برشت د ريالېزم په باره کې

برشت د ريالېزم په باره کې


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ارواښاد اسحاق ننګيال
  • 1005

برتولت برشت آلمانى ډرامه ليکونکى او مترقي شاعر په ادبياتو او تياتر کې د نوي سبک نوښتگر دى، چې په خپله يې په هغه باندې د (( رواپتي تياتر ( اپنيک ) )) نوم ايښى دى. برشت دغه کړنه د ( ډراماتيک تياتر ) په وړاندې طرحه کړه. د برشت په تياتر کې مخاطب اندېښنه ده نه احساسات، برشت، تياتر د حقيقت په چوپړ او د کارگرانو په درنښت کې بولي، چې د ( ټکان ورکولو ) پر ځاى انسانان اند (( فکر کولو )) ته راهڅوي برشت په خپلو ټولو ليکنو او خبرو کې له نوموړې موضوع څخه دفاع وکړه. 
د ريالېزم په باره کې د برشت د ليکنو ټولې مجموعې د هنر او ادبياتو په باره کې د علمي تيورۍ شتمنې زېرمې دي. مگر د دې شتممنۍ لوستو نه يوازې د هنر او ادبياتو په هکله نه محدودېږي. 
لاندينۍ قطعې د ريالېزم په هکله د برشت د ليکنو څرگندوى دي. 
جوله ( شکل ) او محتوا : 
ښاغلى ک يک، د يوه انځور ننداره کوله، چې په هغه کې ځنې شيان د عجيبو شکلونو درلودونکي وو، هغه وويل : (( ځنې هنرمندان په نړۍ ليد کې د ډېرو فيلسوفانو په څېر وي، د شکل په وړاندې کولو سره محتوا له منځه وړي . 
يو وخت مې له يوه بڼوال سره کار کاوه، هغه ما ته د بڼوالۍ يوه قيچي راکړه، تر څو د شمشاد د يوه بوټي ښاخونه تنظيم کړم، دا بوټى په دې لپاره بوټي ته بايد د کرې شکل ورکړى شوى واى، ما په پرله پسې توگه د بوټي د کږو وږو څانگو په غوڅولو پيل وکړ، مگر هر څومره مې چې هلې ځلې وکړې ومې نه شو کولى چې بوټي ته د کرې شکل ورکړم، يو ځل مې له يوې خوا او بل ځل مې له بلې خوا په ډېرې اندازې سره ښاخونه غوڅ کړل، کله چې د کرې شکل رامنځ ته شو کره ډېره کوچنۍ وه، بڼوال په نارضايتۍ سره راته وويل: (( ښه، دا خو شوه کره اما شمشاد چېرې دى؟ )) 
سانسور چې د منتقد په عنوان : 
په مشکل سره کولى شو د هنري طرزونو اغېزمندي وسنجوو . اکثراً ډېر هغه شيان چې په لاس راځي د منلو دي (( هو، لکه همغسې چې دې ليکلي دي، واقعيت لري )) او يا دا چې وايي هنرمند معين جهت د (( غور لاندې )) نيولى دى، اوس غواړم له يوې بريالۍ سنجونې څخه وغږېږم+
له (( سلاتان دودوف )) او له (( هانس آيسلر )) سره مې يو فيلم جوړ کړ، چې په برلين کې يې د وزگارو خلکو زړه دردوونکې وضعه ښودله. نوموړي فيلم د يو څو کوچنيو ځانگړو ټوټو مونتاژو، لومړنۍ ټوټې د يوه وزگار ځوان ځان وژنه ښودله، د سانسور ادارې موږ ته ډېرې ستونزې رامنځ ته کړې او د سانسور چې، د شرکت د وکيلانو او زموږ په گډون يوه غونډه جوړه شنوه معلومه شوه چې سانسور چې ډېر هوښيار سړى دى هغه وويل: (( هېڅوک ستاسو د دې حق څخه منکر نه دى چې يوه ځان وژنه وښيي ځان وژنه منځ ته راځي. تاسو کولى شئ، د يوه وزگار سړي ځان وژنه انځور کړئ . 
داسې خبرې واقعيت لري. ښاغليو! زه داسې دليل نه وينمه چې داسې خبرې دې پټې پاتې شي. 
اما زه ستاسو له خوا د يوه وزگار ځوان د ځان وژنې د ښودنې په دې طرز ايراد لرم، دا ډول طرز د هغو عامه شتمنيو سره چې زه بايد د هغه ملاتړ وکړم سمون نه لري، خواشينى يم، مگر تاسو ته بايد د يوه هنري انتقاد گوته ونيسم )). 
دغو خبرو له موږ سره ټکر وکړ او په ما نادارو سترگو مو ورته وکتل سانسور چې زياته کړه (( هو، تعجب مه کوئ، که تاسو ته ووايم چې ستاسو انځور گظي زما په نظر ډېره انساني نه ده، تاسو يو انسان نه، بلکې يو مثال، هو! يو مثال ښودلى دى. ستاسو وزگار په رښتيني مانا يو سړى، د وينو او غوښو څخه يو جوړ انسان، له نورو انسانانو څخه ځانگړى، له ځانگړو اندېښنو، له ځانگړو خوشاليو او بلاخره پر خپل برخليک پورې اړوند يو څوک نه دى. هغه مو ډېر سطحي ښودلى دى. ما وبښئ چې ستاسو هنرمندانو په وړاندې داسې ترخې کړنې په کاروم، هغه څه چې د دې وزگار ځوان په هکله وينو ناڅيز دي. د دې طرز پايلې سياسي ماهيت لري او ما اړباسي چې ستاسو د فيلم په هلکه د نظر د څرگندولو څخه ډډه وکړم، ستاسو فيلم د دې څرگندوى دى چې ځان وژنه د مثال په وړاندې کولو سره ښيي. نه د يوه زيان په عنوان چې هغه (( ناروغ )) انسان له هغه سره مخامخ دى، بلکې د يوې طبقې د عمومي برخليک په عنوان! دا سودا موضوع لري چې ټولنه ځوان انسانان د کار له امکاناتو څخه په محرومولو سره ځان وژنې ته اړباسي او تاسو په دې اشارې سره چې وزگارو ته د بدلونونو د منځته راوړولو لپاره څه توصيې لري ډډه نه ده کړې، نه ښاغليو تاسو د هنرمند په عنوان چلند نه دى کړىو اقلاً ستاسو په فيلم کې هېڅ څيز نشته ستاسو هدف د يوه انسان د ټکان ورکوونکي برخليک انځور گري نه ده. که داسې واى هيچا نه شو کولى ستاسو خنډ شي . )) 
موږ خپله روحيه له لاسه ورکړې وه او دا بوږنوونکى احساس مو درلود چې زموږ ورغوى يې کتلى دى. 
آيسلر په خواشينۍ سره خپلې عينکې پاکې کړې او دو دوف له ناراحتۍ څخه بېخي تريو شوى و زه راپاڅېدم او له دې سره، سره چې د څه ويول لپاره يې زړه څه نه غوښتل، په خبرو مې پيل وکړ، زه په خپلو خبرو کې له بې حقيقتي سره کلک وفادار پاتې شوم. 
هغه ځانگړي مشخصات چې وزگار ځوان ته مو ټاکلي وو په گوته مې کړل مثلاً مخکې له دې څخه چې هغه ځان له کړکۍ راوغورځوي خپل لاسي ساعت له لاس څخه وباسي. ما ادعا وکړه چې همدغه انساني حرکت به يوازې د صحنې محور ټاکي . 
ومې ويل مونږ نور وزگاران هم ښودلي دي، چې ځانونه نه وژني، هغه هم څلور زره تنه (( زموږ د يوه سپورتي کلب له غړيو څخه فيلم اخيستى وه ). 
ما د دې ناحق تومت په وړاندې چې گواکې هنرمندانه عمل مو نه دى کړى مخالفت وکړ او د فيلم د مخنيوي پر ضد مو د يوه مطبوعاتي ډگر د پر مخ بيولو لپاره اشاره وکړه، د شرم له احساسولو څخه پرته مې ادعا وکړه چې په هنري شرافت مو توهين شوى دى. سانسور چې د فيلم د جزئياتو له څرگندولو څخه ډډه ونکړه، زموږ وکيلان په حيرانتيا سره د دې شاهدان وو چې په ټوله مانا عيار شوى هنري بحث پر مخ اچول شوى دى. 
سانسور چې تاکيد کاوه چې موم ځان وژنې ته بالکل بېگله ييز خصلت ورکړى دى. 
هغه د يو ډول (( ماشيني ډوله )) اصطلاح څخه گټه اخيستله د ودوف راپور ته شو او په جديت سره يې د ډاکټر د نظر غوښتلو هيله وکړه، هغه وويل يو ډاکټر به څرگنده کړې چې داسې اعمال اغلباً (( ماشين ډوله )) نظرونو ته ورته وي. سانسور چې سر وخوځاوه او ځواب يې ورکړ. 
(( ممکنه ده، مگر تاسو بايد اعتراف وکړئ، چې ستاسو د ځآن وژنې انځورگري له هر ډول ټ:ان ورکوونکي عنصر څخه خالي ده. د دې فيلم ليدونکي ، اصلاً دا تمايل نه شي حسولى چې د دې ځان وژنې مخنيوى وکړي، مگر که چېرې ستاسو انځور گري هنرمندانه او په انساني لحاظ د ترحم لرونکى واى، بايد همداسې شو واى . لويه خدايه! دا هنرمند داسې رفترا کويو چې گواکې وښيي چې په څه ډول د بادرنگ څخه پوټکى تر لاسه کوي؟ ! )) 
په زحمت سره مې وکولى شو چې د فلم د خپرولو اجازه واخلم کله چې مې اداره ترک کړه د سانسور چې په هوښيارتيا او ذکاوت مې اعتراف وکړ هغه زموږ له دېرو خير غوښتونکو منتقداتو څخه زيات په ژوره توگه زموږ د هنري مقصدونو په جوهر باندې پوهېدلى و هغه حتماً د ريالېزم په باب مطالعه درلودله. 
د مترقي ادبياتو په باره کې تېزسونه : 
د ليکنو له لارې ، مبارزه وکړه! 
وښيه چې مبارزه کوې !  
اى غښتليه ريالېزمه! واقعيت ستا پلو دى، ته هم د واقعيت پلوي اوسه! پرېږده چې ژوند خبرې وکړي ! 
ژوند مه مسخه کوه! پوه شه غولوونکي نه پرېږدې چې ژوند خبرې وکړي! اما ته کولى شې ته بايد همداسې وکړې، داسې برخې وټاکې کله چې واقعيت انکار وکړي، له ياده اېستلو ته يې راوکاږي او لوى شي، په دې پړسېدلي صورت منگولې کشې کړه! 
د خبرو کولو پر ځاى پر خبرو کولو انتقاد وکړه! پرېږده چې په خبرو دې انتقاد وکړي ! 
ستا دليل ژوندى او عمل کوونکى انسان او د هغه ژوند دى، په همدې ډول چې دى مه وېرېږه، ژوندى دې وي حقيقت! که چېرې ستا نتيجه اخيستې او پېشنهادونه سم وي نو بايد وکولى شې، چې په واقعيت کې پټ تضادونه تحمل کړې، ستونزې د هغه په وېروونکي وجود کې وپلتې او هغه په کاملاً علني توگه تر سره کړې. 
هر څه چې دې له واکه کېږي، ويې وکړه، تر څو د خپلې طبقې هدف چې د ټول بشريت په گټه دى پر مخ بوزي، مگر هېڅ شى په دې علت چې د نتيجه گيريو، پېشنهادونو او هيلو سره مطابقت نه لري پټ مه پرېږده. 
بهتره ده د خپلو نتيجه اخيستنو څخه په هغو خاصو برخو کې سترگې پټې کړې نه له حقيقت څخه، مگر په دې برخه کې هم تينگار وکړه، چې هغه ستونزې چې ته يې د هغه په وېروونکي کليت کې څرگندوې کولى شي. برياليتوب تر لاسه کړې . کله چې ته لوستونکى مبارزې ته راهڅوې نور نو يوازې نه يې چې مبارزه کوې، هغه هم له تا سره يو ځاى جنگېږي ، يوازې ته نه يې چې لاره پيداکوې، هغه هم لاره پلټي .