- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ميرویس مايار
- 1065
د نړۍ لهپاره د سوریې، عراق او ځینو نورو لومړیتوبونو په شتون کې له افغانستان سره د څه باندې ۱۵ میلیارد ډالرو د مرستې ژمنې په ټوله نړۍ کې د افغانستان په اهمیت ټاپه ولګوله. دښمنانو یې غلطه محاسبه کړې وه او داسې یې انګېرلې وه چې په نړیواله کچه د اقتصادي ستونزو ډېروالی، اروپایي هېوادونو ته د مهاجرتونو زیاتېدل، د سوریې په څېر نړیوال لومړیتوب، په افغانستان کې د جګړې دوامداره کېدل او پراخېدل، په نظامي ډګر کې د نړۍ د ستروهېوادونو د سیالي زیاتېدل او په افغانستان کې د شته فساد د زیاتېدو له کبله کېدای شي نړیوال خپلې مرستې پر کابل بندې او یا یې په پراخه کچه کمې کړي. خود بروکسل ناستې او ژمنو ثابته کړه چې افغانستان لا هم د نړۍ د عطف مرکز دی او لوېدیځ ته کابل تر ۱۵ کاله وړاندې زیات اهمیت لري.
امریکا فکر کوي، د افغانستان میدان د مرستو په ورکولو ګتلای شي او د دوی لهپاره اوس په ډګر کې افغان ځواکونه جګړه کوي. دوی د همدې لهپاره په وارسا کې د کابل څه باندې ۴ میلیارده ډالره نظامي برخې ته او دا دی د ټولې نړۍ په مرسته یې د کال نږدې ۴ میلیارده د اقتصادي ودې لهپاره برابرکړل چې د افغانانو لهپاره ښه خبر دی.
دا په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو مهمې مرستې دي چې د افغانستا ن د سیاسي ژوند په یوه خورا مهم پړاو کې کېږي. دا څه باندې ۱۵ میلیارده ډالره مرستې له افغانستان سره په داسې څلوروکلونو کې کېږي چې اقتصادي خوځښت او په خپلو پښو د درېدو لهپاره ولسمشر غني په کور دننه پراخې هڅونې او منډې پیل کړې دي. په دې مرستو به افغانستان د خپل ژوند بقا خوندي کړي، خو د ولسمشر غني لهپاره دا مرستې په خپلو پښو د افغانستان د درولو ستر ازمېښت دی.
ټولې اروپايي ټولنې ۵ اعشاریه ۶ میلیارده ډالره کابل ته ورکوي، او ژمنه یې وکړه چې لویه برخه به یې د دولت له لومړیتوبونو سره سم په بنسټي پروژو ولګوي چې اختیار به یې له افغان حکومت سره وي.
ښه خبره دا ده چې دا ځل د سولې په ډګراو په خپلو پښو د افغانستان په درېدو پراخ بحث وشو چې د افغانانو غوښتنه هم همدا وه. تر دې له مخه د افغانستان په تړاو په هیڅ نړیوال کنفرانس کې پر سوله دومره ټینګار نه و شوی.
د افغانستان د راتلونکي په اړه د بروکسل په ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جانکري وینا خورا روښانه او د افغانستان دښمناتو ته پکې ښکاره پیغام پروت وو. هغه په زغرده وویل چې دوی افغانستان یوازې نه پرېږدي او په خپلو پښو د درولو تر مهاله اوږه ورکوي. هغه په خپله وینا کې ۱۲ ځله د ولسمشرغني او ۳ ځله د عبدالله نوم واخیست. دواړو ته یې په راتلونکو څو کلونو کې د نړیوالو مرستو په مټ د افغانستان د ودانولو سپارښتنه وکړه. د امریکا لېوالتیا د نړۍ نورو هېوادونو ته هم په افغانستان کې د رغنیزو ښکېلتیا ډاډ ورکړ. د هغه د وینا لهجې نړیوالو ته په ډاګه کړه چې امریکا له افغانستان سره ده او نورو ته یې یوازې نه ور پرېږدي. هغه د خپلې وینا په څلورو برخو کې له افغانستان سره د دوامداره مرستو ډاډ ورکړ او پر نورو ملګريو یې هم غږ وکړ او ورته روښانه یې کړه چې واشنګټن په سیمه کې د یوه پیاوړي افغانستان خوبونه ویني او د خپلو خوبونو د رښتیا کېدو هڅې کوي.
جانکري طالبانو ته د بوش د لومړنۍ وینا په څیراخطار ورکړ چې له دوی سره د ډغرو پر ځای دې له کابل سره سوله وکړي. په دې لړ کې یې ګلبدین حکمتیار ته هم ښه راغلاست ووایه او هغه یې د افغانانو تر منځ د روغې جوړې یوه نمونه وبلله. دا د سولې په تړاو د امریکا تر ټولو روښانه دریځ و چې فکر کېږي د امنیت شورا پرغړيو به فشار راوړي چې د حکمتیار نوم دې له تور لېسټه ژر بهرکړي. په دې برخه کې د امریکا په ګډون د بريټانیې او فرانسې دریځ هم تمه ده، د حکمتیار نوم له تور لېسټه ژر لېرې شي، خو په دې موضوع به د امنیت شورا ۵ دایمي او لس غیردایمي غړي رایه ورکوي. که دا کار وشي، دا به د امنیت شورا په تاریخ کې لومړی ځل وي چې یو داسې کس دې له تورلېسټه لېرې شي چې امریکا يې په نیولو میلیونونه ډالره انعام اعلان کړی و او ډېرو ته ترهګر بلل کېده.
په بروکسل کې ولسمشرغني نړیوالو ته روښانه کړه چې له فساد سره د مبارزې په خوا کې یې ډېر پام د انرژي د تولید لهپاره د بندونو په جوړولو دی چې د څه باندې ۱۵ میلیارده ډالرو د ورکړې ژمنه د ښاغلي غني د حکومت پلانونو ته مثبت ځواب دی. په کور دننه او بهر به د افغان حکومت مخالفان پر دې پوه شوي وي چې نړۍ له افغانستان سره ده او دوی نهشي کولای چې خپلې ببولالې پکې وغږوي. د اروپايي ټولنې فشار د سولې په برخه کې تر نورو ډېر و او په افغانستان کې یې سفیر وویل چې په راتلونکيو څلورو کلونو کې به افغانستان په یوه سولهیز هېواد بدل شي.
سرخط ورځپاڼه