ژر بښنه وکړئ

ژر بښنه وکړئ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ژباړن: حسیب الرحمن نورمل
  • 1192

په بښنه څه له لاسه نه ورکوئ بلکې تر لاسه کوئ یې.(ارد بزرګ)

حسد او کینه هغه څه دي چې ژوند مو تریخوي، له ګڼو ستونزو او کړوانو سره مو مخ کوئ، خدای(ج) هغه کسان خوښوي کوم چې له خلکو سره د بدو په بدله کې ښېګڼې کوي. که تل په غوسه، کینه کښ او تند وئ نو ژوند مو په خپله د بربادۍ لور ته بایی او په لوی لاس ځان ستونزو او بدمرغیو ته ورکوئ.
تل پر خدای(ج) باور ولرئ، هېڅکله خپلې هېلې له لاسه مه ورکوئ که څوک مو حق ترپښو لاندې کوي نو له خدای(ج) نه د عدالت غوښتنه وکړئ نه دا چې له دوي سره دښمنۍ اعلان کړئ. ځینې چې چا ته خپل حق یا یو څه بښئ نو په حقیقت له خپل ځان سره ښه کوئ. 
کله چې څوک درسره زور زیاتي کوي او یا درته زیان رسوي او یا مو پر حق خیټه اچوي نو دا جملې له ځان سره تکرار کړئ. 
-    نه غواړم خدای(ج) خفه کړم. 
-    نه غواړم په غوسه شم ځکه غوسه د شیطان خاصیت دی. 
-    نه غواړم چې د خوښۍ کلي مي د بل په لاس کې وي. 
-    نه غواړم چې نور مې پر احساساتو لوبې وکړي. 
-    نه غواړم چې بدمرغه شم. 
-    او داسې نور... 
کینه او حسد اسیدو ته ورته دي چې هرڅه له منځه وړي(...)
که تاسو تل په غوسه وئ نو زړه مو تل پر هغو کسانو تشوئ چې هغوئ هېڅ ګناه نه لري مثلا: که تاسو له کوره بهر له چا سره شخړه وکړئ او هغوي ونه بښئ او بیا کورته راستانه شئ نو ډک زړه مو د کور په غړو لکه مېرمن، ورور، خور او یا پر اولادونو تشوئ چې دا کړنه مو د کورنۍ د خفګان سبب کیږي. واقعا بده ده چې زیان نورو درسولی وي او قصور یې له بل اخلئ که تاسو له قصور او بدلې لاس واخلئ خدای(ج) د هغه زیان په بدل کې اجر درکوي. 
بښنه کول د هوسا ژوند ستر راز دی که تاسو تل بښنه وکړئ نو لومړی به مو خدای(ج) دویم به مو خپل ځان او درېیم به مو نور شاو خوا کسان خوشاله کړي وي کله چې مو خدای(ج)، ځان او نور خوشاله کړل نو تر ټولو خوښ، هوسا او له بریاوو ډک ژوند به ولرئ. هر څوک چې درته زیان رسوي ژر یې وبښئ هغه څوک چې ژر بښنه کوي هغوي تر ټولو پیاوړي او بریالي خلک دي پیاوړي خلک هوسا ژوند لري او د ژوند په ټولو چارو کې بریالي وي. 
که په بښنه څوک کوچني کېدای شوای نو خدای(ج) به اوس دومره ستر ذات نه و.(ستاتوس)