له ځینو نظر خاوندانو، دا ساده نظر اورېدل کیږي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي پلاوی باید له دوحې څخه را وایستل شي، ځکه طالبان د خبرو او سولې اراده نه لري.
زما په نظر، دا به بیخې لویه اشتباه وي که دغسې یو نامعقول اقدام کیږي، ځکه که طالب د خبرو او سولې اراده نه لري، چې زما په نظر یې هم نه لري، نو د خبرو له مېزه د افغان حکومت را ولاړېده به، هغه فیصله وي چې طالبان یې غواړي او دا به د طالب په ګټه، یوه ستراتیژیکه اشتباه وي.
پرېږدئ چې د ملت هیئت په خپل ټول قووت، صلابت، درایت او هماهنګې سره، د طالب په وړاندې، په منطقي و سیاسي تقابل کې قرار ولري او په دې توګه، د طالب سیاسي عقلانیت و ظرفیت ملت و دنیا ته ښه څرګند شي؛ ګومان کوم چې حکومت هم، تر دا مهاله دغه نزاکت و حساسیت ته متوجه دی.
حکومت باید په داخل کې دوو اساسي وظایفو ته جدي توجه وکړي چې انجام یې د ترهګرۍ ملا ماتولای شي:
یوه یې د امنیتي سیکټور لا سمون او انسجام دی چې له نېکه مرغه، تر ډېره د ډاډ وړ دی او دوهم د فساد مخنیوی دی چې له بده مرغه، هیڅ د ډاډ وړ نه دی او دا بدنامترینه پدیده، د جمهوري نظام حیثیت و وجود ته، آن تر تروریسم هم لوی ګواښ دی.