په هلمند کي د افغان پوځ یوه کوچنۍ پوسته ده. ۸ کسه سرتېري پکي اوسېږي. له شاوخوا یوې اونۍ راهیسي محاصره ده. تالیبانو یې د تګ راتګ لاري بندي کړي. ماینونه یې ورته پټ کړي. په پرلپسې ډول جګړه پرې کوي. څو ځله یې سپین ږیري خلک ور لېږلي. د تالیبانو له لوري یې د تسلیمۍ پېغام ور وړی. سرتېرو غوڅ ځواب ورکړی چي موږ نه تسلیمېږو. دلته د تسلیمۍ لپاره نه یو راغلي. یا به مو ککرۍ یوسئ، یا مو ککرۍ وړو. تالیبان د سرتېرو دې ځواب نور قهرولي. بیا یې بربدونه پرې کړي. بیا یې ماته خوړلې. دا ۸ کسه د ملي اردو ځوانان د بې شمېره تالیبانو په منځ کي حصار دي. پر خپله کوچنۍ پوسته یې د افغانستان درې رنګه بېرغ رپاند ساتلی. نه پوسته پرېږدي. نه دوئ ته تسلیمیږي. نه په جګړه کي ماتېږي. په دې پوسته کي د یوې مور دوه زامن هم پراته دي. دواړه سره وروڼه دي. دا کلابند سرتېري حتی د خوارک لپاره سمه غذا هم نلري. نه سمو اوبو ته لاسرسی لري. ډېري سختي ستونزي ګالي. مرګ مني خو تسلیمي نه مني. دا څه مانا لري؟ د دې مانا دا ده چي زموږ سرتېري په ټوله نړۍ کي له زړورو سرتېرو څخه دي، خو زموږ رهبري په نړۍ کي تر ټولو کمزورې رهبري ده.