د پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ لنډه پېژندګلوي

د پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ لنډه پېژندګلوي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد اقبال وزيري
  • 1242

محمد حسن کاکړ په ۱۹۲۹ ز کال کې د لغمان د ښکلي ولایت د الیشنګ درې د پلوټې په کلي کې د میرزا فضل الحق کاکړ په کور کې زیږېدلی دی. د دې ماشوم لا کال نه و پوره شوی چې پلار يې مړ شو او د خپلې پتمنې او مهربانې مور «خاتمه نیازي» په غېږ کې لوېده. دی تنکی ځوان و چې خپلې خوږې مور یې د فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې او د مورنۍ مینې نه هم بې برخې شو.
دغه یتیم ماشوم خپلې زده کړې د تېړګړیو په لوی جومات کې پیل او بیا یې د قلعه السراج په ښوونځې کې چې د کلي نه لیري پروت و دوام ورکړ. ده تر نهم ټولګي پورې زده کړې په لغمان کې پای ته ورسولې او بیا کندهار ته لاړ او هلته یې یو کال خپلې زده کړې د احمد شاه بابا په لیسې کې وکړې او د خپل نیایي ارواښاد عبدالمقیم نیازي په کور کې اوسېده. کاکړ دوه کاله خپلې زده کړې د کابل په دارالمعلمین کې وکړې او په ۱۹۵۰ کال کې د غازي لېسې نه په لومړۍ درجه بریالی شو. نوموړی په ۱۹۵۳ کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې شامل او په ۱۹۵۷ کال کې د دې پوهنځي د تاریخ د څانګې نه فارغ او په لومړۍ درجه بریالی شو. کاکړ د ادبیاتو د پوهنځي د فارغېدو وروسته په پښتو ټولنه کې مسلکي غړی او د کابل مجلې چلوونکی وټاکل شو. برسېره پردې ده د ادبیاتو په پوهنځي کې زده کړیالو ته درس هم ورکاوه.
محمد حسن کاکړ لا زده کړیال و چې د مايکل سټيوارټ کتاب «د برېتانې سیاسي سيستم» یې د انګلیسي ژبې نه په پښتو وژباړه چې د دغه خدمت په خاطر په ۱۹۵۷ کال کې د ابن سینا جایزه ورکړل شوه. ده د «ماکسیم ګورکي د ادبیاتو په اړه» کتاب د انګليسي نه په پښتو وژباړه چې پښتو ټولنې له خوا په ۱۹۶۹ کال کې خپور شو. کاکړ په ۱۹۵۸ کال کې د یوه رسمي هیئت د غړي په توګه شوروي اتحاد او په بل کال امریکې ته سفرونه وکړل. نوموړی په ۱۹۶۱ کال کې د ډاکټر علي احمد پوپل په پاملرنې د لوړو زده کړو لپاره لندن ته واستول شو. هلته یې لومړی د کابل پوهنتون شهادتنامه د لندن د پوهنتون د لسانس انډوله کړه او بیا یې د امیر عبدارحمن واکمني وڅېړله او ماسټري ډپلوم یې لاسته راوړ چې په ۱۹۷۱ کال کې «د افغانستان ننني سیاسي انکشافات» په نوم په لاهور کې چاپ شو.
محمد حسن کاکړ په ۱۹۶۸ کال کې د لندن نه هېواد ته راستون او د کابل په پوهنتون کې د تاریخ د استاد په توګه دنده پیل کړه. ده د تدریس په جریان کې دوه کتابونه: «دموکراسی در جهان امروز» او «تاریخ څه ته وایي؟» د انګلیسي نه په ترتیب سره په پاړسو او پښتو وژباړل چې وروستی یې د کابل پوهنتون له خوا په ۱۹۷۰ کال کې خپور شو. نوموړي همدارنګه د سډني پينټر کتاب چې «د منځنيو پېړيو اروپا» نوميږي وژباړه چې تر اوسه چاپ شوی نه دی.
کاکړ په ۱۹۷۲ کال کې د نورو زده کړو لپاره د فولبرایټ په سکالرشیپ د امریکا متحده ایالاتو ته لاړ او د پرنسټن په پوهنتون کې یې د امیر عبدالرحمن په دورې نوره څېړنه پیل کړه او په ۱۹۷۵ کال کې یې هغه د هارورډ په پوهنتون کې بشپړه کړه چې په ۱۹۷۹ کال کې د ډاکټری تېزس « د امير عبد الرحمن په واکمني کې حکومت او ټولنه» د امریکې د تکزاس د پوهنتون له خوا خپور شو. نوموړي په دغه اثر سره د لندن د پوهنتون نه د ډاکټرۍ شهادتنامه تر لاسه کړه او په ۱۹۷۶ کال کې وطن ته راستون او د کابل په پوهنتون کې د تاریخ د استاد په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړ. نوموړی په ۱۹۸۱ کال کې د پوهاند درجې ته ورسېد. پدې مهال د کابل پوهنتون له خوا د ده څېړنیز اثر «افغان، افغانستان و مختصرې از کوشش های افغان برای تاسیس دولت در هندوستان، ایران و افغانستان» په ۱۹۷۸ کال کې د کابل پوهنتون له خوا خپور شو. دغه اثر دوه ځله د وفا له خوا خپور شوی دی.
پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د یرغل وروسته د شورویانو او پرچمي رژیم پر ضد د سیاسي فعالیت له کبله بندي شو چې د نړیوال فشار په وړاندې د کابل رژیم اړ شو چې د پنځه کاله بند وروسته نوموړی ایله کړي. دی د بند نه د ایله کېدو وروسته بېرته په پوهنتون کې استاد شو، خو د همدغه کال په پای کې له خپلې کورنۍ سره پېښور ته لاړ او هلته یې د افغانانو په جهاد کې خپل قلمي ځواک په ډېر قوت سره وکاراوه. په ۱۹۸۹ کال کې دی د خپلې کورنۍ سره یوځای د امریکا متحده ایالاتو ته لاړ او د کالیفورنیا د ایالت په کانکرډ ښار کې ژوند پيل کړ.
پوهاند ډاکټر کاکړ په ۱۹۹۰ کال کې د هغه غورځنګ غړی او بیا مشر شو چې موخه یې د لویې جرګې له لارې د افغانستان د مسلې حل و. ده د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغانستان د لانجې په هکله په غونډو کې لکه د استانبول، توکیو، اسلامي اسیا ، یونسکو، اهوس او تاشکند په کنفرانسونو کې ګډون وکړ او بیانیې یې ورکړې. ده د استانبول په سيمينار کې چې د ۲۰۰۷ کال د جولايي د مياشتې د۱۱-۱۳ نېټه داير شوی و او د افغان مطالعاتو امريکايي موسسې او د پاکستان د مطالعاتو امريکايي موسسې له خوا تنظيم شوی و خپله وينا «د ډېورنډ کرښه، تاريخ، پايلې او راتلونکې» تر سر ليک لاندې وړاندې کړه. ده د توکيو په کنفرانس کې چې د جاپان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د افغانستان په اړه جوړ شوی و، وينا وکړه. کاکړ د اسلامي اسيا په کنفرانس کې چې په ۱۹۹۵ د اګست په مياشت کې د امريکې د جنګ د پوهنځي د بين المللي مطالعاتو او ستراتيژيک پروګرام له خوا جوړ شوی و خپله وينا وړاندې کړه. کاکړ د يونسکو په کنفرانس کې چې په کابل کې په ۱۹۷۱ کال کې د کوشاني دورې په اړه جوړ شوی و خپله وينا واورله. ده د ډنمارک د اهوس د ښار په کنفرانس کې د هندوکش د کلتور په اړه د موزګارد موزیم له خوا داير شوی و برخه واخېسته. ده په ۱۹۵۸ کال کې د تاشکند «د افريقايي او اسيايي کنفرانس کې ونډه واخېسته.» ده همدارنګه د هېواد نه د باندې په افغاني او نورو خپرونو کې د افغانستان د کشالې په هکله لیکنې وکړې.
د کاګړ بل اثر چې «افغانستان، د داخلي سياسي انکشافاتو بيان، ۱۸۸۶-۱۸۸۰» نوميږي په ۱۹۷۱ کال کې د لاهور عرفاني موسسې له خوا په انګليسي ژبه خپور شو. د نوموړي بل اثر چې «د افغانستان په باب د ژينو جوړه» نوميږي په ۱۹۸۸ کال کې د وفا له خوا په پېښور کې چاپ شو. د کاکړ بل کتاب چې «جنګ دوم افغان-انګليس» نوميږي د افغانستان اسلامي ملي محاذ له خوا په ۱۹۸۹ کال کې په پېښور کې چاپ شو. دغه اثر د سيد نظيم سيدي او مجيب الرحمن اميري له خوا په پښتو اړول شوی او په لندن کې د افغان ليکوالو کلتوري ټولنې له خوا په ۲۰۰۸ کال کې خپور شو. ده په ۱۹۹۰ کال کې «افغانان د شپږ شپتم کال په پسرلي کې له روسانو سره د جنګ په حال کې» لیکلی چې د سپین غر د کتاب چاپولو ټولنې له خوا په جرمني کې خپور شو.
کاکړ په ۱۹۹۵ کال کې په انګلیسي ژبه «افغانستان، شوروي یرغل او د افغانو ځواب» کتاب بشپړ کړ چې د کالیفورنیا پوهنتون له خوا خپور شو. نوموړي وروسته یو بل اثر چې «رڼا او دفاع» نومیږي تدوین کړ چې په ۱۹۹۹ کې د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز له خوا په پېښور کې چاپ شو. ده په ۲۰۰۵ کال «طالبان او اسلامي بنسټ پالنه» او بیا د «باچا امان الله واکمنۍ ته یوه نوې کتنه» کتابونه ولیکل چې د افغانستان کلتوري ټولنې له خوا چاپ شول. په ۲۰۰۶ کال کې د ده یو بل مهم اثر «د افغانستان سیاسي او ډیپلوماتیکي تاریخ» په انګلیسي ژبه په هالنډ کې خپور شو چې اوس محترم سليمي په پښتو ژباړلی او د چاپ لاندې دی.
په ۲۰۰۷ کال کې د کاکړ له خوا د هومر بالابانس لیکنه: «د سقراط، افلاتون، ارسطو، اېپیکور او زینو په نظر ښه انسان» د انګلیسي نه په پښتو وژباړله او د افغانستان د کلتوري ټولنې له خوا چاپ شوه. همدارنګه ده د انګلیسي نه د محمود طرزي خاطرې په پښتو و ژباړلې چې د افغانستان د کلتوري ټولنې له خوا په ۲۰۰۷ کال کې خپرې شوې.
په ۲۰۰۹ کال کې د ده بل اثر «د سرطان کودتا د افغانستان د اوږدې بې ثباتۍ پيلامه» د افغانستان کلتوري ټولنې له خوا خپور شو. په ۲۰۱۰ کال کې د کاکړ دوه نور اثار: «زما غوره ليکنې» او «د ثور کودتا او د هغې ژورې پايلې» د افغانستان د کلتوري ټولنې له خوا خپاره شول. د نوموړي بل کتاب چې «پښتون، افغان، افغانستان» نوميږي په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان د کلتوري ټولنې له خوا چاپ شو.
د پوهاند ډاکټر کاکړ بل اثر چې «د افغان-شوروي جګړه» نوميږي د «کاکړ تاريخي علمي بنسټ» له خوا په ۲۰۱۵ کال کې خپور شو. د نوموړي دوې ژباړې : «جنګ او زموږ نړۍ» د جان کیګن ليکنه او «د انسانتوب په اړه د اخلاق پوهنې پرنسپونه» د اندروس ورګا ليکنه د کاکړ تاريخي-علمي بنسټ له خوا په ۲۰۱۵ کال کې چاپ شوې دي.
کاکړ همدارنګه يو لړ مقالې چې په انګريزي ژبه ليکلې او په بيلو پيو خپرونو کې چاپ شوې دي. د هغو د جملې نه د ده څلور لنډې ليکنې: «د افغان-شوروي جنګ»، «د معاصر افغانستان لنډ تاريخ»، «طالبان» او «کابل» په نومونو د معاصرې نړۍ د اکسفورد دايرته المعارف په لومړي، څلورم او اووم ټوکونو کې د اکسفورد پوهنتون له خوا په ۲۰۰۸ کال کې خپرې شوې دي. د کاکړ بله ليکنه چې «د افغانستان د اساسي قانون تاريخ» نوميږي په ۱۹۹۲ کال کې د ايرانيکا دايراته المعارف په لومړي ټوک کې د کولمبيا پوهنتون په نيويارک کې خپره کړې ده. همدارنګه د نوموړي يوه بله ليکنه چې «منځنۍ اسيا، د يوې سرپټې سيمې پرانېستل کېدلو پيل» په نوم ياديږي په انګيسي کښلې او په ۱۹۹۳ کال کې د وفا له خوا خپره شوه. د نوموړي بله ليکنه چې «ايا دوی د افغانستان کشاله هوارولی شي؟» په ۱۹۸۸ کال کې په نيويارک کې په وال سټريټ ژورنال کې نشر شوه. د ده بله ليکنه چې «په ۱۹۷۳ کې د افغان پاچايي نسکورېدل» نوميږي په ۱۹۷۸ کال کې د منځني ختيځ د مطالعاتو بين المللي ژورنال په نهمه شماره کې خپره شوې ده. بله مقاله يې چې «د افغانستان د هزاره ګانو ايلېدل» نوميږي په ۱۹۷۳ کال کې په نيويارک کې د اسيا ټولنې له خوا خپره شوه. د ده بله ليکنه چې «د معاصر افغانستان د تاريخ ميلانونه» نوميږي د لويي دوپرې او لنين البرت له خوا په تنظيم شوي کتاب کې «افغانستان په ۱۹۷۰ لسيزې کې» د پريګر موسسې له خوا په ۱۹۷۳ کال کې خپره شوه.
د افغانستان بېرته متحد کېدل ۱۸۸۰-۱۸۸۴ په نوم د ده ليکنه په ۱۹۷۰ کال کې د افغانستان د تاريخ ټولنې د افغانستان مجله کې خپره کړه.
کاکړ د ننه په هېواد کې او هم د هېواد نه د باندې په پښتو او پاړسو کې د افغان چلوونکو په ورځپاڼو او مجلو کې د روانو او تاريخي موضوع ګانو په اړه ډېرې ليکنې خپرې شوې دي چې يو شمېر يې د ده په هغه کتاب کې چې «زما غوره ليکنې» نوميږي را غونډې شوې دي او يو شمېر يې راټولې شوې نه دي بايد راټولې او د يوه کتاب په بڼه خپرې شي. د ده څلور مهمې مقالې چې «د ډېورنډ توافق ليک بايد ډېر د مخه باطل اعلان شوی وای»، «افغانستان، پاکستان او پښتونستان»، «پښتانه او د ډيورنډ توافق ليک» او «د ډيورنډ توافق ليک ته يوه وروستۍ کتنه» د هغو مقالو په ټولګه کې چې د «ډيورنډ د واحد ملت د بيلتون کرښه» نوميږي چې په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان د کلتوري ټولنې له خوا چاپ شوې، خپرې شوې دي. دا مقالې د لپه په نوم درې مياشتنۍ مجالې کې هم خپرې شوې دي.
نوموړی يو شمېر غير اکاډميک فعاليتونه کړي چې د ځينو نه يې لنډه يادونه کوو:
-کاکړ د۱۹۹۹ راهيسې د افغان کلتوري ټولنې غړی و.
-د ۱۹۹۴-۱۹۹۰ د افغانستان لپاره د يوه تمثيلي حکومت حرکت چې په لاس انجلس کې جوړ شوی و موسس غړی و.
۱۹۸۷-۱۹۸۲ کې د څرخي پله په بنديتون کې د بندي کېدو له کبله د بين المللي عفوې د سازمان له خوا «د وجدان بندي» اعلان شو.
-نوموړی د افغانستان د استادانو او محصلانو د اتحاديې موسس غړی و چې د شوروي د يرغل نه تر ۱۹۸۲ کال پورې په کابل کې د شورويانو او د کارمل مزدور حکومت پر ضد پټه مبارزه پر مخ بيوله موسس غړی و.
-ده د ازاد ژورنالېست، څېړونکي او ويناکونکي په توګه د بي بي سي راډيو لپاره په پښتو او پاړسو کې ليکنې او ويناوې برابرولې چې هغه بيا په افغانستان راډيو کې خپرېدې. په دغه لړ کې ده د انګرېزي ژبې د زده کړې لپاره ۱۵۰ درسونه په پاړسو تيار کړي و.
-د ۱۹۵۲-۱۹۵۰ په کابل کې د امريکې د کتابتون معلوماتي سرويس د چلوونکي مرستيال و او په دغه مهال يې انګرېزي ژبې کورسونو کې افغان زده کړيالو ته انګليسي درسونه ورکول.
په دې توګه پوهاند کاکړ نږدې خپل ټول ژوند د يوه پرهېزګار او اصولي شخصيت په توګه د وطن او خلکو چوپړ ته وقف کړی او داسې اثار يې ليکلي او ژباړلي دي او په هغو کې يې داسې ژور علمي فکرونه وړاندې کړي چې افغانان به د هغو په مرسته خپل تېر مهال وپېژني، د هېواد اوسنی حالت به په خلاصو سترګو ووينې او د هېواد راتلونکې ودې لپاره به د دوی لاره رڼا کړي.