ټانکونه د معاصر وخت جګړو کې څومره اغېزمن دي

ټانکونه د معاصر وخت جګړو کې څومره اغېزمن دي


  • 4 کاله دمخه (22/10/2020)
  • مينر خان
  • 1569

دا مسئله، چې ټانکونه د معاصر وخت جګړو کې څومره اغېزمن دي، له ډېرې مودې راهیسې مطرح ده خو د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړې دا موضوع په نظامي نړۍ کې په یو تود بحث بدله کړې ده. د یادو هېوادونو د حکومتونو لخوا د ترسره شویو خبري ناستو او په مجازي نړۍ کې د خپرو شویو ويډيوګانو له مخې د دغې جګړې په لومړیو لسو ورځو کې د ارمنستان ١٣٠ او د آذربايجان ١٣٧ ټانکونه د بې پيلوټه الوتکو (ډرون) په واسطه له منځه تللي دي. دا د هغو کارپوهانو له ادعاوو سره سمون خوري چې وايي ټانکونو د عصري تجهیزاتو په خاصه توګه بې پيلوټه آلوتکو له کبله خپله جنګي اغېزمنتیا له لاسه ورکړې ده. دوی استدلال کوي چې د ټانکونو د موثریت کموالی د دې ډول واسطو د جوړولو او ترمیم لوړ لګښت نه توجیه کوي نو پر دې اساس ټانکونه اوس متروکې وسیلې دي. 

یو شمېر نور کارپوهان بیا دا خبره په بشپړه توګه ردوي. هغوی استدلال کوي چې ټانکونه تل د جګړې په ډګر کې د دښمن پر وړاندې د وحشت د خپرولو آلې وې او اوس هم دا واسطې دغه دنده ترسره کوي. د دوی د استدلال له مخې د دې لپاره چې ټانکونه موثره واوسي د دریو عمده لاملونو شتون اړین دي. روزنه، اراضي او تاکتیک. د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ روانې جګړې په هکله د نظامي چارو ډېرو کارپوهانو نيوكه کړې ده چې ټانکستان یې سم روزل شوي نه دي. د جګړې په ډګر کې د یو ټانک لپاره ترټولو مهمه موضوع په حساسو شېبو کې د مناسبو او دقیقو مانورونو ترسره کول دي، چې په یادې جګړې کې تل داسې نه دي شوي. نګورنو- قره باغ همدارنګه وچ غرونه او وچې میرې لري چې ډېرې بوټې او ګیاه ورباندې نشته، دا د ټانکونو لپاره سازګاره اراضي نه ده. ټانکونه په شنو خو نسبتاً کلکو ځمکو کې موثره دي چېرې چې د ستر او اخفا فرصتونه شتون ولري. د تاکتيکونو په هکله دوی وايي چې ښه روزل شوي او مسلکي ځواکونه کولای شي د ستونزمنې اراضۍ او نوې ټيکنالوژۍ لپاره د حل لارې ومومي. د ارمنستان پر ټانکستانو باندې په خاصه توګه نیوکه کېږي چې دوی د بې پيلوټه الوتکو پر وړاندې تدابیر نه وو نیولي او ځانونه یې په زیانمن حالت کې ورښکېل کړي وو.