ننګرهار کې د خونې د چت لوېدو له امله يوه مور له درې زامنو سره مړه شوې

ننګرهار کې د خونې د چت لوېدو له امله يوه مور له درې زامنو سره مړه شوې


  • 4 کاله دمخه (24/10/2020)
  • عمران دانش
  • 1187

د ننګرهار په پچیر اګام ولسوالۍ کي د چت پریوتو په پېښه کي د یوې کورنۍ ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دې ولايت د والي وياند، عطاءالله خوږياڼي وايي، د پچير اګام ولسوالۍ ګيره خېلو سيمه کي تېره شپه شاوخوا درې بجې د کيميا ګل په نوم يو تن په کور کي د خونې چت پريوتو په پېښه کي يوه مور له درې زامنو سره مړه شوې او درې تنه نور ټپيان دي.

د ننګرهار والي له زیانمنې شوې کورنۍ سره د بېړنۍ مرستې امر کړی دی.