شمس داڅوشپې پرله پسې غمجن اوپريشانونکي خوبونه ليدل . دې خوبونو ورته زړه خپه کاوه،حيران و چې دخوب تعبير له چانه واخلي ، سوچ کې به لاړ ....... که خوب لنډي قوماندان ته ووايي .....؟ ......... نه هغه خو ډېر غوسه ناک سړى ورته ښکاره شو.
دخپل ښونکي سليم خان خبره ورپه زړه شوه چې ، يوه ورځ يې په ټولګي کې زدکوونکوته ويلي وو چې ، هرچاته به خوب نه وايئ .
دسيلم خان دخبرې په يادېدو سره شمس ته يو څه نور هم ور په زړه شول ...... دکچه گړۍ کيمپ ، په کېمپ کې دهلکانو ښونځى او په ښونځي کې داوبو ډکې ډکې چاټۍ ، دټولګيو په غوليو باندې غوړول شوي دملل متحد اسمان رنګي پلاستيکي خيمې ، چې هلکان به ورباندې په منظموقطارونو سره ناست اوښوونکي صيب ته به غوږ غوږ و.......
دښونځي مخې ته ديخوايس کريمو دوه دوکانونه هم وو ،چې هلکا نوبه په (روپۍ وال ) ايس کريمو باندې درخصتۍ په وخت کې سم بيروبار جوړکړى و.
شمس څوشېبې له دې سوچونو نه پوره خوند واخيست ،اوبيايې زړه په دې خوشاله شو چې اوس خو نه کچه ګړۍ وه اونه هم دده ښونځى ،دمهاجرو په شړلوسره کيمپ په کنډوالو بدل شوى و.شمس له تېرودوو مياشتونه دې غرئيزې سيمې ته راغلى و، هغه دپلارپه خوښه دغودنګواوتکو شنو غرونوميلمه و .مورورته ډېره يادېده، دهغې اوښکو به يې زړه ورته وبريښاوه ،چې دخداى پامانۍ په ورځ يې په ده پسې تويې کړې وې ، خودپلار خبرې به زړه ورته بيا ورکلک کړ چې مورته يې په هغه ورځ ويلي وو :
- څه وکړو دخداى امر دى .......
دمردکي له غږ سره يې ټکان وخوړ، مردکى يې ترڅنګ کېښناست ،په اوږه يې ورته لاس کېښودد ،ورته موسکى شواو وې ويل :
- څنګه ځوانه ! نن خو راته ډېر چرتي ښکارې ولې ؟؟؟؟؟؟؟
شمس زړه راکلک کړ اوخوله يې خبروته جوړه کړه ، هغه دمردکي سره زړورغږيدلى شو، په دې چې له يوې خوادواړه سره نژدې همزولي وو ، اوله بلې خوا خداى خبرچې ولې په مردکي باندې شمس دومره ګران شوى و ؟؟؟؟؟؟
مردکي بيا راټينګ کړ، شمس ورته وويل :
- مورمې ډېره ياديږي ،زړه مې غواړي چې يو واريې له نژدې ووينم ، که دې له لنډي قوماندان نه راته اجازه واخيسته ؟
مردکي يې په خوله ګوته کېښوده او ورته يې وويل :
- چيشت ........ چپ بياداسې خبره په خوله رانولې ،سم به ځان په بلا واړوې .
شمس دمردکي په دې خبره خپه غوندې شو، بيايې وويل :
- ولې زه ددې اجازه نه لرم چې له کورنۍ سره ووينم .
مردکي ماشينګڼه په اوږه کړه اوله لاسه يې ونيوه او ورته يې وويل :
-اوس راځه! بيا به وروسته په دې خبره وکړو، زه لنډي قوماندان تاپسې راليږلى يمه .ځه چې حجرې ته يي غوښتى يې .
لنډى قوماندان دحجرې په برنډه کې په کټ ناست و، اودوه نور نا اشنا سړي هم ورسره ناست ول.قوماندان دشمس په ليدو له ځايه را پاڅيده، هغه يې په شا وټپاوه ،اوپه تندي يي ښکل کړ. ناستو سړوهم ورسره په خپل واراوږه ورکړه او وې ويل :
- سبحان الله ....سبحان الله ....مبارک شه مبارک شه .
بيايې له لنډي قوماندانه وپوښتل :
- دڅوکالو دى ؟
قوماندان په ځواب کې وويل :
- دشپاړسو ......
- ښه ډېرښه
پوره وينځل شوى .......
لنډى قوماندان موسکى شو ،بيغمه شئ هيڅ پکې نه دي پاتې ،ټوله خيره ورڅخه وتلې ده .....
قوماندان مردکي ته اشاره وکړه ،هغه شمس بيرته دحجرې له انګړ نه را بهر کړ اوله ځانه سره يې پخواني ځاى ته بوته . مردکى بيرته دقوماندان حجرې ته ستون شو.
شمس په خپل کټ باندې اوږد وغزيده ،سترګې يې پټې کړې ،لکه دتل پشان يې ځان ورته سپک ښکاره شو، احساس يې کاوه چې ورو ، ورو له ځمکې نه فاصله اخلي ،اسمان ورته سرراټيټوي، داسمان په رنګينه رنګونوکې يې ځان ډوب ليده .ځان يې دشنو سمسورو چمنونو دپاسه احساساوه .دومره اوچت هم نه ، سوچ يې کاوه چې دچمن دپاسه په يومتر فاصله کې قرارلري ،ځومره چې حرکت يې کاوه ،داسمسور شين اوښايسته چمن نه خلاصيده ،په هواکې يې دښايسته رنګونو دګلونوګيډۍ ترسترګو کيدې ، کله کله به له ښايسته رنګونو نه جوړې شوې حورې ورته مخامخ شوې، دحورودلباس رنګونه ورته ډېر ارامه برېښېدل ،چې هغسې رنګونه ده په ژوند کې نه ووليدلي . زړه يې غوښتل چې دحوروبدن باندې لاس ووهي اوهغوى لمس کړي ،خودده لاس به که څومره ورته نژدې هم و، بيا به يې هم نه شواى کولاى چې لمس يې کړي ......
شمس په همدې کشمکش کې و چې دکوټې ددروازې له درب سره را بيدارشو .... هغه وويريده ،خولې پرې راغلې ،سترګې يې په لنډي قوماندان ولګيدې ،له هغه نه يې کرکه راغله چې ولې يي له دې رنګينې نړۍ راستون کړ .
قوماندان ورته وويل :
- مبارک دې شه ! دخداى امرته ځان تيارکړه ،اوپه دې سروکاپرو دزمري په شان ورشه ....
دقوماندان ترشا مردکى ولاړ و، شمس غوښتل چې خوله خبروته جوړه کړي ،خومردکي ورته له شانه کلکه اشاره وکړه . شمس غلى شو .
لنډى قوماندان له کوټې نه ووت .
مردکى دشمس خواته نږدې دکټ په څنډه کېښناست ،دهغه په اوږه يې لاس کېښوداو ورته يې وويل :
- زه پوه شوم چې تاله لنډي نه څه غوښتل ،اوس هم پوهېږم چې ته څومره په غوسه يې ،خودومره درته وايم ستاخبرو هيڅ ګټه نه درلوده، داچې ته دومره خپه يې ستا دا وروستى ارمان به زه درپوره کړم .نن ماښام به دې په تياره کې پټ بوځمه ،دکورمخې ته به دې له موټره کوزکړم اودوه ګينټې وروسته به دې بيرته له هماغه ځاى نه واخلم ،په کومه چې مې پرايښې وې .
شمس ورته په موسکا وويل :
- را پنجه شه! منم دې چې ياروختې ....
مردکي ته معلومه وه چې لنډى په دې شپه څومره مصروفه وي ،هغه مجبوردى چې دبلې ورځې دپوره پروګرام دجوړولولپاره لوى قوماندان ته ورشي، اودهغه په حجره کې به له راغلوميلمنوڅخه نقشه راواخلي ،اوپوره به ځان پرې پوه کړي ،نونن شپه هغه نشته ،ميدان خالي دى ،سباته به ټوله ورځ شمس ته نقشه ورښايي .
دماښامپه تياره کې ، مردکي شمس له نورونه په پټه ، له ځانه سره واخيست اودواړه دښارپه لوري روان شول .شمس په ټوله لاره مردکي ته د خپلو رنګينو خيالونوکيسې وکړې . اوټول حال يي دواړه ماشوم په شان ورته ووى، هغه داپېرزوينه په مردکې هم وکړه او زياته يې کړه :
- ياره ! راځه ته هم دخداى امر ته ځان تيار کړه، پريږده دامرداره دنيا ، ماخو يې يواځې يوخيال ليدلى ،چې څومره ښايسته دى .خداى خبرچې جنت به لانورڅومره ښايسته وي .... اوس چې لاړم نوخامخا له ځانه سره خپل جره ورورهم راولم .....
مردکي په شوخ اندازسره ورته وکتل اوورغبرګه يې کړه :
- زه هم ملګرو همدې لارې ته تيارکړى وم ،ماهم دتاپشان پوره يوه مياشت همداسې رنګينې شېبې په ويښه په سترګوليدې ،خوددې لنډي دلاسه هرڅه مې د لاسه ووتل.
شمس :
- ولې .... ؟
په هغه شپه چې زه سبا ته دمنزل په لوري تلم ،نوپه قوماندانۍ باندې ، له بده مرغه حمله وشوه. ترسهاره مې له قوماندان اودوه نورو ، وروڼوسره اوږه ورکړه .لنډي چې وليدل چې يومردکى مې هم خطا نه ځي، نوسبا ته يې راته وويل :
- ته چې ځان دخداى په لاره قربانوې نوڅه به وکړې ،چې ډېر ه کارنامه وکړې نو شل به مړه کړې ، اوکه ژوندى يې نوهره ورځ به شل ،شل وژنې ،له هماغه شپې نه يي مردکى نوم را باندې کېښود .
تېر ماسخوتن و چې شمس له کوره لرې ،څوسرکه اخوا، له موټرنه راکښته شو .دکښته کېدوپه وخت مردکي ورته وويل :
-پوره دوه ګينټې وروسته دې له همدې ځايه پورته کوم ،ځه لاړم چې څوک مې په نخښه نه کړي .
موټر دسترګوپه رپ کې دشمس له سترګوورک شو .
شمس چټک چټک دکورپه لوري قدمونه لنډکړل .کله چې دکورمخې ته ورسېده ،نودکوردروازه يې خلاصه وليدله ،کورته دننه شو، دپلار موټر يې په انګړ کې نه و، دکورټول څراغونه بل وو ، اوله حجرې نه دسړوغږ ترغوږه کېده .هغه دکلا ددروازې په مخ کې ټکنى شو، شېبه لانه وه تيره چې قيوم کاکا له پطنوس سره له حجرې نه راووت ، هغه دشمس په ليدو په خپل ځاى وچ ودريده .بيايي ورمنډه کړه :
- شمسه زويه ! ته راغلې ....
نوريې څه ونه ويل .ترڅوشمس خبروته خوله جوړوله، د مخامخ دهليز په دروازه کې يې دحورې په شان په يوې نازکې جنۍ سترګې ولګيدې .
هغې په وارخطايۍ نارې کړې :
- ببو...! ببو...! شمس راغى ،شمس .....
شمس هغه حوره ونه پېژنده ،خوغږ يي ورته اشنا ښکاره شو .دحورې له نعرو سره سم کلا له ښځو ډکه شوه .شمس ته دحورې نارو تلوسه پيداکړه، زړه يې ورېږدېده .داچې شمس څرنګه دکلا نه دمور ترکوټې ورسېده په ځان پوه نشو.موريي په توشکه ناسته وه، په هغه توشکه چې سپين څادرپرې غوړيدلى و،اودمور رنګ يي هم دسپين څادرپشان سپين اوښتى و.
شمس مورته ورنژدې شو، لاسونه يي ورښکل کړل ،خويوازې دمورپرمخ راروانو څوڅاڅکو اوښکو ورته ستړې مشي وويله .
مورې چپه خوله وه، دخبرو وس يې نه درلود .ښکلې حوره دکوټې په دروازه کې ولاړه وه ، شمس دسترګولاندې بيا حورې ته په غلاوکتل،زړه يې نورطاقت ونه کړ ،دموردواړه لاسونه يې ونيول :
- مورې ! څه خبره ده بابا چېرې دى ، شان ، بهرام ، لمر ټول خوښه دي اوداخلک ؟؟؟؟؟؟
دشمس دپوښتنې سره سم دکوټې ناستوښځو په نارو اوچيغوپيل وکړ ،کوټه دښځو نعرو او سورو په سر واخيسته .دنعروپه منځ کې يواواز يې ترغوږ شو :
- شمسه .... ! ملادې ټينګه که، نه دې بابا شته اونه دې ورونه ..... هغه ده مخامخ ځوانه ناوې ورينداردې ،په دروازه کې سرتورسر درته ولاړه ده .
دشمس سترګې ددروازې په لورې کږې شوې، ويې ليدل چې هماغه حوره لاهم هغلته ولاړه ده. په دې خبرويې سر نه خلاصيده، څنګ ته ناستې ښځې ته يي وويل :
- حال راته ووايئ څه خبره ده ؟
زړې ښځې يې په اوږه لاس ورکېښود ،ورته يې په مهربانه اندازکې وويل :
-زويکه ! مه رانه خپه کېږه ،زړه دې غټ که، خداى نارينه پيداکړى يې ، په مارکيټ کې دپلار ددوکان مخې ته دې کوم خداى ناترسه ځان والوزاوه ، يو عالم بې ګناه خلک قتل شو ،نه دې بابا شته اونه دې اورونه ......
دزړې دخبرې په اوريدو په شمس باندې سر وڅرخيده ،ديخواوبو څاڅکو يي دوجود رګونه ورته ورېږدول ...
هغه اوس په حجره کې دکوڅه والو اوتربورونوسره ناست و، تېر مازيګر و،ناستو سړو دتګ اراده درلودله ،چې نثاراکا ورته دپلارشمله ورپسر کړه اوټولو سړو ورته ددعا لاسونه پورته کړل .
٢٠٠٩ جنوري ٣١
پېښور