خپلو كيسو لپاره شاعرانه موضوعات غوره كوي او په پوره تصويري ژبه يې ارايه كوي. دا هغه ځانګړنه ده، چې كاروان راته د كيسه ليكنې په اوسني بهير كې د يوې ځانګړې لارې او سبك څښتن كيسه ليكوال راپېژني.
ايمل پسرلى د كاروان په كيسو كې همدې ځانګړنې ته په پام سره وايي: (( زما په ګمان د ښاغلي پيرمحمد كاروان لنډې كيسې ښايسته، خوندورې او يو بل ډول كيسې دي، له بل ډول نه مې مطلب دا دى، چې له نورو نه توپير لري. ځينې خلك داسې وايي، چې ګواكې د ده داستاني نثر شاعرانه دى، هو دى! دوى چې وايي دا عيب دى، ګومان كوم هغې خبرې ته يې پام نه دى، چې د كاروان د داستان موضوع هم شاعرانه وي. دى چې كومې موضوعګانې ټاكي د هغو لپاره دغه ډول ژبه او نثر مناسب دى.))
نورالحبيب نثار، چې كاروان يو فطري شاعر ګڼي، د همدې خصوصيت په نظر كې نيولو سره وايي، چې د كاروان د كيسو نثر بايد شاعرانه وي: (( كيسه او شعر، ډرامه او شعر، ناول او شعر دا ډېر نږدې تړاو او تړون سره لري. حتى هغه پخوانۍ ډرامې كه وګورو، مطلب مې دا دى، چې د انسان د ادب يا مثلا د يونان د ادب، چې د بشر كلتوري ميراث او تاريخ ګڼل كېږي، په هغه كې ډرامې په شعر دي. په پښتو كې د چاپ په ګاڼه پسوللې لومړنۍ ډرامه، چې زموږ مخې ته راغلې، د اسلم خټك د وينو جام په نامه ډرامه ده، د دغې ډرامې په مكالمو كې تقريبا ډېر د شعر غوندې خبرې راځي يا شاعرانه خبرې لري. دا چې كاروان فطرتا شاعر دى، نو د هغه په نثر باندې، كه كيسه ليكي يا كه عادي مقاله، شاعرانه رنګ خور وي.))
نثار د شاعرانه رنګ په اړه وړاندې وايي: (( شاعرانه رنګ دې ته زه وايمه، چې په هغه كې انځورګري كېږي، تصوير جوړول كېږي؛ تصوير څه وخت موږ جوړولى شو؟ هغه وخت يې جوړولى شو، چې د چا كركټر ترسيموو، كه موږ دا په كلماتو انځوروو نو شاعرۍ ته ضرورت پېښېږي او كه په رنګونو يې ترسيموو نو بيا مصوريا نقاش ته ضرورت دى. مطلب مې دا دى، چې كاروان صاحب زموږ يو ښه نثر ليكونكى دى او دا قوت لري، چې خپل كركټرونه په بهتره توګه ژوندي كړي. كركټرونه هغه وخت ژوندي كېږي، چې كركټرونه فعال وي، حركت په كې وي او چې څه وايي رسا او روښانه وي.))
ومان نيازى دا د كاروان يوه ښه تجربه بولي او وايي، چې د نورو لپاره يو ښه پيل كېداى شي: (( دا كومه تجربه، چې ده كړې ده، دا د نورو ځوانانو او هغو كسانو لپاره، چې په دې لاره قدم ږدي او يا په دې لاره روان دي، يو ښه پيل دى.))
بازمحمد عابد هم نورو ته ورته نظر لري او د كاروان كيسې ځكه خوښوي، چې موضوعات يې شاعرانه دي: (( زه يې ځكه خوښوم، چې هم يې نثر او هم يې موضوعات شاعرانه دي. كوم سمبولونه، چې كاروي، هغه بيا دومره مغلق نه دي، چې څوك پرې پوه نه شي، تقريبا د ده ډول سمبولونه عام فهمه دي، داسې عام فهمه، چې كه څوك ډېر لږ هم له ادب او ادبياتو سره اشنا وي، د كاروان په دې سمبولونو ښه پوهېږي.))
كاروان پر شاعرانه رنګ سربېره، خپلې كيسې له ټاكلي موضوع سره په تړاو كې په ولسي تركيبونو او اصطلاحاتو هم ښكلې كوي او دا هغه ځانګړنه ده، چې ډېر كم كيسه ليكوال ورته پاملرنه كوي. كه خپلو اوسنيو كيسو ته يو څه زيات ځير شو، دا په ښه توګه ترې جوتېږي، چې د بې خوندۍ يو علت يې په دې كې نغښتى، چې په هغو كې كارول شوي تركيبونه او اصطلاحات له موضوع سره ډېر په تړاو كې نه وي، خو كاروان هغه كيسه ليكوال دى، چې دغې موضوع ته په بشپړې پاملرنې سره، كاميابې كيسې ليكلې دي. عبدالنافع همت په دې اند دى، چې كاروان د شاعرانه ژبې په قوت سره خپلو كيسو ته دا ښكلا هم ور په برخه كړې ده: (( د كاروان صاحب كيسې، چې ما لوستې دي، خوښې شوې مې دي، ځكه مې خوښې شوې دي، چې ژبه يې شاعرانه ده، شاعرانه په دې معنى نه، چې يوازې په هغه باندې شاعران پوه شي، ده ولسي اصطلاحات او ولسي تركيبونه راخيستي او پخپل شاعرانه قوت باندې يې تراشلي، ځلولي، ښايسته كړي او په كيسو كې ځاى كړي دي.))
ښاغلى همت وړاندې د كاروان د كيسو د سوژو د نوېزالې خبره كوي او وايي، چې كاروان هره موضوع له يوه نوې اړخه رااخلي: (( د كيسو سوژې يې سولېدلې او ښاري نه دي، بلكې اكثره سوژې يې له كليو راخيستي دي، هغه سوژې، چې نور ورته نه دي ځير شوي او يا ډېرو كمو ليكوالو پرې كيسې ليكلې دي، كه كوم چا ليكلې هم دي، ده ورته له يوې نوې زاويې او له يوه نوي اړخه كتلې او انځور كړې دي.))
همت دا هم وايي، چې د كاروان د كيسو اكثر انځورونه كليوالي او ولسي دي: (( د ده د كيسو تصويرونه اكثر كليوالي تصويرونه دي، كليوالي تصويرونه په دې ښه وي، چې ډېر راڼه وي، كه ښاري تصويرونه وګورو اكثر تكراري وي، لكه څنګه چې په ښار كې ګڼه ګوڼه ډېره وي، دغسې تصويرونه هم سره ګډ دي، د مثال په توګه كله چې ته يوه ښاري كسيه اورې، داسې فكر كوې، چې دا مې مخكې هم اورېدلې ده، دليل يې دا دى، چې دلته خلك ډېر سره نږدې وي او د خلكو دا ژوند پېښې ډېرې سره ورته وي، يعنې يوه پېښه، چې په يو چا تېره شوې ده، تقريبا عين پېښه په يو بل چا باندې هم تېره شوې ده، خو په كلي كې كه وګورو هلته خلك سره لرې لرې اوسي، كه څه هم د ښاري خلكو په نسبت په اجتماعي روابطو كې ډېر نږدې دي سره، خو د ژوند طرز يې داسې دى، چې په لرې پرتو سيمو كې يو كلى دلته وي او څو سوه كيلو متره لرې بل كلى وي، په غرو كې په شېلو كې، پنځه كوره لس كوره. دغه تصويرونه ډېر صاف وي، لاس نه وي وهل شوي او ډېر روښانه دي. زما په فكر ښايي له دې كبله هم د كاروان كيسې د خلكو خوښېږي.))
پر يادو ښكلاوو سربېره د ښاغلي كاروان د كيسو يوه بله په زړه پورې ځانګړنه د هغه سمبوليك اړخ او قوت دى. د كاروان ګڼې كيسې له دې قوت نه برخمنې دي، ان تر دې، چې د ده د كيسو ښكلا يې يو په دوه كړې ده. هغه شمېر كيسه ليكوال، چې خواصو ته پر كيسه ليكنې ډېر ګروهمن نه دي، پر ښاغلي كاروان دا نيوكه كوي، چې دا ډول كيسې يې عامو لوستونكو ته ډېر د پوهېدو وړ نه دي. كه څه هم د كاروان يو شمېر كيسې ډېر زيات سمبوليك دي، خو دا د دې معنى نه لري، چې ګوندې څوك دې د هغو په معنى او پيغام نه رسېږي. كه يو څه ښه ځير شو، د كاروان دغه كيسې د خواصو لپاره دي، د هغو كسانو لپاره، چې په ادبياتو او سمبولونو ښه پوهېږي او له داسې كيسو ډېر خوند اخلي. بازمحمد عابد په همدې نظر دى: (( كله چې كاروان موضوعات انتخابوي، د شاعرانه نثر تر څنګ ځينې سمبوليك اړخونه هم لري، چې دغه هم د هغه كيسه ليكونكو له نظره، چې وايي، نثر دې ساده او عام فهمه وي، نفي كوي، د هغوى خبره ځكه نفي كوي، چې په سمبوليزم باندې زموږ عام لوستونكي نه پوهېږي.))
عابد وړاندې وايي: (( كاروان ته بيا هم دغه جواز حاصل دى، چون نثر يې شاعرانه دى او موضوع يې شاعرانه دى، هغه يې د خواصو لپاره دي، مثلا هغه د سپينې كوترې په نامه يوه كيسه راخلي، چې موضوع يې كاملا سياسي ده، خو ليكن داسې يې طرح كوي، چې د ښاپيريانو، كوترو، ديوانو او هيكلونو په بنياد يې مخته بيايي. كله چې كيسه پاى ته رسېږي، سړى پوهېږي، چې ده كيسه د ډيورند په كرغېړنې كرښې باندې ليكلې ده.))
ايمل پسرلى د كاروان كيسې سمبوليكي راپېژني: (( دى سمبوليكې كيسې هم لري، په حقيقت كې د ده ټولې كيسې سمبوليكې دي، دى پخپلو كيسو كې د پاچا او ملنګ ډېره يادونه كوي، پاچا ملنګ د ده لپاره خاص خلك دي، نو ګمان كوم د كاروان صاحب لنډې كيسې، خپل ځاى او خپل خوند لري، زما په ګمان دا يې يو كمال دى.))
د سمبوليكو كيسو يو خصوصيت دا دى، چې كركترونه يې هم سمبوليك وي. د كاروان سمبوليكې كيسې له دې ځانګړنې پوره برخمنې دي، ايمل پسرلى همدا خبره كوي: (( د ده كركټرونه هم سمبوليك دي، زه يې په ډېرو كركټرونو نه غږېږم، دوه يې يادوم، مثلا كله پاچا يادوي او كله ملنګ، له پاچا او ملنګ نه يې هغه ظاهري مطلب نه دى، بلكې ملنګ راته يو دروېش، يو خوار او يو بېوزلى رايادوي او پاچا عموما د ده يو منفي كركټر دى، نو د ده كيسې هم سمبوليكې دي او هم كركټرونه.))
ومان نيازى د يو شمېر كيسه ليكونكو په خلاف د كاروان سمبوليكې كيسې، ځكه پېچلې نه ګڼي، چې هغه خپل سمبولونه له ولس نه اخلي: (( د كاروان صاحب د كيسو سمبولونه معمولا خلكو ته د پوهاوي وړ دي، يعنې دى له خپل ولس نه د خپلو كيسو لپاره ځينې سمبولونه رااخلي، فرضا مار دى، تودوخه ده، تالنده او برېښنا ده، دا شيان چې دى رااخلي عام دي. همدارنګه دا هم بايد ووايم كوم تعبيرونه، چې زموږ په ولس كې شته دي، هغه دى رااخلي او كاروي يې. له دې كبله، څوك چې د ده كيسې لولي او په سمبولونو يې پوهېږي، خوند ترې اخلي.))
ومان دا هم وايي، چې د كاروان د كيسو شاعرانه والى دا مرسته كوي، چې عام ولس هم د ده د كيسو په معنى او سمبولونو پوه شي: (( دغه شى چون تر ډېره حده معمول نه ده، نو موږ همداسې فكر كوو. اساسا زموږه شاعري هم دومره ډېره پېچلې نه ده، يعنې زموږ يو كليوال به تر يو حده ستونزه ولري، خو د هغو كسانو، چې له ادبياتو سره سروكار دى او يو اندازه له درس تعليم سره بلد دي، فكر نه كوم، چې په دې برخه كې ډېره ستونزه ولري. زما په خيال دا شاعرانه والى يې دى، له نورو سمبولونو سره حتى كليوال هم ستونزه نه لري.))
دا هم د ښاغلي كاروان هغه ښكلې كيسه، چې سرترپايه په شاعرانه ژبه ليكل شوې او يوه پوره سمبوليكه كيسه ده:
دوه تك سپين لاسونه
زه مې د مور په زړه كې ناست يم او د مور د ارمانونو ننداره كوم. زما د مور د ارمانونو دنياګۍ پر ما او زما پر وړو ورونو خويندو ودانه ده. زموږ د بام په تاخ كې د دوو تك سپينو مرغانو ځاله ده، څه موده وړاندې دواړه سپين مرغان په غشو لګيدلي وو، بلا و بركت يې نه و، مرغان د وېرونو په خوا كې برسېرن لګيدلي وو. اوس د سپينو مرغانو زخمونه جوړ شوي دي، دا دي سندرې وايي او زما د مور په روح كې پټه خوشالي راويښوي. هغه دي سپين مرغان اسمان ته والوتل، داسې برېښي لكه زما تك سپين لاسونه، لكه دوه تك سپين ستوري، چې اسمان ته ور روان وي، نيمايي اسمان ته ورسېدل، هغه دي بېرته راوګرځېدل، داسې برېښي لكه له الوتكې نه، چې دوه بمونه زموږ د بام پر خوا راروان وي، زما د مور په سترګو كې دوه څاڅكې تكې سپينې اوښكې راغلې. مارغان د بام په تاخ كې كېناستل او مور مې خپلې اوښكې د تور پړوني په پېڅكه وچې كړې. مور مې د مازيګر په لمانځه ودرېده، څلور ركعته لمونځ يې وكړ. د مازيګر د لمر سترګه په غرغره ده، د اسمان لمنې تكې سرې دي، زما د مور په زړه كې يو ځل زما د پلار په وينو سور مړى وګرځېد، زما پلتر ته يې دعا وكړه، بيا د بام په تاخ كې سپينو مارغانو ته سترګې واړولې. دا ځل سپين مارغان د دوو تك سپينو ګلانو په څېر برېښي، زما مور زما د واده په باب فكر كوي، زما لپاره يې د موروالۍ په مينه او پېرزوينه ډېره ښكلې ناوې په خپل خيال كې جوړه كړې ده. زه او زما زما ناوې يې د لومړي ځل لپاره يو بل ته مخامخ كړي يو، زموږ په سرونو يې قران شريف نيولى دى. زه او زما ناوې يو بل ته دوه تك سپين ګلونه د ګډ ژوند د مينې په نوم ډالۍ كوو، مور مې لا دا خيال نه وي مكمل كړى، چې زما پېغلوټه پر مور غږ كوي: مورجانې! نن خو د نكريزو شپه ده، موږ ته خو نكرېزې خېشتې كړه، د مور خيال ګړنګېږي او زموږ له لاسونو دوه تك سپين ګلونه لكه دوه سپين مارغان الوځي او يوې نامعلومې خواته الوتنه كوي. ماشوم ورور مې هم په خندا خندا كې مور ته وايي: زما خوږې موركې نكرېزې ژر ژر خېشتې كړه.
مور مې بې له دې چې هو ووايي، نكريزې راخلي، په ميده شوو نكريزو كې لږې شړومبۍ هم ګډوي، نكريزې خيشتوي، او بيا زما د وړو ورونو او خويندو لاسونه پرې سره كوي. مور مې ما ته په زېړو غوړيو كې ډوډۍ غوړه كړې وي، او يو يو شخوند په خوله كې راكوي. زه په خندا كې ورته وايم: مور جانې ستا له لاسه ژېړ غوړي څومره خوند كوي، پام هسې نه چې ګوتې دې ورسره وخورم.
مور ته مې هيڅ خندا نه ورځي. كشرى ورور مې مور ته وايي: خوږې مورې! پر لالا باندې هم لاسونه سره كړه.
د مور له سترګو نه دوې څاڅكې اوښكې په زېړو غوړيو كې څڅېږي. زه مې د مور په لاس يو شوى شخوند تېروم، خو دا ځل يې د باروتو خوند وي.
غضنفر د كاروان دا كيسه د ذهني ليد لوري كيسه بولي او وايي چې له دې كبله بايد د رياليزم تمه ترې ونه شي: (( د كاروان صاحب دوه تك سپين مرغان، د ذهني ليد لوري كيسه ده. راوي وايي زه د خپلې مور په غېږ كې ناست يم، هلته اوله جمله يوه استعاره ده، او موږ دې ته چمتو كوي، چې د رياليزم توقع ورنه ونه لرو، ځكه څوك خو د مور په زړه كې نه شي كيناستلى. د روايت وخت اوس مهال دى، يعنې نه وايي، چې داسې وو او داسې وو، بلكې وايي داسې ده. د ذهني ليدلوري كيسې معمولا په اوس مهال كې بيانېږي، او څرنګه، چې په اوس مهاليز روايت كې راوي خپل لا شعور ته په آسانۍ ورنږدې كېږي، نو په دې ډول روايت كې د سمبوليزم امكان هم ډېر وي.))
غضنفر، په دغه كيسه كې د جګړې د اغېزو د سمبوليك او استعاري بيان خبره هم كوي: (( دا كيسه هغه اثرات، چې جګړې د مور په ژوند او ذهن غورځولي دي، په سمبوليك او استعاري ډول راښيي، دلته دوه مرغان د مور د ارمانونو، د كورنۍ د نيكمرغۍ او د زوى د سلامتۍ، چې دوه لاسونه يې غوڅ شوي دي، او د مور د ښو ارزوګانو ښووندوى دى. مرغان د دوى د كور د بام په تاخ كې دي، داځكه چې ارمانونه په همدې كور پورې تړلي دي، تاق ته په اسانۍ لاسونه نه رسېږي، او دغسې ارزوګانې هم د پوره كېدا په درشل كې نه دي. مرغان سپين دي يعنې هيلې او ارزوګانې سوله ييز او د جنګ اپوټه دي. مرغان څه موده وړاندې لګېدلي وو، دا ځكه چې په جنګ ځپلي چاپيريال كې د زړه ارزوګانې هميشه د نااميدۍ په لومو كې بندېدى شي، ارزوګانې چې د نااميدى له لومې راووځي، د مور په زړه كې پټې خوشالۍ راويښوي، مرغان اسمان ته الوزي، يعنې هيلې غځونې كوي، دوه تك سپين لاسونه داسې ښكاري لكه د راوي دوه تك لاسونه، د لاسونو غوندې ځكه دي، چې وروسته پوهېږو، چې د راوي لاسونه نه شته، مرغان له نيمايي لارې ځكه راستانه شول، چې د ارزوګانو په لاره كې بې شمېره خنډونه دي. د راكوځېدو په وخت كې د بمو غورځوونكو الوتكو په څېر ښكاري، چې كه د ښو هيلو ځاى نهيلي ونيسي، بيا نو په ژوند كې هيڅ خوشالي نشته، لكه الوتكې چې كورونه ورانوي، ښځې كونډوي او لاسونه غوڅوي، نهيلي هم دغسې يو بد شى دى. دا نهيلي په دې خاطر هم له بمبارۍ سره تشبيه شوې ده، چې د جنګي چاپيريال له احساسولو سره مرسته وشي.))
ښاغلى غضنفر وړاندې د كيسې د سمبوليك او استعاري بيان نور وضاحت هم كوي: (( په دې كيسه كې دغه راز لولو، چې مرغان راكوز شول، ارزوګانو له الوته لاس واخيست، مازيګر دى او مور لمونځ وكړ، يعنې څلور ركعته لمونځ د دوو مضروب ركعتونه، لمر لوېږي، د اسمان سرې لمنې خپل مور ته خپل وژل شوى خاوند ورتداوي كوي، په اسمان كې د لمر حيثيت په كور كې د سرپرست، او مشر له حيثيت سره مقايسه كېدى شي. د خاوند د مرګ ياد ډېر تريخ دى، ژوندى انسان هڅه كوي، چې له ترخو خاطرو راووځي او پام په بله كړي. دا هم بېرته دوو سپينو مرغانو ته ګوري، بېرته خيالونو ته پناه وړي، خيال يې د زوى د واده په ارزو بدلېږي، تر دې دمخه وژل شوى خاوند ورياد شوى و. انساني روح هميشه د جبران په لټه كې وي، كه د راوي مور د ژوند ملګرى نه لري، نو راوي خو يې بايد ولري، كه هماغه كار نه شي كېدى دا خو كېدونى دى.))
د ښاغلي غصنفر په اند د ژوند په لاره كې دا تنهايي د مور يو اصلي درد دى، خو تنها يو خداى ښه دى. غضنفر د دې ټكي په يادونې سره، چې په دنيا كې هرڅه دوه دوه دي، وړاندې وايي: (( مرغان دوه دي، د مازيګر د لمانځه ركعتونه دوه جمع دوه دي، د انسان لاسونه دوه دي، ګلان دوه دي، اوښكې دوې دي او حتى الوتكې هم دوې دي، د دوه عدد د هغې په لا شعور كې پروت دى، دوه بد دي، ځكه چې دوه لاسونه نشته، دوه ښه دي ځكه چې ښځه او خاوند دوه كسه كېږي، د واده په سلسله كې خو په لاسونو باندې د نكريزو اېښودلو دود هم شته، نكرېزې سور رنګ او لاس ورتداعي كوي او سور رنګ د وينې او جګړې رنګ دى او لاسونه خو هغې ته پرې شوي لاسونه ورپه يادوي، ځكه خو د مور د خيالونو په ماڼۍ زلزله ګډېږي، حتى د زوى د واده ښكلې دنيا ته هم جګړې او د هغې نتايجو لاره كړې، مور د زوى د واده تصور ته ادامه وركوي خو د جګړې نتايج يې په تصور كې هم خوشالي ته نه پرېږدي.))
غضنفر خپلې خبرې راټولوي او د كيسې پيغام داسې په ګوته كوي: (( دا كيسه راته وايي، چې آن تر جګړې وروسته د سولې په وختو كې، د ارزوګانو د پوره كېدا او د ګرومونو او عقدو د سپړلو په وخت هم د جنګ د دوران ترخې تجربې او د جګړې تباه كوونكې نتيجې اجازه رانه كړي، چې هاغه عظيم غمونه هېر كړو.))
د كاروان كيسې ځينې نورې ښكلاوې او ځانګړتياوې هم لري، خو اوس پر همدومره خبرو بسنه كوو او هيله ده، چې زموږ ځوان ليكوال د كاروان د كيسو دغو ځانګړنو ته په پام سره او په زړه پورې كيسې راوپنځوي.