هغه سرتیري چې کمپ کې کلابند وو، مرسته ور رسېدلې

هغه سرتیري چې کمپ کې کلابند وو، مرسته ور رسېدلې


  • 1 کال دمخه (19/10/2020)
  • خلیل
  • 527

‏ملي دفاع وزارت وایی،هغه سرتیري چې د میدان وردګو ولایت ( کوټه عشرو ) کمپ کې کلابند وو، مرسته ور رسېدلې او ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي. دفاع وزارت وایي، په همدې هدف تیره شپه کوماندو ځواکونو په سیمه کې عملیات کړي، طالبان په شاتمبول شوي او په سیمه کې افغان سرتیرو ته مرسته رسېدلې ده.

‏دفاع وزارت وایي،د دې عملیاتو پرمهال ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او له هغوی څخه ځینې وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.

‏دغه عملیات وروسته له هغه کیږي چې د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند ( کوټه عشرو) کمپ کې د ملي اردو سرتیرو له ولسمشر څخه د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه.