ښامار بنګړي خرڅوي


  • 4 کاله دمخه (19/10/2020)
  • عبدالمالک بیکسیار
  • 1969

موږ څو ملګرو چې د شپېتمو کلونو په نیمايي کې لیک ته مخه کړې وه، له مطالعې، ذوق، استعداد، ټولنیز، تاریخي او موروثي تاثره مو څه نه پېژندل. یوازې او یوازې په ځاني غوښتنو او خیالي تصوراتو روان وو.
زموږ په وړه ‌‌‌‌‌‌ډله کې یو چې د شعر یې زموږ نورو په تناسب چندان خونده نه وه، نو یو دم یې په ځان راکېښوده چې بس زه غواړم د کیسې لیکوال شم او نه غواړم نور شعر ولیکم . خو دغه ملګری د کیسه لیکوالۍ په تصور کې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر له یوې غټې معما سره مخ شو، سړی چې د هغې زمانې له فلمي دنیا سره یې هم اړیکې ساتلې سمدواره د هماغو فلمونو په تاثر کې دې پایلې ته ورسېد چې تر کیسې دمخه باید د کیسې نوم وټاکل شي، او ټوله ورځ به په نویو او نایابه، ښکلو نومونو پسې ګرځېده .
ملامت هم نه و خوارکی د هغه دور د فلمو ا‌‌‌‌‌‌ډانه په سلو کې پينځه اویا په نوم راغون‌‌‌‌‌‌ډه وه لکه میرنۍ ورور، عجب خان اپریدی، لا وارث، علي بابا او څلوېښت غله او داسې نور
موږ که څومره هم ورته ویل چې لومړی ته یوه کیسه راپيل کړه او ویې لیکه، نوم به خامخا د لیکنې په لړ او یا بیا وروسته تر لیکلو د کیسې له متن څخه ځان راښکاره کړي، خو مهمه داده چې ته کیسه ولیکې، خو سړي کله منله ؟
هغه ته د کیسې او نوم خبره سمه د چرګې او هګۍ معما جوړه شوې وه، او پدې هکله به یې اوږه اوږده بحثونه او استدلالونه کول چې اول د کیسې نوم راغلی او بیا د همدې نامه له محتوا څخه کیسه زېږېدلې ده .
کلونه وروسته چې موږ څه ناڅه د ادبیاتو له وېړې نړۍ سره اشنا شوو او د خپلې لیکوالۍ هغه د اولو وختو تصورات زموږ د هغه ملګري د استدلالونو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون واړه ناسم او نیمګړي راته ثابت شول او هغه ملګري مو هم تر پایه کومه کیسه و نه لیکله، خو یوه خبره یې سمه را وخته چې نوم د لیک په ټولو ژانرونو او په تېره بیا کیسه ایزو او ژورنالیستیکو لیکنو کې خورا ستر رول لوبوي .
یو وخت په تاند وېبپاڼه کې یوې لیکنې پسې ګرځېدم سترګې مې هسې په ځغاسته کې په [ ښامار بنګړي خرڅوي] سرلیک وموښتې، خو نه ورته تم شوم او نه مې فکر پرې وکړ او نه مې دې خبرو ته وخت لاره، ځکه زه په فېسبوک کې د یوې لیکنې لوستو په ترڅ کې د یوې خبرې کره کولو په نیت تاند ته راغلی وم او بېرته مې باید د هغې لیکنې لوست تمام کړی وای .
د لیکنې تر لوستو وروسته یو ځل بیا دغه سرلیک رایاد شو او ورسره جوخت اسطوره، افسانه، د قاف غرونه، ښاپېرۍ، د کاروان شاعري او ‌‌‌‌‌‌ډېر نور څيزونه، غوښتل مې ورشم را وايې ړوم او ویې لولم چې د څه په هکله ده او ښامار څنګه بنګړي خرڅوي ؟ خو نه پوهېږم فېسبوک دې سر وخوري په کوم بل څه بوخت شوم او د ښامار کیسه پاتې شوه .
پر هماغه دوه درې ورځې وروسته مې سهار وختي په تاند خبرونه کتل یو وار بیا مې په همدې سرلیک نظر ولګېده، خو دا وخت نو زه یوازې خبرونه سر سري ګورم او بیا نو ماشومان ښونځيو ته رسوم، پدې وخت کې لیکنو لوستو او فېسبوک مېسبوک ته فرصت نه وي .
په هغه ماښام چې تر ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ وروسته کمیوټر ته کېناستم نو اول په همدې لیکنه پسې ورغلم، میندلو یې څه وخت واخیست خو پيدا مې کړه، را وامې ړوله او ومې لوسته .
د لیک کوټلی مضمون داوه چې د ښامار په نامه د طالبانو قوماندان د کابل _ کندهار له لویې لارې په ښځينه سینګار بار دوه ‌‌‌‌‌‌ډکې لارۍ را ګرځولي او اوس یې د میدان نرخ درې په خپل کلي کې خرڅوي.
ما چې پر ځان ددغه سرلیک زور ولید دهغه خپل ملګري پر [نوم] د تاکید استدلالونه رایاد شول .