(څپيزـ خجيز) وزن د پښتو شعر آر او بنسټيز رغنده ټوک


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار
  • 267

 ٣ -  څپرکی

ټولمنلې خبره ده چې ليدتوگه يا تيوري له کړن يا پراکتيکه رازېږي، په بله وينا، کومې پوهنې او فنونه چې انسانان يې تر اوسه پر رابرسېرونه او اړوندو دويونو (قواعدو، قوانينو)، فارمولونو، ټوليو (مقولو)، ډلبنديو... پر اوډنه بريالی شوي، د نا اټکلېدونکو مهالپېرونو د کړنو او کړاوونو يې سرچينه اخېستې ده.
لکه واخلې ژبپوهنه چې د انسان له خوا د لکونو کلونو کارېدلې ژبې يا ژبو د څېړنې او شننې منځته راغلې او بيا ادبپوهنه چې د زرگونو زرگونو کلونو په بهير کې د منځته راغلو ادبي هستونو له څېړنې او ځيرنې څخه را رغول شوې ده. همداسې شعرپوهنه هم، يا په نومېرلې توگه بدلمېچ د دغو غبرگو پوهنو په رڼاکې د راپنځول شويو بدلو او  شعرونو له سپړنې او شننې څخه رامنځته کېږي. 
په دې لړ کې، په نومېرلې توگه يونانيmetron) )) او بيا رومي ((metrum)) او راوروسته عربي ((عرو ض)) د يادونې وړ دي چې دوه لومړني مېتريک بدلمېچونه تر منځنيو پېړيو پورې پر ټول اروپايي کچ کارول کېدل هرگوره، راوروسته بيلابېلو اروپايي ژبو ځانته جلاجلا تونيک - سېلابيک بدلمېچونه را اېستلي او پر کار اچولي دي. ښايي عربي عروض هم خليل بن احمد د يوناني- رومي هغو له اغېزې او سيالۍ سره منځته ته راوړي اوسي چې د نورو پوهنو او بياادبي فنونو، لکه د اپلاتون پويتېکس(بوطيقه) د ژباړو په لړکې ورسره پېژندويي پيداکړې وي، هغه هم د د دغې لوړې اوړوني سامي ژبې چې گړپوهه يې هم د ((اوزانو)) اړونده کړې، تر بلې هرې زړې او نوې اروپايي ژبې پکې مېتريک سېستم ښه ترا پر کار اچول شوی دی.  دا چې راوروسته د نوي آرياني پېر  پارسي شعر عربي عروض لږو ډېر راخپل کړي، دوه لاسونده درلودلي دي:

-  يو يې په لومړيو دوه دوه نيمو اسلامي پېړيو کې پر دغه عجمي ژبه باندې د عربي هغې بېخرته اغېزښندنه او ورسره گډوله کېدنه؛
-  بل  يې ورسره څه ناڅه غږپوهيز نژدېوالی وو. خو د پښتو شعر په برخه کې بيا، لکه پاس چې وويل شول، د پارسي شعر پر پليونۍ داړوند (عربي) مېتروم (عروضو) د راتپنې هڅې کورټې پاتې راغلې او په دې لړ کې يې د مياشرف  له خوايوازېني اوډلي بدلميېچ هم کوم ځای نه دی نيولی. په دې توگه موږ ته دا پلمه پر لاس راغله چې د نږه (سېلابوتونيک) دا يې په اسانه ځايناستی او د پرله پسې منښت او گرانښت جوگه کړای شو.
نو کله چې وايو، د پښتو شعرپوهه، يا په نومېرلې نومونه، تول يا وزن ((څپيز- خجيز = سېلابو تونيک)) دی، دوه توکه (عنصره) مو سترگو ته نېغ درېږي: څپه او خج، چې دا دی، بېلابېل يې تر څېړنې لاندې نيسو.

١- څپه: عربي هجأ، انگرېزيsyllable ، لاتين syllaba، يوناني syllabē
 په يوه ژبه کې د يوه يا زياتو غږيزو يوونونو (واحدونو) هغه ټولگه يا ټوټه ده چې له يوه خپلواک (a,ā,e,i ,o,u) يا يوه خپلواک او يوه ياڅو بېواکو (b,g,h,f ,j, k,l,m,n,p…) رغېدلی وي، يا له يوه خپلواک او يوه نيمواک (w,y)او يا هم له يوه خپلواک (واوېل)، يوه نيمواک (سيمي واوېل) او يوه يا څو بېواکو (کنسوننټو) څخه منځته راغلې وي او په يوځايي ډول، په خورا لنډ مهالټکي يازماني نقطه کې په يو وار سا اېستنه له خولې راوځي. يو خپلواک هم ځانته جلايوه (يو فونيمي) څپه رامنځته کولای شي او هم د يوه بېواک يا نيمواک په ملتيا (دوه فونيمي) او همدا راز د يوه نيمواک او څو بېواکو په ملتيا؛ مانا دا چې خپلواک يو خوا ځانته يوازې يو فونيمي څپه رغولای شي او  بلخوا د دغو نورو په ملتيا لنډې او اوږدې څپې، خو يو بېواک يا نيمواک بې د خپلواک له ملتيا، نه ځانته څپه رغولای شي او نه دواړه په گډه، له همدې کبله خپلواک ته د څپې زړی (هسته) وايي.  هرغبرگغږ (دېفتونگ) هم څپه بلل کېږي، ځکه يو خپلواک او يو نيمواک (واوېل او سيمي واوېل) رانغاړي. استاد رشاد د نصيرالدين طوسي (٥٩٧-٦٧٢ هجري) د خبرې ((د نظم  ړومبني اجزاء متحرک او ساکن ږغونه دي)) پخلی کوي، خو د اوسنيو څېړونکيو دا پېژند هم ورسرباري کوي چې د نظم ړومبني اجزاء ((هجاوې)) دي، مانا دا چې دوديز پوهان هم څپه د پېيلې وينا د کوشنيترين يوون (واحد) په توگه مني. (الفت ٢٥گڼه)

د نوې ژبپوهنې له مخې د يوې څپې په جوړښت کې د پورتنيو ((← زنځيري)) توکو تر څنگ يو ((←نازنځيري)) توک ((←خج)) هم شتون لري چې له هماغه زړي (واوېل) سره يې تړاو لري او د ((←څپيز خج)) په نامه يادېږي؛ ترڅنگ يې ((←ويي خج ، غونډ خج او غونډله خج)) ډولونه هم شته؛ ((←اهنگ))، غاړه(لحن) او بل يو نيم نازنځيري توک هم دلته او هلته د غونډلې يا شعري او سندريزې ټوټې مسرې دننه  راخپلولای شي. 

وازه او تړلې څپه
وازه يا (خپلواکپايه) څپه هغه ده، چې پر يوه خپلواک (واوېل) پايته رسېدلې وي، لکه: ورا، دوه، بيا، خوله...؛ تړلې يا (بېواکپايه) څپه هغه ده چې پر بېواک (کنسوننټ) يا غبرگغږ (ديفتونگ) پايته رسېدلې وي، لکه: اور، کور، پوست، گواښ، خوښ، خوند، وری، سپی، مۍ، ځای.... 
اړينه نه ده چې هره څپه دې مانا ولري او د يوه مانيز توک (ويي، وييکي) په توگه په ازاد ډول وکارول شي او يا په يوه لوی  ژبني يوون غونډ (عبارت، فقره) يا غونډله (جمله) کې دننه کوم مانيز يا پښوييز (گرامري) چار پرځای کاندې، خو نا مانيزه څپه ازاده نه، بلکې تل د دغو لويو جوړښتونو دننه راتلای شي. 

د څپې څومره ييز (کمي) ډولونه
 که څه هم د څپې څومره والی (لنډوالی او اوږدوالی) په پښتو کې، نه له ژبني او نه له شعري پلوه کوم څرنگيز (کيفي) ارزښت لري، خو د دې لپاره يې تر ويېنې لاندې نيسو،چې وښيو، ولې پښتو شعر له عربي- پارسي عروضي (متريک) سېستم او کچ ومېچ سره نه، بلکې له څپيز- خجيز (سېلابو تونيک) هغه سره اړخ لگوي، په داسې اکر کې چې په عربي او پارسي شعر کې د څپې څومره والی د تول و تال له پلوه څرنگيز ارزښت او اغېز لري. په ترځ کې يوه پښتو شاعر او شعر پوه ته دا هم ور په گوته کوي چې لنډه او اوږده څپه د شعري غونډ (رکن) او بيا د پښېلې او لړ (قافيې او رديف) په رغاونه او شننه کې څنگه کارول کېږي، د ساري په ډول يې ټاکلی ((←څپيزخج)) له له ټاکلي شعري خج سره چې پر هره څلورمه څپه راځي، څنگه اړخ ولگولای شي او په دې لړ کې د دې ستونزې هواری هم راښيي چې که و نه يې شي لگولای، د يوې بلې وړندې ځايناستې لټه يې وکړو. يوه ورته ستونزه بيا د ډېرڅپيزو ييونو له کارونې سره په ځانگړې توگه رامخته کېږي، د بېلگې په ډول زموږ خپل تاريخي- جغرافيايي يا فرهنگي نومونه، لکه، (آرياناوېجه)، (آهورامزدا)، آهورامزدايي)... چې د پښتو خجپوهنې له مخې يې بايد وروستۍ څپه خجنه راشي، حال دا چې شعري خج تر څلورمې څپې اخوا راتلای نه شي!

ليکوال په خپل يو شعر کې ((بېلتانه ځپلې)) تړنگ (ترکيب) کارولی او د دې لپاره چې ټاکلی خج پر درېيمه څپه راغلی اوسي، دېته اړوتی چې وييرغاونيز آر تر پښو لاندې کړي او هغه دا چې د پښتو  تړنگ فشار زياتره پاي او څه ناڅه پايمخ (ما قبل اخېر) ته راځي، که نه پوخ تړنگ نه بلل کېږي او پر غونډ (عبارت) بدلېږي، نو په هغه شعر کې همدا سرغړاوی شوی او اړوند  تړنگ پر غونډ اوښتی دی:
( بېلتانه/ ځپلې هيلې)
مې غمونه ژاړي ستا
         زه لېوال ستاد ښکلا،
   زما ښکلې پښتونخوا
(سوزونه او سازونه١٦).

نور اوږده اوږده پښتو تړنگونه هم شته چې يوازې په شعاري نظمونو اړه پيداکولای شي، له ورته سرغړاويو سره مخامخېږي، د بېلگې په توگه:
افغانستان پېژندنه، توکم پالنه، يا يو هېوادنی نوم (( نيکاراگوا)) او داسې نور چې له شعري غونډ (رکن) ورسره هېڅ اړخ نه شي لگولای.
د پښتو څپې څومره ييز (شپږ گوني) ډولونه په دې وروسته توگه ترسپړنې لاندې نيول کېږي:
- يو غږيزه (يو فونيمي) څپه چې له يوه خپلواک(واوېل) څخه رغېدلې وي، زور(فتحهa-) چې د ويي يا څپې په سر کې راځي، لکه په (اته، اتڼ، اکر) کې، مانا دا چې هر پښتو ويی چې په الف (پيلوو)، د زور (فتحې) هومره حرکت لري؛ په دې ډول په پښتو کې ((سرالف)) هېڅ نشته او خپل زاړه يا د نورو ژبو الفونه او ممدوده هغه هم پر فتحه اړوي، لکه په اسان، ارام، ازاد... کې. دا چې  پر پارسي يا عربي ورته څو کمپېښو الفونو(آس، آر، آريا...) مد اچول کېږي، موخه يې له زور (فتحې) سره  توپيرول دي؛  آ(هلکه!) چې په پښتو کې يوازېنۍ ازاده او مانيزه يو فونيمي څپه، يانې بلنوييکی (حرف ندائيه) هم دی، د عادي الف هومره اوږدوالی لري.

- دوه غږيزه (دوه فونيمي) څپه، چې له يوه خپلواکغږ (واوېل) او يوه بېواکغږ (کنسوننټ) څخه جوړه وي، مانيزه، لکه اور (or)،اوس (os)، آس، آر، آړ، اړ، زه، ته،  هو، څو، اور (or)... يا د يوه ويي دننه (زياتره بې مانا)، لکه: کو- ټه (کوټه)، دې- ره (دېره)، رو-ز-نه (روزنه)، با- با-گ- ني (باباگني)، ار-وا- پو-هه (ارواپوهه)، اف- غا- ني- وا- له (افغانيواله)، تو-کم- پا-ل- نه (توکمپالنه).

- درې غږيزه څپه چې له يوه خپلواک او دوو بېواکو څخه جوړه وي او د يووستوي ويي په توگه مانا هم درلودای شي، لکه: کور، خور، مور، تره، ور (war)، سر (sar)، لر (lar)، بر (bar)، لور، لار، تېر، هېر، وير، وېړ، هېښ، پېښ، اند، لاس، پښه...، د بېلښتي او يا تړښتي وييونو دننه (مانانيزه يا نامانيزه)، لکه: بر- مل (برمل)، مرس-تون (مرستون)، روغ- تون، تره- گر (ترهگر)، بن- سټ-پال (بنسټپال)؛ يا له يوه خپلواک، يو بېواک او يوه نيمواک څخه يې رغښت موندلی وي، لکه: نيا، بيا، ياد، يون، يور،  دوه، دوې، يا د يوه بېلښتي يا تړښتي ويي دننه، لکه: پوه- يال (پوهيال)، پو-هن- وال (پوهنوال)، پو- هن- مل (پوهنمل)، اور-له-گيت (اورلگيت)، اور-لو-به (اورلوبه)، بي-دي-بي-ديا (بيدي بيديا).

- څلورغږيزه څپه چې له يوه خپلواک او درو بېواکو، يا دوو بېواکو او يوه نيمواکه رامنځته شوې وي. ياد يووستوي ويي په توگه جلا کارول کېږي، لکه: ورځ، ورخ، څرخ، بړاس، وياړ، پلار، ورور، ترور، نږور، نشت، خيشت، لوند، ړوند، څورب، خوله،  غوږ،غوړ، خوږ ( xw∂ğ)، خور، لواړ، ځوړ، خوړ، کلک، پوست، ناست، تاند، واند، ورون، وران، ړنگ،  پوست؛ د لويو جوړښتونو دننه، ماناوال يا بې مانا، خو دومره پرله پېيلې نه راځي،لکه په ننگيال کې يوازې لومړۍ څپه (ننگnaŋg )  څلور غږيزه راځي او دويمه (-يال) يې درې څپيزه، په  خولخوند، خوندور، گواښگر، گواښگري، گواښگرندي، څښاکخونه، ځواکمن، ځوانمل، خوارمل، خوارځواکی، وړنگن، خپلوان، خپلچاری، خپلمنځي، لمانځي، لمرمخې، سپوږ مۍ مخې، گل مخی (gwal-maxay) کې يې هم همداسې درواخله.

- پېنځغږيزه څپه چې له څلورو بېواکو يا درو بېواک او يوه نيمواک څخه د يوه زړي (خپلواک) په ملتيا رغېدلې وي، مانا دا چې د پاسنيو درو ډولو غوندې په دې څپه کې هم يو خپلواک اړين دی او يو نيمواک يوازې د يوه غږ په توگه پکې برخه اخېستای شي ، که نه شتوالی يې اړين نه دی. بېلگې يې، په ازاد ډول همېشه د يووستوي يا بېلښتي (اشتقاقي) ويي په توگه راځي، لکه: خوند (xwand)، ژوند، گوند، دروند، غبرگ، کولپ، کورت، کوړم، گوټ، غوړچ، غوړپ، شخول، ملاست، ځغاست،  ولاند (مرده شو)، څښاند، ږمنځ (له منځني يا غلجايي وينگ سره)، وريځ ياخوړين (له شمالختيز وينگ سره)، ندرور، لمونځ، يا په يوه بېلنگ يا مشتق (لمونځغاړی) کې.

- شپږ غږيزه څپه د پښتو ژبې اوږده ترينه څپه ده چې تر اوسه يې مټې د يوې بېلگې څرک لگېدلی او هغه شخوند (šxwand) ويی دی. په دې توگه په پښتو کې کوشنيترينه يا لنډ ترينه(يوغږيزه، يوفونيمي) او لويترينه يا اوږدترينه يې شپږ غږيزه يا شپږ فونيمي څپه ده او تر کوم ځايه چې راته څرگنده ده، د څلورغږيزې او پېنځغږيزې په گډون شپږغږيزه څپه خو په هېڅ يوه آرياني او بيا آريايي ژبه کې نه موندل کېږي او د هندو اروپايي کورنۍ پر کچ يې،  ښايي په روسي او بله کومه سلاوي ژبه کې تر شپږ غږيزې هم د اوږدې څپې څرک ولگېدای شي؛ دا چې د شعري تول وتال له پلوه يې د پښتو پرخلاف څومره والی (کميت)، څرنگوالی (کيفيت) اغېزمنولای شي، يانه،پته نشته.

٢- خج، عربي هم خج،پارسي فشار يا تکيه،انگرېزي  stress accent ، لاتين accentus
خج د يوې ژبنۍ څرگندونې پر يو ټاکلي ځای باندې د غږ سختوالي يا شدت او هسکوالي ته وايي، په بله وينا، هغه چار (عمليې) ته وايي چې د ژبنيو يوونونو (واحدونو) يا توکونو په لړ کې يو يوون يا توک د سا (اېستنې) له فشار سره په زيات زور او شدت وويل شي؛ خج د يوه ((←نازنځيري)) يوون ياغږ (فونيم) په توگه د عادي فونيم پر خلاف د کوم مانيز توک (گړ، ويي، غونډلې) په رغاونه کې سيده ونډه نه اخلي، بلکې د دغو نورو پر وينگ اغېز اچوي او اړوند غږ ياڅپې ته تر نوروگاونډو هغو زياته ټينگتيا (شدت) او لوړتيا وربښي او له دې چار (عمليې) سره هرگوره، مانااو په ترځ کې شعري تول و تال اغېزمنوي. (د زياتې خبرتيا لپاره:پښويه ٣٠؛ اولريښ١٢)

خج د څپې پرخلاف د ژبې په ((← زنځيري)) توکونو، نه، بلکې په ((←نازنځيري)) هغو اړه لري.
د دې لپاره په کار ده، وار له مخه د دغو دوه ډوله ژبنيو توکو پر توپير يوه لنډه رڼا واچوو:
کله چې په يوه ژبه غږيږو يا گړېږو، په  دغه گړهاري بهير کې مو ژبني توکونه چار ناچار پرله پسې يا يو په بل پسې د وينده غړيو په مټ له خولې راوځي. مانا دا چې د بېلابېلو ژبنيو توکونو ويون يا زېږون له يوه زنځيري، ليکه ييز يا خطي (lineal)  نظام سره غوټه دی او په دې توگه يې بهير د مهال پر بستر ډډه لگوي، په بله وينا، د يوه غږ (فونيم)، گړ(موفيم)، ويي، ويي غونډ(عبارت) او غونډلې (جملې) اداينه له بېلابېلې کچې مهال تېرېدنې سره تړاو پيدا کوي. ځکه ژبه يو مخې(يو بعدي) ده او دغه مخ يا بعد يې مهال دی او ترسره کېدنه يې له مهالتېرېدنې سره ملگرې ده. 

خو د دې تر څنگ چې په غوره او بنسټيزه توگه ژبه پر دغه خطي- زماني چورليځ (محور) راڅرخي، لږوډېره پريوه بل هغه هم راڅرخي او هغه، نه خطي دی او نه زماني، بلکې د لومړي هغه په ترځ کې هممهال دلته او هلته د ليکې له پاسه د دې آر چورليځ له بېلابېلو توکونو، په نومېرلي ډول غږونو يا فونيمونو څخه يو نيم ته يو سرباري غوندې رنگ ورکوي او لږو ډېر يې د اړوند گړ، ويي، غونډ يا غونډلې پر مانا يا گرامري چار اغېز هم اچوي، لکه خج، اهنگ، غاړه (لحن)، زيروبم او داسې نور.

يوازې موزيکال خج (اولريښ ۱۲) له ناخطيوالي سره سره يوڅه مهاليز اړخ يا بعد راخپلوي، ځکه غځېدا او لوړېدا بې مهاله رښتياينه نه شي موندلای.
دا په زړه پورې ده چې دغو ((نازنځيري)) توکو ته زموږ پارسي ژبپوهان عناصر ((عروضی)) يا ((خصوصيات عروضی)) وايي او ايراني هغه يې ((غيرمقطعات)) او ((زبرزنجيری)) بولي. انگرېزي انډول يې supersegmental دی چې پر وړاندې يې زنځيري  بيا segmental بولي. ((عروضی)) نومونه، ښايي پر دې بنسټ وي چې له شعري تول و تال  ورته ځانگړتيا لري، يا پرې اغېز ښندي، لکه څنگه چې موږ هم د پښتو شعر په تړاو له اړوندو توکونو څخه لږ تر لږه ((خج)) د څپې ترڅنگ دويم بنسټيز رغنده توک گڼلی دی؛ هرگوره، په څېرمه توگه ورسره څه ناڅه ((←اهنگ، لحن، زېروبمي، بېلتون)) هم په پام کې نيسو.

دخج چاپېريالي ډولونه
لکه پاس چې يادونه وشوه، خجونه د ژبني چاپېريال (جوړښتونو) له مخې څلور ډوله دی:
١) څپيز خج، لکه د څپې په تړاو چې پاس وويل شول، دغه راز خج د اړوند زړي (واوېل) په مټ رښتياينه مومي، ځکه واوېل د بېواک (کنسوننټ) په توپير يوخپلغږی فونيم دی او جوت ويل کېږي، او د بېواک وينگ اورېدنگ هم پر غاړه اخلي، لکه په سپين کې (-ي-)؛ په يوغږيزه (← يو فونيمي) څپه هم له خپلواک (واوېل) پرته، نه بېواک (کنسوننټ) رغولای شي، نه نيمواک (سيمي واوېل).

٢) ويي خج چې د يوه ويي دننه يوه څپه د يوه واوېل او ساييز فشار په مرسته تر نورو ملگرو څپو ټينگه ترينگلې او يوڅه لوړه وويل شي، لکه په ورغوي (ور- غ + زورکې- وی) کې منخنۍ هغه، يا په کټمل (کټ + مل) کې دويمه څپه چې مانيزه هم ده. د نورو ژبنيو يوونونو غوندې، که په يوه ويي کې خج پر خپل ټاکلي ځای رانه شي، مانا يې ونجېږي او ښايي له بل ويي سره يې ټکر (ادلون بدلون) پېښ شي، لکه غوټه چې له لومړي خج سره (گنډه، گره) او له دويم خج سره (غوپه، غوطه) مانا راخپلوي.
 د نورو ډېرو ليک سېستمونو په څېر په پښتو دوديز ليک يا ابېڅې کې د خج لپاره کومه نښه يا سېمبول نشته او يوازې په غږيز (فونيميک) هغه کې د ټاکلې څپې، څه چې پر هماغه ټاکلي زړي (واوېل) باندې يا لاندې (فتحه وزمه) رېبه نښه اچول کېږي.

٣) غونډ خج چې په يوه غونډ (عبارت) کې يو توک په زور سره وويل شي، لکه په(سپين کالي) کې (سپين) يا په (د نجونو ښوونځی) کې د (نجونو) ويی خجن راځی او د (( ويي خج)) په تړاو يې بيا له دواړو څپو (نجو- نو) څخه لومړۍ دا خجنه ده. دلته له غونډ څخه موخه (نحوي عبارت يا ترکيب) دی، نه تړنگ (لغوي ترکيب).

٤) غونډله يا غونډله ييز خج چې د يوي غونډلې(جملې) دننه يو غونډ ياويی تر نورو په زيات فشار او لوړوالي وويل شي او په دې توگه د غونډلې بېلابېل مانيز ډولونه (بياني، امري، پوښتني...) سره ونومېري او جوت کاندې. پورتني درېگوني خجونه تر خپل سيوري لاندې راولي او کمزوري کېږي، خو گړسره له منځه نه ځي او د هماغه اړوند توک (ويي، وييغونډ) مانيز او پښوييز چار خوندي ساتي.  يو نيم يې بيا د غونډلې د دويم يا درېيم درجه خج استازي هم کوي، بې له دې چې مانيز اغېز ور باندې واچوي. په دې توگه غونډله خج په عادي غونډلو يا شعري مسرو کې پردرو ځېلونو وېشل کېږي، لکه په لاندې غونډله کې:
زه پوهنتون ته ځم (m`n-tu´n-ta-j∂ po- h∂΄  z∂-)، دغلته (´) د ړومبي درجه (درانه، ډېناميک) خج نښه ده، (΄) د دويم درجه او (`) د درېيم هغه نښه ده. هرگوره، په ←غبرگه غونډله، گډغونډله او گډلې غونډله کې دغه درې سره خجه ښه ترا نومېرېدای شي.
ځينې ژبپوهان خج يوازې د وړو توکونو اړوند بولي، خو د دې لپاره چې د غونډلې دننه له دغو توکوڅخه  يو خج  زيات درنوالی مومي او ورسره  يې بېلاېل ډولونه توپيرمومي، نو همدغه غونډله ييز، غونډله پوهيز (نحوي) يا منطقي خج نومېږي.

په يوه سندريزه ټوټه (مسره) کې درې واړه، په تېره موزيکال خج له موزيکال اهنگ سره اړخ بدلوي په هره توگه له ځان سره غونډله ييز خج هم ښه ترا برجسته کوي (دلته اهنگ د وزن يا ريتم په مانا نه، بلکې د تون په مانا دی او دا چې اسماعيل خويي ((اهنگ)) د شعر له رغندو ټوکو څخه گڼلی، موخه يې ترې ((وزن، ريتم)) دی او له ورسره تړلي ستاينوم ((آهنگين)) څخه هم موخه ((موزون)) نه تونيک، لکه نجيب منلي چې په تېرکې د خجن د ((تونيک)) په مانا کارولی اوخجنه څپه يې د ((تونيک سېلاب)) په مانا).
 په هر ډول، غونډله ييز اهنگ (tone,intonation) چې کښته پورته او يا هوار يون و خوځون ومومي  او خبري او ناخبري (انشائيه) يا امري غونډلې سره توپيروي، هممهال شعري اهنگ هم دی. ځکه شعر هم له غونډلو او له اړوندخجونو او اهنگونو سره تړاو لري. 

خو کله چې شعر د موسيقۍ ډگرته ور گډېږي، نو بيا يې هغه خجونه او اهنگونه نور له ژبني او شعري چاپېرياله راوځي او ((موزيکال)) کېږي. په دې ترځ کې دغه دواړه توکو نه اهنگونه بلل کېږي: کمزوري خجونو ته يې ټيټ اهنگونه وايي او اهنگونو ته يې لوړ اهنگونه او هغه بيا ((زېر و بمي))، غاړې (لحنونه) او داسې نورې رنگارنگۍ او ځانگړتياوې راخپلوي. د ((موزيکال اهنگ)) نومونه(اصطلاح) د چا خبره د دغو گردو توکو يا رنگارنگيو يوه ټولگه ده. يو يوازېنی شعر کېدای شي، بېلابېل اهنگ سازان (componists) ورته بېلابېل اهنگونه ور جوړ کاندې، لکه د استاد حمزه ((راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه...)) شعر ته چې استاد زاخېل د مېرمن کمرگلې لپاره يو راز ، استاد گلزمان بل راز او استاد رفيق شينواري بيا د ځان لپاره بل راز اهنگ يا کمپوز رغولی دی.
 دا دی، په دې تړاو د شهيد سېلاب د غزل لومړۍ مسره د بېلگې په توگه تر څېړنې لاندې نيسو چې استاد نبي گل يا بل هر چاجوړ کړی، خو استاد اولمير په خپل کوډگر (( الماسي)) غږ کې ورته تلپاتې هستي وربښلې ده:
ستاد سترگو بلا واخلم، بيا دې سترگې ولې سرې دي...
دا مسره له غونډله پوهيز (نحوي) پلوه  يوه غبرگغونډله ده، په بله وينا، له دوو سره پېيلو غونډلو رغېدلې چې ړومبۍ يې← مله يا څېرمه بلل کېږي او دويمه يې← آره غونډله. په څېرمه (ستاد سترگو بلا واخلم) کې پر ((واخلمwā´xl∂m )) ړومبی، پر((سترگوst∂΄rgo )) دويم او پر ((بلا balā´)) درېيم هغه راغلی او د پياوړتيا له پلوه ړومبی کمزوره، دويم لږ زورور او درېيم ډېر زورور دی. په آره غونډله (بيا دې سترگې ولې سرې دي) کې، څه د نورو نازنځيري توکو (←اهنگ، لحن، زېروبم) او څه د موزيکال هغه په مټ ، نه يوازې زياته پياوړتيا مومي، بلکې  ورسره ورسره انگازور کېږي هم، او هغه هم پر پوښتوييکي يا استفهاميه ادات ((ولې)) wa´le باندې؛ هرگوره، په موسيقي نوتېشن کې د دغو نښو پرځای  له ځانگړيو ليکو يا سېمبولو څخه کار اخېستل کېږي.

د پاسنۍ سکالو په تړاو د (و) گړني (فولکلوريک) شعر په استازۍ تر ټولو وتلی او منلی ځېل ((لنډۍ)) تر شننې لاندې نيسو: لکه څنگه چې په اړوندو  ښکالوو (بحثو) او په ځانگړي ډول په په پېنځم څپرکي کې پرې رڼا اچول شوې ده، لنډۍ په خپله (لومړۍ) فولکلوري ډله کې تر بل هر ځېل (ژانر) د پښتو بدلمېچ د څپيز- خجيز سېستم يوه تيپيکه او لارښوده مخبېلگه ده او د همدې لپاره مو د کتاب پر دوتنه مو انځورلې ده. له ژبني پلوه لږ تر لږه دوې يا زياتې غونډلې راخلي، خو هم يي څپې له ټاکلی شمېر (ديارلسو) تېری نه کوي او هم يې خجونه له ټاکلي شمېر (څلورو) تېری نه کوي.

 هرگوره، په خجونو کې يې، لکه د پاسني شعر غوندې څوک لږ زور لري، څوک يوڅه زيات، خو ټوليز پايخج يې تر ټولو پياوړی راځي او همداسې يې د هرې څېرمه (فرعي) غونډلې اهنگ ټوليز اهنگ هومره زور نه لري. په بله وينا، د مخنيو غونډلو بېلابېل اهنگونه د هماغې وروستۍ غونډلې تر سيوري لاندې کمزوري پاتې کېږي. دا نو يوازې په ساز اواز کې څېرمه اهنگونه  جوتوالی (برجسته والی) مومي او له ژبني ډگره نور راوځي.

 په هر ډول د لنډيو بېلابېل موزيکال اهنگونه او اړوند طرزونه په ولسي پرگنو کې شتون لري. يوازې د خالي اواز له پلوه يې د پښتو گړدودونو هومره له يوه ټبره بل او له يوې سيمې بلې ته رنگارنگي توپير مومي. کوچيان او پوونده يې يو شان را انگازه کوي او کليوال يې بل راز، او همداسې پسې نور. له آره همدغه ولسي اهنگونه او طرزونه دي چې ساز و اواز، په بله وينا، ټنگ ټکور ته  له هاغو رنگارنگيو سره لار موندلې ده.
ناويلې دې پاتې نه شي، دغه رنگارنگۍ يې هله څو څو گرايه پراخوالی مومي چې  له بېلابېلو وگړنيو ځېلونو، لکه سروکيو- ببولالو، شين خاليو، کاکړيو...- نارو او نورو  سره ملگرې کېږي، مانا دا چې د همدغو بېلابېلو  ځېلونو له طرزونو اهنگونو سره بېلابېل موزيکال ډولونه راخپلوي. په داسې ترځ کې چې نور فولکلوري ډولونه دومره بې کچ و مېچه شونتياوې نه لري او نه دومره سراسري منښت و گرانښت (د زياتې خبرتيا لپاره: اتل، لنډۍ، شمله لومړۍ گڼه پېنځم مخ؛ همدا راز: دوگړني شعر اړوند څپرکی). 
پايله دا چې، شعري غونډلې د خج او نورو نازنځيري توکو په کارونه کې تر هغې پورې له نورو گړنيو غونډلو سره کوم توپير نه لري، ترڅو کمپوز او موزيکالې شوې نه وي، په دې لړ کې ساز، اواز، زمزمه او ترنم هريو راتلای شي. موزيکال خج د (غونډله ييز) ډيناميک خج پر خلاف  تر جگېدا زياته غځېدا او پراخېدا راخپلوي.

ازاد او نا ازاد خج
ازاد خج، لکه پښتو او روسي هغه چې د بېلابېلو ژبنيو توکونو په بېلابېلو برخو کې راتلای شي، د ساري په ډول په يوه پښتو ويي، لکه اند، وېره، خواښې، شخړه، وينه، مينه، پېغله، ژوی، روی، کلی، توخم، توکم، خاوره، دوبی، اوړی، ژمی...کې، ړومبی دريځ راخپلوي؛ په سپوږمۍ، وراره، تربور، خورلڼه، شودې، اوبه، مرغۍ، پرون، پروسږکال، کټمل، گوربت... کې دويم؛ په درملنه، تېروتنه، الوتنه، الوتکه، پښتورگی، جنگ ځپلی، خوار ځواکی، ډمه ډوله، کونستری، بولانکه...کې درېيم؛ په لرغونپوهنه، ټولنپوهنه، ټولنيزوالی، اتلولي، توکمپالنه، اهورايي، اهريمني له اوښکو ډکې سترگې، پړی پرخوله رسۍ پرغاړه...کې څلورم؛ د مېوې پاکۍ کارغالی، افغانستان بانک ...کې پېنځم؛ امريکا پېژندنه، آريا ناهوايي شرکت...کې شپږم؛ افغانستان پېژندنه، يا (پايخجي) افغانستان دښمني...کې اووم؛ په روغتون، پخلنځی، پسرلی، پوهنځی، پوهنتون، پېښور، کندهار،  افغانستان، ننگرهار، پکتيا، اړيکی، تړاو... کې پای دريځ چې د پښتو پانگې ډېرۍ برخه رانغاړي. پر وړاندې يې ځينې ژبې، لکه انگرېزي، الماني، فرانسي، پولېنډي ناازاد يا ثابت خج لري او هغه دا چې له آره د لومړيو درو ژبو د وييو په سر کې راځي او د وروستۍ هغې پر پايمخ (ماقبل الاخر)  خپلواک (واوېل) ياڅپه؛ بېدودي (استثنأ) يې زياتره په پور وييونو کې ليدل کېږي، د ساري په توگه انگرېزي، په تېره الماني لاتين پوروييونه او بيا زموږ دا له ړومبي او يا دويم خج سره کاروي، لکه: کابل، هېلمند، کندهار، ننگرهار، نورستان، پاکستان، ايران؛ افغانستان، بلوچستان، اسلام اباد... . 

روږدی او ناروږدی خج
(آر) غونډله ييز خج په شعري يا ويناييز چاپېريال کې په روږدې (عادي) توگه پر يوه ټاکلي توک راځي، لکه په پاسنيو بېلگو کې چې و ښوول شوې، خو کله د ويونکي له ځانگړې موخې سره هغه ټولمنلی دريځ بدلوي، د ساري په ډول يې په ((زه پوهنتون ته ځم)) کې د /تون/پرځای  پر/زه/ يا/ځم/ راولي، ځکه په هغه  اکر (حالت) کې به ورته يا ((خپل ځان)) آره موخه او پاموړ وي او يا((تگ)). روږدي يا عادي هغه ته نحوي يا منطقي او ناروږدي هغه ته نانحوي يا نامنطقي هم وايي.

په سندريز چاپېريال کې پر يوه داسې توک غونډله ييز فشار هم راتلای شي چې د غونډلې له آره ناازادو او ناخجنو توکو څخه شمېرل کېږي، لکه پر ((باندې))  چې له (پر) سره تړلی سربل دی، په دې کمپوز کې: }راواچوه لاسونه دې په (پر) ما باندې{bānde´
( پر ۱۹۹۵ کال د يوه اماتور اپريدي سندر غاړي په غږ کې).
که نه، د نازنځيري توکونو يا فونيمونو په لړ کې خج نه يوازې د نا پېيلې، بلکې د پېيلې يا شعري وينا له بنسټيزو توکو څخه گڼل کېږي او لکه چې پرې پرله پسې ټينگار شوی،د شعر په دوه گونو بنسټيزو رغنده ټوکونو (متشکله اجزاوو) کې راځي،
په بله وينا، د ((څپې)) تر څنگ ټيکاو لري.  ان تردې چې تر څپې هم زيات اړين بلل کېږي او هغه دا چې په يوه شعري چاپېريال کې د څپې دوو کمی زياتی شعر دومره نه زيانمنوي او بېخونده کوي، لکه د يوه خج کمي زياتي يا ادلون بدلون يې چې تاواني کوي او پيکه کوي. د استاد رشاد په نومونه ((ضعف التأليف)) يا د غونډلې دننه نااوډون او نورې.
 پښوييزې (گرامري) سرغړونې يا تېروتنې، کېدای شي، د تول و تال يا په دوده وينا، د ((شعري اړتيا)) په پلمه دومره نا بښنوړه گناه و نه شمېرل شي، خو د ((خج)) دا هېڅکله نه بښل کېږي!

اهنگ، پارسي آهنگ، انگرېزي tone, intonation، لاتين intonare ، يوناني tonos
اهنگ د ژبني جوړښت له پلوه هغه نازنځيري توک (فونيم) دی چې د گړهار په بهير کې د اواز کښته پورته والی يا زيروبم رامنځته کوي، په نومېرلې توگه، کله چې د گړهار په ترځ کې د زېروبمي پراختيا لمن د غونډلې په کچه وي، اهنگ بلل کېږي، يا داسې وايو، د غونډلې د زېر و بمۍ يوه غځېدلې بڼه ده. اهنگ د ساهوا او ورسره د غږيږو تارونو له رېږدېدا سره رازېږېدونکي کښته پورته کېدونکی غږ دی او دا چې يو ډول خوږغږي هم رامنځته کوي، نو د غونډلې (جملې) ميلودي هم بلل کېږي. په هره توگه  اهنگ په پښتو کې پښوييز ارزښت لري او (د نورو نازنځيري توکو په لږوډېره ملتيا) د غونډلې د مانيز توپير، په بله وينا، د (خبري، ناخبري، امري) ډولونو لامل کېږي، نو په شعرکې يې د يوې غونډله پوهيزې (نحوي) اړتيااو مانيز پلوه له پامه غورځول هم هرو مرو پرتاوان پرېوځي،که څه هم د تول وتال ياپېيلتيا له پلوه يې د خج  پرخلاف له رغنده ټوکو څخه نه گڼل کېږي. له پښوييز پلوه اهنگ په غونډله کې کښته، پورته يا هوار يون کوي او له دې سره يې بېلابېل مانيز ډولونه توپيروي او له موسيقي پلوه پر دغو خوځښتونو سربېره د ستوني يا حنجرې (غږيز) تارونه له سږو نه له راوتونکې ساهواسره نور راز راز پرله پېيلې غځېداوې، رېږدېداوې او په پايله کې نگاسې او انگازې هم رامنخته کوي چې د اواز له پلوه مېلودي بلل کېږي او د ساز له پلوه ترنگ (تون). 

خج و اهنگ سره داسې توپيرولای شو:
 خج يون نه لري، بلکې ځای پرځای د بېلابېلو توکو په لړ کې  پر يوه ټاکلي توک (څپې، ويي، غونډ، غونډلې) او بيا يې پر يوه ټاکلې برخه زور اچوي او په دې ډول يې وينگ تر نورو توکو ښه ترا برجسته کوي،خو اهنگ يو خوا، يوازې له هماغه لويترين او بشپړترين ويناييز توک (غونډلې) سره کار لري او بلخوا يون و خوځون مومي او کښته پورته يا هوار ځي او راځي او په دې توگه يې بېلابېل ډولونه (خبري، ناخبري، امري، هېښني، ارماني...) سره نوميري (تشخيصوي).

غونډ (رکن Foot)
د پښتو د درې ډوله گړنی (ولسي ياوگړني، ليکني (ديواني او نادېواني) او نوی (ازاد) شعر بنسټ پر څپه او خج ولاړ دى. داسې چې له بېلابېلو غونډو (رکنو) څخه رغېدنه مومي. يو غونډ بيا درې ناخجنې او يوه خجنه (فشار لرونکې) څپه لري. 
د دې زباد پر بنسټ چې د پښتو شعر اډانه پر څپه او خج ولاړه ده او له دې سره يې هر يوون (واحد) يا ټوټه او مسره د څلورو څپو په لړ کې يوه خجنه راځي، نو د دغې اړينتيا او ورسره ورسره، د کار اسانتيا لپاره غواړو، هره ټوټه او مسره په همداسې څلورڅپيزو خجنو يوونونو وويشو او غونډونه (رکنونه) يې ونوموو. ناويلې دې پاتې نه شي، کوم خج چې د يوه غونډ له څلورگونو څپو څخه يوه خجنوي، د اړوند  ويي د خج په توگه خپل ټاکلی ځای لري، که هغه د غونډ له لومړۍ څپې سره سمون ولري، يا له دويمې، درېيمي او يا څلورمې څپې سره؛ په دې ډول يو شاعر نه شي کولای، هغه دخپل تول و تال د برابرونې په موخه له يوې څپې بلې ته ولېږدوي.

د پښتو درېگوني ډوله گړني (ولسي يا وگړني)، ليکني (دېواني، نادېواني او اوسني ازاد) شعر بنسټ پرڅپه او خج (يا اهنگ) ولاړ دی؛ داسې چې له بېلابېلو غونډونو (رکنونو) څخه رغېدنه مومي. يو غونډ بيا درې ناخجنې او يوه خجنه(فشار لرونکې) څپه رااخلي.
لکه څنگه چې تر ((څپه)) لاندې يې بېلگې وړاندې شوې، نن سبا او هغه هم په ځانگړي ډول په غزل کې رديفونه دومره اوږده شوي دي چې تر لسو څپو پورې را اخلي. او په کلاسيک غزل کې يوازې خوشال خټک تر نه څپيز کارولى دى:
له حاله بې خبر شه! که شته شته که نشته نشته
تـلاش و قلندر شه! که شته شته که نشته نشته
(کليات پ، ٢٩٤)

په دې توگه دغه راز نه څپيز رديفونه دوه دوه بشپړ غونډونه (رکنونه) جوړوي او يوه څپه يې پاى ته سرباري راځي، دا چې د دغو غونډونو پر کومه کومه څپه خج راځي، د اړوندې مسرې په نورو غونډونو قياسېږي. په درو گونو (وگړني، ليکني يا ديواني او اوسني آزاد) شعري ډولونو کې داسې بېلگه تر اوسه ليدل شوې نه ده چې لومړۍ څلور څپې يې ناخجنې وي، يا په بله وينا، يو غونډ يې نه وي جوړ کړى او پر پېنځمه خجنه څپه يې پيل موندلى وي. مانا دا چې خج هېڅکله له څلورمې څپې تېرى نه کوي او که نه، هغه شعر به هرومرو بې تول و تاله (بې وزنه) وي. د همدغه آر (اصل) له مخې ځينې اوږده (پور-) وييونه په پښتو شعر کې هډو هېڅ راتلاى نه شي، لکه (اهورامزدا) يا (نيکاراگوا) چې د پښتو خجپوهنې (اکسنتولوجۍ) له مخې يې منطقي يا عادي خج پر وروستۍ څپه راځي، حال دا چې دغه څپه پېنځمه ده او تر څلور څپيز غونډ (رکنه) وتلې ده. له (لارغه يي شعر) پرته، پر بله هره (پېنځمه، شپږمه...) څپه يې خج راوړل له پښتو وينگ سره اړخ نه لگوي.

مسره (مصرعVerse)
د دود له مخې د (و)گړني او بيا ادبي يا ليکني (قافيه وال) شعر کوشنيترين يوون (واحد)مسره (مصرع) بلل شوې، خو په دې جاج نه چې مسره يو خپلواک شعري يوون دی، بلکې له يوې بلې همکچې او همتولې (هموزنې) مسرې سره يوځای يو خپلواک يوون رغوي چې په عربي نومونه يې بيت (کور) بولي. بيت کېدای شي، يو بشپړ شعر ((فرد)) وي، خو زياتره د يوه شعري ځېل (دوييزې، څلوريزې، چاربيتې،غزل، قصيدې ... ) رغنده ټوک گرځي. د ننگرهار ځينې ولسي شاعران بيت ته ((کړۍ)) وايي او مسرې ته نيمه کړۍ، هسې په ټوليز ډول  د بېلابېلو سيمو ولسي شاعران  لږ و ډېر خپلې زړې دوديزې او يا له پارسي راخپلې کړې نومونې کاروي.

 په اروپايي ژبو کې د مسرې او بيت توپير نشته او کوشنيترين توليز يا موزون (رېتمېک) يوون يې هماغه ليکه ده چې  په انگرېزۍ ورته verse line يا په لنډ ډول  verse وايي او زموږ يو بيت  ته د((جوړه ليکو)) په جاج (couplet). verse چې لاتيني سرچينه يې versus  ده، په زياترو اروپايي ژبو کې له آره د شعر په مانادی او د لنډيز په توگه يې هماغې يوې ليکې ته هم وايي چې پر وړاندې يې prose (نثر) ټيکاو لري. الماني د شعر لپاره دpoesie ،Vers  تر څنگ خپل (Gedicht) هم کاروي، خو د نورو غوندې يوه ليکه Vers او يا هم zeile Vers بولي او زموږ مسره نيمه ليکه (Halbvers) ، خو زموږ د بيت لپاره يو ښه انډول Verspaar (جوړه مسرې ) هم لري، که څه هم تر څنگ يې په ژباړه کې له Versسره په لينديو کې (له دوو نيمبيتو څخه جوړه= aus ywei Halbversen)  هم کاروي، دا ځکه چې په ټوليز ډول له پاسنۍ وينا سره سم په لويديځ کې هماغه يوه ليکه کوشنيترين شعري يوون گڼل کېږي.

د ((شعر)) ويی له هغو وييونو څخه گڼل کېږي چې په عربي او آرياني دواړو کې يې د آرې او ريښې څرک لگول شوی او آرپوهان يا ريشه شناسان (اېتېمولوجېستان) هم پردې اند دي چې دا يوه ناببري (تصادف) دی، دوې نورې بېلگې يې تر هرڅه له مخه د اوېستا په لاسوند ((مانا)) او ((دين)) دي او ښايي، نورې هم و موندل شي. په هره توگه دا څه نا شونې نه ده چې شعر دې له پښتوله وينگ (شېير) سره سم آرياني پاتوړې (ميراث) اوسي!

د مسرې کچه
د کچې له مخې د ليکني او دېواني پښتو شعر لنډترينه مسره اووڅپيزه او اوږده ترينه يې شپاړس څپيزه  ده. هرگوره، نن سبا په نوي غزل کې تر دوه څپيزو او په اوسني ازاد شعر کې هره ټوټه د آر (اصل) له مخې تر يوه غونډ (څلورو څپو) پورې کوشنۍ کېداى شي او په ځانگړيو آکرو (حالتو) کې تر درې څپيزې، دوه څپيزې او يو څپيزې هم را لنډېداى شي؛ اوږدوالی يې هم تر ٢٨څپيزې ازمايل شوی دی. نور پورته کېدون يې ځکه نشته چې پخپله شاعر او بل هر لوستونکى (يا سندرغاړى) يې نور په يوه سا او بې لارغې (وقفې) د لوستلو او ويلو توان نه لري او د چا خبره سا يې پکې سوځي. په ازاد(ناپښېليز) شعر کې يې هرگوره، تر ٥٢څپيزې هم بېلگه موندلای شو. د کلاسيک پارسي غزل په سيالۍ يو نيم پښتانه ناظم، لکه نصراله حافظ او شاعر لکه صديق پسرلي تر دوديز (١٦څپيز) بريده ور اړولې او تر شلڅپيزې او ياهم پورته بېلگې ازمايلې دي. ، په ازاد کالب کې له ليکوال پرته د اسماعېل يون هم د اودو مسرو هڅه کړې او د اټکل له مخې يې تر شلڅپيزو او يا هم دېرشڅپيزو غځولې دي ، خو سم له لاسه د حافظ او پسرلي غوندې د دغه ځوان او هڅاند شاعر کومه بېلگه هم لاسته رانغله. 

په غزل کې پېنځڅپيزې، لکه:
کړم ځان به درځار که راشې يو وار
راتلوته دې ډېر يم سترگې پر لار...؛
څلورڅپيزې، لکه:
زما مينه د زړه وينه
زما ښکلې گلورينه...؛
درې څپيزه، لکه:
زه يم ستا ته زما
يم بېتا نيمه خوا...؛
دوه څپيزه، لکه:
زه ځم يارکسم
ويې وينم...(د مرجانونو څانگې ۴-۷ مخ). 

يادښت: هرگوره، په سندريز تړښت (کمپوز) کې سره څو څو مسرې يوځای کېږي او بولل کېږي، لکه څنگه چې يوه سندرغاړي (ايشان مومند) د ټولگې له چاپ سره دغه ازمېښت د شاعر په مخ کې تر سره کړی دی.
 د نوي غزل په لړ کې دالاندې بېلگې وړاندې کېږي:


اتلس څپیز غزل:        
که سپېدې په خپل رڼوب د تورې شپې تیاره گردونه پرېوې
گلمونگرې په رڼو څاڅکو د شبنم ، سپېره مخونه پرېوي
څنگه نه کړي د سپېد ارو ژبې ماته د ځنگلونو چوپتیا
چې هېښمه د ښېرازۍ ټولې بېدیاوې سمې غرونه پریوي...
 
نولس څپیز غزل:
پسرلي ول دي گلغونچې، بیا د گلڅانگو په کوڅوکې نغښتې
بیا یې لمبې د چا له وینو ، ټوکېدلو چمبېلو کې نغښتې
د زمولې ځمکې په رگو کې ، زرغونتیا له سره سا اخلي بیا 
بیا تاند لبانې تلوسې ، د چمنو په شینیلو کې نغښتي...
شلڅپيز:
پریږده، تورتیاره برخلیک مې، وټوکي لکه سپیدار
 سپینې سپیدې بیا
د سبا څراغ مې وڅښې، وروستی څاڅکی د ننځړو
 دتورې شپې بيا  
 
ونغاړي چې تر گلکڅه، د ژغورتياد
واټنونو تنابونه                      
نه کړي ښکېل دژوند بېړۍ مې، د نېپتون نوح
توپاني مستې څپې بيا...
 
  
څلېرويشت څپيز غزل:
تاند ښېرازه پسرلي دې، واڼوم چې د وږمينو،
 خورو څڼو له گليونه
گوندې بيامې شي په برخه، د کرلو پرنډو وينو،
     د گلمينو گلبڼونه
دگلپاڼې په شان زړه دې، چې زغملای کله نه شي ،
توپانونه د وختونو
پام ونه کړي غځونې، پر ورېښمين بستر د ناز دې،
           خوبولي تېر يادونه...
(ساندې او سندرې، ٢٥-٤٧مخ)

په ازاد شعر کې بيا چې مسرې هرو مرو برابرې نه وي، نو په يوه يوازېنۍ بېلگه  کې يې د مسرو بېلابېلې کچې موندلای شو، خو دلته يې پر څو لاسته راغلو بسنه کوو. مينه وال کولای شي، د اړوندو اخځونو له مخې يې نورې بېلگې هم پيدا کاندې.
١٩څپيزې، لکه:
او شي د لمر زرينې وړانگې
د بهاندو شنو رودونو
جړاو...؛

٢٠څپيزې، لکه:
له وږمو ستا د پښو خاورو
رازرغون زما د ژوند ټول پسرلي شول...؛

٢٣-٢٤څپيزې، لکه:
چې هر ښاخ او هره څانگه دې بيا هله ناوکيو د چمن ته، چاندي پسول شي،
پاڼه پاڼه دې د لمر مزدک له پاسه هريوه د زمردو جړاو خول شي؛

  ٢٦څپيزې، لکه:
ډېر مهال شو
چې د باغ د جلوهلي تږي ذهن په کوڅو کې
مينه وړې ترانې د باران
         نه انگازه کېږي...
(پوهه او گروهه، ١٥مخ)؛

٢٧څپيزې، لکه:
لکه ونغري له مخې نهنگان د غرڅپو د توپانونو،
له سپرلو ډکه بېړۍ...
(د سبرونو نڅا،١٩مخ) ؛ 
٢٨څپيزې، لکه:
څه شپېنۍ تورې شېبې مې رامروړي مرۍ د ژوبلې پرهرژلې لولنگرې پاکې مينې...؛

 ٢٩څپيزې، لکه:
... او ونغاړي تر پايه امېدونه
د اور وينو د برخليک هغه ناپايه
خونړی دوتر...
(زما نړۍ،٧٤مخ)؛

٣١څپيزې، لکه: 
پر تمېزو مې خوږبويي د خپل تالا والا گلبڼ،
  د ناسپړلو گلغوټيو د موسکاوو لگي...
(نوې پېړۍ او نوې زرۍ،١٠٠مخ)؛

٣٢ څپيزې، لکه:
څه ساړه ساړه بادونه د ناپايو واټنونو رالگېږي، پر ساړه سمخ بورجل د زخمي زړه مې،
څه زاړه زاړه يادونه مې د ستړي ستومان ذهن په کوڅو کې، لربر کېږي، ټپرېږي او نگوښېږي...
(هماغه١٣مخ)؛

٣٦څپيزې، لکه:
نه پوهېږم چې ترڅ به ستا د څانگو زمول څانگونه له ډېر نياز و، نهيليه د هسک خدای ته هسې پورته په دعا وي،
گوندې هغه به هم ورځ وي چې باران دې د باورد وورو پرېوي، ستا د دنگې هسکې ونې د خزان سپېره گردونه؛

   
٣٩څپيزې، لکه:
څه ناشناشان بوږنوړې اندېښنې مې بيا په غوږ کې د تبجنو جلوهلو تکلو راپوکوي د ځوانيمرگو سرخوړلو سبرونو سرې ويرنې...
(هماغه١٣مخ)؛
 
 ٤٠څپيزې، لکه:
د مهال د پسرلي په زېريگرو شنو شېبو کې توتکۍ د، پاکې مينې خپروي د هسک پر لوري د الوت د برم څانگونه...،
يا: زه پوهېږم چې داستا پر لولپه سوي گوگل او دنگه ونه، څه تېرېږي د ُاڼرېژ د هسې شان سړو سيليو په بهير کې...
(هماغه ١١مخ)؛ 

٤٤څپيزې، لکه:
شنه خوبونه د سپېرې وچې بېديا د نهيليو ناسپړلي، بوږنېدلي له پرتم د تکو تورو شنډو وريځو د پاڼرېژو پسرليو،
نه چې بيا د کوم يو ستوري پر مرگ بولي پرښتې د ځاځ پرغز  د ، لمرمزدک په کنگرو کې د کنگلو زمهريرو عذابونو ايتونه...
(هماغه ١٣مخ)؛

٤٦څپيزې، لکه:
وسپړل زما د ژوبل زخمي زړه په نارنجباغ کې د زلميو،
 هوسو د پرهرونو سوو څړيکو ستا د پېغلو تلوسو د سرکو شونډو گلکڅونه...؛

٤٨څپيزې، لکه:
په رگو د وچکالۍ د خزانزمولو گلبڼو کې پيلامه د، نوي ژوند د ټوکېدلو لکه وينه د باران د ښېرازۍ د پسرلي په چلېدو ده...؛

٥١څپيزې، لکه:
اخ، چې څومره سپرلنۍ ښکلې رنگينې شان شېبې زما او ستاد، خزانزمولې گډې مينې له وربويه هسې لېږدي بې اغېزې 
د نېستۍ د نشت اباد د دښت پر لوري...؛

٥٢څپيزې، لکه:
نيمه خوا بلبلان ويني په هېنداره د رڼوب کې د شپېنيو،
تړمو اوښکو د باور د سباوون د رنگينيو د زلميو تکلونو
مرجاني سره بهيرونه... 
نوې پېړۍ او نوې زرۍ،١١،١٣،٤٤،١٠٠مخ؛ د سبرونو نڅا،١٦-٣٧مخ؛ زما نړۍ،١،٧٤،٧٥). 

د اوږدو مسرو د لړۍ په پای کې  دوې دوه مسره ييزې او درې مسره ييزې ويرنې وړاندې کېږي.
١) د پاچاخان يو بيته يا دوه مسره ييزه ويرنه چې ړومبنۍ ١٩څپيزه او دويمه يې ٢٣څپيزه ده:
هغه لوی زړه نور په پنجره کې 
      د گوگل د تاريخ ودرېده
چې يوه بشپړه پېړۍ
په پار د پاک او د سپېڅلي ستر ارمان درزېده!
(اند و واند،١مخ)؛

٢) د بي بي سي خبريال، ميرويس جليل درې مسره ييزه ويرنه چې ړومبۍ ٢٣ ، دويمه  ١٢ او درېيمه يې ٢٢څپيزه راغلې ده:
هغوی په ټوله تورزړۍ
زما د بڼ د وروستي چوڼي
مرۍ و مروړله،
او په خپل ټول وحشت يې،
 وروستۍ نغمه د ژوندانه
ورځنې وتروړله!
(زما نړۍ،٧٥مخ).

ماته يا لارغه يي مسره
 ماته يا لارغه يي (وقفه يي) مسره، يا د منلي ( ← ١- څپرکی) په نومونه ((نيم مسرۍ))، هغه ده چې په منځ کې يې يوه لارغه (وقفه) راځي. کوم شعر چې له همداسې مسرو څخه رغېدلی وي، هم مات يا لارغه شعر بلل کېږي. داسې چې لومړۍ ټوټه پر څلورمه څپه خجنه راځي او پېنځمه يې ناخجنه، بيا لږه سا اخېستل کېږي او دويمه يې هم همداسې پر څلورمه خجنه راځي او پای ته يې يوه ناخجنه پاتې کېږي. که لارغه په منځ کې رانه شي او ټوله مسره په يوه سا وويل شي، د لومړۍ ټوټې ناخجنه څپه له ورپسې درو څپو سره ملتيا کوي او خج پر پېنځمه راځي. په دې توگه څپيز- خجيز سېستم ړنگېږي او تول و تال له منځه ځي ، په دې لړ کې د ادبي شعر زياتره لس څپيزې څلوريزې راځي چې له ((لاحول و لا قوت الا بالا)) سره يې تول برابرېږي، لکه د خوشال هغه:
وخت د پيريه - راغی خوشاله
لا دې پر زړه دي- دا څو خياله
خيال د ننگونو- خيال د جنگونو
خيال د دلبرو- له خط و خاله؛

د کاظم شيدا، لکه:
غلط بېځايه- پر خپل ورانه يې
هوا دې آس دی- ته پر يانه يې
ژر به دې ځای شي- دا تورې خاورې
 غافله څاڅکی- د بارانه يې...(٩٣٥ مخ)؛

 د حميد مومند، لکه:
کله به راشې- پر هند براته
کله به کښېنې - ماته مخ ماته
څو ته رادرومې- پکې ډيوې ږدې
غم به کا خونه- د ((حميد)) ميراته (حميد٤١١)
]دلته (( حميد)) يو څپيزول هېښنده برېښي، ښايي له آره ((ما)) اوسي![ ... ؛
د قلندر اپريدی درستو څلوريزو هم د حميد په لاروۍ ورته بڼه راخپله کړې ده، لکه:
زه دې د وصل- په تمه گرځم
هجران دې وسوم- له غمه پرځم...؛
دکامگار (١٨٣)، لکه:
زما دلبره- د تا له درده
سترگې مې سرې دي- گونه مې زرده...؛

دا وروسته څلوريزه که څه هم يوولس څپيزه ده، خو بياهم لکه د لس څپيزو په څېر لارغه يي ده چې د هرې مسرې لومړۍ ټوټه يې پېنځڅپيزه او دويمه يې شپږ څپيزه راځي:
د خدای لپاره- د دوست په روی دې وه
د وفادارو- ښکلو په خوی دې وه
 \\\\\\
د رنځورانو په های هوی دې وه

کاظم شيدا نه يوازې زياتره څلوريزې (رباعيات) له ورته ماتو مسرو سره پېيلې، بلکې يو لړ غزلې يې هم په ورته څپيز- خجيز ويلې دي:
- لويي که مومي، زنهار لويي کړه
چې مکافات شته، جز نيکويي کړه
واښه په خوله کې، د کهکشان نيسي
حال د اسمان وينې، فتنه جويي کړه... (هماغه ٨٥٥)؛

د (اوسني) شعر يو ورته ځېل:
د زړو پر ملک يې، وار چلاوه چې،
هغه واکمن چا، له تخت راکښېست...
چې يې غمي ول، د هسک برم ستوري،
چا يې له سره، آ خول راپرېست؟ (اند و واند٣١٥).

يوه دولس څپيزه مسره چې ړومبۍ نيمکۍ يې پېنځڅپيزه او دويمه هغه يې اووه څپيزه راغلې ده:
نه پېنځوس سل او، دوه سوه کاله پرمخ،
نه څوارلس سوه، شپږ زره کاله پرشا...
تباه برباد کړو، هسې افراط و تفريط،
ځئ چې راخپل مو، کړو دا خپل نن و سبا!(رزم و بزم ١٤٠)


همدا راز يوه داسې ديارلس څپيزه بېلگه چې د يوه سندرغاړي (احمد مريد) له مخکې چمتو کړي کمپوز سره سم يې لومړۍ مسرې له آره اووڅپيزې او دويمې يې شپږ څپيزې راغلې، خو د ناببرۍ (تصادف) له مخې يې د پای بيت لومړۍ مسره له يوبرابر دوه اووڅپيزو ټوټوڅخه رغېدلې او يوازې وروستۍ هغه يې لس څپيزه ده چې پر دوه پېنځڅپيزو  ټوټو وېشل شوې ده:
چې په انگار د شونډو، دې کړم کباب کباب
نو راته مه ستوه، اوس يې شراب شراب
باڼه دې غشي غشي، وروځې ليندۍ ليندۍ
سترگې نرگس نرگس، مخ دې گلاب گلاب...
بيا به هم لاس وانخلي، ستا له زړې مينې زيار،
که وي ثواب ثواب، که وي عذاب عذاب!
همدارنگه ځينې ولسي شعرونه، په تېره غزل هم درواخله، لکه د پاينده محمد کږه وال دابېلگه:
//////////// اشنا نه راځي
دا لاندې ېپېيلی متل د يادشويو څلوريزو غوندې له ورته څپيز- خجيز تول و تال سره ورته ځانگړتيالري: 
دا عقل ستاوو، که دې پور کړی دی؟
پرون سر سپين وو، نن دې تورکړی دی! 

ښايي، په پارسي او عربي هغه کې د دې راز شعر څرک هم ولگي، ځکه په پښتوکې يې نومېرونکی او نوموونکی، تر مکنزي هم له مخه، استاد رشاد دی، او هغه، لکه په لومړيو شننو کې يې چې يادونې راغبرگې شوې، تر ډېره د همدغو ژبو له گوټپېره پښتو شعري سېستم، او په دې لړ کې بېلابېل رغښتي ځېلونه (ژانرونه) ورڅېړلي دي.

څپيز کمی زياتی
لکه په تېره دولس څپيزه ماته شعري بېلگه او همداراز (د بدلمېچ د لومړی چاپ ٥٨- ٥٩مخ ) د غني خان او خوشال په اړوندو بېلگو کې يې يادونه شوې، په پښتو څپيز- خجيز سېستم کې خج تر څپې لومړی او زيات بنسټيز ټاکنده نقش لوبوي او په دې توگه په يوه شعري ځېل کې د يوې څپې کمی زياتی کوم ناسکيندی توليز تاوان نه پېښوي. په دې لړ کې هغه شعري ځېل راځي چې له خجپای سربيت (مطلع) سره راپيل شوی وي، په ټوليز ډول يې ناپښېليزې يا بېقافيه(غير مُصرٌع) مسرې تر ((مُصرٌعو)) هغو يوه يوه څپه زياته راځي، لکه په دې لاندې بېلگو کې:
بيا له کومه راپيداشو دا بهار
چې پر هر لوري يې ملک کړ يو گلزار...
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره يو د ننگ په کار پټ و اشکار...(خوشال، پ)؛

گوره هسې کردگار دی رب زما
چې صاحب د کل اختيار دی رب زما
څه ماڼۍ چې د دنيا او د عقبا دي
د همه واړو معماردی رب زما...(رحمان)؛

هر زمان پر هر ساعت خيال د مين
په سينه کې مې څرخېږي لکه ستن
له نيستۍ سروې موندلې سرلويي ده
خودي پرېباسي نښتر له بېخ و بن...(کامگار ٧٤)؛

- پر دې خاوره مال و سر بايللي ما
-درد و غم د زمانې زغملي ما
پرځای کړی يې ما ننگ و نام ناموس دي
ترې غاوره غليمان شړلي ما...(سوزونه او سازونه ٤٨-٤٩)؛

- لويديځيانې نن سبا درومي پرشا
 لېږدوي د لاس کڅوړې چې پر شا
له کور اور و چوچ و پوچ نورې بېزارې
داچې خوښې دي له کوره پر سارا(اند و واند٢٠٨)؛

- که يو وخت مې پر دنيا پرې شوه ځيره
او مرگ واېسته زما د ژوند شيره
وير ژړا به پر ما نه کوئ له دوده
نه خيرات يوه پيسه او کسيره...(د مرجانونو څانگې ٢٧)؛
غولوې به مې په نن سبا ترڅو
ماته غوره يوه ((نه)) ده له سل ((هو))
داچې ستا ژمنې زما تر ژوند اوږدې شوې
وړم به خاورو ته اسره ستا د ککو...(گلکڅونه ٩٣-٩٤).