‏د حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاویو د تماس ډلو غړو بدلون موندلی دی

‏د حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاویو د تماس ډلو غړو بدلون موندلی دی


  • 4 کاله دمخه (19/10/2020)
  • خليل
  • 2262

‏د حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاویو د تماس ډلو غړو بدلون موندلی دی.دغه بدلون د طالبانو د وړاندیز له مخې شوی دی.

‏د سولې مرکچيان وايي چې د تماس ډلې درې کسیز شوي دي.غلام فاروق مجروح، فاطمه ګیلاني او رسول طالب د حکومت د مرکچي پلاوي د تماس ډلې نوي غړي دي او همدارنګه نلي عمري، قاري دین محمد، لطیف منصور د طالبانو د مرکچي پلاوي د تماس ډلې نوي غړي اعلان شوي دي.له دې مخکې د حکومت ۷ او طالبانو هم ۵ غړي لرل.

طالب ویاند لیکلي؛

نن ماښام د افغانستان اسلامي امارت او مقابل لوري د مذاکراتي ټيمونو د تماس ګروپونو درې درې کسانو ناسته سره در لوده.

په ناسته کې بيا هم په اختلافي ټکو بحث وشو او د ناستو په دوام ټينګار وشو تر څو د طرز العملونو په اړه څومره چې زر کېدای شي نهايي تفاهم رامنځ ته شي.

همدارنګه د حکومتي پلاوي وياند نادري وايي,نن ماښام د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکره کوونکي پلاوي او د مقابل لوري تماس ډلو څو تنو غړیو جلسه درلوده. په جلسه کې د اختلافي مواردو پر حل بحث وشو. د اختلافي مورد حل په هدف به جلسات دوام لري.