دوزخي تنده


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اسدالله زمری
  • 1188

په هلمند کې د روان ناتار په اړوند

د وطن له کلی –کوره، جـــــــــګه بــــــــــیا د ویـــــــر ژړا ده

کاڼو- بـــوټو اور اخیسی، د ظلـــــــــمــــــــــونـــــــــو انتها ده

د شیطان دوزخي تنده، بیا په سرو ویـــــــــنو مـــــــــــاتیږي

د ماتم ساندو ته نا څي ،تور مرګي ته پــــــــــه خـــــــندا ده

ملا ، کمان  د زاړه بُست شوه ،لـــــــه غیـــــــرته ویلې کیږي

دمارجې - نادعلي ځمکه، هر انسان تــــــــه کــــــــــربلا ده

د وحشت شین سترګی دیو دی، یاغي شوی شنه وادې کې

کاڼي چوي نن له هیبته، د مـــــــــرګــــــــونـــــو بیا غوغا ده

د ساړه ژمي محشر کې، ده دی بل محـــشر جــــــــــوړ کړی

د بیوزلو انسانانو، پــــــــه شـــــــا کـــــــــډه دلــــــته بیا ده

د هلمند په سین کې وینې، د اوبو پــــــــرځــــــای خوټـــیږي

د بغرا مــــــــــرۍ غوڅیـــــــــږي سره په وینو، ترې دنیا ده

بیاد سپینې پنبې رنګ ته وینی غواړي لــــــــــــه انــــــــسانه

د رخام ښکــلو رګــــــــــــــــو کـــــــــې،له ناتاره واویلا ده

د ملالې سر سر تــور دی، دټـــــــپې زړه یـــــی ټــــــپي ده

د میوند د ماتې غــــــــــــــــــچ کې، د افغان په کور بلوا ده

د سالنګ مرګونه کم وه، ســـــــــتا د ویــــــــنو اشتــــــها ته

چې هلمند تـــــــــــــه دې راوړې، د ورانۍ او مرګ بلا ده؟

څومره نور بیګناه خلک ،په یـــــوه – بــــــل نـــــامـــــه وژنې؟

دا خـــــــو ستا مخلوقات  نه دي،که ولجه پری  نن دتا ده

ستا سي خیرنه مو توبه ده ،نور د مرګ شر رانه بچ کـــــړۍ

ستا سې مرستې ځینې تیر یو، چې مو رحم هم تعدا ده

چې یې خپل بچي پردي شول ،له پردو نه څه ګیــــــله ده؟

د و طــــــــــن او ورور نیستۍ ته خپل افغان توره تر ملا ده

د افغان د وینو موج ته، هر چا ستــــــــرګې دي ګنـــــډلې

اوریــــــــــدو تــــــــــه د فـــــغـــان یې بیا کــڼه ټوله دنیا ده

د لندن په اشاره بیا، په افغان نـــــاتــــــار جـــــوړیـــــــږی

د وژلو کنفرانس دی پــــــــــــرې د لــــــــر او بـــــــر سلا ده

چې څاروان د کاروان غل شو ،نو همدا د ژړا ځــــــای دی

نن د سولې لویه دښـــــــمنــــــــه، متــــــــــــــحده امریکا ده

که اخوان که القاعده ده، د انګریز د لاس نیــــــــالګي دي

چې په مونږ یې را تپي اوس، دا د کوم لــــــــــــــوري خطا ده؟

د ډیر ظلم نتیجه ده، چې نن هرافغان طالب شـــــــــــــو

ګناهکار سلامت ګـــــــرځــــــــي، بیګــــــــناه وړ د ســـــــزا ده

نور دقهر غواړو خدایه یا مو ورک کړه یا یې ورک کـــــــړه

دا دعا له عاجــــــــــزۍ نــــــــــــــه، کـــــــه له درد ډکه ښیرا ده
۲۰۱۰/۲/۱۱