دوه کيسو مې له سهاره طبعيت سم خټه کړی.

دوه کيسو مې له سهاره طبعيت سم خټه کړی.


  • 4 کاله دمخه (21/10/2020)
  • نجيب ننګيال
  • 1553

دوه کيسو مې له سهاره طبعيت سم خټه کړی. يو په پارلمان کې د جمهور رئيس غني‌ په وړاندې د هغه وکيل بې نزاکتي، بل د جمهور رئيس چيغو او د ننګرهار د زرګونو انسانانو تجمع چې پاکستان ته تلل غواړي.‌ د جمهور رئيس او وکيل په قضيه کې د ملامت او سلامت خبره نکوم. خو دا واقعا دردوونکې ده چې د جمهوري رياست مقام دې دومره بې ثاثيره، دومره بې ارزښته شي چې هر څوک یې په وړاندې هر ډول وغواړي بې نزاکتي وکړای شي. وکيل به ملامت نه و، يا به و. خو دا هم رښتيا دي چې اوسنی پارلمان او پکې را ټول ځينې بې شعوره او مافيايي وکيلان د همدې حکومت لخوا حمايه شو او تر پارلمانه و رسېدل. د حکومت هغه نازدانه مشاور همدا بې نومه او بې ولسه خلک وکيلان کړل. چا ته یې پيسې ورکړې، له چا یې پيسې واخيستې. يو وخت چې پارلماني‌ ټاکنې کېدې، ولسمشر ته ويل شوي و چې ستاسې نازدانه مشاور په وزير اکبر خان کې په داسې خلکو پانګونه کوي او داسې يو پارلمان درته رامنځته کوي چې سبا دې په درد نخوري. جمهور رئيس وېلي و، زه مقصد پارلمان غواړم. چې د سرونو تعداد یې پوره وي. نور مې یې له ښه او بد سره کار نشته. ځکه چې کابو اته کاله وروسته د ولسي جرګې ټاکنې کېدونکې وې او ولسمشر په عجله کې و. نن نتيجه دا شوه چې همدې پارلمان د جمهور د عزت پام هم ونکړ. ده چيغې وهلې، احساساتي و او هغو باک نه راوړ. د ننګرهار پېښه فاجعه ده. رښتيا دا دي چې دا ټول ناروغان نه دي، چې روان دي. بيخي ډېر خلک بېکاره دي. فقر او بېچاره ګي اوج ته رسېدلې.‌ ناکام او بې حسه سستم ونشو کولی د خلکو اړتياوو ته نسبي ځواب ووايي. کرونا او جګړې نور هم وځپلو. پاچا سلامت بايد په سړو مغزو او له قهر و غوسې پرته په دې هر څه فکر وکړي. غوسه عقل خوري. وطن ته څو بلاووې په يو وخت متوجه دي. مسئوليت یې همدې سړي ته راجع دی، چې افغانستان ژغوري که په بېځايه غوسو یې نور هم خرابوي. په خپله شاوخوا بايد جدي فکر وکړي. متاسفانه هغوی ته چې د ده شاوخوا دي، و یې نشو کولی چې بې له تنازعې، تصادم او فساده بل څه عرضه کړي. د پاچا یې څهره خوښېږي که نه، خو چې د کار سړی وي، وخت دې ورکړي. ښکلي، شيک پوشه او مسک مشاورين په ارګ کې ښه دي، باندې یې متاسفانه تاثير ونشو نلرلی. له ولس سره وصل نشو او يا یې دا وړتيا نه درلوده. که دا فاصلې کمې نشوې، د توپان مخه نيول به سخت وي. مونږ بايد ټکان وخورو. له هغه ګردابه راوځو چې فکر کوو هر څه سم دي، خو نه دي.