لومړۍ ډله وایې چې طالبان په خپلو وروستیو ګرمو او خونړیو جنګونو سره غواړي نړیوالو ته دا ښکاره کړي چې موږ زورور یو زور لرو د افغانستان ډیره سېمه له موږ سره ده موږ ته باید ډیر امتیازات او اهمیت راکړل شي.
دوېم بیا په دې اند دې چې په وروستیو جنګونو کې د اشرف غني حکومت تر خپل تسلط لاندې سېمه او زمکه په لوی د طالبانو لاس ته ورکړه یا په بل عبارت د څو عسکرو او ولس له قرباني کولو یې دا ګټنه وکړه چې نړیوالو ته ښکاره کړي چې لا هم طالب د سولې، ډیلاګ او ناستې پلوي نه دی، طالب د زور جنګ، تشدد، وژنو او د ولس د بې کوره کولو شوقي او پلوي دی.
دا چې کوم تحلیل به رنګ راوړي یا رښتیا کیږي دا جلا بحث دی خو یوه خبره چې زموږ بیچاره او کړیدلی ولس ځوروي هغه دا ده چې دواړه خواوې ښه په نره او په سپینو سترګو دا ادعا کوي چې ولس له موږ سره دی او سبا به له دې ولسه
خپل څنګ کې د دریدلو تمه او هېله لري.
دا روانه کیسه نه د امریکا په خبرو حل کیږي نه د شته حکومت او چارواکیو په درواغینو غوړو ژمنو او غلا ګانو حل کیږي دا روان حالات هغه وخت بدلیږي چې هېواد کې یو خود جوشه ژمن، خپلواک او اصیل بچیان را پیدا منظم او را پورته شي له دواړو جنګي ګروپو د واک تارونه په خپل لاس کې ونیسي کنترول ترې لاسه کړي د ولس او نړیوالو باور او اطمنان ته مثبت ځواب ووایې که دا ونشول کیسه به همداسې بې سرنوشته، ګډه وډه او بې خونده روانه وي هره ورځ به په سلګونو هېوادوال د دې شعارونو قرباني کیږي چې ډیموکراسۍ ته خطر دی او امارت ته سخت خطر دی.
ولس کې ژمن ځوانان باید نور له تشو نندارو او سیل کولو را بهر شی د لوبې میدان ته راشي او عمل پیل کړي.
کنه نو لرې نه ده چې د ګلانو او عطرو کاروباریان هم د تابوت خرڅولو دوکانونه جوړ کړي.