لویه جرګه پایته ور سیدل خو لاسته را وړنه یې نه لرل


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ننګیالی بڅرکی
  • 872

زموږ په ګران افغانستان کې لویه جرګه هم دنورو دودونو په څیر تار یخي ار زښت لري. او موږ لکه په نورو دودونو چي فخر کوو، په همدغه لويه جرګه هم ویاړو ، چي دتاریخ په اوږدو کې ، دافغانانو ډيري پیچلي پېښې ور اسانه کړي دي.نوموړې جرګه دیوې عنعني په تو ګه موږ ته په دودیزه ډول را پا ته ده، او موږ يې وپریکړو ته دا سي درناوی کوو لکه؛د هیوادقانون ، ملي ګټي اود خاوري تما میت ته چي احترام لرو همدغسي د خپلو مشرانو پریکړو او تصمیمونو ته درناوی کيږي.
  زه دلته نه غواړم چي د جرګو پر کرونو لوژۍ بحث وکړم.یوازي په اوسني پيرکي دنومبر د۱۶ نیټې د۲۰۱۱م کال پرلویه جرګه غواړم خپل نظر دهیواد والو سره شریک کړم. دهمدغه کال دنومبر د۱۶ نیټې لویه جرګه اصلآ دافغانستان ددولت دتنظیمي اومصلحتي ګوندونو یوغټ مجلس وو، داځکه چي په دې مجلس کي ددولت هغه کسان سره را ټول سوي وه چي په خپلو منځوکې ګډي ګټي درلودلې. او دهمدغه ګډو ګټو پربنسټ یې دخلکو دپام اړولو په مقصد همدغه سورنا او ډول وټکاوه،تر څو دخلکو پام دنورواعمالوڅخه راوګرځي او د تمرکزقوای دماغي اصل یا (د خلکو پاملرنه اړول وبل لوري ته) ، چي دا په سیا ست او دولت داری کي یو خطا ایستونکی اصل دی.نوموړی اصل تطبق کړي.دلته هغه کسان سره را ټول سوي وه ، چي د مصلحتي ګوندونو استازي ، لرغوني جنګسالاران ، ددولت لوړپوړي چارواکي ، د ملي شورا غړي ، د مشرانو د مجلس غړي ،د ولایتونو والیان  خارجي ډیپلو ماټان او په لږ تعداد ملي شخصیتونه اوبې طرفه شخصیتونه هم وه.
په نوموړي مجلس ۱۰۰۰۰۰۰۰لس میلونه ډالره ولګید ل. چي نوموړی رقم په دغه غریب ملک کې ډیري پیسې دي.خوداچي نوموړي پیسې څه ډول مصرف سوې دي په دې نه پوهیږم ، خودومره پوهیږم...چي دغه پیسې با ید په ډیر ښه ډول دخلکوپرعمومي ضرورتونومصرف سوي وای، په خاصه توګه چي ډیر سخت ژمی را روان دی او خلک دعمومي تشویش سره مخامخ دي.که څه هم په اوسنیو شرا یطو کې دغسي ډیر بې ځایه لګښتونه کیږي ، خو دلته سوال دلګښت اويا مصرف نه دی؛ بلکي دلویی جرګې پردندودی.
تر اوسه چي لوئي جر ګې جوړي سوي دي هغه زموږ په تاریخ کي لوی دندي سرته رسولي دي، که دلرغونو اریا ئيانو څخه ئې را وا خلو بیا دهوتکو په پير اودوران کې د۱۷۰۷م کال دمیرویس نیکه دکوکران لویه جر ګه چي ګور ګین يې مړکړ. او خاوره يې دکورګین دظلمه څخه خلا صه کړه، داحمد شاه بابا دشیر سرخ لویه جر ګه چي احمد شاه بابا په لنګوټه کې مذهبي مشرپیر صابرشاه دجرګې دپریکړي سره سم دغنمووږی ور وټنومبه او احمد شاه بابا پا چا سو. دهغه را ور سته دامیرعبدالرحمان خان اوامیر امان الله خان دوخت لویه جر ګه چي په پغمان کې  جوړه سوه او دهیواد بشپړه آزا دي يې اعلا کړه . ترهغه ور سته نوري لو ی او وړې جر ګې چي په هیواد کې دملي ګټو پر بنسټ جوړي سوې دي. په هغو جر ګوکې ترهر څه مخکي دجر ګې دجوړ یدو ستراتیژي روښانه او دوخت دستونزو دپاره دحل لاري چاري لټول کیدې.
 خو نن ور ځ چي په هیواد کې ستره غمیزه روانه ده او هیواد دیو لړ ستونزو سره مخامخ دی، د ستونزي پر اصلي او ټا کونکي موضوع نه خبري کیږي او نه هم دحل اصلي لاري لټول کیږي . بلکي؛ پر هغه څه خبري و سوې کوم چي بیله دغه غټ مجلس(لوی عنعنوی جرګې )څخه هم کیدای سوای چي نوموړې موضوع په یوه پیشنهادي توګه ونا ټواو مسؤلو کسانو ته وړاندي سوې وای ، چي یا په تورشپه کي بمبار دمان مه کوی او یا هم زموږ دخاوري څخه پرنور وهیوادو تعرض مه کوی، یا هم ملکي ځایونه مه په نخښه کوی.
د نومبر د۱۶نیټې دغونډي درې موضوعګاني ډیري مهمي او دنوموړي مجلس ( لویه جرګه) بنسټیزي مو ضوعو ګاني وې .
لومړی : په افغانستان کي دناټود قواودایمي شتون او دستراتیژیکو نقطو څخه ګټه اخیستل .
 دوهم : دافغانستان ملي حاکمیت ته په در نه سترګه کتل .
دریم :ملي اردو روزل او په مځکنیواو هوای وسلو سمبالول. 
اوس به راسولومړۍ موضوع ته :افغانستان دتار یخ په اوږ دو کي یو آزاد او بې طرفه هیواد وو. افغانان غواړي چي خپله همدغه آزادي او بې طرفي وساتي ، په همدغه منظور دغه ۳۳ کاله جنګ روان دی. نن ور ځ دخارجي قواوموجودیت نه یوازي دافغانستان استقلال ترخطرلاندي را وستلی دی بلکي؛ دهمسا یه هیوادو دپارهم دتشویش سبب سوی دی.نوپه دې چي نوموړی تشویش په بنسټ کي حل کړل سي،با ید یوه همیشنۍ چاره وسنجول سي نودکړاونو پر هغه اصلي انګیزه باید خبري وه کړو، نه داچي  پر علت خبري و کړو، ولي هغه څه چي تر علت مخکي را منحته کیږي هغه انګیزه او پر انګیزو با ید وږغیږو او د حل دپاره يې لاري لیکي پیدا کړو.
زه فکر کوم چي په افغانستان کې دجنګ انګیزه همدغه دنا ټو دقواو شتون دی.نو که دنا ټو قواوي په افغانستان کي دجنګ انګیزه وي ، اود افغانستان همسایه هیوادونه او دامنیت دشورا دایمي غړي لکه روس او چین ته دا یو جدی خطر وي نو بیا دافغانستان ستونزه یوه نړیواله ستونزه و بولو او نوموړې ستونزه با ید په نړۍ واله کچه حل کړل سي.
او پر نظامي شتون دامریکائي قواوباید یو نړیوال کنفرانس جوړکړل سي.نو دامنیت دشورا دایمي غړي لومړی باید دافغانستان په باب یوې پایلي ته سره ور سیږي. اوبیا همسایه هیوادونه هم په دې ډآډ من سي ، چي دافغانستان دلوري ودوی ته خطرمتوجه نه دی.اودهمسایه هیوادونوڅخه نه داچي( دنه لاس وهني) تضمین وا خیستل سي.بلکي؛ په ډ يرجدي ډول باید څاراو نظارت يې هم وسي ، چي دپلي یا لیکي د هغه غاړي څخه نظامي عملیات بند سي.
خو که څه هم دبن په لومړي کنفرانس کې نړیوالوپردې پریکړه هم کړې وه چي په افغانستان کي به دا یمي سوله را وستل کيږي. او هغه خطر چي دنویړاله تروریزم د خوا یا القاعده دخوا څخه په افغانستان کي نړیوالو ته متوجه دی ، هغه ته به دپای ټکی ایښوول کیږي.اوافغانستان به دیوه نړیوال نوي افغانستان په شان دنړیوالي ټولني غړیتوب ترلاسه کوي، خوداسي ونه سوه؛بلکي برعکس تر وریزم خپلي پايې نوری هم ټنګی کړې،امنیت تر لومړیو کلونو نورهم په مراتبوډیر خراب سو،ولسونودطالبانو ملاتړوکړاو تر ۹۰فیصده ډيره سیمه دمخالفینو په ولکه کي ده، دهیواد لوی لاري دمخالفینو په واک کې  دي. اوپراکمالاتي لارو ددولت ټانکونه لا هم په مسؤنیت کي نه دي.حتا دکابل او شمالي ولایتونوامنیت چي تر ډیره وخته مسؤن وو ،هغه هم اوس دګواښ سره مخا مخ دی.نو دناټو په موجودیت کي دهیواد ملي حاکمیت مسؤن نه سو بلکي دیوه نوي نړیوال جنګ سره مخامخ سو.او دورځي په اوسط ډول تر۲۰زیات کسان دهیواد په ګوټ، ګوټ کې مري او شهیدان کيږي.داځکه چي موږ په دغه لس کاله کي دناټو په موجودیت کي ملي اردو او ملي پولیس پیدا نه کړه او نه هم وروزل سوه.شپږ میا شتي کیږي ، چي دپا کستان دلوري پرافغانستان با ندي تر شپږزره ډیررا کیټونه راغلي دي،دکنړغیرتمندخلک ددې غمیزي قربانیان دي، خوددې بې صا حبه هیواد ږغ څوک نه اوري، نودناټو دقواوشتون به څه وي؟
دوهم : دافغانستان ملی حاکمیت ته په در نه سترګه کتل :
که څه هم دلوی جرګې هغه بنسټیزه موضوع چي با ید ډیرټنګار پر سوی وای یوهم ملي حاکمیت ته په در نه سترګه کتل وه،دنا ټو دخوا څخه همیشه پرملي حاکمیت با ندي تیری ددې سبب سوی دي چي زموږ با غیرته ولس یې ځورولی اودخپلوملي ګټوپه خا طریې دځان د د فاع بریدونوته چمتوکړی دی. اوپه ډيره بیرحمانه توګه دشپې اوورځي دنا ټوتربمباردمانونو لاندي  مر ګوني شپې او ورځي سبا کوي، دکورونو تلاښي يې په داسي حال کي اخیستل کيږي، چي دهغوی ونوامیسو ، کلتور او عزت ته هیڅ ارزښت هم نه ور کول کیږي.
دغه لس کاله دولتي چارواکي په چغو،چغو نارې وهي ، چي د کورونوتلاشي دي ودریږي او دافغاني ځواکونو په صلاح او مشوره دي پسله ډیرعمیق تحلیل څخه داسنادو پربنسټ ؛ هغه هم په ډیره عزت داری سره دي د محکمې دحکم سره سم دکورونو تلاشي تر سره سي،او دشپې عملیات دي بند سي ، خو نا ټواو امر یکائیان کله دملت ږغ ته غوږ نیسي. اوهیڅ کله هم دښا غلي رئیس جمهور وخبرو ته غوږ نه نیسي ( نو بیا لویه جر ګه، دولتي چارواکي څه تضمین کولای سي چي پسله دغه لوی جر ګې دي نا ټو ودې پریکړو ته ارزښت ور کړي.)همدغسي زموږ دخاوري څخه دبې پیلوټه الوتکو په ذریعه دپا کستان پر خاوره په داسي حال کې بمباردمانونه کوي ، چي دپا کستان دولت په چیغو، چیغو نارې وهي چي زموږ ملي حاکمیت دخطره سره مخامخ دی. خو نا ټو غوږ نه پرې نیسي او نه ملي حا کمیت ته ارزښت ور کوي.نو ایا ددایمي سترا تیژکوقواوپه دایمي شتون کي به افغانستان ددې تضمین وکولای سي ، چی نا ټو دي دایران او پا کستان دغه ملي ستونزه حل کړي؛ یا هم دامریکا ئیا نو په دایمي شتون او دایمي هډوپه پاته کیدو به دروسې ددولت اندیښنې، دسیمي سوله تر خطر او پو ښتني لاندي را نه ولي؟.نو حقیقت هم داستونزه دهمسایه هیوادو پر ځای ستونزه ده.
افغانستان خپل ځانګړني لري چي دتاریخ په اوږدوکې په همدغه لاندي ځانګړ نو پیژندل سوی دی.
۱ـ افغانستان یو آزاد هیواد دی او په را تلو نکی کي به هم وي.
۲ـ یو بې طرفه هیواد دی او وي به
۳ـ دهمزیستي مسلمت ایز داصل پلوی یا دګاونډیانو سره دښو روابطو پلوی هیواد به وو.
دریم :ملي اردوروزل او په مځکني اوهوايي وسلوسمبا لول.یو ملت هغه وخت پیا وړی کیږي ، چي غښتلی فوځ ولري ، دفوځ غښتل توب په ملي اردو کې دی ، چي په ښواو مډرن وسلو سمبال وي، خودغه اردومخکي موږ درلودله.او هغه وخت یعني دډاکټر نجیب الله په وخت کې په ۱۹۸۶م کال کي څه وخت چي دافغانستان شرقي سیمي یا جلال اباد دپاکستان تر برید لاندي را غلی دافغانستان دولت او ملي اردو غاښ ماتونکی ځواب ورکړ. په داسي حال کي چي امریکا اوغربي هیوادونه یې هم په ټوله قوت شاه ته ولاړ وه ؛ خو دافغانستان دفوځ په مقابل کي دسختي ماتي سره مخامخ سوه علت يې دا وو، چي افغانستان نوي او د دفاع وړ وسلې لکه: لوانداز ، سکاټ ، دلوناو را کیټونه اودا سي نور هوايي او ځمکني دفاعي سلاوي درلودلې،خودبده مرغه چي هغه ار دودامریکا له خوا دامریکا په مشرتابه دای – اس – ای او دااوس پر قدرت نا ستو مجا هدینو دخوا څخه دخپل منځي جنګونو په وجه ړنګ سو او وئې نه سو ساتلای.خو بیا امریکا هوډ کړی وو، چي په افغانستان کي به نوی اردو جوړوي او افغانستان به د۱۹۷۵م کلونو په څیر غښتلی اردو ولري.په دغه لس کاله کي دامر یکا دنده دا وه ، چي افغانستان پر خپلو پښو ودروي اونن به موږ دپا کستان تررا کیټي حملو لاندي هم نه را تلای او خارجي هیوادو ته به مو د مر ستي ضرورت هم نه وای، موږ به خپله دالقاعده او ترو ریزم سره مقابله کولای سو..نن موږ خار جي هیوادو ته اړ تیا لرو او زموږ په هیواد کي نه نظامي توانمدي سته او نه وټیزه یا (اقتصادی ) توان مندي سته. څه وخت چي روسي قوتونه دافغانستان څخه ووتله، نودافغانستان اردودومره قوي وو،چي پرپاکستان يې دسکاټ دوه تو غندی ور پیر کړې چي یوه دسکاټ تو غندۍ د پا کستان داټمي دستګاه وڅنګ ته په څو کیلو مترۍ کي ولګیده او بله تو غندۍ هم په اسلام اباد کې دپارلمان وخواته نژدې ولګیده، چي پسله هغه پا کستان دسولي ږغ اوهوډ وکی.څر نګه چي افغانستان په دغه لسو کلونو کي نه نظامي اونه ملکي برلاسی تر لاسه کی،دهیڅ ډول پر مختګ نخښي نښانې هم په کښي ونه لیدل سوې ، نو با ید پردغه موضوع دافغانستان خلکو یا دهمدغه لوی جرګې دلاري او یا هم دترکې د کنفرا نس دلاري خبري سوي وای یا هم په را تلونکي کې دبن په دوهم کنفرانس کې تر حه سي. خو داچي په مشورا تي لویه جرګه کې یو طرفه پیشنهادونه او پریکړي وسوې نو ددې پریکړو ګټه به څه وي؟ زما دنظره که ودې جر ګې ته دسولي غونډه ویل سوې وای او نوموړو را غونډ سو کسانووطالبا نواو مخالفینو ته دسولي ږغ کړی وای او هغوی ته یې صا دقانه دعوت ور کړی وای دابه تردغه لوی جرګې په مراتبو هم ښه وای.او هم به یې اغیزي درلودلای.خولویه جرګه دافغانستان دخلکوپه زړونو او تاریخ کې یودهغه ارزښت ناکه عنعنو څخه ده ، کوم چي افغانان په ډیروسختوشرا یطو کي ، لویه جر ګه را بو لي. او دهیواد مسؤلیت وخلکو ته ورسپاري. نوبیا ملت پریکړه کوي او د ملت پریکړي دملت ټوله خلک عملي کوي.لویه جر ګه زموږ دقانون یوه غوره برخه ده او په قانون کي ځای لري او دقانون په ۱۱۰ ماده کي  داسي یا دونه ځیني سوې ده :« لویه جر ګه دخلکو دارادې په څر ګندولو کي لوړتر ین ار ګان دی ،چي زموږ دولسوونونماینده ګي کوي.»نو دغه عنعنه با ید په ډیر ښه،عزت او امانت دارۍ سره وساتل سي.تر څو دغه عنعنه موساتلې وي. نو با ید په استعمال کې پا ملرنه وسي . زموږ ددې خبري هدف او مقصد دادی، چي موږ په دغه لويه جر ګه کي چي په ۱۶ ـ ۱۱ – ۲۰۱۱م کال کي جوړه سوه دیوه پلوه مو عنعنوی لويه جرګه نوم ور کی ؛ خو دبله پلو مو بیا بیرته هغه خپله خبره رد کړه او د مشوراتي عنعنوی جرګې په نوم موونومول،چي دغه دوې سوژي یا اصطلاوي په خپل منځ کي یواوبل سره نفي کوي. اوډیرتوپیرسره لري ، یا به جرګه دخلکو عنعنوی جرګه وي او دخلکو په اراده سره به جوړه سوې وي ، نو بیا با ید داسي احترام ورته وسي لکه چي قانون ته احترام کیږي یا دخلکوارادواو کلتورته چي احترام لازم دی. نو دلته بیا یوازي دمشورې په ډول جر ګه را بلل او دهغه پریکړي و پارلمان ته استول ،د ه رد او تا ئيد دپاره ، دا دخلکو دارادې یوتوهین ، نقض او ردول دي،چي زموږ په ټوله تاریخ کي داسي جرګه نه تیره سوې او نه هم چا لیدلې ده.خو زما ددې خبرو مؤخه دانه ده چي ګوا کي ریس جمهور لویه جر ګه نه سي را بللای ؛ بلکي:ریس جمهورلویه جرګه په استراري حالت یا هغه خطرناکه حالت کي را بللای سي چي دهیواد اقتصادي ، تولنیزي او سیا سي ګټي دخطر سره مخامخ وي او داساسي قانون ۶۵مادې سره سم دا حق جمهور ریس ته ورکړل سوی دی.په نوموړې لویه جرګه کې دجرګې خلکو ته ددې حق ورنه کول سو ، چي دجرګې مشردي په ډموکراټیکه توګه انتخاب کي، یا دې منشیان دخلکو دمنځ څخه را انتخاب کي. فقط دوی په خپلو منځوکي سره وټاکل او یولړ غالمغالونه هم پردې واوریدل سوه خو چاه غوږ پرې ونه نیوی.
 نتیجه :
 لومړی : زما دنظره،نوموړې جرګه ددولتي چارواکوپه غوښتنه او ګډون جوړه سوې وه ، چي مراديې دځانونو ساتل دي دناټو دقوتونو په وسیله  د طالبانو او مخا لیفنو څخه.که دنا ټو قوتونه په افغانستان کې نه وي ؛ په دې کې شک نه سته چي زموږ با غیرته ولس به هغه کسان د محکمې میز ته را کش کي کوم چي په ادري فساد، د مځکو په معافیا ، رشوت او ددولتي پوستونو څخه په ناوړه ګټه اخیستلو سره لړلي او تورن دي.
دوهم : دنا ټو دپاره دغه یو ښه وخت دی ، چي په هغو کسانو ځانونه قانوني کړي ، کوم چي ناټو هغوی ته دفساد زمینه برا بره کړېده.ستر قوتو نه دخپل خصلت له مخي پر هغه چاه تکیه کوي، کوم چي هغه غلامي قبلولای سي، خو هغه کسان چي مخور او ملي بنسټونه لري او پالي يې ، هغه ته په ښه سترګه ځکه نه ګوري، چي ددوی سره دجوال خوله نه نیسي.اوبیرته دقدرت څخه یې لیري کول هم ګران کار دی، نو ځکه پر لړلواوضعیفوکسانو تکیه کوي.
دریم : هغه پیسې چي په نوموړي جر ګه ګې ولګیدې  که پر بل کوم ضرورت لګیدلي وای ښه به وای.ځکه په اوسنیوشرایطوکي دافغانستان دخلکواړتیاوي ډیري دي او دافغانستان خلک و ټولنیزو همکاریو ته تر بل هر وخت ډیره اړتیا لري.خو موږ نه یوازي داوسني وخت دلوی جرګې لګښتونه بې ځایه بولو بلکي درا روان د بن ددوهم کنفرانس څخه هم تر دغه ډیر تو قوع نه لرو.
د حل لاره : زما دنظره دافغانستان مسئله دوې برخي لري.
لومړی :
په افغانستان کي ډیرو کسانو ، سیاست پوهانو ، سیاسی ګوندونو ، دوخت دولتونو اوداسی نور خارجي سیا ست پوهانواو خارجي تحلیلګرانوپه دغه دیرش کالو کې خپل نظرونه په هره تار یخي مر حله کې وړاندي کړي دي ، خو یا یې خبري ځای نه دی نیولی او یا يې دخپلو ګټوپه اساس غولونکي نظریات ور کړي دي.خو زما دنظره هره پیښه ځانته هم علت لري او هم دحل لاره ، خو دلته دګټوسوال دي چي دچاه ګټي په څه کې دي،نوهغه دخپلو ګټو پر بنسټ دافغانستان مسله تحلیل کړې ده . او دپیښو د مخنیولو دپاره يې نه چاره سنجولې ده او نې هم دعلت په ځای پسي قدم ور اخیستی دی.خو دنړۍ اخبارونه او خپروني نارې وهي چي په افغانستان کي جنګ دی او سوله دحل لاره ده دلته درسۍ سر ورک نه دی؛ خو ورکوي یې ،دلته غل هم نارې وهي چي مه را ګوری غله درغله او دکور خاوند هم دغه نارې وهي چي مه را ګوری غله دي. هغه اصلي غل ځان پټ او ورک کړي دی.که نه نو خبره خو رو ښانه ده ( که غوا توره ده خو شیدې سپیني دي) . موږ په او سني وخت کې ګورو چي دهغه کسانو چي په دغه لس کاله کې په میلینو ډالره پیداکړه ، ایا مخکي ترهغه چي قدرت یې نه درلود سرمایه یې څومره وه؟ دغه سرمایه د دکومه کړه؟ معلومه خبره ده چي دافغانستان دخلکو څخه یې کالي کښلي دي، دهغوی څخه یې ډوډۍ غلا کړیده او دافغانستان دخلکو مال او شتمني یې لوټ کړې ده.او نور یې هم لوټوي نو دا خو یوه داخلي او کورنۍ ستونزه ده خو موږ يې دمخنیوی په لاره کي پاته را غلي یو؛ په داسي حال کي چي دافغانستان دولتي خپروني او دافغانستان تحلیل ګران په چیغو ، چیغو نارې وهي چي دهیواد شتمني ددولتي غلو دلاسه چور سوه،ددولت مځکي ، فابریکې، دخلکوټولنیزي شتمنۍ خرڅي سوې ، عام خلک اوس دټولنیزو خد متونو دپاره هیڅ هم نه لري ، خو یو څو جنګسالاران بیا په بدل کې اباد سوه ، دلته که ځیني هغه کسان چي په دغه غلا کي شریک دي او په دغه نا مه سره چي موږ سرمایداري ټولنه د چوراوغلا په پیسو جوړو؛ دغه خبره غلته ده او سرمایداري ټولنه چي یو اقتصادي او اجتماعي فرمایسون دی ، دسرمایه دارۍ جوړیدل ځانته خپل اقتصادي شرا یط او وخت غواړي،هغه دآزاد بازار او ازاد رقابت دلاري په سالمه اودرسته توګه جوړیدای سي،نه دخلکو دجیبو په لوټولوسره.او یا هم په دغه اوس وخت کي دخارجي مؤسیسو مرستي چي دافغانستان په نا مه دخارجه څخه را ځي او دخلکو په شخصي جیبو کي لویږي ایا په دې به زموږ ټولنه ښاده او اباده سي؟ تر ابده به په دغه ډول افغانستان آباد نه سي. نو دغه لس کاله تجریبه ښوي ، چي په افغانستان کي اداري فساد یوه لویه ستونزه ده ،چي ددې خوار ملت پر اوږو پرته ده، دبله پلوه په هیواد کي دځینو حلقوهغه کړني چي دژبني تعصباتو ، منطقوي توپیرونو او تعصباتو په باب دي، داهم داقتصادي ور سته پاته والي سبب سوې دی. اوزما دنظره دژبوپه با ب ملي او درست انډول په نظر کې نه نیول کیږي.
 دوهم : په اوسني وخت کي په افغانستان کې دجنګ اصلي موضوع دناټواو امر یکائیانو شتون دی.دافغانستان ستونزه چي هم یې په امنیت شورا کي تشویش را پیدا کړی دی.او هم یې همسایه هیوادو نو ته دسردرد ور پیدا کړی دی.نا ټو او امر یکاېیان دي .خودوی بیا ادعا لري ، چي موږ وافغانستان ته د مرستي،بیاابادولو،ډیموکراسۍ دپولي کولو،دالقاعده، تروریزم اومخدره موادو دقاچاق دله منځه وړلو په منظور افغانستان ته را غلي او په دې لاره کي مر سته کوو.او دبن په لومړي کنفرانس کې دغه هوډاو پریکړه هم وسوه. خواوس دبن دکنفرانس لس (۱۰) کاله کیږي، چي دافغانانو په ژوند کي دپام وړ بهبود هم نه دی را غلی او حتا دافغانستان ستونزي نوري هم دهغه وخت په پرتله ډیري سوي دي کوم چي افغانستان په ۱۹۷۵م کال یاهم تر دې ور سته دنجیب دحکومت تر اخیره پوري يې ژوند کاوه،دا ځکه چي په هغه وخت کي روغتیا ئي خدمتونه په وړیا توګه تر سره کیده، ښوونځی او لوړ تحصیلات ،کوپون ، کار او داسي نور خدمتونه په ټولنیز ډول سره تر سره کیده.خو موږ وینو چي نن ورځ په کابل کي په ښارینو کي لا هم بریښنا نه سته سړ کان خراب دي او ولایت خولا پریږده.خو دناټو او امر یکا ئیانو را تګ افغانستان ته جنګ را ړی لیکن خاموشه یې نه کی، نو په همدغه خاطر دیادولو وړ یې بولم چي ، نا ټو او امر یکا ئیان با ید پر خپلو کړنو دسره نوی علمي او عملي نظر وکړي.
زما دنظره نا ټو اوامریکائیان با ید لومړی په افغانستان کي دولتي را هبری ته تغیرورکي اوهغه کسانو چي هرنوع خیانت یې په دغه لس کاله کي دافغانانو سره کړی دی هغه با ید محکمه سي . او یوه نوې سالمه راهبري باید را منځته سي، چي دافغانانو دباوروړوي.او په همدغه ډول با ید یونړیواله کنفرانس را وبلل سي ، چی په هغه کي دافغانستان دخلکو رښتیني نما ینده ګان،روحانین، دلوړو زده کړو خاوندان او هغه کسان چي لاسونه يې په وینو نوي لړلي اوپه مذهبی فرقیزه جنګو کې برخه نه وي اخیستې، درشوت او خیانت ټاپه نه وي پر وهل سوې.نو بیا هم ددغسي نما ینده ګانو په ګډون یو نړیوال کنفرانس دافغانستان دمسئلې دحل دپاره را وبلل سی ، چي دامنیت شورا دایمي غړي + همسا یه هیوادونه + هغه اهل افغانان چي په پورته ډول یا دونه ځیني وسوه دملي وحدت پر بنسټ سره رټول سي ، تیر مخالفتونه هیر کړي او دافغانستان دبیا ابادولو دپاره خدمت او عملي کار وکي او دا ټولنه نورددغه غمیزی څخه خلاصه کي.هم دغسي دبهر نیانو سره دملي ګټو پر بنسټ ددواړو ملتونودګټو دساتلو پر بنسټ دوستي حتا ورورولي وکي ، داځکه چي بیله نړیواله همکار موږ په تجرید ډول دغه ټولنه نه سو جوړولای.
ولي؛ که موږ نړیوال هم خطا باسو او خپل خلک هم خطا باسودونیا ته دا ور ښکاره کړو چي موږ دخلکو استازي یو،ریس جمهورپه یو یا دوه کیلو مترۍ کې په هلیکپتر کي دارګ څخه د لوی جر ګې تر تالاره را ځي ،خو په موټر کي نه سي راتلای، نو دا بیا دخلکو استازی نه بلل کیږي.او نوموړی دولت هم نه دخلکو نما ینده دولت نه دی او نه دخلکو په را یه دغه دولت جوړ سوی دی. او علت یې دا هم دی چي دغه لویه جرګه او نور کنفرا نسونه ناکامه او پایله يې بې نتیجي را وزي او هیڅ لاسته را وړنه نوموړي لوی جرګې نه درلودله. پا ی