فارياب کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله ۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي
د ملي دفاع وزارت ويلي، چې دغه مرمۍ په شيرين تګاب ولسوالۍ کې، د وسله والو طالبانو له لوري د ملکي وګړو پر کورونو توغول شوي دي.
دغه وزارت زياته کړې، چې د ملي اردو ځواکونو د پېښې ټول قربانیان روغتون ته انتقال کړي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.