د ملي پولیسو دطالبانو یو مهم غړی په پغمان ولسوالۍ کې ونيو

د ملي پولیسو دطالبانو یو مهم غړی په پغمان ولسوالۍ کې ونيو


  • 5 مياشتي دمخه (19/10/2020)
  • خلیل
  • 281

‏د کورنیو چارو وزارت

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی چې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې یې د ترهګریزو بریدونو، د مقناطیسي او سړک غاړې ماینونو د خښونې مسوولیت پر غاړه درلود، نیولی دی.

‏یاد کس تېره ورځ د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د یو لړ هدفمند عملیاتو په پایله کې نیول شوی دی. له نیول شوي ترهګر څخه ۸ کړۍ مقناطیسي ماینونه، ۴ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه، یو کړۍ بشکه‌يي ماین، ۳ کړۍ لاسي بمونه، ۴ قبضې نارنجک او یو اندازه چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

‏د یادونې وړ ده چې یادو ځواکونو د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د یوه بل عملیات په ترڅ کې هم یو کس له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو نیولی دی.