ولسمشر ما وژلى ناول د پښتو ژبې د ځوان ليکوال او ژورناليست ارش ننګيال د هڅو مېوه ده، چې د دي تاسي ته یی دانټرنیټ پر مخ یی اول ځل سمسور پاڼه تاسې ته خپروي
د دې ناول په کيسه کې پېښې او کرکټرونه متوازن دي او موږ ته د مرکزي لوبغاړي توريالي يا(تورن) له خولې حکايت کوي، چې د افغانستان اوسنى حالت د کومو ناوړه بدمرغيو ښکار شوى.
ليکوال د پياوړي فکر او مشاهدې په زور داستان د ناول فورم کې په ډېر مهارت ځاى کړى، چې د اوسنۍ وضعې په باب ځينې ځورونکي انځورونه، اندېښنې او د راتلونکي په اړه وړاندوينې لري، د کيسې چاپيريال کاملاً پښتني رنګ لري او ورسره له هغو حقايقو څخه پرده پورته شوې، چې دا مهال ورسره زموږ ولس لاس او ګرېوان دى.
دسمسور ويب پاڼې تل هڅه کړې، چې خپلو مينه والو ته کره او د دوى په ذوق برابر کتابونه ډالۍ کړي، د(ارش) ناول نوې خبرې لري؛ هيله ده، خوند ترې واخلئ.
په درنښت