ملنګ جان دپښتني افغاني فرهنګ د هسک يو تلځلاند ستوری


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • test
  • 1103

 په ټوليز ډول د يوه وينا وال، شاعر او هنرمند نمانځغونډه پر دې رالنډېدای نه شي چې د دوديز- متنپوهيز څېړندود په چوکاټ کې يې بې له کومې څانګيزې- تخنيکي شننې د ژوندپېښو او بېلګو پر هو بهو راغبرګونه او بيا ستاينه او نمانځنه را وڅرخي. په دې لړ کې زموږ د ټولمنلي وګړني ويناوال او سندريال غونډه هم بايد تر هرڅه له مخه د هغو لاملونو پر پلټنه، څېړنه او ځيرنه راغونډه شي چې په ټاکلي مهال و چاپېريال کې يې دی له يوه ورکنومي محمدامينه پر يوه ټولمنلي ملنګ جان بدل کړی وو او له اسلام کلانه تر اسلام اباده يې دومره نوم و نښان