یو بی طرفه قضاوت کوو

یو بی طرفه قضاوت کوو


  • 4 کاله دمخه (19/10/2020)
  • محمود مومند
  • 1918

د څو مودی راپدیخوا د کابل امنیت سخت خراب شوی دی دری ورځی مخکی ارګ کی ولس مشر د خپلو نیږدی همکارانو سره جلسه وکړه چی د دغه مشکل دپاره حل لاره پیداکړو ؟

د ولس مشر لمړی معاون ښاغلی امرالله صالح راپورته شو او د کابل د امنیت دپاره یی د یو څو هفتو دپاره مټی راونغښتلی کور یی ودان بچی یی لوی اوبه یی یښی او ډوډی یی کرمه چی دغه مسولیت ته یی اوږه ورکړه . 

رابه شو اصلی قصی ته : 

اوس بعضی خلک نه راضه دی چی ولی ښاغلی امرالله صالح د غه کار کوی ؟

نو زه وایم چی دی کی بد څه دی خو ته باید ښه ووایو چی هغه درته امنیت جوړوی که څه هغه د ولس مشر پسی دوهم سړی دی په افغانستان کی خو هغه پخپله د ولس دپاره دغه د امنیتی چاری یعنی د پولیس دنده پر غاړه اخلی دی کی د انتقاد څه شی دی . دغه انتقاد کونکی خلک په یوه کی هم سړی نه پریکدی یو خوا ژاړی امنیت نشته ناری وهی په تلویزونو ؛ نن همغه خلک بیا ناری وهی چی مونږ داسی امنیت نه غواړو ؟ 

ښه څه غواړی ؟ 

چی ورته امنیت نیسی بیا په کی تور او سپین لټوی . 

زه خو په دی نظر یم چی د هندوستان هندو دی راشی ماته دی سوله او امنیت راولی چی زه اذاد کابل کی بیدون د ډاره کرځم ماته دا مهم دی نو زه غریب بنده به تری شکری وکړم . 

مونږ باید شکر وباسو او ویی ستایو چی داسی یو زړور او تکړه په هیواد او ولس مین چارواکی لرو چی په سخت وخت کی د ولس د ساتنی او عزت په خاطر هر مسولیت دپاره میدان ته رادانکی . 

هر څوک کولایشی په اذاد ډول خپل نظر شریک کړی د هر چا یعنی مخالف او موافق دواړو ته درناوی لرم ؛ شاه