نیابتي جګړې (Proxy Warfare) تر ټولو په ساده او اسانه ژبه داسې پېژندلی شو؛ که یوشخص، ډله ، سیاسي جریان یا مذهبي پوړ دیوه پردي هېواد د مخامخ یا نا مخامخ ګټو د خوندي کولو لهپاره په خپل یا کوم بل درېیم هېواد کې جنګول کېږي، په حقیقت کې د ګټو د خاوند هېواد په استازولي «نیابت» جګړه کوي، همدې جګړې ته استازندویه یا نیابتي جګړه وايي. موږ په دې لیکنه کې د نیابتي جګړې پر هراړخیزه پېژندنه کار نه لرو، یوازې یې له ټولنپوهنیز پلوه، هغه اړخونه پلټو چې د داسې جګړو لهپاره انګېزه را منځ ته کوي او تر ډېره بریده په افغانستان کې د نیابتي جګړو دوام ته لاره هواروي.
نیابتي جګړې د انګېزې له مخې د استخدام لاندې بنسټونه درلودلای شي؛
• که له یوې جغرافیې څخه په تاریخي، قومي، دیني یا هویتي دلایلو یوه برخه خلک د بېلتون غوښتنې داعیه ولري او ګاونډي یا لېرې پراته ځواکونه له خپلې جغرافیې سره د یوځای کولو یا نورو ګټو په دلیل د دغې برخې خلکو یا سیاستوالو ملاتړ کوي.
• پیاوړي استخباراتي جوړښتونه یو شمېر شخصیتونه یا سیاسي بهیرونه د استخباراتي تکتیکونو په مرسته استخداموي او په کور دننه یې له خپلو نظامونو او ولسونو سره په جګړه اړوي. دغه شمېر خلک یا سیاسي بهیرونه له شخصیتي پلوه یرغمل (Blackmail) کېږي، یا یې کورنۍ یا یې شتمني او یا یې هم سیاسي حیثیت و پرستیژ یرغمل کېږي او په بدل کې یې دوی په کور دننه جګړې ته اړ ایستل کېږي.
• تر ټولو مشهور ډول انګېزه مذهبي او دیني انګېزه ده، ګڼ هېوادونه مذهبي لږه کي یا هم د ځانګړي مذهبي فکر خاوندې ډلې استخداموي او د دوی له ایډیولوژیکو احساساتو څخه ګټه پورته کوي چې د دوی د ګټو لهپاره په خپل مورني هېواد یا کومه بله سیمه کې وجنګ چې.
د جګړې لهپاره د انګېزې له پلوه، څومره چې په یوه هېواد کې له مرکزه تېښته پیاوړې ک چې، هماغومره سیالو هېوادونوته اسانه ده چې ډلې او اشخاص په کې د نیابتي جګړې لهپاره استخدام شي.
په افغانستان کې د نیابتي جګړو لهپاره لاندینیو ستونزو لاره هواره کړې ده؛
• ترټولو ستره، پراخه او اوږدمهاله کډوالي؛ په نړۍ کې افغانستان تر ټولو د لوړې شمېرې کډوالۍ خاوند هېواد دی. لاهم له پینځو تر شپږ و میلیونو افغانان په دوو ګاونډیو هېواونو او شاوخوا یومیلیون نور په ټوله نړۍ کې تیت پرک دي.
لویه برخه نیابتي جګړه دوه هغه ګاونډي پرمخ وړي چې په میلیونونو کډوال افغانان په کې ژوند کوي. له دغه شمېر کډوالو څخه یوه لویه برخه د خپلو کورنیو، شتمنیو او حیثیتي ارزښتونو د ساتلو او همدا راز اقتصادي لاملونو پربنسټ د نیابتي جګړو لهپاره په خورا ارزانه او اسانه توګه استخدامېږي.
• افغانستان په اوږدې جګړې کې خپلې اقتصادي سرچینې له لاسه ورکړې دي، د هستوګنې لهپاره د ملي پلان نشت د مسکن ستونزه را منځ ته کړې ده، د ټولنیزو خدماتو نیم ونیمکله شتون یوازې ترښارونو رامحدود شوی دی، په دې توګه کلي له ښارونو څخه بېل دي . کلي لاهم له پراخ محدودیت څخه ځور چې او ښارونه د ګڼ نفوس او ناسم ژوند چاپېریال له کبله د بشري ناورین تر بریده له ګډوډۍ سره مخامخ دي. له همدې امله ګاونډيان له دغه پراخ او اوږدمهالي محرومیت څخه د نیابتي جګړې د استخدام لهپاره ګټه پورته کوي.
• له بده مرغه اوږدمهالیو کډوالیو، یوشمېر افغانان د کډوالۍ په مرستو روږدي کړي دي. مهاجرتي ځیرې «رېشن Ration » خلک له تولیدي هڅو سره بېګانه کړي دي. د رېشن مانا ځيره یا هغه خیرات دی چې یوازې د ژوندي پاتېدا لهپاره مجبورو خلکو ته ورکول ک چې. په اروپا کې دې ډول مرستو ته «سوسیال» وايي. رېشن یا د کډوالۍ ځيرې ځینې افغانان لټ، له تولیدي فعالیت سره نا اشنا او تر یوه بریده تیارخواره اموخته کړل. تر درېیو لسیزو ډېرې مودې دغه وضعیت یو ډول فکر عمومي کړی چې ګواکې په افغانستان کې د موسسو «انجیوګانو» له مرستو، د ګاونډیو له خیرات او باد راوړیو پیسو پرته ګوزاره نه ک چې، دغه ګومان، ان په لوړ کچ سیاستوال روږدي کړي وو او په ملي کچ هر فعالیت ته به یې له پردیو څخه پیسې غوښتې. دې چارې پر خپلو سرچینو او امکاناتو باور له منځه وړی دی، له همدې کبله د مرستې او پيسو په وړاندې د نیابتي جګړې لهپاره استخدام خورا اسانه کړی دی.
• ایډیولوژیک بحران؛ د نیابتي جګړو تر ټولو لویه انګېزه ایډیولوژیکه او اعتقادي ده. له بده مرغه زموږ دوه ګاونډي چې په افغانستان کې د جګړې لوی لوبغاړي دي د تسنُن «سني باورونو ګڼ شمېر ډلې» له یوې خوا او د تشیع «شیعه ډلې» له بلې خوا په شا ټپوي، د ایډیولوژیکې جغرافیې همدا موقعیت په خپله د افغانستان جغرافیه د نیابتي جګړې په تبۍ اړولې ده. سعودي عربستان هم په دې برخه کې تر ستوني ښکېل دی او د پاکستان په ملاتړ د څو ډوله سُني ډلو په وسلوال ملاتړ بوخت دي، د دوی په وړاندې ایران نه یوازې په افغانستان کې دننه د تشیع په نیابتي ښکېلتیا بوخت دی چې له ځینو افغاني شیعه ډلو څخه په عراق او سوریه کې هم ګټه اخلي.
ګاونډيو په تېرو څلوېښتو کلونو کې د یوشمېر افغانانو عقیدوي ارواپوهنه مطالعه کړې ده او اوس د تخصص تر بريده په دې پوه چې چې څنګه دځینو خوار و او نالوستیو افغانانو لهپاره د افغانستان نظامونه «کافر» او «بېدینه» معرفي کړي او د نیابتي جګړې اور په همدې نامه په غړغړو وساتي.
• قومي، ژبنۍ، فکري او نورې انګېزې هم کمزورې نه دي چې پر بنسټ يې ګاونډیان او د نړۍ نور هېوادونه په افغانستان کې جګړه د خپلو موخو او ګټو لهپاره روانه وساتي.
د نیابتي جګړو په بدل کې ګاونډیان او نور هېوادونه څه غواړي؟
افغانستان لوی سټراټېژیک اهمیت لري، د همدې اهمیت له مخې ګاونډيان غواړي دلته د پښې ځای ولري. د افغانستان خورا ګرانبیه کاني زېرمې، روانې اوبه، مهم موقعیت «د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او منځني ختیځ ترمنځ د وصل د کړۍ په توګه» د ګاونډیانو، سیمهیزو ځواکونو او ان نړیوالو قدرتونو لهپاره د یوه سیاسي هدف په توګه ښکاري. افغانستان له یوه ګاونډي سره د ځمکې تاریخي دعوه لري او بل ګاونډی له افغاني اوبو پرته له تندې مري.
ایران ځان د منځني ختیځ او شيعه اسلامي نړۍ لارښوو هژمونیک ځواک ګڼي او په افغانستان کې خپل نفوذ له دې اړخه خپل حق ګڼي چې دا هېواد د منځني ختیځ ختیزه دروازه او د تشیع لږه کي خاوند هېواد دی. پاکستان د جنوبي اسیا د پوځي ـ اقتصادي هژموني دعوادار دی او د پخوانۍ شوروي خپلواک شوي جمهوریتونه «په تېره بیا روسیه» افغانستان ته د جنوب له خوا د امنیتي دروازې په سترګه ګوري. لوېديز ځواکونه هم په ټوله اسیا کې د خپل حضور تر ټولو سټراټېژیک ګودر افغانستان ګڼي او سعودي عربستان له ایران سره د سیالۍ ډګر په افغانستان کې لټوي. دا ټول د نیابتي جګړې اهداف دي؛ نو په افغانستان کې هره وراني، هره چاودنه ، هره قومي یا مذهبي شخړه او هره وژنه له همدې سیالیو څخه ریښه اخلي.
زموږ ستونزه دا ده چې د ټيټ سیاسي او ملي شعور له امله تر نورو هېوادونو او ملتونوپه اسانه د نیابتي جګړې ښکار شوي یواو په دې توګه ګاونډیان او نور نړیوالو ځواکونه دلته په ډېره کمه بیه او اسانه تکتیکونو خپله جګړه پرمخ وړي.
څه باید وکړو؟
تر هر څه وړاندې باید له مرکز څخه د تېښتې ځواک له منځه یوسو. له مرکزه تېښته د فزیک یو قانون دی، مانا په هسته کې باید د جاذبې ځواک زیات شي. هسته افغانستان او افغان دی. موږ یوې دورې داسې هلو ځلو ته اړتیا لرو چې د ملي پالنې شعور عام شي. حُب الوطن د یوه رواني تمرین په توګه باید په نویو نسلونو کې په داسې یوه ارزښت بدل شي چې هېڅ بله انګېزه یې ځای ونه شي نیولای.
د انګېزې له مخې د زاړه او نوي نسل ترمنځ توپیر شته، زوړ نسل د ګاونډیو تر احسان لاندې دی، هلته یې ژوند کړی «په اصطلاح د هغوی نمک یې څکلی» هلته یې رېشن خوړلی او د هغوی مېلمه پالنه(!) یې په یاد ده، خو نوی نسل که تر شعوري ویښتیا وروسته مدیریت شي، د ګاونډیو د ظالمانه سیاستونو او لاسوهنو ګڼې عقدې له ځانه سره لري، په دې توګه به ګاونډیو ته سخته وي چې په نوي نسل کې هم د نیابتي جګړې لهپاره سرتېري استخدام کړي.
په ځوان نسل کې یوازې هغه شمېر ناخبره زلمي کډوال له ګواښ سره مخامخ دي چې د دواړو ګاونډیو په مذهبي مدرسویا ایډیولوژیکو مرکزونو کې را ستر شوي دي. دوی د دواړو ګاونډیو له خوا د ژوندیو او خوځنده بمونو په توګه هر ځای د چاودنې لهپاره چمتو دي.
د نیابتي جګړې د پای ته رسولو لهپاره لومړۍ هڅه دا ده چې د افغانستان جاذبه زیاته شي. ځوان نسل ته باید د افغانستان بالقوه اقتصادي ظرفیتونه ور وپېژنو، باید ځوان نسل ډاډه کړو چې افغانستان د نړۍ تر ټولو بډای هېواد دی.
په ځوان نسل کې پر رېشن، سوسیال، اینجويي مرستو او تیارو خوړو باندې اتکا کمه کړو، په ملي کچ د ولسي اشرونو او تحرک په وسیله پر ځان بسیاینه وروزل شي. را روان نسل باید باور ولري چې؛
کس نخارد پُشت من
جز ناخن انگشت من
د ځمکې مدیریت باید دې ته لاره هواره کړي چې راستنېدونکي کډوال د سرپناه درلودلو ډاډ ولري.
د افغانستان د شته اقتصادي سرچینو تنظیم او دنویو هغو را منځ ته کول، کړای شي د لوبې د مرکز «افغان او افغانستان» جاذبه زیاته کړي.
له سیاسي ډیپلوماټیک پلوه د نیابتي جګړې هغه لوري چې په نړیوال کچ تر نورو پیاوړي دي او په سیمه کې یې سټراټېژیک اهداف د افغانستان په ګټه وي «يا لږ تر لږه په تاوان یې نه وي» باید د نورو کمزورو په وړاندې را ملګري شي. د همدوی له امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې کړای شو د نورو ګڼو اړخونو لاس له افغانستانه لنډ کړو.
د کډوالو راستنول باید د ملي لومړیتوب په توګه ـ له خپلو ټولو ستونزو سره سره ـ د جدي هڅو په منځي «محراق» کې وي. موږ تر هغو له نیابتي جګړې نهشو خلاصیدای چې په دوو ګاونډیو هېوادونوکې مېشت کډوال ټول یا لویه برخه بېرته را و نه غواړو.
د کلیوالو اقتصادي ظرفیتونو فعالول او کلیو ته د عامه خدماتو رسول، د ښاري ژوند تنظیم او د نویو ښارګوټیو دولتي پلان جوړونه، د روانو اوبو د سم مدیریت پر بنسټ د دښتي، ډاګي او شاړو زمکو ابادول د دې هڅې بله برخه وګڼئ.
د ایډیولوژیکې انګیزې د پای ته رسولو لهپاره د پراخو فرهنګي هڅو لهپاره اړتیا شته. موږ باید ټول افغانان په دې باوري کړو چې په افغانستان کې د هر مذهب پلویان خپل ژوند کولای شي، پرته له دې چې یو له بل سره په شخړو واوړي.
تر دولتي مدیریت لاندې د دیني مدرسو جوړول، په ښوونځیو کې د حُب الوطن نصاب پیاوړي کول او له ټولو اطلاعاتي او فرهنګي وسیلو او رسنیو څخه د ملي روحیې او شعور د کچ د لوړولو لهپاره هراړخیزه ګټه اخیستنه کړای شي افغانستان له اوږدمهالې او پېچلې نیابتي جګړې وژغوري.
سرخط ورځپاڼه