ما پسې ارمان درځي،  کۀ نه درځي؟

ما پسې ارمان درځي، کۀ نه درځي؟


  • 4 کاله دمخه (23/10/2020)
  • جواد ازار
  • 1462

کوم عبدالله ظهیر چې زۀ پېژنم هغه د خپل کردار او اداکارۍ نه زیات ښۀ شاعر،  د ښۀ شاعر نه غوره قامپرست،  د قامپرستۍ نه زیات په پښتو پښتونولۍ مئین او له دغه هر څۀ نه زیات ماته او زما زړۀ ته نزدې پښتون ملګری دی

بیا په دغه پوره شخصیت باندې،  د هغۀ په شعر باندې خبره کول زما غوندې د کم عمره او کم علمه هلک د وس خبره نه ده . خو دا زما خواهش دی او تل مې دغه هڅه کړې ده چې د خپل وس نه زیات کار وکړم ځکه په خپل وس هر څوک ملامته دی او دغه کار هر څوک کولی شي

زۀ چې د سوشل میډیا په دې ناتار کې د باچاخاني کردار کوم ملګری وګورم نو خوشاله شم او دغه خوشالي راته د ښۀ کار کولو توان راوبخښي، دغه توان ما د احساس کمترۍ نه رابهر کړي او په خپل کار مې باوري کړي 

بیا د عبدالله ظهیر پشان په ګفتار او کردار پوره شخصیت چې تاته د خپلې قامپرستۍ سره تاته د خپلولۍ احساس هم درکړي نو بیا د دغه وخت د دغه احساس د بیانولو لپاره به د لفظونو قحط سالي ضرور رامنځته کېږي

عبدالله ظهیر به د نورو پښتنو لپاره یوازې یو شاعر وي او دا حقیقت هم دی چې عبدالله ظهیر یو ښۀ شاعر دی خو زۀ عبدالله ظهیر ته یوازې د یو شاعر په سترګه نه ګورم ما لپاره ظهیر یوازې یو شاعر نه بلکې په ګفتار او کردار پوره شخصیت دی پۀ پښتنو کې به دا وخت په زرګونو شاعران شعر لیکي هر څوک به د خپل فکر سره سم غږیږي، هر څوک به خپلې خبرې ته،  خپل شعر ته خپل دلیل لري 

خو ماته په زرګونو شاعرانو کې عبدالله ظهیر او د دوي په څېر شاعران له هر چانه غوره دي او زۀ یې له نورو شاعرانو نه غوره ځکه ګڼم چې دوي د شعر تر څنګ خپل کردار هم په پښتو ، پښتونولۍ سمبال ساتلی دی

زۀ چې کله هم د شاعر او شاعرۍ په اړه غږېږم نو د ځینې شاعرانو په اړه تل زما دغه رایع وي چې ځینې شاعران د ګفتار غازیان وي دغه غازیان لکه د افسانې د کردار یوازې په کتابونو کې خوند کوي په حقیقي ژوند کې،  کۀ د دغه لیکوالانو حقیقي کردار ته نظر وکړی شي نو زیات شاعران د خپل ګفتار نه ډېر لرې ژوند کوي خو ولې عبدالله ظهیر د خپل ګفتار پشان سپیځلی کردار هم لري او ماته د ظهیر د شاعرۍ نه زیات د دوي قامپرستي،  د ستائینې وړ ښکاري ، 

زۀ د شاعرۍ په ځای قامپرستۍ له ترجیح ځکه ورکوم چې خبرې هره خله کولی شي خو دغه خبرې عملي کول بیا پښتنه جذبه غواړي ، زما ذاتي تجربه دغه ده چې په سپین میدان ولاړه د هر چا د وس کار نه دی دا د خپل وطن د ملکیت،  د خپلې خاورې د اختیار،  دعوه یوازې هغه څوک کولی شي کوم چې د هر ظالم،  جابر مخې ته د خبرې کولو جرات لري ، دا جرات یوازې د عبدالله ظهیر پشان قامپرستان کولی شي 

زۀ باوري یم چې د عبدالله ظهیر دا کتاب  " ما پسې ارمان درځي کۀ نه درځي " به ستاسو ادبي تنده ماته کړي ځکه زۀ په دغه راز خبر یم چې عبدالله ظهیر د خپل ګفتار او کردار پشان سپیځلی تخلیق ستاسو مخې ته ږدلی دی

د عبدالله ظهیر د لا بریا په هیله 

په افغانۍ مینه  ستاسو رور  جواد ازار

۱۴ اکتوبر ۲۰۲۰

بائېزوخرکے مردان