ولې له نقد څخه ووېرېږو؟


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ارواښاد اسحاق ننګیال
  • 330

له دې څخه هیڅوک انکار نه شي کولی، چې له یوې لسیزې را پدېخوا زموږ پر شعر، زموږ پر داستان زموږ پر سینما او زموږ پر تیاتر او د هنر او ادب په ټولو برخو کې د يام وړبدلون راغلی دی. و ده یې کړې ده او دا دی د لاودې او لا پرمختګ پر لور روان دی او پرمخ ځي.
په وروستیو کلونو کې پراخې سیاسي ټولنیزې پېښې ، نړیوال بدلونونه او په هېواد کې د هنر او فرهنګ د لا ودې او پر مختګ په خاطر د هنري او فرهنګي ټولنو جوړول ټول او ټول د دې سبب شول،چې زموږ د ټولنې پرمعاصر هنر او فرهنګ ګټورې اغېزې وکړي او پرپښو یې ودروي. خوله دې څخه هم سترګې نه شو پټولی ، چې اوس ، اوس هم زموږ یو شمېر (شاعران ) د شعر په نامه په څو تشو خبرو د خلکو غوږونه کاڼه کوي، په ډېرې سخاو تمندۍ سره هر اخباري ګزارش او راپور تاژته د داستان نوم وربښل کېږي او راډیو تلوېزیون د موسیقۍ آرشیفو نه هم سخت د پوښتنې او انتقاد وړ دي.
زموږ هنر او ادب اوس هم پر خبرو ککړدی. اوس هم د یو شمېر شاعرانو، لیکوالو او هنرمندانو اندونه درکود خوا ته روان دي، ډیرو قلمونو زنګونه نیولي دي، پو چوالی او شړېنې او پړسوب اوس هم زموږ د هنر او ادب پر آسمان خړې ورېځې وروي او زموږ یو شمېر ( ځوان ) اثرونه په همدې ځوانۍ کې زاړه او ببر شوي دي.زموږ ډېر شمېر ( شعرونه ) شعرونه نه بلکې منظومئ مقالې دي، ډېر شمېر ( دستانونه ) داستانونه نه بلکې د پیتاوو غورې دي زموږ موسیقي زموږ تیاتر او زموږ سینما هم نوي والي ته اړع لري او په مجموع کې زموږ هنر او زموږ ادب رغاونې ته اړ دی.
څه رنګه کولی شو، له قلمونو نه زنګونه پاک کړو، اندونو ته تحرک ورکړو او په ځوانۍ کې د زوړ والي مخه و نیسو؟ و موویل چې په هیواد کې ادب او هنر خصوصآ د کمیت له پلوه ډېر په بره روان دی،دهنري او ادبي آثارو چاپ او ثبت په بي سابقه توګه ګړندی شوی او آن نږدې دی چې هېڅ کور دې له ( شاعر ) (لیکوال ) او ( هنرمند ) څخه تش نه وي. خو په خواشینۍ سره چې نقد لا تر اوسه هم سم نه دی راویښ او نقاد او کره کتونکی هم اوس، ، اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې له هنر او ادب څخه دې د کرغېړنتیا مخه ونیوله شي او په مجموع کې دې نوې او مترقي هنر او ادب ټولنې ته وړاندې کړای شي.
غني ادب او پر مختللي هنر ته د لاسبري په خاطر او معاصر فرهنګ ته د نویو فرهنګي مورچلونو د فتحه کولوپه خاطر باید نقد راویښ کړو. کتنه راویښه کړو او کره کتونکي راویښ کړو او په هېواد کې پرمختللي او بډای فرهنګ ته لاره و مومو. یوازې کره کتنه کولی شي چې هنر او ادب چاڼ کړې. ګردونه ترې و څنډي. ادبې آثاروته رسوخ ورکړي له لوستونکو، لیدونکو او اورېدونکو سره د هنر او هنرمند، د شعر او شاعر او هنرمند، دشعر او شاعر او د لیکنې او لیکوال اړیکې ټینګې کړې او کره کتنه په مستقیمه توګه د آثارو په هستولو کې اساسي او د پام وړ ونډه تر سره کړي.
زموږ په هنر ا وادب کې چې تفنن او ابتذال، بې مسوولیتي او بدرنګي لاره موندلې ده ولې باید د ابتذال او پوچوالي مخه ترې ونه نیوله شي؟ زموږ د هنر او ادب په لرغوني بڼ کې چې دا دی له ګلونو څخه یې اغزي ډېر شوي دي ولې یې باید کره کتونکي مالیاري ته مټې ونه نغاړي او د ګلونو څانګې یې د اغزیو له چړو څخه ونه ژوغوري؟ کره کتونکي باید شعر له ببولالو، داستان له تشو غورو او په مجموع کې هنر له بې هنرۍ څخه وژغوري او د رښتیني هنر د زوال  او د بازاري هنر د هستېدو او هسکېدو مخه ونیسي.
وايي چې هنر او ادبیات د ټولنې وجدان او کره کتنه د هنر او ادبیاتو وجدان دی. راځئ چې کره کتنې ته د دښمنۍ نه بلکې د دوستۍ او صمیمیت نوم ورکړو راځئ چې خپل هنر او خپل ادب د هنر او ادب وجدان ته وسپارو او سپېڅلی یې کړو!
له نقد څخه وېره د هنر او د ادبیاتو د غوړېدنې او پرمختګ څخه وېره ده نقد باید راویښ کړو، نقد باید ومنو او د تفنن، ابتذال او بې مسوولیتۍ پر ضد قیام وکړو او د قیام بریالیتوب ته ورشوو.