د ولسمشر غني مجبوریتونه,هغه ګیر دی، که ځان ګیروي؟

د ولسمشر غني مجبوریتونه,هغه ګیر دی، که ځان ګیروي؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سرخط ورځپاڼه
  • 1248

ولسمشر غني هر ځل ځان ته خپله کوهي کني. ده او څو محدودو دولتي متعلقینو یې د دولت د تصاحب په اوایلو کې پر جنګسالارانو ورودانګل، هغوی یې له پښو و نه غورځول، هغوی یې محکمو ته نه‌کړل، هغوی یې لا راببر کړل او چې څه وخت ووت، نو بیا پکول پر سر د هغوی کورونو ته اختر مبارکیو ته ور روان و، کله به د پغمان په غونډۍ د سیاف مېوه دانۍ ته ناست و، کله به یې الماس زاهد ته خوله جینګه نیولې وه. 
د افغانانو په منځ کې یو تاریخي اصل دی، وايي ډبره چې له ځایه نه‌شې جګولای، ښکل یې کړه او پر ځای یې کېږده.
ولسمشر هره ورځ په ډېر عصبانیت او ډېر جدیت له یوه خطرناک شخص سره غېږه نیسي، له یو مهم دېوال سره سر وهي، خو ډېر ژر بیا په هر میدان راچپه وي.
د استقلال د ورځې په وړمې ورځې جشن کې د لومړي ځل له‌پاره ولسي رنګونه تازه وو، د دې لامل دا دی چې دا جشن د دولت په نسبت خلکو ډېر د ځان متعلق وګاڼه او خلکو په‌کې ونډه واخیسته. 
د استقلال له جشن سره د شاه امان الله قهرماني هم تړلې او دا قهرماني څه مهال وړاندې دوه ځله په ډېره سازماندهي بڼه وننګول شوه.
یو پلا د جمیعت اصلاح د مذهبي سیاسي خپاش جریان له خوا چې مخکښ یې ملا صبور هغه په بې‌دینۍ متهم کړ او د هغه سپکاوی یې وکړ او دویم ځل هله چې د کوهدامن یو تعداد مغرضو اشخاصو وغوښتل چې د امان الله خان د زمانې او نظام دښمن حبیب الله کلکاني د بیا تدفین، خښولو او نمانځلو له‌پاره د ولسمشر فرمان واخلي او هغه له توره تونله د قهرمانانو ليسټ ته راولي.
ملي ګرایانه وګړو او پر افغانستان مینو ارمانجنو په وړمې ورځې جشن سره هغوی ته چې د شاه امان الله او استقلال په اړه په ابهام او شک کې دي، د شانداره جشن په دایرولو او نمانځلو یو اخلاقي او ایمانداره ځواب ورکړ، دا د ملت له ادرس څخه یوازېنی ملي لامثاله تحرک و، خو د جشن په لوی بنر د قهرمانانو او حاکمانو په کتار کې د کلکاني عکس ټومبلو همدا ایمانداره جشن جوړوونکي او د شاه امان الله ملي ملاتړي په ځان پورې حیران کړل.
بحث د ولسمشر د مجبوریتونو دی، دا جشن د ارګ تر مستقیم نظارت لاندې جوړ شو، کله هم د ملا عمر او کلکاني په منځ کې خلک په توپیر قایل شوي نه‌دي او دولتونه چې هرڅومره کمزوري هم وو، خو په دې مسایلو کې حساس وو.
نن د ولسمشر غني په حکومت او پلویانو څه وشول چې د غدار او قهرمان تر منځ یې فرق نه کېږي، څه مجبوري ده چې غل او د کور څښتن دواړو ته په یوه درجه قایل دي؟ ایا د ولسمشر د دفتر او تشریفاتو څانکې په دې مراسمو او تدویر ځای نظارت نه ‌درلود؟
بله پوښتنه دا ده چې ولسمشر غني د جشن په وینا کې د استقلال په اړه ډېر څه وویل، خو د شاه امان الله نوم یې یو یا دوه ځله ډېر پیکه یاد کړ.
علت څه کېدای شي، علت دا دی چې ولسمشر هر وخت ویلي؛ مره مصادف نسازید. 
ولسمشر که نن د هېواد د لومړي سړي په توګه امان الله خان په لوړ نوم او اعزاز سره بیا بیا د سرلاري په توګه یاد کړی وای، مالومداره ده چې همدلته به یې د مجبورۍ په حکومتدارۍ کې د سقاو د زوی د قهرمانۍ فرمان هم لاسلیک کاوه، ځکه چې یو تعداد جنګسالاران له هماغه فرمان سره د ده په شاو خوا راټول دي او دی ورسره محاصره دی، خو افسوس چې د یو ولسمشر موقف باید دومره په وېره کې او متزلزل نه وي.
دا خبره ډېره سولېدلې چې بیا بیا د ملي وحدت د حکومت په تفاهم‌نامه خبرې وشي، خو دومره یادول یې په‌کار دي چې د دې کاواکه سفر بار هماغه وخت کوږ وتړل شو. ولسمشر غني د یو تعداد جنګسالارانو له ملامتۍ و نه ووت او له یو تعداد جنګسالارانو څخه خلاص نه‌شو.
نیم په تفاهم‌نامه کې لکه د ورور کونډې ورباندې وتپل شول او نیم نور یې په خپل رغبت ځان ته انتخاب کړل، اما په ټوله کې د دې دواړو طبقو دولتي جنګسالارانو لاره یوه ده. 
نن ولسمشر ضیا مسعود ته د خپل غلط انتخاب په سبب د وطن په بیه پاداش ورکوي. ضیا مسعود د کلکاني د قهرمانۍ پلوی دی، د ټلوالې او جمیعت د نازدانه برخه وړي، په ولسمشر یې له هغه سره د سازش احسان بار دی، خو فساد یې بیا تر دې سرحده دی چې کله زرې موټر په الوتکو کې راوړي او کله د مارغانو عرب ښکاریان په فراه او هرات کې ګرځوي او سلطاني غرونه ورته ډالۍ کوي.
ولسمشر غني هر ځل ځان ته خپله کوهي کني. ده او څو محدودو دولتي متعلقینو یې د دولت د تصاحب په اوایلو کې پر جنګسالارانو ورودانګل، هغوی یې له پښو و نه غورځول، هغوی یې محکمو ته نه‌کړل، هغوی یې لا راببر کړل او چې څه وخت ووت، نو بیا پکول پر سر د هغوی کورونو ته اختر مبارکیو ته ور روان و، کله به د پغمان په غونډۍ د سیاف مېوه دانۍ ته ناست و، کله به یې الماس زاهد ته خوله جینګه نیولې وه. 
د افغانانو په منځ کې یو تاریخي اصل دی، وايي ډبره چې له ځایه نه‌شې جګولای، ښکل یې کړه او پر ځای یې کېږده.
ولسمشر هره ورځ په ډېر عصبانیت او ډېر جدیت له یوه خطرناک شخص سره غېږه نیسي، له یو مهم دېوال سره سر وهي، خو ډېر ژر بیا په هر میدان راچپه وي. 
ولسمشر خپل تدریجي مسیر هېر کړی دی، یو کار چې پیل کړي، تر پایه یې باید وپالي او نتېجه یې راوباسي، یو غږ یې چې جګ کړ بیا دې يې تعقیب کړي او تر هغه دې پر شا نه راځي چې د ملت باور پرې غښتلی شي او میدان وګټي. که داسې نه‌شي کولای کارونه او اقدامات دې کټګوري کړي، هغه کارونه چې د ده له توانه او د ده حکومت له سویې لوړ دي، هغو ته دې لاس نه وروړي.
که داسې و نه‌شي، په افغانستان کې به د حکومتي اصلاحاتو پر وړاندې د جنګسالار او مافیايي قشر داسې یو معافیت رامنځ ته شي چې بیا به لس حکومتونه هم د افغانستان نظام ته سکون او ثبات ور نه‌کړای شي.
سرخط‬ ورځپاڼه