وتلي سندرغاړې بریالي صمدي سره مرکه


  • 7 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • ځواب
  • 187

 

مينه- مازيګر کتاب پلورنځي ته په خير راغلې، غواړو د مينې لپاره درسره مرکه وکړو؟

صمدي- ډېره ښه ده ، زه هم په پيل کې تاسې ته سلامونه وايم،  بيا د مينې مينه والو ته درناوى وړاندې کوم ، مونږ له تاسې مننه کوو، چې د مينې لپاره په مازيګر کې ناست يو او د مينې خبرې کوو، زه په مينه کې د خپلو افغانانو د مينې،  د مينه والود مينې شکريه هم ادا کوم او ډېر خوشاله يم..
مينه- ځينې خلک وايې چې د غزل اورېدونکي کم دي او نوره بازاري موسيقي ډېره اورېدل کېږي دا خبره څو مره پر ځاى ده؟
صمدي-  دا خبره  ٩٩ فيصده  پر ځاى ده،که و ګورئ زما د غزلو يو البوم بازار ته راغلى چې  څوک يې دومره نه اوري ، خو لوبې سروکي او نورې مستي سندرې خلک ډېر ې خوښوي، هغه بله ورځ زما په يو ايف ايم کې مرکه وه،  ما په هغې کې هم وويلي وو، زمونږ  ښه شاعران ډېر ښه ښه غزلونه ليکي خو حالات داسې د ي چې غزلې دومره خلک اوري نه! خو په کار ده چې شاعران ښه غزل وليکي او سندر غاړي ته هم پکار ده چې د غزل د پاره او نظم دپاره کار وکړي. 
مينه-  عموماً سندرغاړي د خلکو غوښتنې په پام کې نيسي که د شعر په ټاکلو کې خپلواک دي؟
صمدي- اول به درته خپل ځان ياد کړم،  چې يو وخت ٢٠٠٢ او ٢٠٠٣ کلونو کې چې د غه څېز زما په ذهن کې نه و،  هغه وخت به ما هر رنګه شاعري ويله په خپله خوښه؛ د ګټې وټې لپاره او د  روزۍ ګټلو فکر  و، هغه هم صحيح دى، خو يو ځاى پورې د پښتو لپاره کار ضرور دى، هر سندرغاړي ته پکار ده،  چې ښه انتخاب ولري او ښه اديبانو او شاعرانوسره ناسته ولاړه ولري او ښه شعر خلکو ته وړاندې کړي.
مينه-  يواځې ښه شعر پکار دى که د سندرغاړي لپاره نورو څه زده کړو ته هم اړتيا شته؟
صمدي- نورې زدکړې ضرور دي، تعليم پکار دى، د ښه استاد  ضرورت وي، ښه ناسته ولاړه ښه اخلاق ولري ځکه اخلاق هم په هنر تاثير کوي.
مينه- تاسې  خپله زده کړې کړي؟
صمدي- هسې خو دا خبرې ډېرې اوږدېږي خو که په لنډه يې درته ووايم،  نو زه په کوزه پښتونخوا کې وم او هلته زما ژوند د مساپرۍ ژوند و، غريبي هم راباندې ډېره زياته وه او مور او ورونه مې ټول دلته وو،  زه خپل ما ما سره وم  د  هغوى کور ودان قران مجيد سبق يې هم راباندې وويلو او مکتب مې هم څه نا څه وويلو، نو مکتب ته به تلم راتلم، خو په دې وخت کې زما پلار ډېر سخت بيمار و کينسر (سرطان) و ، نو ما به هغه شير پاو هسپتال ته وړه راوړه،  په دې کې رانه مکتب پاتې شو، پلار مې په حق ورسېده،  بيا په کور کې د ګټې څوک نه و،  نو زه خپله لاس په کار شوم،  هنر ته مې مخه کړه ،  ډېره هڅه مې کوله چې له دې لارې خپلو خويندو ،  ورونو او خپلې کورنۍ ته روزي وګټم،  نو ښونځى مې تر شپږم يا اووم  پورې وويلې بيا رانه پاتې شو.
مينه- هغه وخت چې ستاسې والد صاحب ناروغ و په  خپلوانو او دوستانو کې چا ستا لاسنيوى وکړ؟
صمدي- ځواب صاحب هغه وخت زه ډېر ورکوټى وم او زما ماما و،  ستار استاد چې زما استاد هم دى هغه مرسته کوله ، د شاولي استاد دې ياد په خير وي هغه به زما د پلار پوښتنې ته راته او زما پلار ورته ډېرې دعاګانې کړي دي، د هغه احسان به زه نه هېروم، قدردان سړى دى په رښتيا چې استاد دى هغه به راتللو،  بل زما د ماما زوم دى امير جان لالا ياد دې په خير وي هغه زما د پلار ډېر خدمت کړى.
مينه- له دې ټولو سره دې الله ښه وکړي، راځو دې ته چې يو شمېر خلک وايي پښتانه هنر خوښوي او ورسره مينه لري،  خو د هنرمند قدر او درناوى ورسره نشته، دا سمه ده؟
صمدي- والهل چې ځواب صاحب يوه خبره درته وکړم،  زه چې له کوره راوځم، نو زما دا افغانان زما دا کشران او مشران زما د ا پښتانه ورونه زما مينه وال، ما سره دومره مينه ښئ او دومره محبت ما ته راکو ي،  چې زه بيخي ځان ته حيران شم، ګوره يو وايي ما سره تصوير واخله، دا ماشومان،  وړې وړې جونې، چې ما وګوري د خوشالۍ نه چغې کړي چې صمدي صاحب يا بريالى لالا دى،  نو زه خو چې ددوى مينه ګورم په جامو کې نه ځايېږم.

مينه- مننه استاده دا خو ډېر ه ښه خبره ده! خو که فکر دې وي پخوا به کلو او ليرې پرتو سيمو کې د خوښۍ پرګرامونه، ودونه، سنت ګرۍ او نور مراسم  ډېر په ښه شان تر سره کېدل او سندرغاړي به کلو او بانډو ته تلل نو اوس خو داسې نه ده؟
صمدي- اوس خو داسې حالات ځکه نه دي،  چې زما  د پلار شاګرد جعفر خليلي هغه دلته اوسېده هغه وخت زه په پېښور کې اوسېدم هغه دلته په جلال اباد کې اوسېده،  نو کله به يوې شپې دوو ته راته، هغه به ما ته ويلې چې داسې به خوګياڼو ته ځو الله دې زمونږ وطن جوړ کړي، نو هغه به ويلې چې صمدي داسې د خپل وطن په اطراف به ګرځو، نو هغه وخت به مونږ ښکته تلو ګجرېوالا ته،  لاهور ته، زمونږ د کونړ ،  کامې  او د ټول افغانستان خلک زيات هلته پراته وو، پاکستان کې د مساپرۍ ژوند و، نو جعفر خليلي به ويلي چې خداى دې د غسې زمونږ وطن جوړ کړي چې زه تا خوګياڼو ته بوځم، زه تا کونړ ته بوځم،  دا خلک به وګورې، د کامې، د چپرهار، شينواري؛ نو داسې مجلسونه زما هم يادېږي زه ډېر وړوکى وم، چې په جلال اباد کې وم، شپږ کلن به وم چې رحيم غمزده خداى دې وبښي، منور کاکا ته دې خداى جنتونه ورکړي، نواب استاد ته دې خداى ډېر عمر ورکړي، شاولي لالا  دوى به هغه وخت کليو ته کوټ  ته، لغمان ته به تلل ښه مجلسونه وو،  ښه اورېدونکي و، ښه ودونه وو، نو زما هم دا ارمان و او دى چې بيا به زه چپرهار ته واده ته ځم بټي کوټ ته شينوارو، سره رود..... ته به ځم ،  پکتيا او نور ولايتونو ته، نو د غه نشته، اوس چې زه ګورم زړه مې خپه کېږي،  نو په کابل کې به څومره ودونه وي  چې بريالى صمدي راځي يا نور هنرمندان راځي يواځې کابل جلال اباد او دا څو ښارونه خو نه دي، زه بايد د هېواد په ولايتو کلو او بانډو وګرځم،  خپلو پښتنو ورونو ته ورشم ، د دوى ودونه تېر کړم د دوى په خوشاليو کې ګډون وکړم،  نو بس اوس حالات جوړ نه دي او ورته خپه يو.

مينه- يانې پخوا زمونږ سيمه دومره نا امنه نه وه،  دومره سخت دريځي نه وه،  خلکو ژوندي زړونه درلودل سيلونه  او مجلسونه به کېدل او دېرې او حجرې به ګرمې وې، خو اوس دا هر څه پيکه دي، خو مونږ وينو چې هنر نه دى مړ هنر ژوندى دى  او د بېلابېلو سندرغاړو نوي نوي البمونه بازار ته راځي، صمدي صېب يوه پوښتنه مې غوښتل په بازار کې د پلورل کيدونکو کېسټونو په هکله وکړم چې ولې د پښتو موسيقۍ په کيسټونو پښتو املا سمه نه وي تا سو په دې اړه فکر کړى؟
صمدي- ډېره ښه پوښتنه ده،  دې ته زما هم پام دى او دومره پوى يم، د هارون باچا ياد دې په خير وي او د کرن خان په کيسټونو پښتو املا ډېره ښه وي،  يو کيسټ چې ما کړى و د هغې ډيزاين ما کرن خان ته سپارلى و د هغې هم املا او ډيزاين ډېر ښه راغلى و، نو چې يو سړى خپله کار وکړي او تر اخره يې و څاري بيا دا ستونزه نه پېښېږي، خو دا چې ډېر سندرغاړي کيسټ وکړي او دوکاندار ته يې وسپاري هغه يې بيا په بلا هم نه وهي او چې څنګه يې خپل زړه وي همغسې يې ليکي چې دا بيا د دوکاندار کمزوري ده،  زمونږ د کابل موزيک سنټر معلم صېب ظفر هم دا نيمګړتيا لري څو ځل مې ورته ويلي دي،  خو هغه ما ته وايي دا د وکان ستا خپل دى خپله يې وليکه، اوس چې دا دوه البمونه زماراغلي دي يو (غزلزار) او بل  (ارمانونه) په دې کې ما پښتو ليکل او املا ته پام کړى که تاسو يې وګورئ خوند به درکړي، نو سندرغاړي ته دا پکار ده، چې يو ښه لکيوال شاعر ځان سره کينوي او ټول ټکي سم وليکي.

مينه- هسې خو به د موسيقۍ  راګونه  ډېر وي، خو  مروج راګونه چې پښتو سندرې پکې ويل کېږي کوم، کوم دي؟
صمدي- قربان دې شم ځواب صاحب،  زه خو لا ډېر  ورکوټى سړى يم تاسو ډېره لويه پوښتنه وکړه زما دا خبري به غټ هنرمندان لولي، شاعران او نور د موسيقۍ مينه  وال هم يو نيم په دې کيسو ميسو پوهېږي او هنر مندان او ډېر نور خلک په راګونو پوهېږي، مروج راګونه چې مثلا: بيم پلاسي ، کليان، بلاول، کستروي، زله، بيروي ، پاړي ، باګسري ، دا چې د پښتو لپاره پخوانيو کوم کار کړى او اوسني کوم کار کوي،  نو نور بلار اګونه دي چې حساب يې نه شته دا خو درياب دى دا فن سر او اخير نه لري.
 استاد سر اهنګ ته چا ويلي و چې ډېر کار دې وکړو٤٠ کاله دې په موسيقۍ کې کار وکړ، باباى موسيقۍ او غر د موسيقۍ شوې،  هغه ورته ويلي وو چې په درياب چې سړى ګوته ښکته کړي او بېرته يې ترې پورته کړي نو څومره  اوبه به د درياب  نه اوچتې کړي،  يو څاڅکى،  دومره موسيقي مې لا هم زده نه ده،  نو موسيقي د درياب غوندې علم دى، بزرګانو چې داسې ويلي دي نومونږ خو بيا په هيڅ کې هم نه راځو دا بلا ګران کار دى. 

مينه- که يو ځوان، چې ښه اواز هم ولري او له موسيقۍ سره يې مينه هم وي د غه مروج راګونه کسټروي او پاړي او نور چې تاسې يې نومونه واخيستل په څومره وخت کې به يې زده کړي؟
صمدي- ياره چې شوق دې وي داسې ښه ورته وزګار يې بيا کېږي، په کم وخت کې يادېږي، چې ښه استاد وي او وغواړي چې شاګرد ورسوي، نو بيا کم وخت پکار دى، هنرمند لپاره چې څوک غواړي چې زه ښه سندرغاړى شم د ښه استاد ضرورت ورته ځکه دى چې دا د يوې سندرې کار نه دى، زه خو اکثره دا خبرې نه کوم ځکه ما کې دومره نيمګړتياوې دي چې په يو سندرغاړي کې هم نه شته،  زه خپله دومره کمزورى انسان يم نو هر ځوان شوقي ورور که غواړي چې سندرې ووايي نو يو ښه استاد سره دې کېني چې لس اته مروج راګونه زده کړي چې د حمزه بابا،  کاروان يا بل شاعر  يو غزل زه په کوم راګ کې ووايم، او دا نه کېږي چې راګ درته ياد نه وي څه نا څه علم درته نه وي او ته شروع يې،  نو بيا هغه غزل هم تا نه ګډو ډ وي او سور او  لاره هم درنه ختا وي دا د يو غزل کار نه دى.
مينه- مونږ ته چې څومرره پته ده ارمونيه يا باجه خو تاسې غږوئ  د موسيقۍ بله کومه اله تاسې ته زده ده؟
صمدي- پوره ارمونيه خو هم نه شم غږولى دا خو ستاسې مينه ده،  خولږه لږه تبله اورباب ، شپيلۍ داسې کم ، ښه تبله وهم  شکر  او لږم لږ رباب هم غږوم.
مينه- خلک وايي چې په موسيقۍ کې دا رباب زده کول سخت دي دا رښتيا ده؟
صمدي- ريښتيا وايي، بس تبله هم سخته ده خو چې سړى خواري وکړي اسانه ده.
مينه- تاسې ته په کوم ډول پرګرام کې موسيقي مزه د رکوي، تلويزوني برنامه کې، ميدان کې، د حجرې مجلس کې که البوم يا کيسټ کې؟
صمدي- ياره زه خو چې هرځاى کې مرکه کوم سپينې خبرې کوم او پټول مې ياد نه دي، د غه کيسټ کې ډېرې ستونزې وي، دا مې نه خوښېږي چې ځمه کيسټ ريکارد کومه،  البوم ته چې ځې، دې کې به ډېر زيات زحمت او کوښښ کوې او ډېر به پکې په غذابېږې،  نو ښه خو هم دې تل پاتې وي، محفل مې داسې خوښيږي،  چې ښايسته حجره وي او ځان غوندې داسې ښايسته ياران ملګري او دوستان ناست وي  او زه ورته غزلې وايم ، دا ما ته ډېره مزه راکوي، نور  پرګرامونه،  ودونه  ټول ښه دي.
مينه- په تېرو لسو کلونو کې دولت او نړيوال لويه لاسته راوړنه د رسنيو خپلواکي يادوي، تاسې ته يې  ګټه رسېږي يانې پيغام يا سندره  مو تر خلکو رسوي؟
صمدي- تلويزونونه ا و  ايف ايم هم مونږ ته د عوت راکوي، دا څو ورځې چې زه په کابل کې وم،  يارانو راپسې ټيلفون کولولګيا يو کار کوو، د رسنيو ازادي خو ډېره ښه ده زمونږ خلک ترې بايد سمه ګټه واخلي.
مينه- صمدي صاحب! زه چې ګورمه  سمه ده،  يو نيم سندرغاړى چې نوموتى وي او مينه وال لري د هغه ژوند به يو څه ښه وي، خو د نورو عامو سندرغاړو کار روزګار ډېر خراب  دى، تاسې کومه ټولنه لرئ چې ستاسې غږ پورته کړي او په تېرو لس دولس کلونو کې اطلاعاتو کلتور يا بلې کومې ادارې له دوى سره مرسته کړې؟
صمدي- والله شته زمونږ د هنرمندانو يوه اتحاديه شته، کمين استاد زمونږ د هنر مندانو ريس دى غمخوري کوي اوس هم کابل ته تللى او مشرانو سره خبرې کوي،  دلته په ننګرهار کې دفتر لري او د هنر مندانو حقوق غواړي او ملاتړ يې کوي.
مينه-  مونږ  دا شاعران يا دا ليکوالان چې څوک چرته کوم تلويزون، غونډې،  راډيو ته غواړي مونږ ته خو کومه حق الزحمه نه راکوي تاسې ته حق الزحمه درکوي که نه؟
صمدي- ياره د غه شمشاد يو وخت کې داسې پرګرامونه کول چې حق الزحمه به يې ورکوله، نورو تلويزونو کې دا کيسې نه شته،  خو ضرور ورته دي، ځکه  زه دې ځاى نه جلال اباد نه تر کابله ځم، زما لګښت کېږي ضرور دي چې په پاکټ کې يو څه ورته کېږدي چې دا ستاسې د لارې خرچه،  خو دا حساب هغوى نه کوي، که ملي تلويزون وي هغه خو مونږ او تاسې باندې حق لري چې ورته لاړ شو، خو دغو نورو تلويزونو ته پکار دي چې يو سندرغاړى يا شاعر راغواړي نو د هغه درناوى وکړي او مرسته ورسره وکړي.
مينه- تاسې مخکې وويل چې د غزل مينه وال کم دي که نظر واچو نو شاولي استاد په غزل وپېژندل شو، کرن خان وګورئ  تاسې خيال استاد ته  پام  وکړئ، د غزل بادشاه په غزلو پېژندل شوى او شاعران هم غزل زيات ليکي نو شاعر د ټولنې سترګې دي، بيا د غزل مينه وال ولې کم دي؟
صمدي- جمال صاحب! که دا درته ووايم چې د وخت خبرې دي که اوس شاولي استاد يو مجلس ته لا ړشي او خيبر هوټل کې واده وي يا خيال استاد راشي شاهنشاه د‌ى، يا هارون باچا راشي يا نواب کاکا  راشي،  نو هغه وخت چې دوى پرګرامونو  ته تلل ښې غزلې چا ربيتې نظمونه به يې ويل تر کيسو پورې اوس دا حالات او دا نوي ځوانان چې په دې ودونو کې وګورئ مشکله ده که هغوى دا پرګرام تېر کړي،  زه خپله يو پرګرام ته لاړم کابل ته نو ما ته يو کس مخې ته راغى ما ته يې څه پيسې مخکې راکړې،  ما ته يې وويل چې ما ته به د شروع نه مست ساز شروع کړې ما پيسې بېرته ورکړې ورته مې وويل وروره يوه خبره درته کوم  چې دلته خو کابل کې هنرمندان ډېر دي ما پسې جلال اباد ته ولې راغلې،  زما دا قانون دى چې درې څلور غزلې به زه وايم،  يو ساعت نيم به زه درته موسيقي غږوم ځکه کيداى شي شاعران هم ناست وي اديبان مشران حاجي صاحبان او سپين ږيري ناست وي هغو حتما د خوشال بابا ، حميد بابا، حمزه بابا ، ملنګ جان  او محمد نور نومونو سره به بلد وي نو ضرور ده چې د دوى لپاره يو څو شعرونه ووايم ، نو ما ورته ويل دا پيسې دې واخله يو ډول سورنا والا يوسه، دلته يو دوه هلکان راوله واده به درته ګرم کړي ښه څېزونه به درته و غږوي، بيا هغه بل ورته وويلې  چې ولې زمونږ پرګرام خرابوې،   خو نن سبا چې وګورې دې ودونو کې اکثره حجرو دېرو ته مونږ ځو، يو ځاى ته زه لاړم وزيران راغلي وو، ما شپږ اته غزلې وويلې، د جهاني صېب، حميد بابا، حمزه بابا غزل مې وويلو،  چا خپلو کې بنګ بنګ شروع کړ،  هغه ما سره شاته ناستو ما ته وويل څه کوې، ما ورته ويل ټول پوه خلک دي،  نو يو ځاى نه يو اواز وشو ويل استاده يوه ګرمه سندره ووايه، چې ما مسته سندره شروع کړه ټول محفل را ژوندى شو ما ويل چې هسې مې دومره وخت غزلو ته ورکړ او داسې وخت هم راغلى  چې ځوانان ناست وي او هغوى داسې غزل اوري چې مونږ حيران شو نو ځينې وخت داسې حالات هم راشي، ذوقونه مختلف دي.
مينه- دا سمه ده زمونږ د خلکو د لوست کچه هم ټيټه ده، په دې خاطر هم دوى داسې شى خوښوي چې زر  پرې پوى شي، غزل باندې خو بيا هر سړى نه پوهېږي؟
صمدي- د تعليم ډېر ضرورت دى، هر سړى بايد په خپلو بچو زده کړې  وکړي، بې له تعليم نه خو سړى نيمګړى وي.
مينه- صمدي صاحب ستاسې هستوګنه خو دلته په جلال اباد کې ده،  اوس مو دفتر مو چرته دى؟
صمدي- دفتر مې په کابل کې دى،  چمن حضوري سره شمشاد تلويزون ته مخامخ  دلته مو دېره ده .
مينه- تاسې د کومو شاعرانو شعرونه وايئ، د مشهورو شاعرانو شعرونه وايئ که د نويو ځوانانو شعرونه هم وايئ؟
صمدي- مخکې مې چې څه ويل او ريکارډ کول مې ډېر پام مې نه کولو  اوس ډېر احتياط کوم، ښه شعرونه پيدا کوم، که پخوانى شاعر وي او که  ځوان شاعر وي چې ښه ليکل يې کړي وي او هغه د ويلو وي او خلک يې خوښوي او ښه پيغام پکې پروت وي.
مينه- ځينې خلک وايې چې يو نيم شعر ښه شعر وي خو موسيقيت نه لري دا خبره سمه ده؟
صمدي- بعضې داسې وي ځينې کتابونه چې زه ګورمه نو داسې شعر پکې يو نيم وي چې موسيقيت نه لري، که هغه هر څومره ښه وي زه يې پرېږدم او نه يې وايم يا پرې زما سر خلاص نه شي هغه پرېږدم، داسې شاعري شته چې موسيقيت پکې نه وي.
مينه- کوم سندرغاړي سره دې جوړه سندرې ويلي؟
صمدي- ياره لس کاله مخکې هغه مجلسونه درته يادوم چې پخوا به زمونږ مشرانو په دې ولسونو کې کول،  چې دوه مجلسيان به جوړه ودرېدل اوسيال به يې کولو، لکه منور او سيد محمد، منور او نواب، نواب او غمزده، ايوب استاد، قاري او نور به وو،  د غسې مجلسونه مې کړي، سيد محمد سره، نواب سره مې مجلس کړى، د منور کاکا زامن دې خداى دې ورله ژوند ورکړي رضوان، شاځوان سره مې مجلسونه کړي ، قاري سره، سيد عالم کاکا دې خداى وبښي ورسره مې مجلسونه کړي،  ډېرو نوموتو مجلسيانو سره مې مجلس کړى، مخکې به دا ميداني سيالونه وو حجرو دېرو کې ښايسته ودونه به وو،  خو لس کاله کېږي  بيا مې له چا سره جوړه سندرې نه دي ويلي.
مينه- کومې جونې سره خو دې جوړه ماري نه ده کړې؟
صمدي- نه صاحبه جنکو سره مې سندرې نه دي ويلي.
مينه- کوم فلم ته يا ډرامې ته خو دې سندرې نه دي ويلي؟
صمدي- نو داسې هم شوي چې زه سټوډيو ته تللى يم،  موزيک ډاير کټرانو ويلي دي،  د غه لياقت فلمونو ډايرکټر دى دې راته ويلي چې لاړم ماسټر صاحب ناست و،  نو ماسټر ډېر قابل سړى دى، هغه ما باندې يو ځل غوسه هم و،  ويل ته دا ولې نه کوې، نو د ( صبر شه زړګيه) فلم راغلى و په دې کې دا نور خيال او نازيه بي بي سندره ( مونږ محبت کړى دى) د غه سندره زما وه چې ما بايد کړى واى خو ما پرېښوده،  نور کله ډېر داسې شوي چې زه به سټوډيو ته تللم ټپې به وې يا غبرګېزې  ورته وايي دا به وې،  نو ما به نه ويله،  جنکو سره سندرې نه وايم .
مينه- تا سې خپله کله موسيقي اورئ، د چا سندرې اورې؟
صمدي- ښه پوښتنه، زه خو ډېر ښه استادان اورم، چې هغه د راجستان استادان دي مهدى حسن په غزلو کې اورم، همداسې کلاسيک اورم استاد سلامت علي خان اورم ، ډېر محمد حسين سر اهنګ استاد اورم  او په پښتو کې نواب، سيد محمد، منور،  رحيم غمزده، شاولي لالا هم اورم وخت وخت سره چې هر څه  ته مې شوق راشي يو هوا ده چې د هرې موسيقۍ هوا راشي هغه اورم.
مينه- په دې وروستيو کې ستا د غزلزار په نامه يو البوم راغلى او ځينې نوې سندرې دې راغلي اوس په څه اخته يې  او راتلونکې ته څه پلان لرې؟
صمدي- زما مينه وال دې زما لپاره دا( غزلزار) يو ځل واوري، چې هر څوک يې واوري ښه ټکې پکې دي،  ښه شاعري مې راغونډه کړې اوس مې يو کليپ  جوړ کړى د کامې د سيد مراد صاحب شعر دى (ستا دې قسم وي چې دا ستا محبت چا سره دى -- زما زړه تا سره دى) دغه ما کليپ جوړ کړى. اختر ته به راشي د خيره، دا د سيد مراد با با شعر دى، د غه مې ريکارډ کړى ډېرو خلکو به پرګرامونو کې له مانه غوښته ، مرکه کې به خلکو راباندې زمزمه کولو د هغې ويډيو کليپ مې جوړ کړى چې را به شي او نور هم لګيا يو ستاسې يو شعر :
راستر به شي مغلو ته به ډېر منډې ورکړي
ښايسته خوشحال خټک غوندې هلک به خداى پيدا کړي
دې باندې کار کوم وايم يې.
مينه- که مونږ نه څه پاتې وي او ته يې ويل غواړې؟
صمدي- زه له تاسې مننه کوم له  احمد جمال جمال او هدف صاحب  او د مينې له ټول ټيم نه مننه، مازيګر کتاب پلورنځى دې ودان وي، دې  پاچاهۍ جونګړه کې درسره کېناستو او خبرې مو وکړې، مينه مجله زما ډېره خوښه ده، همېش دې وي او پرمختګ دې وکړي، تاسې سره چې کوم ملګري همکاري کوي د مينې ژوند ورته غواړم ، خداى دې تاسې ته نور هم همت درکړي چې پښتو د پاره کار وکړئ.
ټولو خلکو ته ښه ژوند، مينه، سوله او خوشالي غواړم، زه له خدايه غواړم چې په هېواد کې  ابادي راشي او خلک په مينه ژوند وکړي، له خلکو هيله کوم چې په خپلو بچيانوزده کړې وکړي،  کشران  دې د مور،  پلار او مشرانو  ډېر قدر وکړي، موږ او تاسې ټولو ته پکار ده،  چې  د چاپيريال خيال وساتو   او خپلې روغتيا ته  پام وکړو.
مينه -  مننه.
د مینې مجلې نه په مننه