سېد جمال الدين افغاني په ۱۸۸۵ زېږد كال کې د پان اسلاميزم غورځنګ په جوړولو بريالې شو. د علامه نظريه او مبارزه په دوه اصولو (اسلاميت) او (افغانيت) ولاړه وه.
نيوليک
سيد جمال الدين د سيد صفدر ځوى و نوموړی په ۱۲۵۴ سپوږميز كال د كونړ په اسعداباد كي وزيږېد. د سيد جمال الدين افغاني كورنۍ د كونړ په اسعداباد كي اوسېدله خو د امير دوست محمد خان په وخت كي د ځينو اړتياوو له مخې د هغه په امر د سيد پلار له كورنۍ سره كابل ته راغى او هلته مېشت شو.
زده کړېسيد جمال الدين افغان په اووه كلنۍ كي په خپل كور كي د دوديزو پوهنو په زده كړه پېل وكړ. دې ډېر ځيرك او هوښيار و، دفكر پراخي يې دونه وه چي په لږ وخت كي يې د وخت دود نړي پوهني ټولي زده كړې ان چي استادانو يې هم له نبوغ او فكر څخه ګټى اخيستلې. افغان سيد پر اتلس كلنۍ صرف، نحوه، معانى، بيان، نوى او زوړ تاريخ، تفسير، حديث، فقه، اصول، عقايد، كلام، منظق، رياضى، هندسه او طب ختم كړل. ده له ډېر ځراكت او قوى ذهن سره پراخه مطالعه هم كوله او په هر برخه كي يې د خلګو د ويښتا په او هوسايني له پاره يو نوى نظر او پېغام ډګر ته راا ايستى چي دا دده د نبوغ ښه بئلګه او د ذهن د پياوړتيا څرګنده نښه ګڼل كيږي چي د خپلي بيساري پوهي په بركت يې كور، كلى، هيواد او دنوۍ ډېر هيوادونه ويښ او د ژوند په رستينې مانا پوه كړل او د هغوى بيده وجود ته يې د ويښتا په روح ننيستى.
كابل تر تګ مخكي يې په كونړ كي ه سيد فقير بادشاه څخه دينى او عربى پوهنى زده كولې او په كابل كي يې بيا د ګداى ګذري په ماجت كي له لويو پوهانو څخه لوست كاوه. د وخت په تيرېدو سره پردې زده كړو قناعت ونكړ او د پوهى مينى تر هنده ورساوه.
د پوهى او زده كړې په لار كي يې د هيڅ ستونزو او خنډونو پروا نه كوله. سيد افغان په هند كي يو كال او څو مياشتي تيري كړې. پر تېره زه كړه يې نوي پوهه د نوو اصولو سره زياته كړه يانى سيد مخكي په عربې، فارسي او تركى علوم لوستلي و واو په همديې ژبو ږغېدى په هند كي يې انګلېسي او اردو هم زده كړه. سيد چي پخوا يې فلسفه د عربې پوهنو سره يوځاى ويلېگ وه دا وخت يې په هند كي د نوي فلسفې په كارولو سره چي له اروپا څخه يې ځرك رارسېدلى وزده كړه.په سيد جمال الدين کښي د کوچنيوالي څخه د ښه استعداد او نبوغ نښي نښانې څرګندي وې ځکه نو پلار دی لومړی د کامې د شير ګړ د حضرتانو په ديني مدرسه کي شامل کړ . بيا پلار د ځان سره کابل ته بوت ، هلته يې له مشهورو استادانو څخه ديني علوم ، رياضي ، طب ، منطق او فلسفي کتابونه ولوستل او د دې تر څنګ يې پوځي زده کړه هم و کړه . په لږه موده کي ډېرعالمان ده ته د تدريس کولو څخه عاجز شول . په زلمي توب کي يې هند ته سفر و کړ او هلته يې د ديني او نورو عصري علومو زده کړي بشپړي کړې . بيا حجاز ته ولاړ ، يو کال د عربو په ملکونو کي و ګرزېد .
کله چي سيد جمال الدين افغان په دغو سفرونو کي پر زده کړه سربېره د شاو خوا سيمو د سياسي ، اجتماعي او اقتصادي حالت ډېره ژوره مطالعه و کړه نو دا فکر ور سره پيدا شو چي څرنګه خپل هيواد، ټول اسلامي هيوادونه او نوره نړۍ د انګرېزانو د استعماري بند، اثر او نفوذ څخه خلاصه کړي ، نو يې عملي هلي ځلي شروع کړې .
پدې وخت کي امير محمد اعظم خان د امير دوست محمد خان زوی د افغانستان پاچا وو ، سيد جمال الدين د نوموړي پاچا د نيژدې مشاورينو او د دربار د مخورينو څخه وو . د امير محمد اعظم خان د پاچاهۍ دوره ډېره لنډه وه او بيرته امير شيرعلي خان د دوهم ځل د پاره پاچا شو . امير شيرعلي خان له خپل ورور ( محمد اعظم خان ) سره د نيژدې تعلقاتو ، يا د انګرېزيانو په اشاره او يا د سيد جمال الدين څخه خپلي واکمنۍ ته د خطر په نسبت دی د خپل هيواد پرېښودو ته اړ کړ . سيد له هيواد څخه تر وتلو وختي لا خپل ټول پلانونه او مترقي پروګرامونه د وخت امير ته و سپارل او له هيواد څخه و وت .
لومړی هند ته ولاړ ، خو انګرېزيانو د هغه ځايه څخه و ايست او له هغه ځايه مصر او بيا ترکيې ته ولاړ . په ترکيه کي د هغه هيواد د صدراعظم په غوښتنه د پوهني او معارف د وزارت د مجلس غړی و ټاکل شو . سيد د ترکيې څخه مصر ته ولاړ او هلته يې نهه کاله د الازهر په اسلامي مدرسه کي د استاد په توګه دنده تر سره کړه . په ١٨٧٩ ميلادي کال کي له هغه ځايه وتلو ته مجبور شو، هند ته ولاړ . ډېر ژر انګرېزانو مجبوره کړ چي له هنده څخه هم ووزي . له هغه ځايه لندن ته ولاړ او هلته يې د ( ضياالخافقين ) په نامه يو اخبار پيل کړ او له هغه ځايه فرانسې ته ولاړ او هلته يې هم يو اخبار پيل کړ . اخبار يې د فرانسې حکومت بند کړ ، هغه وو چي د هغه ځايه څخه ترکيې ته ولاړ .
په ١٣١٤ هجري سپوږميز ( ١٨٩٧ ) ميلادي کال د سرطان د ناروغۍ له امله وفات شو او په ترکيه کي ښخ شو . چي وروسته بيا ١٣٢٣ هجري لمريز ( ١٩٤٤ ) ميلادي کال کي د ده تابوت د ترکيې د حکومت په موافقه کابل ته راوړه شو او د کابل پوهنتوون په احاطه کښي په شاندارو مراسمو ښخ شو .
سيد دا مهال د پوهي او اخلاقو نوى لار پرانيستله دى په هند كي پر يوه ځاي ديره نه شو بلكى غوښته يې چي د هند هري سيمي ته ولاړ شي، د خلګو سره وګوري او د هغوى د ژوند په اړه خبري ورسره وكړي. په دې كوګه په ټول هند كي وګرځېدى او په هر ځاى كي يې له خلګو سره په ټولنو او غونډو كي وليدل اود خپل سفر پر مهال يېد هغو ځايو اصول او احوال ځانته ښه روښانه كړل. سيد ته پر يوه ځاى پاته كېدل د خفګان خبره وه ځكه يې نو د نړۍ ډېرو برخو او هېوادو ته په مناسب وخت كي سفرونه وكړل او د هري سيمى اوهيواد خلګ يې د ژوند د رښتينى مانا د پوهېدو له لپاره راپور ته كړل. سيد افغان له هنده مكې شريفي ته ولاړ، حج يې وكړ اود عربو خوى، كړه وړه اودودونه يې وليدل او ډېره ګټه يې ورته وكړه. ترحج وروسته بيرته افغانستان ته راغى چي دا مهال لوى پوه او نابغه ځني جوړ شوي و. كله چي بيرته هيواد ته راستون شو نو د وخت حكومت دده د ځراكت او پوهي امله ورته د حكومت په حاكمه درجه كي اوچت او لوړ ځاى وركړ. څه وخت چي امير دوست محمد خان هرات ته د وراره او زوم سلطان د احمد خان تسليم كړه او وروسته د وربيښي ناروغۍ له امله مړ شو، وروسته محمد خان د زامنو تر منځ شخړي رواني وې امير شېر علي خان او محمد اعظم خان تر منځ دواكمنۍ پر سر شخړه روانه وه دې پيښو سيد افغان ډېرو زوراوه، كه څه هم د محمد اعظم خان ملګرى و، سيد افغان دا مهال اووه ويشت كلن و او د وزارت تر جوكۍ رسېدلى و،د محمد اعظم په زړه كي يې خورا ځاى نيولى و اوتل به يې مشوره ورسره كولْ، سيد افغان ده ته په هره برخه كي د نوى فلسفې له مخي پوهه وركړې وه، ده هم د واك پر مهال دده لار ښووني منلې. كله چي امير شير علي خان، محمد اعظم خان ته ماته وركړه نو سيد افغان ته يې بلنه وركړه، خو هغه ونه منله، د محمد اعظم په ماته يې اراده له لاسه وزكړه او د امير شير علي خان سره يي هم مرسته ونكړه. دا مهال سيد د خپل ځان له پاره وضعه سمه ونه ګڼله ځكه يې بهر ته د تګ هوډ وكړ. ددې له پاره چي خپل هيواد او خلګو ته يې خدمت كړى وي نو امير شير علي خان ته ورغي او د رخصتېدو پر مهال يې هغه دهيواد د پرمختګ په نيت ځيني مواد وړانتدي كړل لكه په كابل كي د يوې چريدې خپرول، د افغانستان د سياسي خپلواكي اخيستلو اعلان، د كابينې جوړونه، د عسكرو منظمول، د ملي ژبي پښتو پالل او بدا يول، د ښوونځيو جوړول، سړكونه جوړول د پستې او مخابرې وسايل برابرول او نور... دارنګه د سيد په باره كي وايي چي ده محمد افضل خان ته پوره درس وركړې و. كه چيري افضل خان باچا سوى واى نو به سيد افغان د خاوري د آبادۍ، خپلواكۍ د ګټلو په لار كي او د خلګو د هوسا ژوند له پاره نه تسړي كېدونكي خدمتونه كړى واى، تر دې وروسته سيد افغان له خپلي خاوري په ژوند ولاړ او تر مړينى وروسته پسله ډېره وخته تش تابوت اوهډوكي ګران هيواد ته په خورا درنښت راوړل شول او د كابل پوهنتون په منځ كي ښخ شو. چي په هيواد د كورنيو ورانوونكو جګړو په ترځ كي نه يوازي داچي ژوندي انسانان مو بې پټ هاو په خاورو ومنډل سول بلكي له مړو اومزارونو سره هم دښمنۍ وپالل سوې. چي په دې ترڅ كي د سيد افغان قبر هم دا ډول وران او په بې شمېره مرميو سورۍ، سورۍ سو، چي ته به وايي د ډېر منظم پلان له مخي دا كار سوي دي. زموږ د خاوريوانسانانو ادرين غليمانو يوازي په دې زړه نه سړېدى چي نن او سبا ته مو اور واچوي بلكې د پرون د وياړونو پر تندي يې هم داغونه راكښېښول... كه څه هم د سيد افغان د ژوند اړخونه په څو پاڼو او كتابو كي نشي ځاييداى او د هغه د وياړلي ژوند په اړه كتابونه ليكل په كار دي، چي دده د ژوند او اثارو په برخه كي مالومات بشپړ سي. خو دلته ددغه ستر انسان په اړه يو څو ټكي روښانوو. سيد جمال الدين افغان د ختيځي نړۍ ستر عالم، لوى سياست بوه، مبارز او انقلابي و، دى نه يوازي پوه او مفكر و بلكي له پوهي او مفكورې سره عمل هم ملګرى كړي و، ځكه نو د عمل او مبارزې د لاري اتل او مخكښ ګڼل كيږي، دده دعمل له پاره بايد داووايو چي دده پيغامونه او نظريې دي، چي هر وخت او هره ورځ يې په بيلو، بيلو هيوادو او خپلو تاليفاتو كي ځاى كړي دي، دده دا پيغامونه يوازي د يوې ورځي او يوه تن له پاره نهوو بلكې هغه مهال د هغو قومو او هيوادو د ويښولو له پاره لوى درس و چي د استعمار تر تتۍ لاندي و واو خورا ښه بېلګه يې دعروۍ الوثًى مجل هده. ده د نړۍ پر مخ مسلمانان چي د اروپا له خوا تر ښكېلاك او تيري لاندي وو د يوه لاس ګوتي ګڼلې او ددغه ښكېلاكي واكمنۍ د ختمولو له پاره يې دوى يو والي او ورورۍ ته رابلل چي ځانونه خپلواك او هيوادونه يې له ښكېلاكه وژغورل سي او پردى وان ونه توانيږي چي ددوى پر مادي او مانيزو شتمنيو خېټه واچوي ستر سيد د ښكېلاك د ناوړي پاليسۍ وركولو له پاره په هر هيواد كي هر قامته خپلي سوي، سوي نارې په ډېر حراكت اوزړورتيا سره وهلې او دايې لويه هيله وه چي د ښكېلاك (استعمار) تور ټغرله دغو هيوادو څخه ټول كړه سي. ده غوښتل چي دا هيوادونه د مفكورې او عمل له لاري راويښ كړي د پردي دښمن پر وړاندي كلك و د ډيري او استعماري نقښې يې وراني كړي او په پاى كي وكولاى سي چي د استعمار كور ځنځير د تل له پاره له خپلي غاړي وباسي. همدارنګه سيد افغان تبعيض او تفرقه نه منله، هه ته انسان انسان ښكراېدى، تور، سپين او ژړ يې يو وجود ګڼل. دده دالوړه مفكوره هر ځاى په هر هيواد كي جوته سوې ده. ياني دى چي به هرځاى ته ولاړي ځان يې د هغه ځاي او د هغه د ځاى د خلګو ګاڼه، هند ته چي ولاړي، هندوانو، د هند مسلمانانو او نورو توكمونو ته يې د مبارزې مفكوره وركړه او ځان يېد دوى يو غړى ګاڼه حو چي هند ځان داروپا له ښكېلاكه خپواك كړي مصر او ايران ته چي ولاړ، هلته د هغوى په درد دردمن و او د ښكېلاك د وركېو لاري يې ورښولې، تركيې تهچي ولاړ، هلته د تركانو وروڼو په غم كي ځان كډ باله، دى چي به هرځاى تليى، هلته به يې د هغه له پوهانو اومخورو سره كتل او هغوى به يې خپلواك اوسرلوړي ژوند ته هڅول چي خپل ولس د ښكېلاك ختمولو له پاره پوه او ويښ كړي. د سيد افغان مفكوره تدرې هم لوړه وه، ځكه هغه انسان د اسنان په نوم پېژندى چي بايد د نړۍ پر مخ خپواك ژوند وكړي، د نړۍ مخ سيد افغان ته د يوه كور حيثيت درلود او نړيوال يې د يوې كورنۍ غړي بلل. موږ په پوره باور سره ويلاى سو چي دى له يوې بيوزلي كورنۍ څخه راپورته سو او په خپله پوهه يې كور، كلى، هيواد، ختيځ او لويديځ روښانه كړ، دده شخصيت ډېر اوچت و، دده په باب پوره او بشپړه ليكنه البته زموږ د توان خبره نه ده او نه هم موږ دده ديادوني حق ادا كولاى سو. دده د سرت تاريخي او نړيوال شخصيت يادونه لكه څنګه چي دده له شان سره لازمه ده موږ نه سو كولاى دده په اړه چي هرڅه ويل سوى او ليكل سوي دي بيا هم لږ دي، ښايي او لازمه دهچي د وخت چاوراكي زموږ دغه ستر افغان ته پام واړوي په اړه يې ملي او نړيوالو سيمنارو او سرتو سترو غونډو ته لار هواره كړي. چي له يوې خوا دده ستر انسان حق اداء سوى ويا و له بله پلوه زموږ ځوان نسل د هغه له بيساري ستر ارمان او اوچت شخصيت سره ښه ډېر آشنا سوى وي. ګوندي وي چي افغان ځوان نسل وكولاى شي دستر سيد افغان د پوهي تفكر او لوړ ارمان په رڼا كي ځانته د ژغورني يوه روڼه لار پيدا كړي او د روانو بدبختيو له تورو تاريكو څخه ځان راوباسي. د ستر سيد افغان شخصيت د نورو په نظر كي: ډېرو بهرنيو پوهانو د سيد افغان د لوړ پوهنيز شخصيت په اړه ډيري ژوري او علمي نظريې څرګندي كړي دي، چي په دې لنډه مقاله كي يې بشپړ بيان نسو راوړلاى، خو بيا به هم د څو تنو د نظر په لنډ ډول راواخلو. چارلزايدمز ليكي: ددې نامتو عالم كارنامې او كار روايي د يوه ځانګړي هيواد د سمون له پاره نه وې بلكې د ټولو اسلامي هيوادو له پاره وې. زموږ ددې خبري ثبوت د هغه څرګند اوجوت نظردى چي د ګران هيواد افغانستان، مصر، تركيې، ايران او هندوستان په باره كي يو شان وې، ده په هر هيواد كي د وينا او تبلغ په پايله كي يو ږوږ پيدا كړى و او بيده خلګ يې د خپلو حقونو د ترلاسه كولو له پاره يې راويښول. مرسيو ميستل ليك: د لرغوني او تاريخي افغانستان نامتو پوه او سيد هري خوا ته چي تللى دي، د تلو سره سم يې هلته ذهني انقلاب راوستلى دي او دده ددغه خوڅښت او ښور پايله وه چي په ختيځو هيوادو خلګ د خپلو حقو د ترلاسه كولو له پاره راويښ سول... د امريكا يو پوهوايي: سيد جمال الدين افغان د لوړي فلسفې خاوند، د فصاحت او بلاغت پر ډګر تر هر چا پا تر ټولو دمڅه و، لوى سياست پوه او د كللكو دلايلو څښتن و، ډېر زړه و راو همت بئگلګه ګڼل كېده، په خبرو كي يې زياته اغېزه وه، په خپل وخت كي د نړۍ په خلګو كي د دونه عزت خاوند و چي لږ سيالان يې درلوده، ډېره پخه اوعلمي تجربه يې درلوده چي موږ يې پوره مننه كوو...
اې لويه خداي! زموږ له سترګو دوهم پردې پورته كړې چي حقايق هغسي ووينو لكه څنګه چي دي او په توګه له بد مرغۍ او ګمراهۍ وژغورل سو. لويه خدايه! ته وهم ټپ كړې ځكه كله، كله وهم د بېرو هنداره سي اوډاروونكي څېرې پكښي ليدل كيږي او كله، كله بيا بې حقيقته خوشالي سړي ته ځلوي. وهم په هر حال د حقيقت حجاب دى او پر ليمو باندييوه پرده غوړوي، وهم د ارادې واكمن دى او پر عزم باندي غالب له ده شرزيږي او خير كښتي، نو ځكه وهم د شر بابيلونكي او د خبر شړونكي دى، وهم كمواكه غښتلى ښيي، نژدې ليري ايسوي، د امن ځاى له خظره ډك څرګندوي او د پنا ځاى د مرګ خوله ښكاره كوي. وهم وهمېدلي له ځانه بې خبره كوي او له صحيح حسه يې ليري بياي ې موجود يې په خيال كي معدوم راځي او معدوم يې موجود وهمېدلى په يوه بې حقيقته دنياګي اوسي او په يوه داسي عالم كي ځان ګڼي چي ليدل يې ناشوني دي، وهمېدلي په دغه خيالي عالم كي د مېرګي نيولي په څيرلو څي يو څي كوي هډو نه وهيږي چي څه كوم؟ څوك ولاړه؟ څوك راغله؟ څه راكړه سوه څه راڅ يو وړل سوه؟ وهم يو ناولي روح دي چي د انساني نفس هغه مهال په پېڅه كيږي چي هغه د ناپوهۍ او ناخبرۍ په ترايو كي ګوډ، ړوند كيږي او له ويري هيسته هڅه كوي حقايق چي پټ سي نو وهم ټيګيږي او ارادې تر خپل واكل اندي كوي. وهمېدلي د ګمراهۍ چول ته غورځوي، پر ناليدلو او كږو وږو لارو يې سر كوي، څو بيخي د مقصد لوري حتي ورك كړي
ليكنې رساله نیچریه د "عروةالوثقی" په مهالنۍ كې ليكنې د ارنست رنان د خطابې په رد كې ليكنه د وخت واكمنو، او روڼ آنديو ته ليكونه د "ضیاءالخافقین" په مهالنۍ كې ليكنې تتمة البیان فی تاریخ الافغان د علامه سېد افغاني سفرونه د هند سفرعلامه سېد د خپلو افكارو، نظرياتو څېړنې او تبليغ لپاره په ځوانه ځوانۍ د هند په لور وخوځېد. او پدې لار كې په نه ستړې كېدونكي تلاښ لاس پورې كړ، او له هېڅ ډول كوښښ او سعي يې سرفه ونكړه. علامه سېد په ۱۸۵۶ز كال د هند په لور خوځي ترڅو د انګريزي ښكېلار ځواك پر وړاندې د خپلواكۍ د غورځنګ فكري مشري په غاړه واخلي. د علامه سېد لومړنې بهرنې سفر د هند په لورې ؤ. او تر هغه ځاى پورې چې د سېد د ځوانۍ اړيكې وى، نو دې سفر ته يو تجربوي او څېړنيزه سفر ويلاى شو.
ده غوښټل ترسو د هند له روانې سياسي او ټولنيزې وضعې څخه ځان خبر كړي، نو پدې اړه يې د هند له پوهانو، مشرانو او سياسي وتلو څېرو سره ليدنې كتنې پېل كړې. د هغوې له افكارو څخه يې ځان خبر كړ، او د ښوونيز نظام په اړه يې د هغوي كړه وړه له نظره تېر كړ. علامه سېد دا تريخ واقعيت هم درك كړ، چې په هند كې واك او چارې د مسلمانانو له لاسو څخه په ټولييز دول وتلې دي. نو لدې امله د هغه مخالفت او كينه د انګرېزانو په وړاندې له هرچا زياته وه، او د مسلمانانو څخه يې غوښتنه دا وه چې خپلې اړه يكې له پرنګيانو سره وشلوي. علامه سېد په هندې كې څه كم يو كال تېر كړ، او بيا د حج مباركې فريضې اداكولو لپاره د حجاز په لور وخوځېد.
حجاز ته سفرعلامه سېد په هند كې له يو كال تېرولو څخه وروسته د حجاز په لورې وخوځېد ترڅو په ځوانه ځوانۍ كې د حج سپېڅلې فريضه ادا كړي.
بېت المقدس ته سفرعلامه سېد د حج د فريضې له اداكولو څخه وروسته د بېت المقدس په لورې وخوځېد.
مړينه
سيد جمال الدين افغاني په ۹ د مارچ، ۱۸۹۷ زېږيز کال کې په استنبول کې له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې او هماغلته په استنبول کې خاورو ته وسپارلی شو. د ۱۹۴۴ زېږيز کال په وروستيو کې د افغانستان د دولت په غوښتنه د هغه جسد بېرته افغانستان ته ولېږل شول او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپارلی شو چې هديره يې بيا د په ګومبدې وپوښل شوه.