ارواښاد قيام الدين خادم لنډه پېژندنه !

ارواښاد قيام الدين خادم لنډه پېژندنه !


  • 1 مياشت دمخه (10/10/2020)
  • حبیب الله غمخور
  • 236

مرحوم قيام الدين خادم په ۱۲۸۶لمريز کال دکامي ولسوالی په يوي روحاني کورنۍ کښې دنياته سترگې پرانيستي دي . دخادم صاحب پلار مرحوم ملا حسام الدين اخوند پخپله سيمه کښي يو مشهور او پوه عالم و .
 قيام الدين خادم لومړنۍ زده کړي پخپل کور کښي دخپلو والدينو څخه تر سره کړيدي . خادم صاحب داسلامي علومو زيات شمير کتابونه لوستي وه ؛ هغه صرف ،نحوه ،منطق حکمت ،فقه ،حديث ، تفسير اونور مروجه علوم يي لوستلي دي . هغه دديني پوهي دترلاسه کولو لپاره 15 کاله دهيواد په داخل او له هيواد نه بهر سفرونه کړېدي .
 ارواښاد خادم صاحب دلومړي ځل لپاره په ۱۳۰۴لمريز کال دکامې په ابتدائيه ښونځۍ کښي دښوونکي په توگه دندي په سرته رسولو وگمارل شو. پسله څه مودې هغه هندوستان ته سفر وکړ تر سفر وروسته کله چې وطن ته ودباره راوگرځيد دجلال آباد په يوه ښوونځۍ کې دښوونکي په توگه مقرر شو.
 خادم صاحب دوه نيم کاله په لواړگه کې اوسېده ،همدلته دشاعرۍ ،ليکوالی او ادبياتو سره دهغه مرموزي علاقي انکشاف پيداکړ ،همدلته په لواړگه کښي ېې کوزده او واده وکړ .
 خادم صاحب په ۱۳۱۲لمريز کال دلواړگي نه دکندهار ولايت ته ولاړ او هلته دکندهار دپښتو ادبي انجمن دغړې په توگه وگمارل شو. په ۱۳۱۴ لمريزکال داسد دمياشتي په ۲۵ نيټه دهغه وخت ددولتي اړونده چارواکو په امر او دستورد((پښتو ادبي انجمن ))له کندهار څخه کابل ته انتقال وموند ، چي په ۱۳۱۵ لمريز کال دغه انجمن په ((پښتو ټولنه )) ونومول شو . خادم صاحب دري مياشتي د((زيري )) داخبار دنشر ولو مسؤليت پر غاړه درلود . په ۱۳۱۸لمريزکال دتاليف او ترجمي دشعبې مدير مقرر شو ،اوپه ۱۳۲۰ لمريز کال دپشتو ټولني دعمومي رياست مرستيال اوپه ۱۳۲۱لمريزکال داتحاد مشرقي مدير اوپه ۱۳۲۴لمريزکال ددايره ت المعارف دترجمي مدير مقرر شو. په ۱۳۲۵لمريز کال دتعاوني ډيپو دتفتيش لوي مدير وټاکل شو ،څه وخت وروسته دهرات ولايت ته ولېږل شو . په ۱۳۲۹ لمريزکال دکندهار دطلوع افغان مدير په توگه وگمارل شو . په ۱۳۳۰ لمريزکال دکابل مجلې دچلوونکې دنده ورپغاړه شوه ،په ۱۳۳۱لمريز کال دسروبي دبرېښنا دفابريکې دکوپراتيف لوي مدير مقرر شو.
 په۱۳۳۲لمريزکال خادم صاحب د((اصلاح)) دورځپاڼي دمسؤل مدير په حيث وټاکل شو. خادم صاحب په مختلفو ددولت ي دندو گمارل شويدۍ اوپه مختلفو ځايو کښي يې دندي سرته رسولې دي ،دبيلگې په توگه داصلاح دورځپاڼي دمدريت ددندې تر سرته رسولو وروسته هغه څوکاله دپښتو ژبې دکورسونو مدير او په عين وخت کښي د((زيري)) داخبار دچلوونکي دنده هم پر غاړه درلوده . ارواښاد استاد قيام الدين خادم د پښتو ژبي او ادب يو پياوړى ليكوال، شاعر او پوه عالم و، او پدې لاره کښي يې زيات زيار ايستلۍ . خادم صاحب په رښتيا سره دپښتو ژبي او ادب خادم و ،په همدي دليل هغه د پښتو ژبي او ادب د ځلانده آسمان يوله روڼو ستورو څخه گڼل کيږي . استاد د پښتو ژبي او ادب په باب پوره او په زړه پوري منظوم او منثور آثار ليكلي اويوه ښه علمي ذخيره يې زموږ دهيواد راتونکي نسل ته پرې ايښې دي، چي اوس د پښتو ژبي او ادب ليوال ورباندي وياړ ي .
 د ارواښاد استاد خادم د منظومو او منثورو آثار وډير په زړه پوري کتابونه ليکلي او څورلس ځانگړي اثار يي چاپ شويدي چې دهغه جملې نه يې يو شمير لکه دکوچنيانو اخلاقي پالنه،روهي گلونه، دمر غلرو اميل ،نوی ژوند، مکارم الاخلاق،،پښتونولي،بايزيد روښان ، خيالي دنيا دشريف سرگذشت او نبوغ او عبرقربت دچاپ بخت موندلۍ او يو شمير نور اثار يي لاتر اوسه دهغه دخپلوانو په کورونو کې کښي ممکن په تاخچو اويا هم الماريو کښي دچاپ په انتظارزاړه سوې وي . "خيالي دنيا" دخادم صاحب ډير مشهور اثر دۍ چې دده د منثورو آثارو مجموعه ده ،دغه اثر ته د ادبي ټوټو مجموعه هم ويلاى سو.
 خيالي دنيا په 1339 هجري شمسي كال د پښتو ټولني له خوا د زرو ټوكو په تيراژ په 94 مخونو كښي د دولتي مطبعې له خوا چاپ سوى دى، د كتاب د ټولو ادبي ټوټو شمېر (( شپږ پنځوسو)) ته رسيږي چي هره ادبي ټوټه يې د افغاني ټولني كړه وړه تمثيلوي.
 د كتاب ادبي ټوټو هره يوه يې دخپلي معنا اوهغومفاهيمو له مخي چې پكښي ځاى سوي دي د پښتو ادب د پراخه بڼ رنګارنګ ګلان ګڼل كيږي . كه دغه اثر په دقت ولوستل سي يوه لوى سمندر ته ورته دى چي هر څه پكښي موندل كيږي . خادم صاحب پدغو لنډو ادبي انځوروکښي مينه ، محبت، د ټولنيز ژوندرازونه ، آزادي، انتقاد، پرمختګ، عبادت، هنر او د ژوندانه ټولي لاري چاري لوسونکي ته ورښيي.
 مرحوم خادم صاحب په اردو،انگليسي او عربي ژبو بلد و ،دهمدغو ژبو په مرسته هغه ديوه کنجکاو او پلټونکي انسان په توگه تلاښ کاوه دډيرو شيانو په راز ځان پوه کړي ، کيداي شي دهغه دبرياليتوبو درازونو څخه يو هم همدا وبولو .
 خادم صاحب نه يوازي د علم او پوهې په ډگر کي افغان ولس ته خدمت کاوه بلکه په سياسي ډگر کښي هم دهيواد دسياسي څيرو په قطار کي ورته دقدر په سترگه کتل کيده .
 ښاغلی غبار د((افغانستان در مسير تايريخ )) دوهم ټوک په ۲۳۸ مخ کښي ليکې : په ۱۳۲۶ لمريز کال يوه سياسي گوند دويښ زلميانو په نامه علني فعاليت پيل کړ . ددي گوند بنسټ ايښودونکی او مشران په کابل ،کندهار او ننگرهاکي دا کسان يادوي : عبدالروف بينوا،گل پاچو الفت، فيض محمد انگار ،نورمحمد ترهکي ،غلام حسن خان سپي ،( اين دونفر اخير ازدسته عبدالمجيد زابلي بودند) ،محمدرسول خان پشتون،عبدالشکورخان رشاد،عبدالهادي توخي ،محمدانورخان اڅکزائي ،قاضي بهرام خان ،غلام جيلاني خان ،قاضي عبدالصمد خان ،فتح محمد خان، خټگر، نور محمد خان قاضي خيل،محمد ابراهيم خواخوږۍ،محمد ناصر خان لعل پوري، صوفي ولي محمد خان، آغامحمد خانکرزی ،محمد موسي خان شفيق ،غلام محمدخان پوپل ،محمد طاهر خان صافی ،قيام الدين خان خادم ، ارسلاخان سليمي وردگ ،نيلک محمدخان پکتيانی ،صديق الله خان رښتين، عبدالعزيز خان ،عبدلخالق خان واسعي ،محمد علم خان، نوراحمد شاکر، محمدرسول خان مسلم، محمد حسين خان رېدی، عبدالرزاق فراهي ،محمد نور خان علم ،عبيد الله خان صافی، گل شاه خان صافی، ظهورالله خان همدرد،محمدشريف خان قاضي ،عبدالمنان خان دردمند،آقامليا ،عبدالصمدخان ويسا ،محمد علم بڅرکی وچند نفر ديگر . منشي حزب در اوايل عبدالروف خان بينوا ودر اواخر عبدالرزاق خان فراهي بود. افغانستان در مسير تاريخ دوهم جلد ۲۳۸ مخ
 د ( ۱۳۲۷ ش)کال د جوزا د مياشتی په اوومه د ويښو ځلميانو د تدارک د کميسون د لارښوونی له مخې د کندهار، ننګرهار او کابل يو شمير ادبی او عرفانی ملګرو لکه عبدالرؤف بينوا، فيض محمدانګاز، نورمحمد تره کی، قيام الدين خادم، صديق الله رښتين، ګل پاچا الفت، نيک محمد پکتيانی، محمد ارسلان سليمی، عبدالقدوس پرهيز، ابو الحسن هزاره، پاينده محمد روهيلي، محمد ولی ځلمی، عطا محمد شېرزی، محمد طاهر تائب او ځينو نورو ليکوالانو او روښنفکرانو د موسسی کنګری غړو چې شمير يې دوه ويشتو تنو ته رسيدی د دارالامان په افشار وکې د عبدالمجيد زابلی دنوی تعمير په يوه سالون کې د ماسپښين پر دوو بجو د ويښو ځلميانو دگوند جوړولولپاره دبيلو بيلوولايتونو د نمايندګانو طرحي وړاندی شوی چې يوه يې د عبدالروف بينوا او نور محمد تره کی، بله يې د قيام الدين خادم او دريمه يې د صديق الله رشتين وه. لومړی يې مترقي او عصری، دوهمه يې ملی اوو طنی،دريمه يې مذهبی او کلتوری رنګ درلود. د زيات بحث وروسته د ټولو طرحو د مهمو مادو په ګډون پر دغو ټوکودټولو موافقه راغله : د اسلام او مشروطه شاهی نظام او د پاچاد مقام درناوی، د دولت د دروګونو قواؤ ترمنځ لکه اجرئيه، مقنينه، قضائېه تفکيک او بيلوالی ، دهغوي د حقوقو او صلاحيتونو ټاکل، د ازادو انتخاباتوپر اساس درابلل شوي لويی جرګی د لاری د وخت دغوښتنو سره سم په اساسي قانون کې تعديلات او تغيرات راوستل ، داساسي قانون پلي کول، د علم او معارف خپرېدل او پراختيا، د مطبوعاتو، دفکر او بيان د آزادۍ تظمينول، د هر ډول نژادي، ژبني، او سيمه ايزو تعصب او لوړتيا غوښتنومخه نيول، د قانون په واسطه د افرادو طبيعی اوټولنيزو حقوقو تأ مينول، ظلم، رشوت، پټي سوداگری (قاچاق) او بی عدالتيو سره مبارزه کول، په ټولنيز ژوندکې د افراط او تفريط څخه ډډه کول، د تخنيک اوصنعت رواجول، په هېواد کې دهر چاله پاره د کار او تعليم د زميني برابرول، د کارګرو او بزګرو حقوق، اقتصادی او زراعتي اصلاحاتو ته پاملرل، د موهوماتو او مزخرفاتو سره مجادله کول، د ملی ژبی پښتو او پښتونستان د ملی خودارديت پرننګه درېدل، د بشر د حقوق د اعلاميې او بين المللي صلح او سلم غوښتل او په عملی صورت بې تطبيقول .
 بڅرکی صاحب په پورته يادشوي کتاب کې ليکلې چي دويښ زلميانو دجنبش لومړې مرام په ۱۳۲۷ او دوهم يي په ۱۳۲۸ لمريزکال دزمري دمياشتي په ۲۷ نيټه تصويب شوېدی . گران لوستونکي محمد علم بڅرکی (( ويښ ځلميان دافغانستان يو سياسي تحريک)) په نامه کتاب کښي دخادم صاحب او پښتو ادب دشپږو ستورو دسياسي فعاليت په اړوند معلومات تر لاسه کولاي شي .
 ارواښاد خادم دحقيقت دڅرگندولو سره مينه لرل ،تل يې هر څه بربنډ ويل . خادم صاحب په زيات شمير ادبي او علمي محافلو کې برخه اخيستې ده ،او کله کله ددولت اړونده ا رگانو لخوا په ستاين ليکونو او ډاليو سره نازول شوۍ او ستاينه يې شوېده .
 مرحوم خادم دفلسفي اند او علمي شخصيت څښتن و،هغه په رښتيا سره دخپل ولس سره مينه درلوده او دهغه خدمت يي په ډيره خوښۍ سره کاوه.
 هغه د هر ډول مشكلاتو او سختيو په مقابل كښي د مقاومت، صبر او حوصلې لارښوونه كول .
 استاد خادم دمعاسرو ادبياتو دهغو پنځو ستوروڅخه وچې دپښتو ادب او کلتور يي ځلولۍ دی ،اوديوه داسي ويښ زلمي په احساس يې دپښتو ادب چوپړ کړۍ چې دنن زلميان يې درناوۍ کوي .
 مرحوم بينوا صاحب ليکي (( ښاغلی قيام الدين خادم په اوسنيو ليکوالو او شاعرانو کې دقدامت او مشرتوب حق لري ،دافغاني پوهانو او اديبانو په لومړۍ ډله کښي دريږې)) .
 ارواښاد کانديد اکاديميسن سر محقق صديق روهي دده په اړه په خپل کتاب دپښتو دادبياتو تاريخ کي ليکي . (( کله چې دويښ زلميانو پر ادبياتو باندي بحث کيږي نو لومړی ځل پاره دحبيبي، الفت ، بينوا ،خادم ، رښتين او رشاد نومونه په ذهن کې تداعي کيږي ،ځکه چې دپشتو دمعياري ژبي ، ليکدود((املأ)) او ادبي سبک په پالنه کې ډير ستر خدمتونه تر سره کړي او زيات شاگردان يې روزلي دي .
 لوي استاد ((حبيبي ))او فاضل استاد ((رشاد)) دواړه دادبي او تاريخي څيړنو سر لاري اوپه خپله برخه کښي دتبحر په لحاظ بې ساري دی .محترم استاد پوهاند رښتين هم په گرامر او ادبي تاريخ کې لوي لاس لري . الفت ،بينوا او خادم که څه هم ادبي څيړني تر سره کړي خو هغوي زياتره درښتيا ددورې دنامتو شاعرانو په توگه شهرت لري )) روهي صاحب داهم زياتوي چې (( خادم صاحب دپښتو او پښتونولۍ اودهيواد له ترقی سره ډيره مينه درلوده،هغه دښو احساساتو خاوند اودلهجې سراحت يې درلود .
 استاد خادم په اوسني ليکوالو کې خپل ژوند ليک خپورکړی دی ،په يوه برخه کې يې د(( زما پر حيات انتقادات)) تر سر ليک لاندي داسي ليکلي دي : په ژوندانه کې هيڅوک له انتقاده نه دی خلاص هغه انتقادونه چې په مايي خلک کوي دادي :
 ۱/ وايي نه منونکی سړۍ دی . دا انتقاد په ماباندي زما والدې هم هر وخت کاوه ،مگر زما جواب داو چې که زه منونکی واي خوزه به هم دنورو خلکو غوندي واي . په ورکوټوالي به مي دمور سره تل په دې جنگ و.دې به ويل : خلک داسي کوي اوته داسي،مابه ويل چې : ( خلک راته مه يادوه خلک خو هر حه کوي ! ! ! .)
 ۲/ وايي ډير بحث کوي اونه قانع کيږي . . . دا خبره نشم فيصله کولاي چې دادخلکو قصور دی اوکه زماعيب؟ استادان به هم زما پوښتنو ته اريان وو،زه پخپله هم پدې قانع يمچې بحث مي خوښ دی، مگر په اساسي او اصولي خبرو. نه مطلق بحث . . .
 ۳ / وايي ((سر شوخه دي)) مگر دوستان مي وايي ادبي شجاعت لري .په ورکوپوالي کې راته خلکو ويل چي ((کلانکاردی )) ولي په آزادی خو زه په خپله هم قايل يم او دا ځکه چي دا طبعي بار زماپه ورميږ نشته .
 ۴ / هو،په دي يوه گناه زه پخپله هم قانع يم چې هغه دحقيقت مينه بايد وبولم .
 خلک په امورو کې دنورو نورو ملاحظاتومراعات کوي ،مگر زه په حقيقت او واقيعت پښې نشم ايښوداي. ما خپل دغه عادت په هغه نظم کې چي (دشاعر مسلک) يي نوم دی شه تصوير کړی دی .
 زه داټولي خبري اورم مگر دځان سره وايم : ((ډيري خولې ډيري خبري )) .
 روهي صاحب ليکې داپورته ليکنه دخادم صاحب دنثر نمونه هم کيداي شي ؛ دده په نثر کي ايجازليدل کيږي اودځينو ليکوالو په شان دحق الحمې دپاره خبره نه اوږدوي ،بلکه نيغ په نيغه خپل مطلب بيانوي . پاي
 يادونه : درنو لوستونکو! له بده مرغه دټولو هڅو او زيار تر څنگ مې ونشوه کولاي دخادم صاحب دژوند ليک په اړوند هغه څه راټول کړم کوم چي ما اړين بلل . پدي کار کې زه دځان لټي نه بلکه دامکاناتو او په بهر کي دعلمي او تاریخي کتابونود زيرمتونو دنشتوالي عمده لامل بولم . نه پوهيږم چې ولي زموږ دژبي دداسي ليکوالو دژوند په هکله دومره کم څه ليکل شوي دي ؟ چې دلوستونکي تنده نشي پري ماتيداي .
 تر کومه ځايه چې گران لوستونکي خبر دي دخادم صاحب اولادونه په امريکا کښي اوسې هيله مي داده چې هغوي دخپل پلار دژوند ليک په تکميل کولو کې مرسته وکړي .