کرکټ:
هند د زمبابوې مشر روزونکی لال چاند راجپوت پاکستان ته نه دی پرېښی
د زیمباوې ملي لوبډله نن سهار د 3 شل اوریزه او 3 یو ورځنیو لوبو سیریز لپاره پاکستان ته رسېدلې.
هند خپل هندي وګړی او د زیمبابوې مشر روزونکی لال چاند راجپوت پاکستان ته نه دی پرېښی.
د زیمبابوې کرکټ بورډ وايي: راجپوت په دغه سفر کې شامل نه و، ځکه پاکستان ته نه دی تلی.
بلخوا زیمبابوې کې د پاکستان سفارت وايي: راجپوت د پاکستان وېزه اخېستې وه او پاکستان کرکټ بورډ یې د سفر ټول اسناد او شرایط زیمبابوې کرکټ بورډ سره شریک کړي هم وو.
راجپوت د هند لپاره 2 ټېسټ او 4 یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
***