دمکې معظمې دښارپه څنډه کې نوی مکتب جوړشوی ؤ.دمکتب په ميدانۍ کې لويې، لويې رنګينې کېږدۍ لګيدلې وې،اودمېلمستيالپاره تياری نيول شوی ؤ.دمکتب شاوخوادشاګردانوګڼه ګوڼه وه.شاګردانودخوشحالۍټوپونه وهل.په دې مکتب کې ددوی دالومړنۍ ورځ وه اودوی ټول تازه تازه په مکتب کې شامل شوي وو.مکتب هم همدانن پرانستل کېده.افغان مسافرپه چونه، ګچواوسمټوخړې جامې اغوستې وې اوپه شونډوکې موسک ؤ.دمکتب هردېوال هرې دروازې ته يې کتل.دکتلوپه وخت کې به دومره ځير ؤچې آن سترګې به يې هم نه رپولې.دمکتب ېوې کوټې ته ننوت.دکوټې کړکۍ يې خلاصې کړې.په کوټه کې نری شمال ولګېده.افغان مسافرشمال زړه ته تېرکړ.
په کوټه کې دلمروړانګې ولګېدې اوورسره جوخته يوه توتکۍ هم راننوته.توتکۍ غچ غچ وکړاوافغان مسافر توتکۍ ته سترګې ورپورته کړې.ورته ويې ويل:
توتکۍستړې مه شې.مسافرله کوټې راووت.دمکتب په ميدانۍ کې يوڅولويې لويې تيږې پرتې وې.مسافرلستوڼي وروغړل اودتيږوپه رغړولويې پيل وکړ.تيږې يې ورغړولې.پروروستۍتيږه يې دورغوي يوڅوتڼاکې ماتې شوې .دزېړبخونووينوخاپونه يې له تيږې سره يوځای ورغړېدل.مسافرساه واخيسته اوخپل ورغوی يې سترګوته ونيو.ورغوی يې په وينوسورؤ.دلمريوه شوخه شغله دمکتب دتاداوپه لويه تيږه لګېده.مسافرپه وينولوندورغوی دهمدې لوې تيږې پرټټرداسې کېښودلکه په تاوده تناره چې څوک ډوډۍوتپې.دورغوي وينې يې دمکتب دتاداوپرلويې تيږې پاتې شوې.دميدانۍله رنګينوکېږديويوچامسافرته ورغږکړ.مسافرله موسکاسره يوځای په متينوقدمونودکېږديوخواته ورغی .يوه مشرعرب چې چلتاريې ترسرتړلی اوترپوندوپورې اوږدې،سپينيې اوازادې جامې يې اغوستې وې په لاس کې رنګين څټک نيولی ؤ.کله چې مسافرعرب ته رانږدې شونوخپل خړلاس يې دکميس په لمنه پاک کړ.عرب موسک ؤمسافرته يې لاس ورکړ.مسافرهم لاس ورکړاوله يوه بل سره يې روغبړوکړ.ترروغبړوروسته عرب هغه رنګين څټک وروړاندې کړاودکېږدۍ ترڅنګ ونې ته يې اشاره وکړه.مسافردونې خواته ورغی اوله ونې يې رنګينې پردې اخواکړې.بسم الله يې وويله اوپه منظم اندازيې اووه ځله له ونې راځوړندزنګ وواهه.په شاوخواغرونو او غونډيو کې دزنګ ازانګه خوره شوه .شاګردانوچکچکې وکړې.دزنګ آزانګه لاناسته نه وه چې دمسافرپه جېب کې تيلفون زنګ وواهه. افغان مسافرله جېب نه تيلفون راويست اوسترګوته يې ونيوه.موسک شواوپه لوړغږيې له ځان سره وويل اوهوسباوون زوی مې دی ! .
:-سلام عليکم سباوونه زويه څه حال دی؟سباوون په تيلفون کې يودم په ژړاشو
.په ژړا يې وويل پلاره............ واپلاره ......
پلاريې له ځان سره په ژړغوني غږوويل :اوه خدايه چې دابه څه پېښه وي.په لوړغږيې وويل:سباوونه زويه څه خبره ده؟داڅه پېښه ده څوک خوبه مړه نه وي.سباوون ژړل.مسافرپه ژړاچيغه کړه :ته خوووايه څه خبره ده ولې ژاړې؟ له دې سره جوخت دسباوون تيلفون بندشو.مسافردکعبې شريفې په لورې منډه واخيسته.دمکتب له ميدانۍ نه خلکو چيغې پرې وکړې :اې چيرته منډې وهې راوګرځه راوګرځه.مسافرهماغسې منډه اخيستې وه.شېبه وروسته دکعبې شريفې خواته نږدې شو.لاسونه يې دعاته لپه کړل.دعايې په ژړااوسلګوکې ترې ورکېده.دورغوي پرتڼاکويې اوښکې راڅڅيدې.کله چې دکعبې شريفې ترڅنګ دزيارت کوونکوورپام شونوپه مسافرکې يې سترګې وګنډلې.مسافرد کعبې له ديوال سره ودريده اوديوال يې دخپلواوښکوپرده پوښ کړ.تردعاوروسته دخپل دمه ځای په خواروان شو.کله چې دمه ځای ته رانږدې شونوآينه يې له جېب وروايسته ،خپل مخ اوسترګې يې پکې وکتل.سترګې يې له اوښکونه دکميس په لمنه پاکې کړې.کله چې دمسافرودېرې ته راننوت سلام يې واچاوه.دسلام په وروستۍبرخه کې غرېوونيوخوپه زړه يې زورراوړاوويې نه ژړل.دسفرملګروپه تلويزيون کې سترګې ګنډلې وې.دمسافرسلام يې اداکړاوبېرته يې په تلويزيون کې سترګې وګنډلې.په تلويزيون کې يې دافغانستان تصويرونه ښودل.دکلي په لمن کې يوسوځېدلى مکتب ښکاري.کليوال اوشاګردان دسويوکتابونواوسيپاروپاڼې راټولوي.کله چې دسيپاروپاڼې ومومي نوښکل يې کړي ،په ټنډه اوسترګويې وموښي،سرونه وښوروي اوغوږونه دتوبې له ويلوسره ونيسي.ددوی په سترګوکې اوښکې ښکاري.مسافرلاناست نه دی اوپه ولاړودتلويزيون پرسکرين تصويرونه ګوري.ناڅاپه يې چيغه کړه .اوه خدايه داخويې زموږدکلي مکتب سوځولی دی.هغه دی زما سباوون دسوي ټولګي ترڅنګه ولاړدی ،دتيلفون پرتڼۍګوتې وهي اوژاړي.