شهسوار سنګروال
مخزن الاسلام د اخون احمد دروېزه د هغه مهال یو ګټور اثر دی چې د یوولسمې پېړۍ په شاوخوا کې کښل شوی دی. که څه هم د اخوند دروېزه په لیکنې دده د پلویانو او پیروانو لیکنې هم پرې ور زیاتې شوي دي خو کورني او بهرني څېړونکي بیا دغه اثر د اخوند درویزه په نوم یادوي.
په مخزن الاسلام کې د پښتو مسجع نثر، نیمګړی نظم او یو څو نمونې د بشپړ نظم هم تر سترګو کیږي.
په مخزن کې نه یوازې مذهبي ښېګڼې لولو بلکې یو څه تبلیغي رنګ او خوند هم لري. له دې چې راتېر شو پدغه کتاب یو تت شانته تاریخي رنګ هم شته.
د مخزن الاسلام له کتاب نه ډېرې قلمي نسخې تیارې شوي دي. د معلوماتو له مخې یو شمېر د دغه کتاب نسخې په هند او پښتونخوا کې هم لیدلی شوې دي او له دې سربېره په پارېس او لندن کې هم خوندي دي. یوازې د برېټش په کتابتون کې ۲۱ قلمي نسخې شته دي چې ما په دغه کتاب کې هر یوه په لنډیز سره معرفي کړې ده.
که چېرې درانه لوستونکي دغه لیکنه په غور سره ولولي نو ورته ښکاره به شي چې د مخزن الاسلام قلمي نسخې لږو ډېرې یو له بله سره توپیر لري خو په ټوله کې دغه خبر کولی شو چې پدغه اثرکې له اخوند صاحب سربېره د عبدالکریم ( د دروېزه زوی مشهور په کریمداد) عبدالحلیم (د دروېزه لمسی) ، مصطفی محمد، ملا اضغر، عبدالسلام ، عمرخان، شېرمحمد،رحیمداد عبدالرحیم... لیکنې او یادونې بې ګټې نه دي.
(۲۲)
کتاب بابوجان
موږ د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې دوه بابوجانه پېژنو چې یوه ته بابوجان بابي وایي او بل یو د بابوجان لغماني په نوم شهرت لري.
بابوجان بابی د میرویس نیک معاصردی د پلار نوم یې کرم خان بابی وو چې د کندهارپه اټغر کې کې استوګن وو. په پښتو ژبه یې شعر وایه چې د ؛شهاوګلان؛کیسه یې په نظم کښلې ده (۱۱۲۹هـ).
ولې زموږ د لیکنې موخه بابوجان لغمانی دی چې د نوموړي دوه قلمي نسخې په برېټش کتابتون کې خوندي دي. (لیکوال دواړه لوستي دي)
د بابوجان د یوې قلمي نسخې پرلپسې شمېره چې د کمبرج Cambridge پوهنتون کتابتون کې خوندي ده ۲۸۸۳ ته رسیږي. کچه یې ۱۹x ۳۰.۵ سانتي متره ده چې په هر مخ کې ۱۴ کرښې کښل شوي دي.
د بابوجان د کتاب دغه قلمي نسخه په ۱۱۷۴هـ کال (۱۷۶۱ز) د زالقعدې په میاشت کې په نسخي خط لیکل شوې ده. د قلمي نسخو د کتلاک ۲۸ مخ کې راغلي دي چې د قلمي نسخې دغه ټوک د احمدشاه دراني د واکمنۍ په مهال لیکل شوې دی. د بابوجان په کتاب کې مذهبي ښونې د شعر په بڼه راغلي دي چې د دغه کتاب په پیل کې د مذهبي الفبا په ډول لومړی شعر داسې دی:
د الف لبرکت مرحمت کړ -- ب بندګي م کړ قبول عنایت کړ
ت تایب م کړ لغیر -- ث ثواب م فضیلت کړ
د کتلاک د دې برخې څېړونکي په ډېرې ځیرکتیا د بابوجان د شعرونو لنډ جاج اخستی دی او دایې ډاګیزه کړې چې د نوموړي شعرونه د څښتن او نبي (ع) په ستاینه کې ویل شوي دي. یاد شوي ختیځپوه له دې سربېره دا هم څرګنده کړې چې بابوجان د اورنګ زیب معاصر او یو شمېر قراني کیسې یې چې د پیغمبرانو په هکله دي لکه د ادم (ع) ، سلیمان (ع) او حضرت محمد(ص) کښلي دي زما په اند بابوجان د اخوند دروېزه د اولادې معاصر وو او ۱۰۵۰ هـ نه وروسته هم ژوندی وو.
همدارنګه پدغه کتاب کې هغو لیکنو ته هم ګوته نیول شوې ده چې د بابوجان د بېلابېلو اړخونو په اړه لیکل شوي دي چې ګنې دی اصلا څوک وو او له کومه ځایه راغلی وو.
میراحمدشاه رضواني پخپل کتاب شکرستان افغاني کې کاږلي چې بابو جان د لغمان وو او دی یوه ملا د غنیمت په توګه راوستی وو چې اوس په یوسفزیو کې ښخ دی. ؛د راورټي په وینا بابوجان سیاه پوش کاپر وو چې مسلمان شوی وو او په مسلمانانو له دې کبله ګران وو چې ډېر څه یې زده وو.؛
ددغې قلمي نسخې په پای کې لولو: ؛تمت تمام شد کتاب بابوجان بوقت ظهر بتاریخ بست ودویم ذالقعد سنه ۱۴ احمدشاه درانی
(۲۳)
د ؛ کتاب بابوجان؛ بله نسخه هم په کتلاک کې راغلې ده چې کچه یې ۱۳X۲۲ سانتي متره کیږي او په هر مخ کې ۱۱ کرښې کښل شوي دي. لیکدود یې نسخي Nasxi دی او په ۱۸ پېړۍ کې لیکل شوې ده. (Colonel G.W.Hamilton) دغه کاپي ډېره لنډه کښل شوې ده چې یوازې یو شعر یې دلته را نقل کړی دی او بس:
ظالمان به آتشي په کرز وهینه وهل شي -- هم څیري به ئې په غاړه وي له نار
د امید څاي پاتو کم شه بابوجان -- خلقو لاس په بدي وه نیوه یکبار
د ؛بابوجان کتاب قلمي نسخه
دغه قلمي نسخه ما پخپله لوستې او بیا مې په لنډیز سره ځنې ټکي ترې راپورته کړي دي هیله من یم چې درنو لوستونکو ته په زړه پورې وي.
د دې کتاب د لومړي مخ په لاندینئ برخه کې د شرق الهندکمپنۍ د کتابتون ټاپه (E.I.Company,Library) چې توره بیضوي ډوله بڼه لري لیدل کیږي.
د همدې قلمي نسخې په لومړي مخ کې د کتابتون پرلپسې شمېره هم تر سترګوکیږي. (Io Islamic 2883 کتاب بابوجان). دغه کاپي د نوامبر په ۱۹ نېټه ۱۸۱۳ ز کال کښل شوې ده(Presented by J.cotton)
د دغې قلمي نسخې په دویم مخ کې لومړی مو سترګې په (بسم الله الرحمن الرحیم) لګیږي او ورسره جوخت د شعر څو بېلګې ګورو چې د ساري په توګه هغه د الفبا له مخې کښل شوی شعر چې د ؛ث؛ تر ټکي پورې مو دمخه د کتلاک له مخې ولیکه پاتې بیتونه یې داسې دي:
ج جمال م جلوه کړ o ح م حلم خاصیت کړ o خ د خیر کرم وکړ o د دلیل م هدایت کړ o ذ ذاکر د ثنا کړ...؛ (د قلمي نسخې ۲مخ)
د نسخې ټولې پاڼې ژېړې او زړې دي. ځنې پاڼې یې خیرنې شوي هم دي. او نورې یې بیا داسې ښکاري چې په اوبو یا کومې بلې اوبلنې مادې روټه شوي وي. د نسخې هر مخ په دوه سرو کرښو چوکاټ شوي دي او عبارت د چوکاټ مینځ کې په تور قلم لیکل شوی دی.
د لیکلو بڼه یې د قرانکریم نسخو ته ورته ده چې د هرې غونډلې (جملې) پای د (۵) په نښې له بلې جملې نه بېل شوی دی.
د کتاب عبارت ټول په تور قلم کښل شوی دی ، خو ځنې ټکي ، نومونه او نښې لکه د بابوجان نوم ، عربي جملې (غونډلې) ،قران مجید آیتونه او (۵) نښه په سره قلم کښل شوي دي.
د بابوجان نسخه په ګڼو فصلونو کې لیکل شوې ده خو فصلونه یې ګڼه نه لري او هر څپرکی په ښکالو یادشوی دی. د بېلګې په توګه فصل صفت رسولان او بادشاهان.
یو شمېر نور فصلونه یې یوازې د ؛فصل؛ په ټکي سره پیل شوي دي او کومه ځانګړې ښکالو او موضوع نلري.
ټوله نسخه له پیل نه تر پایه پورې ګڼه نلري ولې وروسته چا ټولې پاڼې له یونه تر یوسلوشپږشپېته (۱-۱۶۶) پورې په پنسل باندې ګڼه کړي دي. د قلمي نسخې لیکوال (خطاط) د ګڼې د کارونې پر ځای د پاڼو د تنظیم لپاره یو بل سستم کارولی دی او هغه داسې چې د نسخې د راتلونکي مخ لومړۍ کلمه یې په وی مخکیني مخ کې له چوکاټ نه د باندې د ګڼې پرځای لیکلې ده. مثلآ که د نسخې یو مخ په دې جمله پیلیږي چې ؛ډېر نصیحت و قبول ی نکړ...؛ نو په مخکیني مخ کې د ګڼې پر ځای ؛ډېر؛ کلمه لیکل شوې ده. د کتاب وروستۍ څو غونډلې داسې وې. ؛عزرائیل وخدای دانا دی بي پرواه. ډیر امان د دیدن یوسی وی نشی پتون۵ په تش لاس به که تنها ولاړ شه لارمان۵ تبه څه ارمان کړجان۵ هسې بادشاهان په ارمان ولاړ۵ قصه حکایتون پر زړه اثر دهیچا نشی۵ بیهوده د بابوجان نصیحتون تمت تمام شد کتاب بابوجان بوقت ظهر تاریخ بیست و دویم شهر دالقهد سنه ۱۴ احمدشاه درانی
وروستي مخ کې بیا د شرق الهند کمپنۍ د کتابتون ټاپه وهل شوې ده.
د کتاب پښتۍ :
د کتاب پوخ ټینګ توربخن سور رنګ لري.، پوښ یې د معاصرو او دودیزو کتابونو غوندې نه دی بلکې د بکس غوندې داسې بندیږي چې د یوې خوا پوخ لږ اوږد دی او د نسخې په بله خوا اوړي. د نسخې پوښ په اټکلي توګه دوه سانتي متره پنډ دی خو ځای ځای شکېدلی او ژوبل شوی هم دی.
د کتاب ژبه او لیکدود:
ټول کتاب په عربي لیکدود کښل شوی دی د پښتو د اوسنۍ الفبا ځنې توري (پ،څ،ټ،ډ،ړ،ږ،ژ،ښ) هم د عبارت په لیکلو کې کارول شوي دي . ګاپ (ګ) لیکل شوي دي خو نور ډېر پښتو ټکي لکه څرګند او بندګان په کاب (ک) لیکل شوي دي (څرکند، بندکان). پښتو ځې (ځ) د کتاب په ټول عبارت کې نه لیدل کیږي او د (ځ) پر ځای (څ) کارول شوې ده. لکه څای، څوان ،پنڅه او نور . دا ټکي اوس په اوسنۍ پښتو کې (ځای، ځوان ،پنځه) لیکل کیږي. د نسخې په عبارت کې نښتې هې (ه) ډېره کارول شوې ده. د بېلګې په توګه دغه ټکي (په هر چا، له یقین، قبلوینه ، شرطونه او نور) پدغه بڼه لیکل شوي دي: (پهرچا، لیقین ، قبلوین، شرطون او نور.)
د کتاب په عبارت کې دوه ډوله (ی) ګانې لیدل کیږي (ي،ے) خو د دې دواړو کارونه کې څه توپیر ندی شوی. مانا دا چې لیکوال دواړه یې ګانې یو د بل په ځای کارولي دي. لیکوال په پرتلیزه توګه لږ فارسي ټکي کارولي دي خو د عربی ټکو او عبارتونو په کارونه یې سپما نه ده کړې. د ځنو ټکو املا کټ مټ د وینا یانې د کلماتو د اداکولو سره سم لیکل شوي دي پښتو،خدمت ،استاد ،برخه ،فراغت او نور. خو په نسخه کې داسې کښل شوي دي لکه:
پوښتو،خذمت، اوستاد، بخره، پراغت او نور.
د نسخې نورې ځانګړنې:
د پاڼو شمېر چې د نسخې د لیکلو نه وروسته بیا چا په پنسل باندي لیکلي دي ۱۶۶ دي چې اوږدوالی یې ۱۹x ۳۰.۵ سانتي متروته رسیږي چې په هر مخ کې ۱۴ کرښې پرته له لومړي او وروستي مخ چې پخپل وار ۱۲ او ۷ کرښې لري کاږلې شوي دي. د نسخې لیکډول نسخي دی چې د ذالقعدې په دوه ویشتمه (د احمدشاه دراني د ټولواکمنۍ څوارلسم کال) نېټه لیکل شوې ده چې دا نېټه د ۱۱۷۴ لېږدي او ۱۷۶۱ زېږديز کال سره سمون لري.