د اوبو عاشقان

د اوبو عاشقان


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 1066

۱۳۹۶ لړم ۱۴مه‎' کور مو د سړک تر غاړې و. یوه لنډه او کږه وږه کوڅه وه او بیا د انګړ ور. سخت خوند به یې راکاوه چې همدې لنډه کوڅه کې به پر بایسکل سپور تاو شوم، ور به مې په ټایر وواهه، خلاص به شو او بیا به همداسې سپور انګړ ته ننوتلم. د دروازې مخې ته میږیان وو. له خپلو سوریو به راوتل او رزق پسې به لالهانده ګرځیدل. 
په هغه ورځ مې د سعدي صیب دغه تضمین شوی بیت په ښونځي کې لوستی و: (( میازار موری که دانه ‌کش است -
که جان دارد و جان شیرین خوش است )) د دې بیت د (جان شیرین) کلمې مې په ذهن کې یو بدلون راوست. چې بیا به کور ته راتلم، نو له بایسکله به ښکته شوم؛ ما ویل هسې نه کوم میږی ټایر لاندې شي او ( شیرین ځان ) له لاسه ورکړي. دا عادت اوس هم پالم چېرته چې میږیان وي، په ډير احتیاط ګامونه اخلم.
ځینې ویناوې ډيرې اغیزناکه وي، دومره ډيرې چې د فکري تحول لامل شي. په انسان کې یو ستر بدلون راولي او په داسې لاره یې روان کړي چې مخکې یې پرې پل نه وي ايښی. د وینا اغیز هغه وخت لاپسې اورنی شي چې له زړه راووځي او په داسې وخت کې راووځي چې اوریدلو ته یې پوره اړتیا وي.
همداسې یوه وینا مې ولوسته. اوس په ځان کې یو تغییر حس کوم؛ داسې تغییر چې که له انفرادي حالته ټولیز حالت ته راشي، نو افغانستان به هم ورسره تغییر وکړي. د ژوند لاره به بدله شي او زموږ د وطن خړه څیره به هم بدلون ومومي.
دا اغیز ناک کلام د دوه تاریخي اتلانو کیسه ده. د داسې اتلانو چې د خپل خوږ وطن پر (آب) یې غیرت وکړ او له (بیابۍ) یې وژغوره. دا اتلان ( کک او زرینه ) دي. له پیړیو پیړیو وروسته، یو شاعر د هغوی د خاوري شوي بدن ذرات راټول کړل، د شعر په جادو یې پکې روح پو کړ او په خبرو یې راوستل. 
دا مسیحا شاعر ښاغلی عبدالغفور دی چې د وطن د تیر برم او د ولس د وطني او ملي احساس، بعث بعدالموت ته ( لیوال) دی. 
کک او زرینه موږ ته یوه کیسه کوي؛ خو په داسې انداز چې سړی نپوهیږي کیسه لولي او که فلم ګوري. د لوستلو په مهال پکې محوه شي. داسې محوه چې آن د زرینې ښایسته بُشره ویني، د کک د غښتلو ګامونو د ایښودو غږ اوري او د وطن د اوبو په دفاع کې د هغه د درانده ګرز مرګوني غږونه او د اشکانیانو د پیلانو د هډوکو د ماتیدو غړچیدل اوري.
د منظومې لومړی سرود په یوه ښایسته منظر کشۍ پیل شوی او دا پیل دومره خوږ دی چې تر پایه دې لاس نیولی بیايي: 
(( د هیر مند د څپو خوږ وږم لګیږي – د ګز څڼې له اوبو سره نڅیږي
لوی زرنګ د پسرلي د کور میلمه شو- جوړه سپینې بتې کڅ سره تاویږي))  ما خو د دې بیتونو په لوستلو آن د اوبو خوږ وږم حس کړ، زه همدا اوس هغه جوړه سپینې بتې وینم چې د اوبو پر سر دورې وهي او تاسو؟
په منظومه کې ځای ځای د اتل ځینې ځانګړنې بیانیږي. د دې تشریحاتو ماموریت یوازې دا نه دی چې اتل ښه را وپیژني؛ بلکې له دې یو لوی بار لیږدوي او هغه دا چې که څوک د قهرمانۍ او مشرتوب دعوې کوي، نو باید دغه شان صفات ولري. راځئ شپږم سرود کې یوې برخې ته تم شو: څوک استازی د کک راغی و فرهاد ته
چې سالار له خپل ټبر سره جنګ نکړي
کک د خپلو تربورانو قتل نه کړي
....
په یوه بله برخه کې موږ ته داښيي چې زموږ پخوانیو عیارانو کوم اوصاف لرل؟ زموږ پهلوانانو کوم خویونه لرل؟ او... نو په کار ده چې په همدې کچ او میچ موږ اوسني پهلوانان او د قهرمانۍ او مشرۍ دعوه کوونکي اندازه کړو. راځئ، دغې صحنې ته تم شئ. دا هغه منظر دی چې غضبناک کک له خپل درانه ګورز سره ولاړ دی او مخکې یې زرینه لکه غاټول را شنه ده او په سرو نازکو شونډو وايي:
...  زه پوهیږم دغه ګورز د غره په شان دی
هر ګوزار یې یو لښکر ته لوی توپان دی
دغه ګورز به پر پیلانو پورته کیږي
پر هاتیانو یا دیوانو پورته کیږي
دا د پیغلې میلمنې لپاره نه دی
د زرینې بې وسلې لپاره نه دی
...
ستا د غره په څیر ګورز زما د سر نه دی
او نه ته دومره بېوسه پهلوان یې
چې پر ښځو د خپل ګورز تنده سړه کړې دغه ګورز د دوښمنانو سر ته بویه
د پیلانو زنځیري لښکر ته بویه
ستا دوښمنو اشکانیانو ملا تړلې
چې لوی بند د ساکستان مو را ویجاړ کړي
ستر زرنګ رانه نیزونو باندې یوسي
د هیر مند اوبه روانې په بلخوا کړي ساکستان په تنده وچ لکه بیابان کړي
د هیرمند بهیر د پارس په خو روان کړي
...
اوس له ځانه دا پوښتنې په کار دي چې ایا زموږ اوسني قهرمانان له ښځو او بې وسلو سره څه چلند کوي؟ خپله قهرماني چیرته په زبات رسوي؟ ایا د دې فکر ورسره شته چې د هیرمند اوبه کومې خوا روانې دي؟ ایا دا اندیښنه ورسره شته چې ساکستان له تندې مري؟ په وچ بیابان بدلیږي او هیرمند د پارس خواته روان دی؟ د کک او زرینې داستان موږ ته دا هم وايي چې یو وخت د دې ولس د عشق قبله خپل وطن او د خپل وطن ګټې وې. د همدغه سپیڅلي عشق حرارت و چې یوه حسینه واکمنه پیغله سر لاس کې نیسي او د قوي هیکله ځوان کک خپلولو پسې راوځي؛ خو د دې لپاره نه چې د خپلو خوبونو شهزاده یې کړي، د دې لپاره نه چې لاسونه یې تر غاړې امیل کړي؛ یوازې د دې لپاره چې د خپل وطن آب پرې وساتي. د خپل ولس عزت پرې وساتي. آه، څه سپیڅلی عشق او څه مقدسه جذبه!
د منظومې کمال دا دی چې د دې جذباتو تشریح یې نه ده کړې، بلکې داسې صحنې پنځول شوي چې د جذباتو فوران پکې خپله صفا صفا لیدل کیږي او دا بهترینه طریقه ده.
د بیلګې په توګه:
زرینه، یوه زړوره اتله ده. خو شاعر تا ته د هغې دا صفت نه بیانوي؛ بلکې په تا یې ویني او فیصله هم تا ته پریږدي. 
هغه غواړي په یوازې توګه کک ته ځان وه رسوي، خو دا چې دا په کومه لاره تر هغه رسیدای شي او کک په کوم غضبناک حالات کې دی، منظرکشي یې په نهم سرود کې لولو:
... اوس ور تلل د کک کلا ته مرګ غوښتل دي
د پړانګ کومې ته د لاس ننه ایستل دي
له زمري سره په غیږه جنګیدل دي
له نهنګ سره توپان کې اوښتل دي
د اورتون په سرو لنبو کې تاویدل دي
پر سکروټو باندې یبلې پښې تلل دي
اژدها پهلوانۍ ته رابلل دي
سر د غره له لویو تیږو جنګول دي
.. .
کک غوسه دی ، کک له ډیره جوشه ډک دی
د زخمي افعي په څیر په ځان تاویږي
چې د ښځو یادون وشي نو خښمیږي
یو منزل به لا کلا ته نږدې نه یې 
چې پر تا به د تیرو غشو باران شي
دومره لوی خطر مې نه لوریږي ګرانې.... کک ته د رسیدو د لارې راڼه تصویرونه مو ولیدل. د کک غضبناک حالت مو حس کړ. د عقل تقاضا خو دا وه چې د زرینې په څیر یوه نازکه پیغله بیرته راګرځیدلې وای، خو راځئ چې وګورو زرینه څه کوي، را ګرځي او که مخکې ځي: که دیوان مې مخه ونیسي په غرونو
که زمري په مخه راشي ډلې ډلې
که په لاره کې دوزخ دوزخ لنبې وي
که د غشو باران اوري له اسمانه 
زه به خامخا د کک لیدو ته ځمه 
...
اخر دا څه دي چې زرینه دې خوني مزل ته هڅوي؟ له زرینې یې اورو: زه به خامخا د کک لیدو ته ځمه 
ولولې به یې په زړه کې پاڅومه 
د هیرمند په ننګ و پت یې ننګومه اه، دا خوني ماموریت یوه پیغله مشره یوازې د دې لپاره تر سره کوي چې کک یې د وطن آب وساتي. څه مقدس ماموریت ،څه سپیڅلی هوډ او څه سپیڅلې مشره.
دا یوازې د وطن اورنی عشق دی چې یوه نازکه پیغله دغه دوزخي سفر ته هڅوي، پرته له عشقه دا سفر ناشونی دی. د صنوبر کاکا جي خبره رښتیا ده: 
( چې کوم ځای کې د زمریو نوکې ریږدي – عاشقان هلته په څوکو د بڼو ځي ) په منظومه کې د یوې مشرې د شهامت کیسه روانه ده. دا کیسه که له یوې خوا موږ ته یوه تاریخي مشره را پیژني، له بلې خوا راته په پټه خوله وايي چې بابا، یوازې هغوی په مشرۍ ومنئ چې تر ټولو ستر ارمان یې د وطن عزت او وقار وي. له تراشل شویو مشرانو تیر شئ. د زرینې هغو خبرو ته به تم شو چې خپل قوماندان ته یې کوي او د دې شخصت ترې څرګندیږي:
بې لښکره، بې ساتونکي، بې ملګري
بس یوازې زه ورځم د کک کلا ته
د کک ضد به ماتوم په خپله ژمنه
پهلوان حیرانوم په خپله کړنه 
که زه راغلمه ژوندۍ نو ټول به ولاړ شو
د پارسیانو د لښکر و معرکې ته 
که د کک ګورز مې پر سر باندې را مات شو
تاسو ولاړ شئ د هیر مند د پت جګړې ته! په دې منظومه کې د مخالف اړخ د یوې حسینې کرکټرې سپړنه هم په ډیر ښه او ګټور انداز کې شوې. ګټور انداز یې دا دی چې له یوې خوا پرته له تعصبه د خپلې مخالفې د وطن دوستۍ ستاینه شوې او له بلې خوا په همدې وطن دوستۍ خپل پهلوان په غیرت کې اچوي او په رمازه یې پوهوي چې ته نو څه بلا وهلی یې! کیسه داسې ده چې کک په یوې ایرانۍ شهزادګۍ ( ګلبویه) زړه بایلي، هغه هم پرې زړه بایلي؛ خو چې کله کک د خپل قام په لوري دریږي نو شهزادګۍ خپل عشق دفن کوي او د وطن عشق پرې دومره غلبه کوي چې آن د خپل محبوب( کک) د وژنې هڅه کوي او کک له همدې وروسته له ټول ښځینه ذاته نفرت کوي.  زرینه، له همدې حالته په استفادې د خپل وطن د اوبو د ساتلو په موخه په کک کې د وطندوستۍ جذبات ورو ورو تخنوي:
ګلبویې خو ستا زړه ځکه دی مات کړی
چې د خپل هیواد غرور ور نه مات نه شي
ستا د عشق دنیا یې ځکه ورانه کړې
چې اباده کړي دنیا د خپلو خلکو
پر هغې تر خپله ځان ټبر ګران و
ستا ټبر یې ځکه ستا تر مخه سپک کړ په همدې سرود کې که روایتونه پخواني دي، خو پیغام یې تازه دی. موږ پکې د خپل وطن او خپل دور روڼ تصویر وینو؛ خو چې عبرت ترې نه اخلو نو البت په سترګو مو د جهل تورې پشمي پردې را ځړیدلي:
هغه څوک چې خپل ولس سره جنګیږي
بس هغوی به پر پردۍ کاسه لوییږي
-
جنګولې یې د خپل وطن لپاره 
چې مراد یې نور له تا اخیستی نه شو
بس هغه شیبه یې پریښودې په لاره د دې منظومي اتلان پر وطن میین دي او شاعر پر همدې اتلانو میین دی همدا د عشق زور دی چې شاعر یې تاریخي څیړنو ته هڅولی او بیا یې له ډیرو کړاونو وروسته تاریخي ثقه؛ خو وچو معلوماتو ته د شعر خوږ او پوست رنګ ورکړی دی او موږ یې هم پرې میین کړي یوو. خپل ماشومتوب په یاد کړئ، تاسو به ممکن ډیر نکلونه او کیسې اوریدلي وي. خو ځینې به مو ژر هیرې شوي وي، ځینو ته به مو نیمايي کې زړه تنګ شوی وي او ځینو کې به محوه شوي یئ او تر ډیره به یې تر اغیز لاندې پاتې شوي یئ. دا دوه علتونه لري: لومړی، د کیسې خاکه ( پلاټ) زړه پورې او غښتلی وي . دویم؛ د راوي انداز خوندور وي. کک او زرینه له دې دواړو کمالونو برخورداره ده. پلاټ یې ښایسته دی او راوي یې په داسې انداز کې بیان کړی چې سړی ورته له مینې اوبه اوبه شي.
منظومه یو محوري موخه تعقیبوي، خو په دې تعقیب کې موږ له ګڼو داسې پیښو سره مخ کیږو چې هر یوه له خپل ځانګړي اهمیته برخورداره ده. لکه یو ناول چې لولو.
زړه مې غواړي د منظومې نورې ډیرې برخې هم د بیلګې په توګه را واخلم او خپلو تبصرو ته لاره هواره کړم، خو ویریږم هسې نه چې ټوله منظومه همدلته را کاپي کړم او خپلې تبصرې مې، پر ښایسته منظومې بوج شي. نو ښه ده چې خپله یې ولولئ. 
وړاندیز:
زموږ نصابونه د مصلحتونو ښکار شول. موږ کې یې د وطن پالنې جذبه و نه روزله. د تاریخي ترخو وقایعو پکې یو خشک بیان وشو او داسې څه پکې تر سترګو نشول چې د متعلمۍ په عمر کې ترې عبرت واخیستل شي او اینده ترې ځان وژغورل شي، ځکه همدغه متعلمین سبا محصلین شي او بل سبا سترې سترې دندې ور وسپارل شي. 
د متعلمۍ دوره د شخصیت د ودې دوره ده. دا داسې دوره ده چې پر اینده ژوند تاثیر ګزاره ده؛ نو ځکه خو ځانګړې پاملرنه ورته پکار ده.
له یوې خوا موږ ساحرانو داسې منتر کړي یوو چې ورځ په ورځ ملي ارزښتونه او ملي جذبات له لاسه ورکوو، له بلې خوا د دغه سحر د دفع لپاره هیڅ اوراد نلرو او دا حالت خورا خطرناک دی. د بیلګې په توګه: په کک او زرینه کې موږ خبریږو چې پیړۍ پیړۍ مخکې زموږ ولس د خپلو اوبو په قدر پوهیده، دکنټرول لپاره یې دومره ستره قرباني ورکوله خو نن، زموږ شاوخوا (۷۰٪ ) اوبه ضایع کیږي. موږ تیارو کې پاتې کیږو خو د ګاونډیو ښارونه ( ایران – پاکستان) رڼا کوي او د هغوی تولیدي ماشینونه په حرکت راولي.
زه وایم:
موږ باید د دغې (اوبو) حیاتې او بې بدیله مادې په قدر پوه شو. عشق ورسره وکړو. نو د همدې عشق د اغاز لپاره باید د ( کک او زرینه) منظومه په لیسو کې تدریس شي، هر محصل یې باید تر فراغت مخکې ولولي. لږ تر لږه په هر کور کې دې یو ځل ولوستل شي. باوري یم چې دا منظومه به پکې دومره شور او لیونۍ مینه راشنه کړي چې که کله هم ستر مسوولیت ترلاسه کوي نو د همدې مینې شور به یې مجبوروي چې د خپلو اوبو د مهارولو لپاره لاسونه بډوهي. 
په پای کې د خلاق لیکوال، شاعر او څیړونکي لیوال صیب نه مننه چې ویدې جذبوې راویښوي.